• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان سیاسيون: د دوحې تړون د افغانستان پر جمهوریت یوه کودتا وه

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د روانو ستونزو د حل په موخه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغان سیاسي مشرانو او مدني فعالانو ترمنځ یوه غونډه وشوه. د غونډې ګډونوالو ویلي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د جمهوریت پر ضد یوه کودتا وه.

د افغانانو ترمنځ ګډې مشورتي کمېټې د شبنې په وځ (د غویي ۲۷مه) د بلجیم په بروکسل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د دوحې د تړون بشپړ تطبیق وغوښت .

د دې غونډې ګډونوالو وویل، چې د سولې په مذاکراتو کې یو مهم ټکی بین الافغاني توافق و، خو په دوحه کې پرته له دې چې د افغانانو د بېلابېلو اړخونو ترمنځ توافق رامنځته شي، امریکا طالبانو سره تړون لاسلیک کړ او په پایله کې یې جمهوریت سقوط او افغانستان طالبانو ته وسپارل شو.

د افغان ملت ګوند رییس ستانه ګل شېرزاد ګډونوالو ته وویل: «دا یو ضرورت دی چې افغانان سره په خپلو کې ناسته وکړي او یوه حل لاره پیدا کړي، په افغانستان کې ورځ تر بلې د دې پر ځای چې فاصله کمه شي د ولس او طالبانو ترمنځ فاصله زیاتېږي، همدا ډول یو شمېر خلک په کمین کې ناست دي چې یو ځل بیا په افغانستان کې جنګونه پیل کړي او دوی پکې خپل تجارت شروع کړي، ځينې ګاونډي هېوادونه بیا دې ته ناست دي چې افغانستان کې څنګه نظامونه ړنګ شي او افغانان خپلو کې مصروف وساتي او کورنۍ جګړه دوام پیدا کړي.»

ستانه ګل شېرزاد ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې افغانان سره ناسته وکړي او یوه حل لاره پیدا کړي.

غونډې ته په وینا کې د لوګر پخواني والي حلیم فدایي وویل : «د طالبانو له راتګ سره شعارونه مقدس شو او اهداف نامقدس، د دوحې تړون کې د بن د کنفرانس په پرتله لویه تېروتنه وشوه، په دې تړون کې یې د افغانستان جمهوري نظام حذف کړ، واک یې طالبان ته ورکړ او طالبان نه یوازې سیاسیون حذف کړل، بلکې ملت یې حذف کړ، موږ ۲۹ قشرونه لرو یوازې د ملا د قشر حلکومت دی البته د استخباراتي ملا، دوی د قران او اسلام پر ځای استخباراتي اسلام راووست.»

حلیم فدایي وایي، چې د ملا د حذف سیاست په افغانستان کې پنځوس سلنه انسانان له تعلیم څخه محرومه کړل، خو طالبان راحت ژوند لري او ملت ته یې افغانستان زندان جوړ کړی.

په دغه غونډه کې د اروپا د بېلابېلو هېوادونو بلجیم، جرمني، فرانسې، اتریش او هالنډ څخه ګڼو افغانانو برخه اخیستې وه.

د غونډې ګډونوال وایي، چې اوس د ستونزې یوازینی حل د دوحې بشپړ توافق ته لار هوارول دي.

دا په داسې حال کې ده، په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په دویم ځل افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

د واک ترلاسه کولو سره دغې ډلې په افغانستان کې سخت قوانین تطبیق کړل، سیاسي فعالیتونه او سیاسي ګوندونه یې لغوه اعلان کړل، رسنۍ یې سانسور کړې، د نجونو او ښځو پروړاندې یې د زده کړو دروازې وتړلې او ترڅنګ یې په سیاسي مشارکت بندیز ولګېد او تفریحي پارکونو ته د ښځو تګ منع اعلان شو..

همدا ډول دغې ډلې د واک ترلاسه کولو سره په افغانستان کې ټول دولتي لوړ بستونو باندې ملایان وګومارل او هغه کدرونه چې د افغانستان په ملي شتمنۍ تخنیکي روزل شوي وو، له افغانستان نه کډوال شول.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

متقي په تهران کې له خپل ایراني سیال سره د امنیتي او کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په تهران کې له خپل ایراني سیال سېد عباس عراقچي سره وکتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لوریو په دې ناسته کې پر دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسايلو، اوبو او کډوالو په اړه خبرې کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو اړيکې مهمې ګڼلي او ځینو برخو کې يې د همکاريو پراختيا ته په پام، د ډيپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړوالی يوه اړتيا ياده کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې، چې امیرخان متقي په تهران کې له عباس عراقچي سره د همکاریو د پراختیا، ديپلوماتيکو اړیکو د لوړوالي، امنیتي مسایلو او د کډوالو د ستونزو په اړه بحث کړی.

متقي له ایراني چارواکو غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو په ستنېدو کې دې تدريجي اصل په پام کې ونیسي.

نوموړي د ایران په زندانونو کې افغان بندیانو ته د پاملرنې هيله هم ښودلې ده.

امیرخان متقي زياته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې همکاري مخ په زياتېدو ده.

طالبانو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي له قوله لیکلي: « د افغان مهاجرينو بېرته تګ بايد تدريجي او باعزته وي او په ايران کې افغان کډوالو ته د لا زياتو اسانتياوو ژمنه کوو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه اعلان وکړ، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي په بلنه دغه هېواد ته روان شو.

د طالبانو له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد سفر کې د امیر خان متقي ترڅنګ د دغه ډلې د اقتصاد وزارت مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم ګډون لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په پام کې ده امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو په فورم کې د ګډون ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره هم وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې وروستیو کې کابل ته سفر کړی و او له طالب مشرانو سره یې د سرحدي مسایلو، اوبو، د داعش پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي همکاریو، مخدره موادو او ګډو ګواښونو په اړه خبرې کړې وې.

عراقچي په کابل کې وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو نوی فصل به پرانیستل شي.

طالبانو په هلمند کې له خلکو غوښتي چې ټولنیزي رسنۍ دې د فکري انحراف لپاره نه کاروي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له خلکو او ټولنیزو فعالانو غوښتي، چې خپل فعالیتونه دې د «اسلامي شریعت او د دوی د قانون په چوکاټ» کې تر سره کړي. طالبانو دوی ته خبردرای ورکړی، چې د ټولو فعالانو ټولنیزې رسنۍ تعقیبوي او د سرغړونې په صورت کې به له سزاوو سره مخ شي.

له هلمند څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) ویلي، طالبانو په یوې خبرتيا کې له خلکو غوښتي، چې ټولنیزې رسنۍ دې «د موثق خبر، تعلیم، مشروع کاروبار او اسانۍ لپاره وکاروي.»

طالبانو په دې خبرتيا کې همداراز خلکو ته خبرداری ورکړی، چې که چا همدغه رسنۍ د فکري انحراف او د دوی د تخریب لپاره وکارولې له سزا سره به مخ شي.

په دې خبرتیا کې لیکل شوي: «که چا فکري انحراف، توهین، تحقیر، قومي تعصب او دیني ارزښتونو خلاف وکارولې د قانون منګولو ته به وسپارل شي.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یوې سرچینې ویلي، چې دوی تېره اوونۍ یو شمېر د ټيک ټاک فعالان د ناسم فعالیت په تړاو نیولي او زنداني کړي دي.

تېره اوونۍ سرچينو ویلي و، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په بغلان کې د ټيک ټاک فعال شېر علي مبارز په ټولنیزو رسنیو کې د ناسم فعالیت له امله نیولی و.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د « امربالمعروف او نهې عن المنکر» په توشیح شوي قانون کې پر رسنيو د يو شمېر محدوديتونو ترڅنګ په واضیح توګه د موسیقۍ خپرول او نورې سرګرمۍ هم منع شوي دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډلې پر ډېرو رسنیو او فعالانو بندیز لګولی او پر طالبانو نیوکه کوونکي یې هم نیولي او زنداني کړي دي.

د اېمل ولي خان غبرګون؛ د افغانستان درې رنګه بیرغ مې منلی او احترام ورته لرم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۶ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې منلی او احترام ورته لري. د نوموړي په وینا: «ما پرون هم دغه بیرغ منلی، نن يې هم منم او سبا به هم د افغانستان لپاره دغه بیرغ ته احترام لرم.»

اېمل ولي خان وايي، په باچاخان پوهنتون کې افغان زده کړیالې چې څه کړې دي حق يې دی او خپل وطن سره مینه د ايمان برخه ده.

دا غبرګونونه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې تېره اوونۍ د پنچشنبې په ورځ د پښتونخوا په چارسده کې د باچاخان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان په خپل اېکس کې لیکلي، چې په باچاخان پوهنتون کې چې پرون څه شوې دي د هغې غندنه کوي..

اېمل ولي خان لیکلی:«په دې هم پوهېږم چې زما ډېر افغانان وروڼه د قبضه ګرو له وېرې له دغه بیرغ څخه منکران شوي دي.»

سردار حسین بابک: په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومتي زورواکۍ غندنه وکړه. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي، ځکه دا د دوی اساسي حق دی.

هغه زیاتوي، افغان کډوال د تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کورونه، روزګارونه او نسلونه جوړ کړي دي، خو لا هم له ابتدایي مدني حقونو بې برخې دي. هغه دا هم وویل چې د داسې پالیسیو دوام به نه یوازې د انساني حقونو خلاف وي، بلکې د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.

بابک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

تېره ورځ هم، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې ۶۹۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کېنښوده.

د پاچا خان پوهنتون مسوولینو د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه «ملي بیرغ» لرې کړ

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د پښتونخوا په چارسده کې د پاچان خان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ. د پاچا خان پوهنتون مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوه غونډه کې، د باچا خان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی.

خو د پاچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو د فعالینونو غبرګنونه راپارولي دي.

د پېښور پوهنتون پخوانی استاد ضیا الله همدرد افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که يو خوا ته د ویاړ خبره ده، چې د بر وطن پېغلې او ځوانان د لر وطن پوهنتونونو او تعلېمې ادارو کې درسونه وايي په داسې حال کې چې افغان وطن اشغال دی او هلته د نجونو پر زده کړو بندېز لګول شوي نو بل خوا ته دا د افسوس خبره ده، چې د فخر افغان باچاخان په کور کلې چارسده کې او د هغوی په نوم منسوب پوهنتون چارواکې د یو افغان محصلې نه د افغانستان ملې بېرغ بېرته اخلې-دا د غلامۍ، محکومتېا، د نظریاتي پست والی او تذلیل انتها ده.»

رسنیو خپره کړې او پر پېښه یې سخت انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي، چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل سند واخلي. په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره دښمني کېږي.»

حنیف پشتین لیکلي:«د کار نه یوازې غېرې قانوني دی بلکې د پښتنو د روایتو خلاف هم دی،دغه بیرغ د ټیکري مثال لري او د یوې خور له سره د ټیکري لرې کول نه بښونکی کار دی.»