ډبلیو اېف پي: سږني دوبي کې به له ۳ مېلیونو څخه یوازې له یو مېلیون کسانو سره مرسته وشي

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې په سږني دوبي کې له درې مېلیونه اړمنو افغانانو څخه یوازې له یو مېلیون کسانو سره یې مرسته کولای شي. دغه پروګرام وایي، چې په سږني دوبي کې په افغانستان کې نږدې درې مېلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو ملتونو دغې ادارې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د مالي مرستو د سخت کمښت له امله یوازې له یو مېلیون خلکو سره د لوږې د مخنیوي په برخه کې مرسته کولای شي.