پزشکیان: په هر ډول شرایطو کې زور ته نه‌تسلیمېږو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د واشنګټن او تهران ترمنځ مذاکراتو ته په اشارې وایي، چې دغه هېواد به په هر ډول شرایطو کې زور ته تسلیم نه‌شي.

پزشکیان دا خبرې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې وکړې او زیاته یې کړه چې له امریکا سره به هوکړې ته ورسېږي، خو مقابل لوری باید له زورویلو او تحمیل څخه ډډه وکړي.