• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل ځمکني عملیات؛ حماس د اوربند او د بندیانو تبادلې وړاندیز وکړ

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

پر غزې د اسراییل تر خونړيو بریدونو وروسته، حماس وسله‌والې ډلې د دوه میاشتني اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. ورته مهال اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په غزه کې پراخ ځمکني عملیات پېل کړي دي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سي‌اېن‌اېن ته وویل چې ډلې یې په غزه کې د دوه میاشتني اوربند او د ۳۰۰ فلسطیني امنیتي بندیانو د خوشې‌کېدو په بدل کې له اووه څخه تر نهو پورې اسراییلي یرغملو د خوشې‌کېدو هوکړې ده.

دې سره جوخت، د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل چې دوی د غزې په شمالي او سوېلي برخو کې «پراخ ځمکني عملیات» پیل کړي دي.

اسراییل دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د دواړو خواوو سرچینو وویل چې په قطر کې د اسراییل او فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس ترمنځ د غېرمستقیمو خبرواترو په نوي پړاو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال د اسراییل په هوايي بمباریو کې لږ تر لږه ۱۴۶ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

چارواکي همدا راز زیاتوي چې د قوي هوایي بریدونو له امله زیات شمېر کسان له پرېوتو ودانیو لاندې پاتې دي او اسراییلي ځواکونه امبولانسونو او مرستندویه ټیمو نه ته اجازه نه ورکوي چې جسدونه را وباسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ویتکاف: له ایران سره هره معامله کې باید د یورانیمو د نه غني کولو موافقه شامله وي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د امریکا ځانګړي استازي استیو ویتکاف د یکشنبې په ورځ وویل، چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په هره معامله کې باید د یورانیمو د نه غني کولو موافقه شامله وي.

په داسې حال کې چې ویتکاف د یورانیمو د غني کولو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځ بیا تکرار کړی.

نوموړي له اې بي سي رسنۍ سره خبرو کې وویل: «موږ یوه ډېره روښانه سره کرښه لرو او هغه د یورانیمو غني کول دي. موږ د غني کولو وړتیا حتی یو سلنې ته هم اجازه نشو ورکولی.»

استیو ویتکاف وویل، د ټرمپ ادارې له نظره هر څه «د یوې داسې معاملې سره پیلېږي چې بډایه کول پکې شامل نه وي. موږ دا نشو کولی، ځکه چې غني کول د وسلو جوړولو ته اجازه ورکوي او موږ به اجازه ورنکړو چې دلته بم جوړ شي.»

د ویتکاف خبرو ته د تهران غبرګون ډېر چټک و.

د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له قوله وویل: «غیر واقعي تمې د خبرو اترو مخه نیسي، په ایران کې یورانیمو غني کول هغه څه نه دي چې ودرول شي.»

عراقچي د ویتکاف په اړه وویل: «زه فکر کوم چې هغه د خبرو اترو له واقعیت څخه په بشپړه توګه لرې دی.» بډایه کول به دوام ومومي.

ویتکاف زیاته کړه، چې هغه د خبرو اترو په اړه خوشبین دی او فکر کوي چې دواړه خواوې به په دې اوونۍ کې بیا په اروپا کې خبرې اترې وکړي.

عراقچي وویل، د خبرو اترو د راتلونکي پړاو نېټه او ځای به ډېر ژر اعلان شي.

رویټرز: روسیې د پوتین او ټرمپ تر ټلیفوني خبرو مخکې پر اوکراین قوي برید وکړ

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۸:۳۸ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې روسیې د یکشنبې په ورځ پر اوکراین د بې‌پيلوټه الوتکو قوي برید وکړ. په دغه برید کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او تر اوسه د یوې ښځې د وژل‌کېدو خبر ورکړل شوی.

پر اوکراین د روسیې دغه برید د امریکا د ولمسشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر ټاکل شویو ټلیفوني خبرو یوه ورځ مخکې ترسره شوی دی.

بل‌خوا د اوکراین اسخباراتو ویلي، چې ښايي روسیه د یکشنې په ناوخته توغندیز برید هم وکړي، خو مسکو تر اوسه د کېیف د دغه تور په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مهال، د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي هڅه کوي، چې له واشنګتن سره خپلې اړېکې بېرته ښې کړ. نوموړي نن د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د پاپ لېو د معرفي‌کېدو د مراسمو په څنډه کې د امریکا د ولسمشر د مرستیال ډي جي وېنس او د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سره لیدلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوکراین او روسیې له درېیو کلونو وروسته لومړی مخامخ خبرې د جمعې په ورځ په ترکیه کې وکړي او دا خبرې د ټرمپ تر فشار لاندې شوې دي. دواړو خواوو د دې خبرو پرمهال د زرو زندانیانو د تبادلې هوکړه کړې، خو پر اوربند لا کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

اسراییل د غزې په شمال او جنوب کې پراخ ځمکني عملیات اعلان کړل

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي. دغه اعلان په قطر کې د اسراییل او حماس ترمنځ په غیرمستقیمو خبرو کې د پرمختګ نشتوالي سره هممهاله شوی.

د فلسطین روغتیايي چارواکو په وینا، یوازې د یوې شپې په اوږدو کې د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳۰ فلسطینیان وژل شوي، چې زیات شمېر یې ښځې او ماشومان دي.

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې د دوحې وروستیو خبرو کې د اوربند، د برمته کسانو د تبادلې او د جګړې د پای ته رسولو په خاطر د حماس د مشرانو د جلاوطنه کولو او د سیمې د غیرنظامي کولو پر وړاندیزونو بحث شوی دی. حماس دا شرایط واردمخه رد کړي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، د ځمکنيو عملیاتو د ملاتړ لپاره تېره اونۍ له ۶۷۰ زیات اهداف بمباري شوي او د حماس لسګونه جنګیالي وژل شوي دي. خو فلسطیني چارواکي وایي چې د وژل شویو ملکیانو شمېر سلګونو ته رسېږي.

په غزه کې د مرګ ژوبلې شمېر د جګړې له پیل راهیسې خورا لوړ شوی او د سیمې روغتیايي چارواکي وایي، تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر له ۵۳ زرو تنو اوښتی.

یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د دوحې خبرې تراوسه هېڅ ډول پرمختګ نه لري.

په ورته وخت کې، د حماس یوه مشر ویلي: « اسراییل غواړي برمته کسان خوشي شي، خو د جګړې د پای تعهد نه ورکوي».

د حماس وړاندیز دا دی چې ټول اسراییلي برمته کسان به د جګړې د بشپړ پای ته رسونې، له غزې د اسراییلي ځواکونو د وتلو، د بندیزونو پای ته رسولو او د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې خوشي شي.

اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.

د کیف سیمه‌ییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د بې پولې خبریالانو ټولنې د امریکا غږ د کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه د ټرمپ پرېکړه غندلې

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د بې پولې خبریالانو سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرېکړه چې د امریکا غږ له رسنۍ څخه تر ۵۰۰ ډېر خبریالان او کارکوونکي لرې کړي، په کلکه غندلې ده.

یاد غېردولتي سازمان خبرداری ورکړی، چې که دا خبریالان د کومې ملاتړ کوونکې ادارې تر چتر لاندې پاتې نه شي، ښایي چې دوی اړ شي هغو هېوادونو ته بېرته ولاړ شي چېرې چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د بندي کېدو یا د جدي ګواښونو سره مخ دي.

سازمان له هغو کارکوونکو سره چې له «امریکا غږ» څخه اېستل شوي خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا مهال د قضایي بهیر له لارې د ټرمپ د ادارې له هڅو سره مبارزه کوي چې غواړي دا رسنۍ وتړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د «امریکا غږ» شاوخوا ۵۰۰ رسمي او غېر رسمي قراردادي کارکوونکي د غویي میاشتې په ۲۵مه نېټه د دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي او اعلان یې کړی چې د دوی قراردادونه به د روانې میلادي میاشتې تر پایه (۱۰ جوزا) پای ته ورسېږي.

د اخراج په بهیر کې هغو کسانو ته چې د کاري ویزې له لارې په امریکا کې اوسېږي، یوازې ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی، ترڅو له دې هېواد څخه دې ووځي، یا دې پناه‌غوښتنه وکړي او یا دې هم بل کار پیدا کړي.

سازمان یادونه وکړه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا د نړۍوالو رسنیو د ادارې اړوند (په شمول د امریکا غږ) له خوا بې دندې کول او ځنډونې پیل شوي، چې دې کار د خپرونو او پروګرامونو په بهیر کې جدي ګډوډۍ راوستې دي.

دې سازمان خبرداری ورکړی، چې د خپرونو د دې ګډوډۍ له امله د نړۍ په هغو برخو کې چې رسنیز فعالیتونه ډېر ګواښونکي دي، خلک له معتبرو خبري سرچینو بې برخې کړي.

د ټرمپ حکومت د کب په ۲۴مه امر ورکړی و، چې د فډرالي حکومت د ۷ ادارو په ګډون د امریکا د رسنیو د څار ادارې (چې امریکا غږ هم پکې شامل دی) فعالیتونه تر ممکنه حده کم شي.

د « بې پولې خبریالانو سازمان» د شمالي امریکا رییس لیټن وایمرز وویل: «په داسې حال کې چې د امریکا غږ کارکوونکي د تجدید نظر محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي، ټرمپ او د هغه سلاکار کری لیک د محکمې د پرېکړې د ځنډ له وضعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته، څو دا پراخې جبري ویستنې عملي کړي او داسې زیانونه ورسوي چې جبران‌یې ناشونی دی.»

د امریکا غږ خبریالانو، د دوی اتحادیو او د بې پولې خبریالانو سازمان د وري په لومړۍ نېټه یو ګډ شکایت د امریکا فډرالي محکمې ته وړاندې کړ او دا پرېکړه‌یې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل ښکاره نقض وباله.

څو ورځې وروسته، دوی توانېدلي چې له محکمې څخه د ټرمپ د پرېکړې د موقت ځنډ حکم ترلاسه کړي.

په تېره میلادي میاشت کې یو فډرالي قاضي امر ورکړ، چې د امریکا غږ خبریالانو ته اجازه ورکړل شي څو خپلې دندې بېرته پیل کړي او د هغوی حسابونه فعال کړای شي.

خو د غویي په۱۳مه سره له دې چې د امریکا غږ خبریالانو ته خبر ورکړل شوی و چې بېرته کار ته تللی شي، یوه تجدید نظر محکمې پرېکړه وکړه، چې د پروګرامونو خپرېدل بېرته پیل نه شي او خبریالان دې هم کار ته بېرته ستانه نه شي.

د «بې پولې خبریالانو» سازمان اعلان کړی، چې د دې پرېکړې په وړاندې به استیناف محکمې ته ولاړ شي.