اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.
د کیف سیمهییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.
دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.
په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»
یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.
په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»
په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»

د بې پولې خبریالانو سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرېکړه چې د امریکا غږ له رسنۍ څخه تر ۵۰۰ ډېر خبریالان او کارکوونکي لرې کړي، په کلکه غندلې ده.
یاد غېردولتي سازمان خبرداری ورکړی، چې که دا خبریالان د کومې ملاتړ کوونکې ادارې تر چتر لاندې پاتې نه شي، ښایي چې دوی اړ شي هغو هېوادونو ته بېرته ولاړ شي چېرې چې د خپلو رسنیزو فعالیتونو له امله د بندي کېدو یا د جدي ګواښونو سره مخ دي.
سازمان له هغو کارکوونکو سره چې له «امریکا غږ» څخه اېستل شوي خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا مهال د قضایي بهیر له لارې د ټرمپ د ادارې له هڅو سره مبارزه کوي چې غواړي دا رسنۍ وتړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د «امریکا غږ» شاوخوا ۵۰۰ رسمي او غېر رسمي قراردادي کارکوونکي د غویي میاشتې په ۲۵مه نېټه د دندو د پای ته رسېدو مکتوبونه ترلاسه کړي او اعلان یې کړی چې د دوی قراردادونه به د روانې میلادي میاشتې تر پایه (۱۰ جوزا) پای ته ورسېږي.
د اخراج په بهیر کې هغو کسانو ته چې د کاري ویزې له لارې په امریکا کې اوسېږي، یوازې ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی، ترڅو له دې هېواد څخه دې ووځي، یا دې پناهغوښتنه وکړي او یا دې هم بل کار پیدا کړي.
سازمان یادونه وکړه، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د امریکا د نړۍوالو رسنیو د ادارې اړوند (په شمول د امریکا غږ) له خوا بې دندې کول او ځنډونې پیل شوي، چې دې کار د خپرونو او پروګرامونو په بهیر کې جدي ګډوډۍ راوستې دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی، چې د خپرونو د دې ګډوډۍ له امله د نړۍ په هغو برخو کې چې رسنیز فعالیتونه ډېر ګواښونکي دي، خلک له معتبرو خبري سرچینو بې برخې کړي.
د ټرمپ حکومت د کب په ۲۴مه امر ورکړی و، چې د فډرالي حکومت د ۷ ادارو په ګډون د امریکا د رسنیو د څار ادارې (چې امریکا غږ هم پکې شامل دی) فعالیتونه تر ممکنه حده کم شي.
د « بې پولې خبریالانو سازمان» د شمالي امریکا رییس لیټن وایمرز وویل: «په داسې حال کې چې د امریکا غږ کارکوونکي د تجدید نظر محکمې د وروستۍ پرېکړې په تمه دي، ټرمپ او د هغه سلاکار کری لیک د محکمې د پرېکړې د ځنډ له وضعیت څخه ناوړه ګټه واخیسته، څو دا پراخې جبري ویستنې عملي کړي او داسې زیانونه ورسوي چې جبرانیې ناشونی دی.»
د امریکا غږ خبریالانو، د دوی اتحادیو او د بې پولې خبریالانو سازمان د وري په لومړۍ نېټه یو ګډ شکایت د امریکا فډرالي محکمې ته وړاندې کړ او دا پرېکړهیې د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل ښکاره نقض وباله.
څو ورځې وروسته، دوی توانېدلي چې له محکمې څخه د ټرمپ د پرېکړې د موقت ځنډ حکم ترلاسه کړي.
په تېره میلادي میاشت کې یو فډرالي قاضي امر ورکړ، چې د امریکا غږ خبریالانو ته اجازه ورکړل شي څو خپلې دندې بېرته پیل کړي او د هغوی حسابونه فعال کړای شي.
خو د غویي په۱۳مه سره له دې چې د امریکا غږ خبریالانو ته خبر ورکړل شوی و چې بېرته کار ته تللی شي، یوه تجدید نظر محکمې پرېکړه وکړه، چې د پروګرامونو خپرېدل بېرته پیل نه شي او خبریالان دې هم کار ته بېرته ستانه نه شي.
د «بې پولې خبریالانو» سازمان اعلان کړی، چې د دې پرېکړې په وړاندې به استیناف محکمې ته ولاړ شي.

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي.
په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي.
د طوفانونو له امله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.
د کینټاکي والي انډي بشیر د طوفان په اړه وویل، چې دا یوه بده فاجعه ده او د ژغورنې او برېښنا د بیارغونې لپاره یې تر ۷۰۰زیات ژغورونکي ځای پر ځای کړي دي.
د سینټ لوییس ښارواله کارا سپینسر وایي، چې دا طوفان د ښار لپاره د بدترینو طوفانونو څخه و او د ښار په ځینو برخو کې یې د بېړني حالت اعلان کړی دی.
د طوفانونو له امله د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لینونه، د برېښنا د رسولو شبکې او ځینې مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په افغانستان کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان دې په کور دننه او بهر کې د عمران خان له خوشې کېدو څخه ګټه واخلي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د خان خوشې کېدل «انصاف او سم کار دی.
خلیلزاد د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) دغه راز زیاته کړې: «هیله لرم، چې د عمران خان د ژر خوشې کېدو راپورونه رښتيا وي.»
د هغه په خبره، د پاکستان په حساس وخت کې دننه او بهر باید دغه هېواد د خان له خوشې کېدو ګټه واخلي.
نوموړي تر دې وړاندې له پاکستان څو ځلې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې اوسمهال زنداني دی ازاد کړي.
له دې سره، جیونیوز بیا د هند او پاکستان د ترينګتياوو پرمهال ویلي و، چې پر پاکستان د هند د بریدونو له امله د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټ اېښودونکي عمران خان ژوند په زندان کې له خطر سره مخ دی او د موقتي خوشې کېدو لپاره یې غوښتنه شوې.
د نوموړي د خوشې کېدو په اړه د اسلام اباد محکمې ته عریضه وړاندې شوې.
یاده دې وي، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست میاشتې راهیسې په بند کې دی.
نوموړی له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او د فساد په قضیه کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.
دا د نوموړي خلاف څلورمه لویه قضیه ده، چې پرې محکوم شوی دی.
هغه تر دې وړاندې د دولتي ډالیو پلور، د دولتي رازونو افشا کولو او ناقانونه واده پورې په اړوندو درېیو قضیو محکوم شوی و.
خو عمران خان د هغه پر وړاندې ټول تورونه رد کړي او هغه سیاسي انګیزه یادوي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خُرم منځني ختيځ ته د ټرمپ د سفر په تحلیل کې ویلي: «ټرمپ منځني ختیځ ته له شخصي او د امریکا له ستراتیژیکو ګټو سره د علاقې له امله پام کوي.»
نوموړي ویلي، چې د قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له خوا په امریکا کې د لویو پانګونو ژمنې به له چین سره د اقتصادي او سوداګریزې مقابلې په برخه کې مرسته وکړي.
د پخواني ولسمشر حامدکرزي د دفتر مشر کریم خُرم د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) منځني ختيځ ته د ډونالډ ټرمپ د سفر په اړه په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي: «د مرمرو په ماڼۍ کې د ټرمپ هرکلی په داسي وخت کې شوی، چې غزه تر پخوا زياته بې رحمانه بمبار شوې او د دې ترڅنګ له تېرو دوه نیمو میاشتو راهیسي خلک اوبه، ډوډۍ او درمل نه لري.»
نوموړي ویلي، چې ټرمپ له حماس سره د یرغمل شویو امریکایانو د خوشې کولو لپاره د مستقمو خبرو، له حوثیانو سره د اوربند او د ایران سره د خبرو له امله د نتنیاهو څخه ځان لرې کړی دی.
هغه زياته کړې، چې په سعودي کې د ټرمپ برج په نوم د ودانيو جوړولو سره یو شمېر نورو هېوادونو هم لېوالتيا ښودلې.
له روسيې او چین سره د سعودي د مخکېنيو اړیکو له مخي اوس امریکا هڅه کوي، چې له عربستان، نورو عربي هېوادونو او ایران سره دوه اړخيزې سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.
کریم خُرم په خپل تحلیل کې زياته کړې: «د شتمنو هېوادونو لکه قطر، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان له خوا په متحده ایالاتو کې د لویو پانګونو ژمنې به له چین سره د اقتصادي او سوداګریزې مقابلې په برخه کې مرسته وکړي او د امریکا د اوسنۍ ادارې هدف به پوره کړي، چې تولید په خپل کور کې ولري..»
