د امریکا مخکېنی ولسمشر جو بایډن د پروستات پر سرطان اخته شوی

د امریکا د مخکېني ولسمشر جو بایډن دفتر د یکشنبې په ورځ وویل، چې نوموړی د پروستات په یوه پرمختللي او تېز ډول سرطان اخته شوی، چې اوس یې هډوکو ته هم خپور شوی دی. د بایډن د دفتر په بیانیه کې ویل شوي، چې اوس هغه او کورنۍ یې له ډاکترانو سره د درملنې پر لارو چارو غور کوي.
