• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل اعلان وکړ چې غزې ته د خوراکي توکو د داخلېدو اجازه ورکوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې اسراییل د غزې محاصره کمه کړې ده او محدود مقدار خوراکي توکو ته به د داخلېدو اجازه ورکړي. دغه دفتر ویلي، چې دا پرېکړه یې په غزه کې د لوږې د ناورین د مخنیوي په موخه کړې ده.

دا پرېکړه تر هغه وروسته اعلان شوه، چې د اسراییل پوځ په شمالي او سوېلي غزه کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړل.
اسراییل چې د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو مخه نیولې، د پراخ نړۍوال فشار لاندې راغلی دی.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوه، چې باخبره سرچینو ویلي چې په قطر کې د اسراییل او حماس ترمنځ نوې غیرمستقیمې خبرې اترې پرمختګ نه لري..
د راپورونو له مخې، په دې مذاکراتو کې د اوربند وړاندیز، د یرغمل شویو کسانو خوشې کول او د جګړې د پای ته رسولو په بدل کې د حماس د وسله‌والو تبعید او د وسله‌والو خلع سلاح کول شامل و.
دا هغه شرایط و، چې حماس رد کړي دي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

اوکراین: روسیې بېګاه شپه پر کیف تر ټولو ستر برید کې ټولټال ۲۷۳ ډرون کارولي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۱

د اوکراین هوایي ځواک ادعا کړې، چې له ۲۰۲۲کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو په لړ کې روسیې پر اوکراین بېګاه شپه تر ټولو ستر ډرون برید کړی دی.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې؛ اوکرایني ځواکونه ویلي، په دغه برید کې ټولټال ۲۷۳ چاودېدونکي ډورن او ډیکوې کارول شوي وو چې له دې ډلې ۸۸ یې شنډ شوي او ۱۲۸ نور ورک شوي دي.

د کیف سیمه‌ییز والي مېکولا کلاشنیک په وینا؛ په سیمه کې د ډرون په برید کې یوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور بیا ټپیان دي.

دغه برید وروسته له هغه وشو، چې د جمعې په ورځ د مسکو او کیېف ترمنځ لومړۍ مستقیمې خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.

اسراییل په ۴۸ ساعتونو کې په غزه کې ۲۰۰ فلسطینیان وژلي او ۳ لکه یې بې ځایه کړي دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د غزې د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ وویل، چې د اسراییل پوځ په تېرو دوو ورځو کې له ۲۰۰څخه ډېر فلسطینیان وژلي او درې لکه کسان یې په زوره د غزې له شمالي تړانګې غزې ښار ته بې ځایه کړي دي.

په یوه بیان کې ویل شوي: «د اسراییل په خونړي ریکارډ کې یو بل جرم اضافه شو، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یوازې د غزې په شمالي ولایت کې له ۲۰۰څخه ډېر کسان د ډله ییزو وژنو په یوه دوامداره لړۍ کې ووژل شول.»

یاد دفتر زیاته کړې، چې د اسراییل پوځ له ۱۰۰۰څخه زیات کورونه په بشپړه یا جزوي ډول ویجاړ کړي او له ۳۰۰،۰۰۰څخه ډېر ملکي وګړي یې په زور سره د غزې ښار ته بې ځایه کړي، چې د دوی د سرپناه لپاره اړین زېربنا نه شته.

په راپور کې راغلي، چې «شاوخوا ۱۴۰ قربانیان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي ځکه چې اسراییلي پوځ په قصدي ډول د بمباریو ځایونو ته د امبولانس او ​​ملکي دفاع ټیمونو د رسېدو مخه نیولې ده، چې دا د نړۍوال بشري قانون څخه ښکاره سرغړونه ده..»

په بیان کې یادونه شوې، چې «د اسراییل بې پیلوټه الوتکو د سلګونو خیمو په سوځولو تمرکز وکړ چې د جبالیا کمپ په تل الزعتار، د بیت لاهیا ښار او په شمال کې په نورو سیمو کې بې ځایه شویو خلکو ته د سرپناه ورکولو لپاره ټاکل شوي وو، په داسې حال کې چې د شکمنې نړۍوالې چوپتیا او په روانه نسل وژنه کې فعال ګډون شتون لري.»

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله شاوخوا ۳۴کسان مړه شوي دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۴ GMT+۱

د امریکا په کینټاکي او میزوري ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، په کینټاکي ایالت کې لږ تر لږه ۲۷کسان وژل شوي، چې ۲۳تنه یوازې په لورل کاونټي کې مړه شوي دي. دغه راز په میزوري کې ۷تنه وژل شوي، چې ۵تنه د سینټ لوییس په سیمه کې دي.

په ټولییز ډول په یادو دوو ایالتونو کې د طوفانونو له امله لږ تر لږه ۳۴کسان مړه شوي دي.

د طوفانونو له امله په کینټاکي کې د ۵۰۰۰څخه زیاتو ودانیو ته زیان رسېدلی او په میزوري کې هم د ۵۰۰۰ ودانیو د زیانمنېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپورونو له مخې، په سینټ لوییس کې د سیټیننیل کرسچن کلیسا او نورو مهمو ودانیو ته زیان رسېدلی دی او دغه راز د برېښنا د پرې کېدو له امله تر ۲۰۰,۰۰۰ پورې خلک بې برېښنا پاتې شوي دي.

د کینټاکي والي انډي بشیر د طوفان په اړه وویل، چې دا یوه بده فاجعه ده او د ژغورنې او برېښنا د بیارغونې لپاره یې تر ۷۰۰زیات ژغورونکي ځای پر ځای کړي دي.

د سینټ لوییس ښارواله کارا سپینسر وایي، چې دا طوفان د ښار لپاره د بدترینو طوفانونو څخه و او د ښار په ځینو برخو کې یې د بېړني حالت اعلان کړی دی.

د طوفانونو له امله د ځمکې لاندې ټرانسپورټي لینونه، د برېښنا د رسولو شبکې او ځینې مهمې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

ټرمپ: راتلونکې دوشنبې به له پوتین او زېلېنسکي سره د جګړې د پای ته رسولو په تړاو خبرې وکړم

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هیله لري چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي او د اوکراین او روسیې جګړه به پای ته ورسېږي.

د امریکا ولسمشر وايي، د دوشنې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د ټلیفون له لارې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د اړیکې موضوع به د روسي او اوکرایني سرتېرو د وینو تویولو بندول وي، چې هره اوونۍ تر ۵۰۰۰ وژل کېږي.»

همدارنګه نوموړی وايي، وروسته به د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکې او د ناټو سازمان له غړو سره هم خبرې وکړي.

ټرمپ هیله لري، چې راتلونکې دوشنبې به ډېره ګټوره ورځ وي، اوربند به وشي او جګړه به پای ته ورسېږي..

د هند د کورنیو چارو وزیر: که څوک د هند پر خلکو برید وکړي، ځواب به یې دوه برابره سخت وي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه د ګوجرات ایالت په یوه غونډه کې د وینا پر مهال، په څرګنده توګه د پاکستان بریدونو ته په اشارې وویل، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې نه یوازې قوي، بلکې دوه برابره سخت او پریکنده وي.

امېت شاه وايي، هندي ځواکونو د پاکستان ۱۰۰ کیلومتره دننه عملیات وکړل او هغو ترهګرو ته یې "مناسب او قوي" ځواب ورکړ، چې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو پلانونه یې جوړول.

د هند د کورنیو چارو وزیر امېت شاه وویل: «په سیالکوټ او نورو ترهګریزو کمپونو کې هغو ترهګرو چې د نړیوالو ترهګریزو دسیسو پلانونه یې جوړول، زموږ د بمونو غږ ورته یو روښانه پیغام ورکړ.» نوموړي زیاته کړه، که د هند پر خلکو هر ډول ترهګریز برید وشي، نو ځواب به یې دوه برابره قوي، پرېکنده او د عبرت وړ وي.