د اسراییل وروستیو بریدونو کې د یحیی سنوار ورور او درې ورېرونه یې ووژل شول

پر غزې د اسراییل په وروستیو بریدونو کې د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار ورور زکریا سنوار او درې ورېرونه یې وژل شوي دي. د فلسطین د رسنیو مرکز ویلي، چې د سنوار د کورنۍ یاد غړي په نصیرات سیمه کې وژل شوي دي.





