• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو جبري ستنول؛ پاکستان ۶۹۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو د پروګرام پر دوام دغه هېواد د دوشنبې په ورځ (د غویي ۲۹مه) د تورخم او انګور اډې له لارو ۶۹۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. په دغو کډوالو کې د ای سي سي کارټ لرونکي او بې اسناده کډوال شامل وو.

د خېبرپښتونخوا حکومت له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دغه کډوالو کې ۱۴۲ کسان د اې سي سي کارټ لرونکي وو او ۵۴۸ هغه کسان وو، چې په پاکستان کې یې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه درلودل.

اعلامیه وړاندې زیاتوي، چې له دغه ډلې ۱۷ افغان کډوال د سوېلي وزیرستان انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي او پاتې نور د تورخم له لارې اېستل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت د معلوماتو له مخې، تر اوسه نږدې ۴۴ زره او ۸۶۵ افغان کډوال چې نږدې ۳۶ زره یې د اې سي سي کارټ لرونکي وو او پاتې ۱۹ زره او ۸۹۰ هغه کسان وو چې په پاکستان کې یې د اوسېدو لپاره هېڅ ډول اسناد نه درلودل له دغه هېواده اېستل شوي دي.

افغان کډوال په پاکستان کې د پولیسو له خوا له دوی سره د توند برخورد شکایتونه کړي او په یو شمېر سیمو کې بیا افغان کډوالو ویلي، چې د ځایي چارواکو له خوا د دوی شتمني دوی ته نه پرېښودل کېږي چې له ځان سره یې یوسي.

یاده دې وي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اپرېل په ۱۹ نېټه په کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، سره په لیدنه کې د افغان وګړو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

هغه له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو حقونه وساتي او هغوی ته اجازه ورکړي چې خپل مالونه له پاکستانه بېرته افغانستان ته انتقال کړي .

له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو یوه پراخه پروسه پیل کړې، چې تر اوسه پورې یې د پام وړ افغانان خپل هېواد ته جبري ستانه کړي دي.

په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال نه تر اوسه له یو مېلیون څخه زیات افغان کډوال پاکستان جبري افغانستان ته ستانه کړي دي..

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

امریکا کې افغان پادري: که افغان عیسویان افغانستان ته ستانه شي، نو له مرګ سره به مخ شي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

په امریکا کې افغان پادري «کشیش» بهنام رسولي خبرداری ورکړی، که افغان عیسویان افغانستان ته ستانه شي؛ نو د مرګ له ګواښ سره به مخ شي.

بهنام رسولي فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل:« که چېرته له دغه افغان عیسویانو څخه کوم یو افغانستان ته ستون شي؛ نو لومړی کار چې پېښېږي هغه دا دی، چې مېړونه به یې ووژل شي او ښځې به یې د جنسي غلامانو په توګه وساتل شي.»

هغه زیاته کړه:« که طالبان یې ونه وژني؛ نو په زندان کې به یې واچوي او هره شېبه به یې شکنجه کوي.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت څو ورځې وړاندې په رسمي توګه د افغان وګړو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام لغوه کړ، چې له مخې به یې له ۹۰۰۰ څخه ډېر خلک د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو لپاره اړ شي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي نوم د دغې پرېکړې لامل په افغانستان کې «ښه امنیتي شرایط او اقتصادي ثبات» یاد کړ.

خو نیوکه کوونکي بیا وايي، که افغان کډوال د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شي؛ نو د مرګ په ګډون به د نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ شي.

له ګواښ سره د مخ کسانو په منځ کې په اوکلاهوما کې افغان عیسویان هم شامل دي، چې ډېری یې په قانوني توګه امریکا ته د رسېدو لپاره له ګواښه ډک سفرونه کړي دي.

بهنام رسولي فاکس نیوز ته د یو شمېر افغان عیسویانو کېسه کړې، چې د هغه په ​​وینا له برازیل څخه تر مکسیکو یې سفر کړی و، پراخې ستونزې او ننګونې یې منلې وې.

هغه وويل:« دوی د اونیو لپاره پرته له خوړو او اوبو وخت تېر کړی؛ خو دوی چمتو وو، چې دغه سختۍ وګالي ترڅو په قانوني ډول متحده ایالاتو ته ننوځي. اوس د نوي حکومت په راتګ سره موږ اورېدلي، چې د دوی د لنډمهاله استوګنې جوازونه لغوه شوي دي. دوی ان د کار کولو اجازه هم نه لري.»

فاکس نیوز ډیجیټل د دغه پادري اندېښنې له سپینې ماڼۍ سره هم شریکې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کوش ډیسای وایي:« هغه افغانان چې د قانوني استوګنې اسناد نلري او د خوندي لاملونو پر بنسټ له څار څخه وېره لري، کولای شي د پناه غوښتنه وکړي او محکمه به د دوی قضیې په پام کې ونیسي.»

متقاعد امریکایي جنرال: د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټرمپ ادارې اقدام 'خواشینوونکی' دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۰ GMT+۱

متقاعد امریکایي جنرال سټنلي مک کرېسټل ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له‌خوا د «لنډمهالي خوندیتوب» پروګرام څخه د برخمنو افغان کډوالو د اېستلو اقدام ډېر «خواشینوونکی» دی.

سټنلي مک کرېسټل چې په افغانستان کې یې پخوا پوځي خدمت ترسره کړی امریکایي تلویزون ویټورن اوټ سره په مرکه کې ویلي:« زه په شخصي توګه له دې پرېکړې سره موافق نه یم.»

مک کریسټل په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې د نړۍوال امنیتي مرستندویه ځواک (اېساف) او امریکایي پوځي ځواکونو قومانده په غاړه لرله.

هغه زیاته کړې، دغه کډوال هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې د خپل حضور پرمهال له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هغو افغانانو لپاره د لنډمهاله ساتنې پروګرام چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته یې په امریکا کې پناه اخیستې وه؛ د جولای په ۱۲مه پای ته رسېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم په افغانستان کې "ښه امنیتي شرایط" د دې پرېکړې لامل وباله او ادعا یې وکړه، چې د دغه پروګرام څخه د برخمنو کسانو ترمنځ د امنیتي ګواښونو او احتمالي درغلۍ په اړه څېړنې شوې دي او وروستۍ پرېکړه د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره شوې ده.

د لنډمهاله ساتنې پروګرام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال پیل شو؛ ترڅو د هغو افغان وګړو د اېستلو مخه ونیسي، چې په خپل هېواد کې یې د سیاسي او امنیتي کړکېچ له امله په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې وه.

طالبانو له پاکستانه راستانه‌شویو کډوالو ته د هند د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ط‍البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌‌شویو زرګونو افغان کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. یاد وزارت له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د مرستو ستاینه کړې ده.

نوموړي وزارت د یکشنې په ورځ ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌شویو افغان کډوالو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت په وینا، د هند له‌خوا مرستې به په شفاف ډول پنځه رره کډوالو کورنیو ته ووېشي.

په دغه بشرپاله مرسته کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.

ورته مهال، د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د خلکو د بشرپاله مرستو ستاینه کړې او له نورو مرستندویه بنسټونو نه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د راستانه‌شویو کډوالو لپاره یې د استوګنې ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیرې اپریل میاشتې د‌پیل راهیسي تردې مهاله زرګونه افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

پاکستان نږدې ۲۰۰ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته لېږلي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۹۳ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د (غويي په ۲۸مه) د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې څخه تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا خپل هېواد ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غويي په ۲۵مې او ۲۶مې) نېټو د سپین بولدک له لارې اېستل شوي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ لا هم په بېلابېلو ایالتونو کې روانه ده او پولیس کور په کور هره ورځ د نیول کېدو عملیات کوي.

د ملګرو ملتونو د رسمي شمېرو له مخې؛ یاد هېواد د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې له ۱۳۰زرو څخه ډېر افغان کډوال په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د جون میاشتې له پای ته رسېدو سره سم به د ملګرو ملتونو سره ثبت افغان کډوال هم له خپل هېواده وباسي.

د «پي او ار» کارت لرونکو شمېر له یو نیم مېلیون افغانانو څخه ډېر ښوول شوی دی او پاکستان ګواښ کړی؛ که دغه کډوال په خپله خوښه ونه وځي، نو په زوره به یې وشړي.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په زوره د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

سردار حسین بابک: په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومتي زورواکۍ غندنه وکړه. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي، ځکه دا د دوی اساسي حق دی.

هغه زیاتوي، افغان کډوال د تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کورونه، روزګارونه او نسلونه جوړ کړي دي، خو لا هم له ابتدایي مدني حقونو بې برخې دي. هغه دا هم وویل چې د داسې پالیسیو دوام به نه یوازې د انساني حقونو خلاف وي، بلکې د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.

بابک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

تېره ورځ هم، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې ۶۹۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کېنښوده.