مهاجراني د يکشنبې په ورځ د (غويي ۲۸مه) د مشهد ښار په خراسان رضوي ولايت کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني او ناقانونه کډوالو ترمنځ توپیر شته.
هغې زیاته کړه، اوسمهال د افغان کډوالو حضور ارزول کېږي؛ خو د دغې تګلارې جزییات یې ور نه کړل.
د ايران دولتي خبري اژانس «اېرنا» په خپل راپور کې ليکلي، چې د کډوالو مديريت دا مهال د ايران د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو څخه دی.
سره له دې د ايران اقتصادي شننې ښيي، چې د افغان کډوالو له حضوره ترلاسه شوې ګټې؛ تېر کال د ځينو مهمو دولتي بودجو لکه د پرمختيايي بودجې له اندازې هم زياتې وې.
د «هم ميهن» ورځپاڼې د يو څېړنیز راپور له مخې، که څه هم تل دغه تبليغات کېږي چې افغان کډوال د ايران پر اقتصاد بوج دي؛ خو رسمي شمېرې ښيي چې يوازې په ۱۴۰۳ کال کې د افغان کډوالو له حضوره «رسمي او غيررسمي عوايد» تر درې مېليارده او ۹۰۰ مېليون ډالرو زيات وو.
همدې ورځپاڼې ويلي، چې افغان کډوال په ايران کې د ډېرو دولتي او نادولتي بنسټونو لپاره د دايمي عوايدو یوه سرچينه ګرځېدلې.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر افغان کارګر په ايران کې د روغتيايي بيمې له اسانتياوو بې برخې دي.
هممهاله ايران د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرايط تر بل هر وخته ډېر سخت کړي دي.
د دغه هېواد د کډوالو چارو مرکز په وينا، يوازې تېر کال له دوه مېليونه او ۲۰۰ زرو څخه زيات افغانان له ايران څخه اېستل شوي دي.
په دغو اېستل شویو کې ګڼ شمېر پخواني امنيتي سرتېري او د پخواني حکومت مامورين هم شامل دي، چې د طالبانو د غچ اخيستنې له وېرې ايران ته تللي وو.
اوس، د دغو کسانو د اېستلو له امله دا اندېښنې زياتې شوې دي، چې کېدای شي هغوی د طالبانو لهخوا ونيول شي يا هم ووژل شي.
د راپورونو له مخې؛ په پکتیکا، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر امنیتي منسوبین چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو، په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي دي.