• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم نن پیلېږي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم (EHF) نن په بلجیم کې پیلېږي. اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد فورم به د اروپایي کمېسیون او پولنډ هېواد په ګډ کوربه‌توب ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بشرپاله فورم به د پلازمېنې بروکسل ښار په «سکویر» نومې ځای کې جوړ شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو درېیو غونډو په څېر به دا ځل هم د یاد بشرپاله فورم غونډه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو شورا (FAC) له غونډې سره سم جوړ شي.

نړۍوال بشري حقونو او نړۍوال قانون ته درناوی، بشري مرستو ته د لاسرسي خوندي کول، د بشري مرستو د کارکوونکو ساتنه، د بشري پراختیا او سولې اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د بېړنیو مرستو اوږدمهاله حل لارې د دغه فورم له اصلي موخو څخه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

اخلاقي: طالبانو هره ورځ افغانان له «تباهۍ او فلج» سره مخ کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د مخکیني جمهوري‌ نظام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، طالبانو نه یوازې افغانان له اسلامي او انساني ازادیو محروم کړي؛ بلکې هره ورځ یې له «تباهۍ او فلج» سره هم مخ کړ‌ي دي.

هغه د (غویي ۲۸مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادې ډلې د افغانانو څخه ډوډۍ، تعلیم، عزت او ښه راتلونکی هم تروړلی دی.

د نوموړي په خبره، طالبان هېڅ ډول مشروعیت نه لري؛ خو د کانونو ناقانونه کېندنې او قاچاق یې په چټکه توګه روان کړی دی.

د اخلاقي په وینا؛ د دغو کېندل کېدونکو کانونو شتمنۍ د «فساد او ترور» شبکو جېبونو ته روانې دي.

د جمهوري نظام د کابینې دغه پخوانی غړی په ښوونځیو کې پر زده‌کوونکو د لونګیو په سرولو ته په اشارې سره وایي، چې طالبان غواړي په دې کار سره د خپل سیاسي اطاعات د پراخېدو او وېرې خپرولو هڅه وکړي.

هغه وړاندې لیکي: « د دستار تحمیل نه اسلامي تربیه ده، نه اخلاقي ارزښت. دا یوازې د ځوان نسل د ذهنونو کنټرول وسیله ده او د پردې ترشا پرې ملا خپله شخصي غریزه خړوبوي.»

نور رحمان اخلاقي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په هېواد کې تر بل هر وخته د لوږې څپه او بشري ناورین پراخ شوی دی.

د طالبانو واکمني د څلورو کلونو بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، چې له امله یې دغه ډله له سختې سیاسي انزوا سره مخ ده.

چاپان د ۲۰۲۶ کال لپاره افغان زده‌کوونکو ته تعلیمي بورسیې ورکوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، چې د ۲۰۲۶تعلیمي کال بورسیو لپاره هغو افغان زده‌کوونکو ته د غوښتنلیک د استولو لړۍ پیل شوې، چې غواړي د څېړنیزو پروګرامونو په برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي.

دغه سفارت د یکشنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غوښتنلیک لړۍ او ازموینه به په افغانستان کې د اغا خان بنسټ په همغږي ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې (د مئ ۳۱مه) د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده.

دغه بورسیې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ​​ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) له‌خوا چمتو شوي دي.

یاد سفارت دا نه ده په ډاګه کړې، چې څومره افغان زده‌کوونکي به دغه بورسونو ته غوره شي.

امیرخان متقي: د ایران وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه رسول زموږ «دیني مکلفیت» دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «تهران فورم» خبرو اترو په ناسته کې ویلي،‌ چې د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره د شخړې د حل په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، چې د ایران وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه رسول یې «دیني مکلفیت» دی.

ایران فرنټ پېج د ښاغلي متقي په حواله لیکلي، چې طالبان خپل هېڅ ګاونډي ته ناوړه نیت نه لري.

د نوموړي په خبره: «زموږ اسلامي دنده هر مسلمان چې د تندې له امله کړاو ګالي ورسره مرسته وکړو. د ایران خلکو ته ډاډ ورکوو، چې موږ بد نیت نه لرو او تږو خلکو ته د اوبو رسول خپله وجیبه ګڼو».

هغه د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند اوبو تړون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «که چيرې دغه تړون هم نه وای، بيا هم موږ خپله وجيبه ادا کوله».

متقي زياته کړه، چې دوی دغه دريځ له مخکې هم د ايران له استازو سره په خبرو کې په ډاګه کړی و او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سفر پر مهال یې دا دریځ بیا هم څرګند کړی و.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه، چې د ایران په څېر د افغانستان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم د وچکالۍ څپې روانې دي.

متقي دغه خبرې داسې مهال کړې دي، چې د ايران چارواکو څو ځله طالبان د هلمند د اوبو د تړون په سرغړونو او ايران ته د اوبو د بهير په کمښت تورن کړي دي.

د اوبو په سر د تهران او کابل ترمنځ کشاله له لسیزو راهیسې روانه ده؛ خو هله لا جدي شوه چې افغانستان کمال خان بند تر څنګ د هلمند پر سیند یو شمېر نورې زېربنایي پروژې بشپړې کړې. ایران باور لري، چې دغه پروژو پر دوی د اوبو برخه کمه کړې ده.

سره له دې چې طالبانو څو، څو ځله تهران ته ژمنه ورکړې، چې د اوبو په برخه کې ورسره همکاري کوي؛ خو ایران ترې تمه لري څو د تخنیکي پلټنو پر بنسټ ترې د دغو ژمنو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.

طالبان: د مور او ماشوم د مړینې په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق معلومات ناسم دي

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هغه اعلامیه رد کړې، چې ویلي یې و په هرو دوه ساعتونو کې یو مور د زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري. دغه وزارت د ملګرو ملتونو یاده اداره له کره شواهدو بې‌برخې یاده کړې.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د مشر سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړي او یاد ارقام یې ناسم بللي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوې اعلامیه کې ویلي چې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امینداوارۍ او زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د هېواد د روغتیايي څارنو حساس بنسټونه د مور د روغتیا او زېږون روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د امېندوارو او ماشومانو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.

‏د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «عامې روغتیا وزارت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق اجراییوي رییس څرګندونې له واقعیت سره په ټکر کې بولي، وړاندې شوي ارقام یې ناسم، له کره شواهدو بې‌برخې او دا یې هېواد کې د روانو روغتیایي پرمختګونو پر وړاندې یو ناعادلانه ګام بللی دی.»

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې، روغتیایي مرکزونه ډېر شوي او ټول خلک خدماتو ته لاس‌رسی لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو و وسته دې ډلې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې تړلي او سخت قوانین یې پرې پلي کړي دي. ترڅنګ یې هغه نړۍوالې موسسې چې د افغانستان روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې همکاري کوله یا له افغانستان تللي او یا یې کارونه محدود کړي دي.

هېوادوال شکایت کوي چې په وطن کې پراخه بې‌روزګاري د دې لامل شوې، چې خلک خپل ناروغان دولتي روغتونونو ته یوسي، خو په روغتونونو کې خدمتونه تر دې کچې راغلي چې د عادي ناروغیو لپاره هم درمل په واسطو ورکول کېږي او ګڼ پایوازان اړ دي څو د خپلو ناروغانو لپاره په بازار کې په شخصي پیسو درمل واخلي.

طالبانو له پاکستانه راستانه‌شویو کډوالو ته د هند د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

۲۸ غویی ۱۴۰۴ - ۱۸ می ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱

د ط‍البانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌‌شویو زرګونو افغان کډوالو کورنیو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. یاد وزارت له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د مرستو ستاینه کړې ده.

نوموړي وزارت د یکشنې په ورځ ویلي، چې له پاکستانه راستانه‌شویو افغان کډوالو ته یې د هند د بشرپاله مرستو د وېش لړۍ پیل کړه. د دغه وزارت په وینا، د هند له‌خوا مرستې به په شفاف ډول پنځه رره کډوالو کورنیو ته ووېشي.

په دغه بشرپاله مرسته کې ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.

ورته مهال، د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر له پاکستانه د ایستل‌شویو افغان کډوالو لپاره د هند د خلکو د بشرپاله مرستو ستاینه کړې او له نورو مرستندویه بنسټونو نه یې د مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو نه د راستانه‌شویو کډوالو لپاره یې د استوګنې ۵۸ ښارګوټي جوړ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د تیرې اپریل میاشتې د‌پیل راهیسي تردې مهاله زرګونه افغان کډوال په جبري ډول بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.