• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار بنسټ: افغانستان کې د جنګي جرمونو قربانیان لاهم د عدالت په تمه دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د بشري حقونو څار بنسټ وایي، د هغو افغانانو د کورنیو غړي چې په افغانستان کې د شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنیو پوځي ځواکونو له‌خوا په ناقانونه توګه وژل شوي؛ له اوږدې مودې راهیسې د عدالت په تمه دي.

د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، اسټرالیا چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له‌خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو په څېړنه کې تر ټولو مخکښه ده او د قربانیانو کورنیو غړو لپاره یې د شکایتونو ثبتولو یوه وېب پاڼه جوړه کړې؛ دغه وېپاڼه، چې د اسټرالیا د دفاع وزارت له‌خوا اداره کېږي، د تاوان غوښتونکو لپاره په دري او پښتو ژبو کې انلاین فورم لري.

دغه بنسټ زیاتوي، که څه هم دغه پرمختګ د ستاینې وړ دی؛ خو دا بسنه نه کوي، ځکه چې دغه اقدام پنځه کاله وروسته له هغې ترسره کېږي چې د اسټرالیا هېواد یوې حکومتي پلټنې د لومړي ځل لپاره د احتمالي جرمونو کچه افشا کړه او یوازې یو سرتېری یې د جنګي جرمونو په تور تورن کړ.

د بشر حقونو څار بنسټ د استرالیا دغه اقدام ته په اشارې سره ویلي:« د قربانیانو او د هغوی د کورنیو سره د مشورې په اړه د وضاحت نشتوالی د اندېښنې وړ دی او دغه اقدام د دوي د پوځ د سر خیرات په توګه نه؛ بلکې د نړۍوال قانون له مخې د قربانیانو قانوني حق دی.»

یاد بنسټ په خپل راپور کې وایي، چې لا هم د بشري حقونو افغان فعالین انلاین غونډې جوړوي؛ ترڅو دغه وېب پاڼو ته د خلکو پام واړوي.

د دغه سازمان په وینا؛ د اسټرالیا حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي چې افغانان د دغه وېب پاڼې او د شکایت ثبتولو څرنګوالي په اړه پوهېږي.

د راپور له مخې؛ انګلستان چې د جنګي جرمونو لپاره د عدالت تټنګېدو مکلفیت هم لري، په دې برخه کې ډېر سوکه پرمختګ کوي.

څو ورځې وړاندې بي‌پي‌سي په عراق او افغانستان کې د برتانوي ځانګړو ځواکونو له‌خوا د جنګي جرمونو نوي راپورونه خپاره کړي وو.

په دغه راپورونو کې د ځانګړو ځواکونو د پخوانیو سرتېرو سره د ټپي بندیانو او ملکي وګړو او ماشومانو د اعدامونو د لنډیز په اړه له یوه پخواني سرتېري سره مرکه هم شوې وه.

دغه سرتېری چې پخوا یې په افغانستان کې خدمت کړی و؛ ویلي و:«ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.»

د بشري حقونو څار بنسټ وایي، د انګلستان حکومت تر خپله وسه هڅه کړې چې د داسې جرمونو د څار مخه ونیسي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ ویلي، چې نوي تورونه "د پراخې حساب ورکونې اړتیا" روښانه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ایران د افغان کډوالو د «وضعیت ارزونه» کوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۶:۲۶ GMT+۱

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، هېواد یې د افغان کډوالو د تنظیم او سمون لپاره د ځانګړو تګلارو تر څنګ یو شمېر پلانونونه لري چې له همدې امله یې په پولو کې د پرتو ولایتونو اړونده ادارو ته لازمې لارښوونې کړې ‌دي.

مهاجراني د يکشنبې په ورځ د (غويي ۲۸مه) د مشهد ښار په خراسان رضوي ولايت کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د قانوني او ناقانونه کډوالو ترمنځ توپیر شته.

هغې زیاته کړه، اوس‌مهال د افغان کډوالو حضور ارزول کېږي؛ خو د دغې تګلارې جزییات یې ور نه کړل. 

د ايران دولتي خبري اژانس «اېرنا» په خپل راپور کې ليکلي، چې د کډوالو مديريت دا مهال د ايران د کورنيو چارو وزارت د کاري لومړيتوبونو څخه دی.

سره له دې د ايران اقتصادي شننې ښيي، چې د افغان کډوالو له حضوره ترلاسه شوې ګټې؛ تېر کال د ځينو مهمو دولتي بودجو لکه د پرمختيايي بودجې له اندازې هم زياتې وې.

د «هم‌ ميهن» ورځپاڼې د يو څېړنیز راپور له مخې، که څه هم تل دغه تبليغات کېږي چې افغان کډوال د ايران پر اقتصاد بوج دي؛ خو رسمي شمېرې ښيي چې يوازې په ۱۴۰۳ کال کې د افغان کډوالو له حضوره «رسمي او غيررسمي عوايد» تر درې مېليارده او ۹۰۰ مېليون ډالرو زيات وو.

همدې ورځپاڼې ويلي، چې افغان کډوال په ايران کې د ډېرو دولتي او نادولتي بنسټونو لپاره د دايمي عوايدو یوه سرچينه ګرځېدلې.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېر شمېر افغان کارګر په ايران کې د روغتيايي بيمې له اسانتياوو بې ‌برخې دي.

هم‌مهاله ايران د افغان کډوالو لپاره د ژوند شرايط تر بل هر وخته ډېر سخت کړي دي.

د دغه هېواد د کډوالو چارو مرکز په وينا، يوازې تېر کال له دوه مېليونه او ۲۰۰ زرو څخه زيات افغانان له ايران څخه اېستل شوي دي.

په دغو اېستل شویو کې ګڼ شمېر پخواني امنيتي سرتېري او د پخواني حکومت مامورين هم شامل دي، چې د طالبانو د غچ اخيستنې له وېرې ايران ته تللي وو.

اوس، د دغو کسانو د اېستلو له امله دا اندېښنې زياتې شوې دي، چې کېدای شي هغوی د طالبانو له‌خوا ونيول شي يا هم ووژل شي.

د راپورونو له مخې؛ په پکتیکا، بدخشان، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پخواني جمهوري نظام یو شمېر امنیتي منسوبین چې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو، په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم نن پیلېږي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم (EHF) نن په بلجیم کې پیلېږي. اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد فورم به د اروپایي کمېسیون او پولنډ هېواد په ګډ کوربه‌توب ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بشرپاله فورم به د پلازمېنې بروکسل ښار په «سکویر» نومې ځای کې جوړ شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو درېیو غونډو په څېر به دا ځل هم د یاد بشرپاله فورم غونډه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو شورا (FAC) له غونډې سره سم جوړ شي.

نړۍوال بشري حقونو او نړۍوال قانون ته درناوی، بشري مرستو ته د لاسرسي خوندي کول، د بشري مرستو د کارکوونکو ساتنه، د بشري پراختیا او سولې اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ زیاتول او د بېړنیو مرستو اوږدمهاله حل لارې د دغه فورم له اصلي موخو څخه دي.

اخلاقي: طالبانو هره ورځ افغانان له «تباهۍ او فلج» سره مخ کړي دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د مخکیني جمهوري‌ نظام د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي، طالبانو نه یوازې افغانان له اسلامي او انساني ازادیو محروم کړي؛ بلکې هره ورځ یې له «تباهۍ او فلج» سره هم مخ کړ‌ي دي.

هغه د (غویي ۲۸مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادې ډلې د افغانانو څخه ډوډۍ، تعلیم، عزت او ښه راتلونکی هم تروړلی دی.

د نوموړي په خبره، طالبان هېڅ ډول مشروعیت نه لري؛ خو د کانونو ناقانونه کېندنې او قاچاق یې په چټکه توګه روان کړی دی.

د اخلاقي په وینا؛ د دغو کېندل کېدونکو کانونو شتمنۍ د «فساد او ترور» شبکو جېبونو ته روانې دي.

د جمهوري نظام د کابینې دغه پخوانی غړی په ښوونځیو کې پر زده‌کوونکو د لونګیو په سرولو ته په اشارې سره وایي، چې طالبان غواړي په دې کار سره د خپل سیاسي اطاعات د پراخېدو او وېرې خپرولو هڅه وکړي.

هغه وړاندې لیکي: « د دستار تحمیل نه اسلامي تربیه ده، نه اخلاقي ارزښت. دا یوازې د ځوان نسل د ذهنونو کنټرول وسیله ده او د پردې ترشا پرې ملا خپله شخصي غریزه خړوبوي.»

نور رحمان اخلاقي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په هېواد کې تر بل هر وخته د لوږې څپه او بشري ناورین پراخ شوی دی.

د طالبانو واکمني د څلورو کلونو بشپړېدو ته په نږدې کېدو سره لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې، چې له امله یې دغه ډله له سختې سیاسي انزوا سره مخ ده.

چاپان د ۲۰۲۶ کال لپاره افغان زده‌کوونکو ته تعلیمي بورسیې ورکوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفارت وایي، چې د ۲۰۲۶تعلیمي کال بورسیو لپاره هغو افغان زده‌کوونکو ته د غوښتنلیک د استولو لړۍ پیل شوې، چې غواړي د څېړنیزو پروګرامونو په برخه کې لوړې زده‌کړې وکړي.

دغه سفارت د یکشنبې په ورځ په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غوښتنلیک لړۍ او ازموینه به په افغانستان کې د اغا خان بنسټ په همغږي ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې (د مئ ۳۱مه) د غوښتنلیکونو د سپارلو وروستۍ نېټه ده.

دغه بورسیې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ​​ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) له‌خوا چمتو شوي دي.

یاد سفارت دا نه ده په ډاګه کړې، چې څومره افغان زده‌کوونکي به دغه بورسونو ته غوره شي.

امیرخان متقي: د ایران وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه رسول زموږ «دیني مکلفیت» دی

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «تهران فورم» خبرو اترو په ناسته کې ویلي،‌ چې د هلمند د اوبو پر سر له ایران سره د شخړې د حل په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، چې د ایران وچکالۍ ځپلو خلکو ته اوبه رسول یې «دیني مکلفیت» دی.

ایران فرنټ پېج د ښاغلي متقي په حواله لیکلي، چې طالبان خپل هېڅ ګاونډي ته ناوړه نیت نه لري.

د نوموړي په خبره: «زموږ اسلامي دنده هر مسلمان چې د تندې له امله کړاو ګالي ورسره مرسته وکړو. د ایران خلکو ته ډاډ ورکوو، چې موږ بد نیت نه لرو او تږو خلکو ته د اوبو رسول خپله وجیبه ګڼو».

هغه د ۱۳۵۱ لمریز کال د هلمند اوبو تړون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «که چيرې دغه تړون هم نه وای، بيا هم موږ خپله وجيبه ادا کوله».

متقي زياته کړه، چې دوی دغه دريځ له مخکې هم د ايران له استازو سره په خبرو کې په ډاګه کړی و او کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سفر پر مهال یې دا دریځ بیا هم څرګند کړی و.

نوموړي همدا راز یادونه وکړه، چې د ایران په څېر د افغانستان په هلمند او نیمروز ولایتونو کې هم د وچکالۍ څپې روانې دي.

متقي دغه خبرې داسې مهال کړې دي، چې د ايران چارواکو څو ځله طالبان د هلمند د اوبو د تړون په سرغړونو او ايران ته د اوبو د بهير په کمښت تورن کړي دي.

د اوبو په سر د تهران او کابل ترمنځ کشاله له لسیزو راهیسې روانه ده؛ خو هله لا جدي شوه چې افغانستان کمال خان بند تر څنګ د هلمند پر سیند یو شمېر نورې زېربنایي پروژې بشپړې کړې. ایران باور لري، چې دغه پروژو پر دوی د اوبو برخه کمه کړې ده.

سره له دې چې طالبانو څو، څو ځله تهران ته ژمنه ورکړې، چې د اوبو په برخه کې ورسره همکاري کوي؛ خو ایران ترې تمه لري څو د تخنیکي پلټنو پر بنسټ ترې د دغو ژمنو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کړي.