• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سردار حسین بابک: په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک د افغان کډوالو پر وړاندې د حکومتي زورواکۍ غندنه وکړه. نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، هغه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي، باید د نړیوالو قوانینو له مخې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړي، ځکه دا د دوی اساسي حق دی.

هغه زیاتوي، افغان کډوال د تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دلته یې کورونه، روزګارونه او نسلونه جوړ کړي دي، خو لا هم له ابتدایي مدني حقونو بې برخې دي. هغه دا هم وویل چې د داسې پالیسیو دوام به نه یوازې د انساني حقونو خلاف وي، بلکې د سیمې ثبات ته هم زیان رسوي.

بابک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان هره ورځ په سلګونه افغان کډوال په جبر له خپل هېواده باسي.

تېره ورځ هم، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر په دویم پړاو کې ۶۹۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د پروګرام په دویم پړاو کې یوازې د تورخم او انګور اډې له لارې ۳۵۹۷۵ تنه د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۱۸۱۱ تنه بې اسناده کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادولو ده، چې پاکستاني پولیسو اوس هم د اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو نیول کیدو پسې عملیات روان ساتلي او د نړیوال سازمانونو هغه غوښتنې یې له پامه غورځولې، چې په جبري توګه د کډوالو د اېستلو لړۍ دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بشري ادارو ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د هر ډول بشري حقونو خلاف عمل دی او یاد حکومت دې ژر تر ژره دا بهیر ودروي.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم ورته غوښتنې وکړې، خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان غاړه کېنښوده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د پاچا خان پوهنتون مسوولینو د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه «ملي بیرغ» لرې کړ

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د پښتونخوا په چارسده کې د پاچان خان پوهنتون مسوولینو د فراغت په غونډه کې د یوې افغانې زده کړیالې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ. د پاچا خان پوهنتون مسوولینو دې کار په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي او دا کار یې د شرم وړ بللی دی.

هغه ویډیو چې دا مهال په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د فراغت په یوه غونډه کې، د باچا خان پوهنتون یوې افغانې زده کړیالې د سند ترلاسه کولو پر مهال د افغانستان ملي بیرغ پر خپلو اوږو اچولی.

خو د پاچاخان پوهنتون مسوولین د افغانې زده کړیالې مخنوی کوي او ملي بیرغ یې له اوږو څخه ښکته کوي بیا ورته د سند اخېستو په موخه سټېچ ته د تلو اجازه ورکول کېږي.

دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو د فعالینونو غبرګنونه راپارولي دي.

د پېښور پوهنتون پخوانی استاد ضیا الله همدرد افغانستان انټرنشنل ته وویل:«که يو خوا ته د ویاړ خبره ده، چې د بر وطن پېغلې او ځوانان د لر وطن پوهنتونونو او تعلېمې ادارو کې درسونه وايي په داسې حال کې چې افغان وطن اشغال دی او هلته د نجونو پر زده کړو بندېز لګول شوي نو بل خوا ته دا د افسوس خبره ده، چې د فخر افغان باچاخان په کور کلې چارسده کې او د هغوی په نوم منسوب پوهنتون چارواکې د یو افغان محصلې نه د افغانستان ملې بېرغ بېرته اخلې-دا د غلامۍ، محکومتېا، د نظریاتي پست والی او تذلیل انتها ده.»

رسنیو خپره کړې او پر پېښه یې سخت انتقاد کړی دی. نوموړي ویلي: «د دنیا په هر پوهنتون او هر هېواد کې محصلین کولی شي، چې د خپل ملي بیرغ سره یو ځای خپل سند واخلي. په همدې پاکستان کې هم د فلسطین او بل هر هېواد بیرغ هر چېرته پورته کولی او ګرځولی شئ، خو یوازې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ سره دښمني کېږي.»

حنیف پشتین لیکلي:«د کار نه یوازې غېرې قانوني دی بلکې د پښتنو د روایتو خلاف هم دی،دغه بیرغ د ټیکري مثال لري او د یوې خور له سره د ټیکري لرې کول نه بښونکی کار دی.»

ایران وایي له افغانستان سره د سرحدي دېوال د جوړولو چارې تر ۸۱ کیلومترو رسېدلې دي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوځ په حواله راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سرحدي دېوال جوړولو چارې تر اوسه ۸۱ کیلومترو ته رسېدلې دي. دغه دیوال څلور متره لوړوالی لري او پر سر یې اغزن تار هم نصب شوی دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ د ایران د پوځ د شمال ختیځې قرارګاه مرستیال قوماندان سرتیپ صادق نوري د خراسان رضوي ولایت د تاباد ولسوالۍ له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو د پروژې د لیدنې پر مهال ویلي، چې تر دې دمه د دېوال جوړولو چارې په ۸۱ کیلومتره واټن کې بشپړې شوې دي.

ښاغلی نوري وايي:« دا پروژه چې د وخت علمي او فني معیارونو پر اساس د پوځ له لوري پلې کیږي، ټولټال ۹۵۳ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې څخه ۳۰۰ کیلومتره یې د خراسان رضوي ولایت اړوند ده.»

دغه ایراني چارواکي ویلي، له افغانستان سره د پولې تړلو او دېوال جوړولو د چارو چټکتیا لپاره یې له ۱۶ شرکتونو سره قراردادونه کړي دي. له افغانستان سره پر پوله د دېوال په جوړیدو سره ناقانونه تګ راتګ کم شوی دی. دغه دېوال څلورمتره لوړوالی لري او د سر برخه یې په اغزن تار پوښل شوې ده.

تر دې وړاندې د ایران د پوله ساتو ځواکونو قوماندان سردار احمد علي ګودرزي ویلي و چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ سرحدونو کې له افغانستان او پاکستان سره د دېوالونو د جوړولو او لارو د بندولو د پلان هدف، ایران ته د نشه‌یي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی.

د طالبانو نوی بندیز؛ په کندهار کې ښځینه روغتیاپالې د کاري وخت پر مهال باید له محرم سره وي

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۱:۲۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کندهار کې د دولتي روغتونونو یو شمېر ښځینه روغتیاپالو افغانستان انټرنشنل ته داسې اسناد وړاندې کړي، چې پکې څرګندېږي طالبانو ټولو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته امر کړی چې د دندې له پیل څخه تر پای پورې باید محرم ورسره مل وي. دوی شکایت کوي چې "پر یو معاش دوه کسان کار کوو."

په کندهار کې د دولتي روغتیايي بنسټونو یو شمېر ښځینه روغتیاپالانو د شنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست پرې نوي بندیزونه لګولي دي.

د ترلاسه شو سندونو له مخې د «جک» موسسه چې د کندهار دولتي روغتونو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د کندهار امربالمعرف ورته امر کړی، چې د ښځینه روغتیاپالانو د محرم پیژندنه تایید او دوی ته یې معرفي کړي.

په یوه بل مکتوب کې د «جک» موسسې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو د محرم بشپړ معلومات د طالبانو امر بالمعروف ریاست سره شریک کړي دي.

100%

د ښځینه روغتیاپالانو په وینا، د دوی محرم باید په کاري وخت کې له دوي سره په کلینیک یا هم په روغتون کې موجود وي.

د معلوماتو له مخې طالبانو ټولو روغتیایي برخو کې ډاکترانو او نرسانو په کډون ټول ښځینه پرسونل باندې دا بندیز جبري کړی.

هغوی وایي، له ښځینه روغتیاپالو سره داسې چلند کېږي، چې ګواکي د امر بالمعروف ریاست غواړي ښځې مجبوره شي چې دندې پرېږدي او په کور کیني.

یوې ښځینه روغتیاپالې وویل:« په چک پواینټونو کې هم طالبان پوښتنې کوي که محرم هم وي بیا هم دوی داسې ناوړه پېِغورونه راکوي، چې کواګې مونږ د اسلام خلاف عمل کوو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوه راپور له مخې، په کندهار کې د ښځو درملنه له جدي ګواښ سره مخ ده، ځکه چې دا مهال د دغه ولایت په دولتي روغتیايي بنسټونو کې یوازې یوه ښځینه متخصصه ډاکټره حضور لري. پخوا چې څو ښځینه متخصصې ډاکټرې هلته کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپلې دندې پرېښې دي.

د طالبانو د ډلې مشر ملاهبت الله په کندهار کې مېشت دی او له هغه ځایه د افغانستان چارې اداره کوي خو نیوکې دا دي، چې د نورو ولایتونو په پرتله په کندهار کې ټولنیز بندیزونه ورځ تربلې زیاتېږي او دا کار به په دولتي سیسټم کې د ښځینه روغتیاپالانو شمېر نور هم راکم کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېره یوه میاشت کې سوداګري ۲۳سلنه ډېره شوې

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په مارچ میاشت کې له ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه کمه وه، خو په اپریل میاشت کې ۱۱۹ میلیونو ډالرو ته لوړه شوې ده.دغه رسنۍ زیاتوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېره یوه میاشت کې سوداګري ۲۳سلنه ډېره شوې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په مارچ میاشت کې یوازې د ۹۷ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګري ترسره شوې وه، خو په اپریل میاشت کې ۲۳ سلنه لوړه شوې او ۱۱۹ میلیونه ډالرو ته رسیدلې ده.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستان په اپریل میاشت کې افغانستان ته د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې د مارچ میاشتې په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.

همدارنګه په همدې میاشت کې پاکستان ته د افغانستان صادرات هم ۲۸ سلنه ډېر شوي. افغانستان په اپریل میاشت کې پاکستان ته ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي، په داسې حال کې چې په مارچ میاشت کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه یوازې ۲۵ میلیونه ډالره وو.

مګر پاکستاني رسنیو دا هم زیاته کړې، چې د تېرکال د اپریل میاشتې په پرتله بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ټېټ حالت کې ده.

که څه هم پاکستان هڅه کوي خپل صادرات افغانستان ته زیات کړي، خو اوس د پخوا په پرتله د پاکستاني صادراتو ځای تر ډېره ایران صادراتو نیولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ځینې کارمندان: دوه میاشتې کېږي معاش نه‌لرو

۲۷ غویی ۱۴۰۴ - ۱۷ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ځینو کارمندانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د روان کال د وري میاشتې معاش یې نه‌دی اخیستی. هغوی زیاته کړه چې معاشونه هره میاشت په ۲۵مه نېټه ورکول کېږي، خو د غويي میاشتې له پای ته رسېدو سره هم، دوی ته معاش نه‌دی ورکړل شوی.

دغو کارمندانو د شنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره د دوی معاشونه نامنظم شوي او په میاشتو میاشتو ځنډیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پولیسو څو تنو افسرانو وویل، چې د اقتصادي ستونزو له امله د معاشونو ځنډېدلو یې ژوند سخت کړی دی.

یو پولیس افسر وویل، چې د کورنیو چارو وزارت تر اوسه هېڅ قانع کوونکی دلیل نه دی ورکړی چې ولې معاشونه ځنډول کېږي.

دوی همدراز زیاتوي:« کله وايي بودیجه نشته او کله هم داسې بهانې کوي، چې مالیې وزارت په سیسټم کې ستونز ده خو دا د قبول وړ نه ده.»

د طالبانو کورنیو چارو وزارت برحاله کارکوونکو د معلومات له مخې نه یوازې د کورنیو چارو وزارت بلکې د ټولو ادارو کارمندانو ته تروسه د وري میاشتې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

طالبانو تروسه په رسمي ډول د وري میاشتې د معاشونو ځنډېدو په تړاو څه نه دي ویلی.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د مالیې وزارت تېر کال «د کب ۲۸مه» د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دې اونۍ کې به د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي. مخکې له دې، یو شمېر دولتي کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو مالیې وزارت له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دوی معاشونه نه دي ورکړي.

په تېر کب کې هم طالبانو ادعا کړې وه چې دولتي کارکوونکو ته به معاشونه پر وخت ورکړل شي، خو د ځینو دولتي کارکوونکو او ښوونکو د نیوکو له مخې، تر اوسه یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري د معاشونو نه ورکولو له امله شکایت کوي. د طالبانو د واکمنېدو راهیسې نه یوازې د دولتي ادارو کارکوونکي، بلکې د دې ډلې سرتېري او ښوونکي هم نیوکې کوي چې معاشونه ورته په خپل وخت نه ورکول کېږي.