• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار د پاکستان د «ملي حاکمیت» په برخه کې د چین د ملاتړ ستاینه وکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین له‌خوا د پاکستان د «ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا» په برخه کې د ملاتړ ستاینه کړې ده.

که څه هم د پاکستان د بهرنبو چارو وزارت د دغه ملاتړ په اړه ډېر وضاحت نه دی ورکړی؛ خو د راپورونو له مخې له هند سره په وروستۍ شخړه کې پاکستان د عملیاتو پرمهال د چین جنګي الوتکو څخه کار اخیستی و.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې اسحاق ډار په بیجینګ کې د چین د کمونېست ګوند د نړۍوالو چارو له وزیر لیو جیانچاو سره لیدلي دي.
د راپور له مخې، دواړو مشرانو په دغه لیدنه کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو او د چین د کمونېست ګوند ترمنځ د اړیکو پر پراختیا هوکړه وکړه.
ښاغلي لیو بیا ویلي، چې پاکستان د چین «ستراتیژیک همکار» او «اوسپنیز ملګری» دی.

نوموړي دارنګه له اسلام اباد سره د بیجېنګ د اړیکو پر لومړیتوب ټینګار کړی.
اسحاق ډار تېره ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بلنه په درې ورځني رسمي بیجېنګ ته ولاړ.
په راپور کې راغلي، چې اسحاق ډار به د دغه سفر په لړ کې له خپل چینایي سیال سره د سویلي اسیا د سیمه‌ییز وضعیت د پراختیا او پر سولې او ټیکاو د هغې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.
راپور زیاتوي، چې دواړه خواوې به د پاکستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو اړخونه هم وڅېړي او د دوه اړخیزو ګټو سیمه‌ییزو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه به هم نظرونه تبادله کړي.
تمه کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به هم په بیجینګ کې د سیمه‌ییزې سولې او امنیت په اړه په دغه خبرو اترو کې برخه واخلي.

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۳

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۴

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۵

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

•
•
•

نور کیسې

ښځینه لاریونوالو د تورخم – پېښور لویه لاره د خپل یوه مشر د خوشې کولو په پار تړلې ده

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د پښتونخوا له خیبر څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، چې له نن سهار راهیسې یوې ډلې ښځو لاریونوالو د پاکستان حکومت په بند کې د خپل یوه مشر (ملک نصیر کوکي خېل) د خوشې کولو په اعتراض کې د تورخم – پېښور لویه لاره تړلې ده.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری وایي، چې نن سهار د پښتونخوا د جمرود ولسوالۍ په سورکمر پل د اپریدي قبایلو په سلګونه مېرمنو د پاکستان له حکومت څخه «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور نیول شوي» ملک نصیر احمد د خوشې کولو لپاره لاریون کړی.

لاریونوالو د تورخم – پېښور لویه لاره «خیبر پاس» چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرې تر ټولو لویه لاره ګڼل کېږي د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

یوه لاریونوال په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته وویل: «د پاکستان حکومت له قبایلو سره له جبر څخه کار اخلي، هره ورځ زمونږ مشران په نښه کوي او لاس تړلي یې له ځان سره بیایي، مونږ به تر هغې دې جلوس «لاریون» ته دوام ورکړو ترڅو چې ملک نصیر احمد نه وي راخوشې شوی.»

دغه لاریونوال زیاته کړې، چې د حکومت سره یې د ملک نصیر احمد د خوشې کولو او لارې د خلاصون په اړه خبرې اترې روانې دي، خو تر دې مهاله یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

ملک نصیر احمد د اپریدي قبایلو د کوکي خېل قبیلې مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه دی.

ملک نصیر اپریدی په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا د پښتو قومي جرګې له ترسره کولو وروسته «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور» د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين څو ورځې وړاندې پر پښتنو د روان جبر او د دغه غورځنک د غړو نیونې ته په اشارې سره پر خواله رسنیو لیکي و: «پښتانه یوازې د خپل وطن له پاره ولاړ دي، نور پښتانه د پښتنو په وینو کاروبار کونکو پنجابي جرنیلانو او د هغوی په وطنونو کې د جنګونو سره نه دریږي.»

هغه له پښتنو د سوله ییز پاڅون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په دغه پاڅون کې دې پښتانه د خپل پښتون وطن خبره وکړي، د واڼه د امن خبره دې وکړي، د پښتون وطن د امن، وسایلو، او خپلو ملي قیدیانو لکه علي وزیر، حاجي عبدالصمد خان او ملک نصیر ذکر دې په کې وشي.»

د پاکستان حکومت څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان حکومت تېره ورځ د (غوایي ۲۹مه ) ۶۲۹ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې دغه کډوال یې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې له‌خوا د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په لېږدول شویو کډوالو کې ۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۰ تنه بې اسناده افغانان شامل دي.

په معلوماتو کې راغلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري لېږد په دویم پړاو کې تر دې مهاله یوازې د تورخم له لارې ۵۸۰۰۳۷ تنه کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي، چې په ستنو شویو کې ۳۶۴۰۱ تنه د ( ACC ) کارت لرونکي او ۵۴۳۶۳۶ نور یې نااسناده افغانان شامل دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د کډوالو د ملاتړ سازمان مشرې مې هیونګ پارک وایي، چې له ایران او پاکستان څخه د په جبري توګه د کډوالو د راستنېدو بله څپه پر لاره ده.

نوموړې وایي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیواله کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په څلورمې ناسته کې کړې دي.

شهباز شریف: موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت خرابولو لپاره د هند پلانونه شنډ کړو

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي، چې وسله‌وال د «هند په ملاتړ په پاکستان کې ترهګري او ناوړه فعالیتونه ترسره کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت د خرابولو لپاره د هند ناوړه پلانونه شنډ کړو.»

هغه ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به تر هغه دوام وکړي؛ تر څو چې په دغه هېواد کې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو پر وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په پښتونخوا او بلوچستان کې د «هند له ملاتړه د برخمنو وسله‌والو» پر وړاندې د عملیاتو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د دوو وژل شویو پاکستاني عسکرو په مړینه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي؛ چې د پاکستان پوځ ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا، جلا عملیاتو کې د «هند له ملاتړه برخمن ۱۲ وسله‌وال» وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د دوی دوه پوځيان هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عملیات د پښتونخوا په لکی مروت، بنو او شمالي وزیرستان کې او همدارنګه د بلوچستان په اواران او کېچ ولسوالیو کې د شنبې او یکشنبې په ورځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په پښتونخوا ایالت کې د «هند له ملاتړه برخمنې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې ۵ وسله‌وال، په شمالي وزیرستان کې دوه وسله‌وال او په بنو کې هم دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستان د دوو وژل شویو امنیتي عسکرو نومونه فرهاد علي توری او صابر افریدی یاد شوي، چې یو یې د کورمې او بل یې د کوهاټ اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د بلوچستان په اواران او کیچ ولسوالیو کې هم د «هند له ملاتړه برخمنې بلوڅ بېلتون پاله ډلې درې غړي وژل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې؛ د بلوچستان د اواران په ګشکور سیمه کې یو وسله‌وال وژل شوی او یو بل ټپي دی او د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې په یوه بله نښته کې بیا دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وژل شوي کسان په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ښکېل وو.

تر اوسه پورې ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک د پاکستان پوځ د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت نږدې ۳۰۰ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان حکومت د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې۲۸۶ افغان کډوال تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو افغانانو له یوې تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تېرې کړې وې او بیا افغانستان ته اېستل شوي دي.

د معلوماتو له مخې؛ دغه افغانان د (غوايي په ۲۹مه) نېټه د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې ستانه کړل شوي دي.

له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هره ورځ په سلګونه افغان کډوال تر نیولو وروسته افغانستان ته په خبري ډول ستنوي.

بلخوا طالبانو په کراتو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې په زوره د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، او دا یې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.

همدا راز د د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د کډوالو د ملاتړو یو شمېر سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد دا ځل پر دې غوښتنو خپل غوږونه کاڼه کړي دي.

پي‌ټي‌ایم: د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته د ولسي خلکو د وژلو په غبرګون کې پرلت روان دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په شمالي وزیرستان میرعلي کې یې د هغو څلورو ماشومانو د وژلو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی، چې د دوی په خبره د پاکستان پوځ په ډرون برید کې تېره ورځ وژل شوي وو.

د ځايي سرچینو او په سیمه کې د خبریالانو د معلوماتو له مخې د شمالي وزیرستان د میرعلي اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې.

دغه برید تیره ورځ دوشنبه د (غوايي ۲۹مه) سهار وختي شوی و.

هاخوا د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د ښځو په ګډون یو شمېر نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دوی په هره سخته کې د خپل ځوریدلي ولس ترڅنګ ولاړ دي او له حقونو یې په مدني ډول دفاع کوي.

‏د دغه غورځنګ د رهبرۍ حلقې غړی حنیف پشتين وايي: «د یوې مور د زړه هغه درد به پاکستاني ظالم جنرالان چېرته احساس کړي چې څلور د زړه ټوټې یې ورنه واخیستې.»