• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پي‌ټي‌ایم: د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته د ولسي خلکو د وژلو په غبرګون کې پرلت روان دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۴:۲۴ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، په شمالي وزیرستان میرعلي کې یې د هغو څلورو ماشومانو د وژلو په غبرګون کې د میرعلي پوځي چوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی، چې د دوی په خبره د پاکستان پوځ په ډرون برید کې تېره ورځ وژل شوي وو.

د ځايي سرچینو او په سیمه کې د خبریالانو د معلوماتو له مخې د شمالي وزیرستان د میرعلي اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې.

دغه برید تیره ورځ دوشنبه د (غوايي ۲۹مه) سهار وختي شوی و.

هاخوا د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د ښځو په ګډون یو شمېر نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، دوی په هره سخته کې د خپل ځوریدلي ولس ترڅنګ ولاړ دي او له حقونو یې په مدني ډول دفاع کوي.

‏د دغه غورځنګ د رهبرۍ حلقې غړی حنیف پشتين وايي: «د یوې مور د زړه هغه درد به پاکستاني ظالم جنرالان چېرته احساس کړي چې څلور د زړه ټوټې یې ورنه واخیستې.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې د کم عمره نجونو او هلکانو په ودونو بندیز ولګېد

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د سنا مجلس د پیپلز پارټۍ د غړې شیري رحمان له لوري وړاندیز شوی د کم عمره نجونو او هلکانو د ودونو د بندیز قانون منظور کړ. دغه قانون کې راغلي، چې د ۱۸ کلونو کم عمره هلک یا نجلۍ به ماشومان ګڼل کېږي او نکاح به یې نه تړل کېږي.

د دغه قانون له مخې، نکاح‌ تړونکی به د دواړو خواوو د پېژندپاڼو له لارې د عمر تصدیق کوي او د دې قانون سرغړوونکي به تر یو کال بند او یو لک روپۍ جریمې سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعیت علماء اسلام سناتور کامران مرتضیٰ د دغه قانون مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دا مسوده دې اسلامي نظریاتي شورا ته واستول شي.

همدا ډول مولانا عطاالرحمان وویل، چې دا قانون د والدینو حق تر پښو لاندې کوي او که ماشوم ته له والدینو پرته ازادي ورکړل شي، ټولنه به د اروپا په شان شي.

په دغه قانون کې راغلي: « که یو بالغ سړی له کم عمرې نجلۍ سره واده وکړي، نو هغه ته به تر درې کاله بند سزا ورکول کېږي. له ۱۸ کلونو کم عمره ماشوم یا ماشومې سره جنسي اړیکه به د جنسي تېري په توګه ګڼل کېږي. هغه څوک چې یو ماشوم د واده لپاره مجبوروي، تر اووه کاله بند او لس لکه روپۍ جریمه به پرې لګېږي».

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې قانون کې ویل شوي چې که څوک د ماشوم د واده لپاره قاچاق کوي یا مرسته کوي، هغه ته هم تر اوو یا درېیو کلونو بند او جریمه سزا ورکول کېږي.

همدا ډول که مور، پلار یا سرپرست ماشوم ته واده وکړي یا یې مخه ونه نیسي، هغوی ته هم تر درې کاله بند او د نغدي جریمې سزا ټاکل شوې.

قانون کې راغلي: «محکمه به حق لري چې د کم عمره ماشوم د واده د مخنیوي لپاره حکم صادر کړي او که اطلاع ورکوونکی خپل نوم پټ ساتل غواړي، عدالت به یې خوندیتوب کوي. دا جرم ناقابل ضمانت ګڼل شوی او د قضايي پروسې د ۹۰ ورځو دننه به پرېکړه کېږي.»

د پاکستان پوځ: په خېبرپښتونخوا کې د دوو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ۹ وسله وال وژل شوي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې ځواکونو یې د خېبرپښتونخوا اوړند په بېلابېلو ځایونو کې عملیات کړي او نهه وسله وال یې وژلي دي. د پاکستان پوځ یاد وسله وال د هند په ملاتړ تورن کړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) په یوې اعلامیه کې چې رسنیو ته استول شوې ویلي، ځواکونو یې تېره ورځ په لکي مروت او شمالي وزیرستان کې د هغه وسله والو پر ضد عملیات کړي چې په پاکستان کې یې ترهګریز بریدونه کول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ په لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د وسله والو په مرکزونو عملیات کړي، چې پکې یې اووه وسله وال وژلي دي.

اعلامیه وړاندې زیاتوي، چې د قبایلي سیمې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې ځواکونو له وسله والو سره نښته کړې او دوه وسله وال یې وژلي.

د دوی په وینا، په نښته کې د پاکستان دوه امنیتي ساتوونکي هم وژل شوي دي.

د پوځ ویاند زیاته کړې، چې دمګړی په سیمه کې د نورو وسله والو د له منځه وړلو لپاره عملیات روان دي..

خېبرپښتونخوا په دې وروستیو کې د پخوا په پرتله ډېر نا امنه شوی، په تېره هغه سیمې چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه دي او وخت ناوخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کېږي.

د ملي بیرغ پر سر ناندرۍ؛ پاچا خان پوهنتون افغانې محصلې ته بېرته له ملي بیرغ سره سند ور کړ

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د پاچا خان پوهنتون مسوولینو یوې افغانې محصلې ته دا ځل په داسې حال کې سند ورکړ، چې ملي بیرغ یې پر اوږه و. تېره اونۍ د باچاخان پوهنتون په فراغت غونډه کې د یادې افغانې محصلې له اوږو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړل شو، چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي انځور کې لیدل کیږي، چې د پاچا خان پوهنتون د مشر په دفتر کې افغانې محصلې شېکلا ته په داسې حال کې د فراغت سند ور کول کیږي، چې د افغانستان ملي بیرغ یې پر اوږو پروت دی.

په دې انځور کې د پاچا خان پوهنتون مسوولین هم حضور لري.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان تېره ورځ، د مرغومي پر ۲۸مه، پر خپل اېکس ولیکل، چې « موږ د پوهنتون مشر ته اخري خبرداری ورکوو چې د بهرني بیرغ د بې‌احترامۍ مساله جدي واخلي، او ژر تر ژره اقدام وکړي. که دا کار ونه شي، نو ما د عوامي نشنل ګوند چارسدې او د پښتون محصلانو اتحادیې ته لارښوونه کړې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ، د می ۲۲مه، ۲۰۲۵، د پوهنتون رییس پر ضد لاریون وکړي».

د باچاخان پوهنتون چارواکو تېره اونۍ په یوه غونډه کې د دغې افغانې محصلې له اوږو د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ، چې دا کړنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه. افغان سیاستوالو، لیکوالانو او فعالانو دا کړنه «شرموونکې» بللې ده.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «د خیرن پاکستانیت لويه نښه له ملي بیرغ سره مخالفت دی.»

نوموړي د پوښتنې په ډول پر خپل اېکس لیکلي: «اوس پوه شوﺉ، چې له ملي بیرغ سره دښمني له کومه ځایه سرچینه اخلي؟»

لېوال د دغې افغانې نجلې جرئت ستایلی و.

طالبان، چین او پاکستان؛ د درې اړخیزې غونډې تر شا سیاسي پېچلتیاوې او سیمه‌ییز رقابتونه

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک

په داسې مهال کې چې هند او پاکستان د یو بل پر ښارونو او پوځي تأسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کول، د سیمې فضا له یوه خطرناک جنګي حالت سره مخ وه.

نړۍوالو ته دا اندېښنه پیدا شوې وهچې ښايي د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه د اټومي وسلو کارونې پړاو ته ورسېږي. جګړه ورځ تر بلې تودېده او د سیمې امنیتي معادلې له جدي ګواښ سره مخ وې.
د جګړې د ګرمېدو په همدې فضا کې، د اسلام‌اباد نړیوال هوايي ډګر د هندي جنګي الوتکو د احتمالي برید له امله وتړل شو. د کابل لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق د هوا پر ځای د تورخم له لارې او پر ځمکه کابل ته سفر وکړ. نوموړي د می میاشتې په۱۰مه د افغانستان، چین او پاکستان د دولتي چارواکو ترمنځ درې‌اړخیزه غونډه کې ګډون وکړچې کوربه‌توب یې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کاوه.

د چین له‌خوا د افغانستان لپاره د دغه هېوادځانګړياستازياو د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان کډون درلود.صادق خان پرخپلې‌ اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا درې‌اړخیزه پنځمه غونډه ده.

امیرخان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د غونډې ګډونوالو ته دا فرصت برابر کړچې د اقتصاد، امنیت، او سیمه‌يیز ثبات په اړه ګډ فکر او همغږي رامنځته کړي.

د غونډې ترڅنګ د پاکستان او چین استازو د طالبانو له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند سره هم کتلي، خو تر ټولو جالبه لیدنه د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني سره وه، دا ځکه چې د کورنیو چارو وزیر معمولاً په بهرني سیاست کې مستقیم رول نه لري. د سیمې سیاسي شنونکي باور لري چې دا لیدنه یوازې سمبولیکه نه وه، بلکې سیاسي پیغامونه یې هم درلودل.

هغوی وایي چې د غونډې د نه ځنډېدو یو لامل دا وچې پاکستان او چین غوښتل طالبانو ته دا پیغام ورسوي چې د هند او پاکستان ترمنځ د موجوده تاوتریخوالي په شرایطو کې دې طالبان له احتیاطه کار واخلياو د افغانستان له خاورې د هند پر خلاف هېڅ فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

دا لیدنه په داسې وخت کې ترسره شوه چې د هند او پاکستان ترمنځ جګړه روانه وه، اوربند نه و شوی او د جګړې د پراخېدو اندېښنه ډېره وه. پاکستانچې په خپل ختیځ سرحد کې د جدي امنیتي ګواښ سره مخ و، نه غوښتل له لویدیځ لوري (یعنې د افغانستان له خاورې) کومه بله خطرناکه ستونزه رامنځته شي.

د چین د ځانګړي استازي حضور هم له همدې امله مهم و، ترڅو د پاکستان غوښتنو ته نړۍوال وزن ورکړي. چین د درې‌اړخیزې غونډې د نه ځنډېدو بل دلیل دا ګڼي، چې د طالبانو او لوېدیځ ترمنځ اړیکې، که مستقیمې وي یا د قطر له لارې، په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د امریکا له لوري طالبانو ته د مېلیاردونو ډالرو مرسته شوې ده او دا پوښتنه راپورته کېږي چې دا پیسې د څه لپاره ورکول کېږي؟

چین د افغانستان د ایغور جنګیالیو، او د منځنۍ اسیا د توندلارو ډلو حضور ته د خپلې اوږدمهالې امنیتي پالیسۍ لپاره یو خطر ګڼي. د «یو کمربند، یوه لار» پروژه چې د چین د سترې اقتصادي تګلارې یوه مهمه برخه ده، د بې‌ثباته افغانستان له امله له خطر سره مخ ده.

چینایان باور لري چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې د «تحریک طالبان پاکستان» یا ټي‌ټي‌پي فعالیتونه هم د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز د پراختیا مخه نیسي، نو ځکه چین هڅه کوي له طالبانو سره دوه‌اړخیزه او درې اړخیزه اقتصادي همکاري زیاته کړي، تر څو طالبان له چین سره د اقتصادي ګټو احساس وکړياو د لوېدیځ او چین تر منځ د اړیکو یو توازن وساتي.

چین له امنیتي اندېښنو پرته، په افغانستان کې سترې اقتصادي ګټې هم تعقیبوي. افغانستان د پخوانۍ ورېښمو لارې پر یوه مهمه برخه بلل کېږياو د سیمې لپاره یې تل اقتصادي ارزښت درلود. چینچې په مکسیکو، برازیل او نورو لرې سیمو کې خپلې پانګونې پراخوي، څنګه به له خپل ګاونډي افغانستان سترګې پټې کړي؟

چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي زیرمو لکه لیتیم، مس، سره زرو او نورو معادنو سره ژوره لېوالتیا لري. دغه هېواد باور لري چې د دغو زیرمو ترلاسه کول به یې اقتصادي ځواک لا پیاوړی کړي، خو همداراز دا هم درک کوي چې لوېدیځ هېوادونه هم پدې سیالۍ کې ښکېل دي او دا به د چین لپاره اسانه ماموریت نه وي.

په تاریخي لحاظ کله چې طالبان په واک کې نه وو او په پاکستان کې اوسېدل، چین له هغوی سره خپلې پراخې اړیکې د پاکستان له لارې تنظیمولې. د طالبانو استازي به د پاکستان له خاورې چین ته تلل او چین به له همدې لارې د طالبانو سره تماس ساته. درې‌اړخیزه غونډې هم د هماغو هڅو تسلسل بلل کېږي.

چین په دې هم ښه پوهېږي چې پاکستان د تېرو پنځه څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان د قضیې په بدل کې له امریکا مېلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي. له همدې امله چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې نېغ په نېغه اړیکې پراخې کړي، ترڅو د سیمه‌یز نفوذ یوه باثباته تکیه‌ګاه ځان ته جوړه کړي.

د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان پوځ ډرون الوتکو څلور ماشومانې وژلې دي

۲۹ غویی ۱۴۰۴ - ۱۹ می ۲۰۲۵، ۰۹:۱۹ GMT+۱

په شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالانو ویلي،‌ چې د میرعلي سیمې اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې دي. دغه برید نن دوشنبه د (غويي ۲۹مه) سهار وختي شوی دی.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د ښځو په ګډون یو شمېر نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان شوي هم دي.

هغه نیوکه کړې، چې پاکستان د‌ پښتنو د لمنځه وړلو لپاره خونړۍ جګړه پیل کړې.

ځايي اوسېدونکو د وژل شویو ماشومانو جسدونه د هرمز اړوند بازار ته راوېستي او د کورنیو لپاره یې د عدالت غوښتنه کوي.

په سیمه کې فعال خبریال لعل وزیر ویلي، چې په یوې جلا پېښه کې په سوېلي وزیرستان کې یو قومي مخور ملک عبدل دیان د ناڅرګنده وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی او د هغه زوی عزیز یې سخت ټپي کړی دی.

په دې وروستیو کې دغلته نا امنۍ پراخې شوې او «ټي‌ټي‌پي»‌ هم خپل فعالیتونه چټک کړي‌ دي.

ځايي اوسېدونکو په وار وار شکایتونه کړي، چې د‌ پاکستان پوځ د وسله‌والو ډلو په نامه د ملکي وګړو کورونه په نښه کوي او ملکیان وژني.

تر دې دمخه ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره په وار، وار سوله‌ییز لاریونونه هم کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په سیمه کې روانه جګړه ودروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو د‌ پاکستان پوځ ته ګوته نیولې، چې په لوی لاس یې په وزیرستان او نورو پښتون مېشته سیمو کې جګړو او نا امنۍ ته لاره اواره کړې ده.