طالبانو په کابل کې اووه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د «زنا» په تور او پنځه نور یې د نشه يي ټابلیتو او چرسو د خرڅلاو، پلور او قاچاق په تور محکوم او په دُرو وهلي.
د دغې محکمې په خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ورځ یې خپره کړې راغلي، دوه کسان په دوه کاله بند محکوم او ۳۹ دُرې وهل شوي، پنځه مجرمین له اته میاشتو نیولې تر دریو کلونو تنفیذي بند باندې محکوم او له ۲۰ تر۳۵ دُرې وهل شوي.