اروپايي ټولنې په سوریه کې د افغانستان په څېر وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، هیله منه ده چې د اتحادیې وزیران پر سوریې د لګول شويو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په تړاو هوکړې ته ورسیږي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، هیله منه ده چې د اتحادیې وزیران پر سوریې د لګول شويو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په تړاو هوکړې ته ورسیږي.
کالاس د سې شنبې په ورځ د بروکسل د غونډې له پیل مخکې له خبریالانو سره خبرو کې وویل: «د سوریې په اړه، هیله لرم چې نن د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو پر سر هوکړې ته ورسیږو.» هغې زیاته کړه: «اروپا باید یا سوریې ته د ثبات فرصت ورکړي، یا دې چمتو وي چې د افغانستان په څېر له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ شي.»
د اروپایي اتحادیې چارواکو ویلي چې وزیران دا مهال د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره سیاسي تصمیم ارزوي، خو هغه بندیزونه به پر ځای پاتې شي چې د بشارالاسد د رژیم او د بشري حقونو د ناقضینو پر وړاندې دي.
رویټرز د یو شمېر ډېپلوماټانو په حواله لیکلي، چې د سې شنبې په سهار د اتحادیې استازي یوه موقتي توافق ته رسېدلي، خو وروستۍ پرېکړه به د وزیرانو له خوا وشي.
کایا کالاس همداراز ټینګار وکړ: «روښانه ده چې موږ غواړو خلک (په سوریه کې) دندې او عاید ولري، څودا هېواد یو باثباته راتلونکې ولري.»
کالاس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د سوریې له ولسمشر سره په کتنه کې وویل چې پر سوریې لګول شوي بندیزونه به لرې کړي.


د طالبانو د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي څخه ژغورل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون نن سې شنبه، د غويي ۳۰مه، د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر یو غږیږ پېغام خپور کړی دی.
سیف الاسلام خیبر ویلي، چې «د امربالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ټولنه کې د معروفاتو د اقامې، منکراتو د مخنیوي او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او په نورو برخو کې د الهي فرامینو د پلي کولو په برخو کې هڅې کړې دي».
هغه زیاته کړې چې یوازې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون یې د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي څخه ازادې کړې او هغوی ته یې خپل شرعي حق سپارلی دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې «ښځه په اسلام کې د مور، خور، لور او مېرمنې په جامه کې د قدردانۍ او وقار څښتنه او مستحقه ده او د مېرمنو هغه حقوق، چې ښځو ته د هوساینې او عزت جامه ور اغوندي، د طالبانو او افغاني ټولنې غوښتنه او لومړیتوب دی».
طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په ټول هېواد کې یې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو او په ادارو کې د ښځو پر کار، چارو او ازاد تګ او راتګ بندیزونه لګولي دي.
پر افغان ښځو روان بندیزونه د ملګرو ملتونو له لوري د «جنسیتي توپیر» په نامه یاد شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو او احصایې ملي داره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په جریان کې د افغانستان صادرات او واردات د تېرې میاشتې په پرتله راکم شوي دي.
د یادې ادارې د نویو شمېرو له مخې، د وري میاشتې ټول صادرات ۸۵،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې دا د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې پرتله ۱۴،۴ میلیونه ډالره کمښت ښيي. د کب په میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۰۰،۱ میلیونه ډالر و.
همدا راز د وارداتو کچه هم راټیټه شوې ده. د احصايیې ادارې د معلوماتو له مخې، د وري میاشتې ټول واردات ۸۴۲،۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي، حال دا چې د ۱۴۰۳ کال د کب میاشتې واردات ۱۰۰۳،۱ میلیونه ډالر وو. دا شمېرې ښيي چې واردات ۱۶۰،۳ میلیونه ډالره کم شوي دي.
د راپور له مخې، په وري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دا شمېرې اصلي صادرات، محصولي او غیر محصولي واردات رانغاړي، خو د وارداتي برېښنا ارزښت پکې نه دی شامل شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تېره یوه میاشت کې سوداګري ۲۳سلنه ډېره شوې.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، پاکستان په اپریل میاشت کې افغانستان ته د ۸۷ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې د مارچ میاشتې په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
بلخوا، د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې چارو مرستیال ویلي دي، چې د افغانستان وارداتي بازار ارزښت ۱۰.۶ مېلیارده ډالرو ته رسیږي او ایران پکې ۲۱ سلنه برخه لري.
حامد رضا کربلايي ویلي، چې ایران هر کال افغانستان ته د شاوخوا ۲.۲ مېلیارده ډالرو په ارزښت صادرات کوي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سندونو پر بنسټ، دې ډلې یوازې د پروان ولایت د کرنې په ریاست کې ۳۱ کارکوونکي له خپلو دندو څخه تنقیص کړي دي. د طالبانو په رسمي مکتوب کې لیکل شوي، چې دا کار ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د ۲۰ سلنې د تنقیص د حکم پر اساس شوی دی.
د طالبانو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په سندونو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، لیدل کیږي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا د ۲۰ سلنې تنقیص په سلسله کې د پروان د کرنې ریاست د دوو ښځینه کارکوونکیو په ګډون ۳۱ تنه تنقیص شوي.
ددغو ۳۱ تنقیص شويو کارمندانو په لېست کې ټول داسې کسان لیدل کېږي، چې تر لیسانس پورې زده کړې یې ثبت شوې دي.

د لېست پر بنسټ، په دې کې د پروان بېلابېلو ولسوالیو د مدیریتونو کارکوونکي هم شامل دي.
دا لېست د روان کال د اپریل په ۲۹مه ترتیب شوی او د طالبانو په یوه مکتوب کې راغلي چې تنقیص شويو کارمندانو ته په ۱۴۰۴ کال کې هېڅ امتیاز نه ورکول کېږي.
د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپه ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وې، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي، چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بندې شوې او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله ددولتي کارکوونکو پرلهپسې شکایتونه راپورته شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم په ازبکستان کې د «د ترمذ خبرو اترو» تر سرلیک لاندې ناستې ته ویلي، چې افغانستان چمتو دی د سیمهییز اتصال، اقتصادي همکارۍ او دوامدارې پراختیا لپاره رغنده رول ادا کړي.
د طالبانو دغه چارواکي د ترمذ ډیالوګ ناستې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان غواړي د همغږۍ او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره اغېزناکې اړیکې ولري.
ډاکټر محمد نعیم د خپلې وینا په ترڅ کې له ازبکستان څخه د دغې ناستې د ابتکار او کوربهتوب مننه کړې او وايي، چې افغانستان د یوه وصلوونکي هېواد په توګه تل د فعال، مثبت او رغنده رول ادا کولو ته ژمن پاتې شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د نعیم له قوله لیکلي: «موږ باور لرو چې سیمهییزې همکارۍ نه یوازې د ملتونو په ګټه دي، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم ارزښت لري.»
نوموړي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو همکاریو یادونه کړې او ویلې یې دي چې دواړو هېوادونو د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پراختیا په برخو کې مهمې ګډې پروژې پیل کړې، چې له ډلې یې د افغان-ترانس اورګاډي پروژه او د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا انتقال پروژه د پام وړ دي.
ډاکټر نعیم همداراز ویلي: «افغانستان چمتو دی چې په ټولو سیمهییزو ابتکاراتو کې، د اقلیم له بدلون څخه نیولې تر سوداګرۍ، ترانزیت، زدهکړې او دوامدارې پراختیا پورې، فعاله ونډه واخلي».
نوموړي له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هېوادونو او مالي بنسټونو غوښتي چې افغانستان د یو باوري شریک په توګه ومني او د دوامدارې پراختیا، زیربنایي پانګونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

په ازبکستان کې د طالبانو سفیر وايي، چې قوش تېپه کانال او د اوبي سرچینو مساله ازبکستان او طالبانو دواړو ته مهمه ده او باید د فشار او یو اړخیزو ګامونو پرځای په مذاکراتو او همکارۍ حل شي. عبدالغفار بحر وايي، طالبانو ته حکومت «په سوله ییز ډول» انتقال شوی.
شیخ عبدالغفار بحر د «ترمذ ډیالوګ» له ناستې وړاندې د ازبکستان له «پرمختللو اصلاحاتو مرکز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې طالبانو د اوبي سرچینو د منصفانه مدیریت هڅه کړې او دی له تاشکند سره د اوبو د عادلانه وېش او مدیریت په اړه خبرو ته چمتو دی.
د«ترمذ ډیالوګ» غونډه ددوشنبې په ورځ پیل شوې او ټاکل شوې، چې تر چارشنبې پورې وغځیږي.
عبدالغفار بحر په دې مرکه کې هغه روایتونه رد کړل چې د افغانستان بې ثباتۍ او ناامنۍ انځوروي، « د هغو خبرونو برعکس چې ځینې بهرني رسنۍ یې خپروي، افغانستان نن سبا د تېرو کلونو په پرتله بې ساری امنیت او سوله تجربه کوي. زموږ خلک اوس کولای شي له وېرې پرته ژوند وکړي، خپلې چارې پرمخ بوځي او د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړي».
کله چې د قوشتېپې کانال په اړه ترې وپوښتل شول ، طالب سفیر د دغې ستونزې پېچلتیا ومنله، خو ټینګار یې وکړ چې د شخړې پر ځای دې دیپلوماسي وکارول شي.
نوموړي زیاته کړه، « ازبکستان زموږ تاریخي ورور هېواد پاتې شوی. موږ باور لرو چې دا ډول مسایل باید د دوه اړخیزو خبرو له لارې، د متقابل احترام او د سرچینو د عادلانه وېش پر بنسټ حل شي».
سوداګري او انرژي
د طالبانو سفیر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه خوښي وښوده او ویې ویل چې دا اړیکې تر اوسه لا هم تر ډېره نه دي کارول شوې. هغه د افغانستان د زعفرانو، بادامو او وچې مېوې د صادراتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې کابل غواړي له ازبکستان نه برېښنا او غله وارده کړي.
نوموړي د انرژۍ برخه د همکارۍ مهمه ساحه وبلله، «موږ ګډې هڅې کوو چې د برېښنا شبکې عصري کړو او په جوزجان کې د ګازو د استخراج ګډ پروژې پرمخ یوسو».
عبدالغفار بحر له ازبکستاني شرکتونو وغوښتل چې د مرمر، اوسپنې او مسو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي او د سیمهییزو بازارونو لپاره د صادراتو لارې رامنځته شي.
طالب سفیر په دې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان بهرنۍ تګلاره د «ستراتیژیک انډول» او «اقتصادي تمرکز» پر بنسټ ولاړه ده او اساسي هدف یې له ټولو هېوادونو سره رغوونکې اړیکې دي. هغه ټرانسافغان رېلپټلۍ، کاسا ۱۰۰۰د برېښنا لېږد پروژه، اوټاپي د ګازو نل لیکه د سیمهییزې همغږۍ بنسټ وبللې.
په بهر کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه، د طالبانو سفیر وايي، چې حکومت یې امنیت تضمین کړی او د بېرته ادغام په بهیر کې به ورسره مرسته وکړي.
هغه له رسنیو او دیپلوماتیکو کړیو وغوښتل چې د افغانستان رسمي نوم « د افغانستان اسلامي امارت وکاروي، نه طالبان».
له وینې تویېدو پرته د واک انتقال
په داسې حال کې، چې د افغانستان د جمهوري حکومت له شراکت پرته طالبان د دوحې د خبرو اترو په پایله کې کابل ته په زور ننوتل، د طالبانو دغه سفیر وايي، چې واکمني پرته له وینې تویولو او په بېسارې ډول له یوه لاس څخه بل ته په سولهییزه توګه انتقال شوه او دا په اصل کې د افغانانو د سولې او ملي اتفاق هڅو نتیجه ده.
نوموړي په دې اړه زیاته کړې، « موږ هیڅوک و نه ځورول، نه مو محاکمه کړل، پر ځای مو ملي سولې ته لومړیتوب ورکړ. حتا هغه کسان چې د پخواني نظام خدمتګاران وو، د هغوی ملکیتونه او دندې وساتل شوې. زیاتره یې اوس هم په افغانستان کې په ارامه او خوندي چاپیریال کې ژوند او کار کوي. موږ حتا هغو کسانو ته هم چې له بهرنیو هیوادونو سره یې همکاري کړې وه، په ښکاره توګه کور ته د ستنیدو بلنه ورکوو. زموږ پیغام ساده دی: کور ته راشئ، په سولهییز افغانستان کې په رغونه کې برخه واخلئ».
نوموړی وايي، چې اوس افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې دی.
طالب سفیر وايي، چې متوازن سیاست او اقتصادي تمرکز ېې د بهرني سیاست دوه مهم فکتورونه دي او نه د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه نورو ته د افغانستان په چارو کې دلاسوهنې اجازه ور کوي.