د طالبانو امربالمعروف وزارت: په تېر کال کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند څخه ژغورل شوې

د طالبانو د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او زور زیاتي څخه ژغورل شوې دي.