• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تنقیص لړۍ؛ طالبانو د پروان ولایت د کرنې ریاست ۳۱ کارکوونکي تنقیص کړل

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سندونو پر بنسټ، دې ډلې یوازې د پروان ولایت د کرنې په ریاست کې ۳۱ کارکوونکي له خپلو دندو څخه تنقیص کړي دي. د طالبانو په رسمي مکتوب کې لیکل شوي، چې دا کار ددې ډلې د مشر ملاهبت الله د ۲۰ سلنې د تنقیص د حکم پر اساس شوی دی.

د طالبانو د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په سندونو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، لیدل کیږي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا د ۲۰ سلنې تنقیص په سلسله کې د پروان د کرنې ریاست د دوو ښځینه کارکوونکیو په ګډون ۳۱ تنه تنقیص شوي.

ددغو ۳۱ تنقیص شويو کارمندانو په لېست کې ټول داسې کسان لیدل کېږي، چې تر لیسانس پورې زده کړې یې ثبت شوې دي.

100%

د لېست پر بنسټ، په دې کې د پروان بېلابېلو ولسوالیو د مدیریتونو کارکوونکي هم شامل دي.

دا لېست د روان کال د اپریل په ۲۹مه ترتیب شوی او د طالبانو په یوه مکتوب کې راغلي چې تنقیص شويو کارمندانو ته په ۱۴۰۴ کال کې هېڅ امتیاز نه ورکول کېږي.

د غويي په ۳مه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدپه ادارو کې د کارکوونکو تنقیص تایید کړ او دا یې یوه طبیعي پروسه وبلله. هغه زیاته کړه، چې د ادارو د لا ښه فعالیت لپاره، ځینې ادارې ممکن اړې شي چې خپل کارکوونکي کم کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وې، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د ځینو ادارو په جوړښت کې د کارکوونکو د تنقیص پرله پسې اسناد خپاره کړل.

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اړوند وسله والو غږونه لاس په لاس کېږي چې د تنقیص په دغه بهیر کې له دندو ایستل شوي، ډېر ناراضه دي او نیوکه کوي، چې قرباني هم ساتونکي ورکوي او بېرته له دندو هم ساتونکي زیات تنقیص کېږي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا تصمیم په داسې حال کې نیولی چې د افغانستان لپاره د امریکا مرستې بندې شوې او د معاشونو د ځنډ او خنډ له امله ددولتي کارکوونکو پرله‌پسې شکایتونه راپورته شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ترمذ ناسته کې د طالبانو غوښتنه: نړیواله ټولنه دې افغانستان د یو باوري شریک په توګه ومني

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم په ازبکستان کې د «د ترمذ خبرو اترو» تر سرلیک لاندې ناستې ته ویلي، چې افغانستان چمتو دی د سیمه‌ییز اتصال، اقتصادي همکارۍ او دوامدارې پراختیا لپاره رغنده رول ادا کړي.

د طالبانو دغه چارواکي د ترمذ ډیالوګ ناستې ته په وینا کې ویلي، چې افغانستان غواړي د همغږۍ او متقابل درناوي پر بنسټ له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره اغېزناکې اړیکې ولري.

ډاکټر محمد نعیم د خپلې وینا په ترڅ کې له ازبکستان څخه د دغې ناستې د ابتکار او کوربه‌توب مننه کړې او وايي، چې افغانستان د یوه وصلوونکي هېواد په توګه تل د فعال، مثبت او رغنده رول ادا کولو ته ژمن پاتې شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ د نعیم له قوله لیکلي: «موږ باور لرو چې سیمه‌ییزې همکارۍ نه یوازې د ملتونو په ګټه دي، بلکې د نړیوالې سولې او ثبات لپاره هم ارزښت لري.»

نوموړي د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د وروستیو همکاریو یادونه کړې او ویلې یې دي چې دواړو هېوادونو د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې او زیربنایي پراختیا په برخو کې مهمې ګډې پروژې پیل کړې، چې له ډلې یې د افغان-ترانس اورګاډي پروژه او د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا انتقال پروژه د پام وړ دي.

ډاکټر نعیم همداراز ویلي: «افغانستان چمتو دی چې په ټولو سیمه‌ییزو ابتکاراتو کې، د اقلیم له بدلون څخه نیولې تر سوداګرۍ، ترانزیت، زده‌کړې او دوامدارې پراختیا پورې، فعاله ونډه واخلي».

نوموړي له نړیوالې ټولنې، د سیمې له هېوادونو او مالي بنسټونو غوښتي چې افغانستان د یو باوري شریک په توګه ومني او د دوامدارې پراختیا، زیربنایي پانګونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

په ازبکستان کې د طالبانو سفیر: د قوش تېپې کانال مساله باید په مذاکراتو او همکارۍ حل شي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

په ازبکستان کې د طالبانو سفیر وايي، چې قوش تېپه کانال او د اوبي سرچینو مساله ازبکستان او طالبانو دواړو ته مهمه ده او باید د فشار او یو اړخیزو ګامونو پرځای په مذاکراتو او همکارۍ حل شي. عبدالغفار بحر وايي، طالبانو ته حکومت «په سوله ییز ډول» انتقال شوی.

شیخ عبدالغفار بحر د «ترمذ ډیالوګ» له ناستې وړاندې د ازبکستان له «پرمختللو اصلاحاتو مرکز» سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې طالبانو د اوبي سرچینو د منصفانه مدیریت هڅه کړې او دی له تاشکند سره د اوبو د عادلانه وېش او مدیریت په اړه خبرو ته چمتو دی.

د«ترمذ ډیالوګ» غونډه ددوشنبې په ورځ پیل شوې او ټاکل شوې، چې تر چارشنبې پورې وغځیږي.

عبدالغفار بحر په دې مرکه کې هغه روایتونه رد کړل چې د افغانستان بې ثباتۍ او ناامنۍ انځوروي، « د هغو خبرونو برعکس چې ځینې بهرني رسنۍ یې خپروي، افغانستان نن سبا د تېرو کلونو په پرتله بې ساری امنیت او سوله تجربه کوي. زموږ خلک اوس کولای شي له وېرې پرته ژوند وکړي، خپلې چارې پرمخ بوځي او د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړي».

کله چې د قوش‌تېپې کانال په اړه ترې وپوښتل شول ، طالب سفیر د دغې ستونزې پېچلتیا ومنله، خو ټینګار یې وکړ چې د شخړې پر ځای دې دیپلوماسي وکارول شي.

نوموړي زیاته کړه، « ازبکستان زموږ تاریخي ورور هېواد پاتې شوی. موږ باور لرو چې دا ډول مسایل باید د دوه اړخیزو خبرو له لارې، د متقابل احترام او د سرچینو د عادلانه وېش پر بنسټ حل شي».

سوداګري او انرژي

د طالبانو سفیر د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه خوښي وښوده او ویې ویل چې دا اړیکې تر اوسه لا هم تر ډېره نه دي کارول شوې. هغه د افغانستان د زعفرانو، بادامو او وچې مېوې د صادراتو یادونه وکړه او ویې ویل، چې کابل غواړي له ازبکستان نه برېښنا او غله وارده کړي.

نوموړي د انرژۍ برخه د همکارۍ مهمه ساحه وبلله، «موږ ګډې هڅې کوو چې د برېښنا شبکې عصري کړو او په جوزجان کې د ګازو د استخراج ګډ پروژې پرمخ یوسو».

عبدالغفار بحر له ازبکستاني شرکتونو وغوښتل چې د مرمر، اوسپنې او مسو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي او د سیمه‌ییزو بازارونو لپاره د صادراتو لارې رامنځته شي.

طالب سفیر په دې مرکه کې ویلي، چې د افغانستان بهرنۍ تګلاره د «ستراتیژیک انډول» او «اقتصادي تمرکز» پر بنسټ ولاړه ده او اساسي هدف یې له ټولو هېوادونو سره رغوونکې اړیکې دي. هغه ټرانس‌افغان رېل‌پټلۍ، کاسا ۱۰۰۰د برېښنا لېږد پروژه، اوټاپي د ګازو نل لیکه د سیمه‌ییزې همغږۍ بنسټ وبللې.

په بهر کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه، د طالبانو سفیر وايي، چې حکومت یې امنیت تضمین کړی او د بېرته ادغام په بهیر کې به ورسره مرسته وکړي.

هغه له رسنیو او دیپلوماتیکو کړیو وغوښتل چې د افغانستان رسمي نوم « د افغانستان اسلامي امارت وکاروي، نه طالبان».

له وینې تویېدو پرته د واک انتقال

په داسې حال کې، چې د افغانستان د جمهوري حکومت له شراکت پرته طالبان د دوحې د خبرو اترو په پایله کې کابل ته په زور ننوتل، د طالبانو دغه سفیر وايي، چې واکمني پرته له وینې تویولو او په بې‌سارې ډول له یوه لاس څخه بل ته په سوله‌ییزه توګه انتقال شوه او دا په اصل کې د افغانانو د سولې او ملي اتفاق هڅو نتیجه ده.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې، « موږ هیڅوک و نه ځورول، نه مو محاکمه کړل، پر ځای مو ملي سولې ته لومړیتوب ورکړ. حتا هغه کسان چې د پخواني نظام خدمتګاران وو، د هغوی ملکیتونه او دندې وساتل شوې. زیاتره یې اوس هم په افغانستان کې په ارامه او خوندي چاپیریال کې ژوند او کار کوي. موږ حتا هغو کسانو ته هم چې له بهرنیو هیوادونو سره یې همکاري کړې وه، په ښکاره توګه کور ته د ستنیدو بلنه ورکوو. زموږ پیغام ساده دی: کور ته راشئ، په سوله‌ییز افغانستان کې په رغونه کې برخه واخلئ».

نوموړی وايي، چې اوس افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې دی.

طالب سفیر وايي، چې متوازن سیاست او اقتصادي تمرکز ېې د بهرني سیاست دوه مهم فکتورونه دي او نه د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او نه نورو ته د افغانستان په چارو کې دلاسوهنې اجازه ور کوي.

اتریش او فرانسه له جرمني سره یو ځای کار کوي چې افغانستان ته شړنې ممکنې شي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد او د هغه فرانسوي سیال برونو رېتایو د پاریس په ناسته کې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو پر شړلو او په درېیمو هېوادونو کې د کډوالو د ستنولو د مرکزونو په اړه خبرې کړې دي.

کارنر له غونډې وروسته وویل، چې « د پناه غوښتنې یو سخت او عادلانه سیاست کې باید شړنې هم شاملې وي. اتریش او فرانسه له جرمني سره یو ځای کار کوي چې افغانستان ته شړنې ممکنې شي».

د اتریش د دیر ستندرد د رپوټ له مخې، د اتریش د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړو وزیرانو دا ټینګار هم وکړ چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې او مهاجرت ګډ تړون باید ژر تر ژره پلی شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، «په ځینو برخو کې د سختو اقداماتو اړتیا شته».

د دواړو هېوادونو چارواکو دا هم ویلي چې د کډوالو د ستنولو لپاره په درېیمو هېوادونو کې د اخراج مرکزونه ډېر اړین دي.

په یوه جلا ناسته کې، د اتریش د اروپايي چارو وزیرې کلاودیا پلاکولم د پاریس د سفر پر مهال له خپل فرانسوي سیال بنجمن حداد سره لیدلي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افراطیت، یهود ضد کرکې او انټرنېټ کې د نفرت خپرولو پر ضد مبارزه د خبرو اصلي بحث و.

فرانسې او اتریش پرېکړه کړې چې په دې برخه کې د اروپايي اتحادیې شورا راتلونکې ناستې ته، چې په بروکسل کې به جوړه شي، یوګډ اروپايي نوښت وړاندې کړي.

طالبان له ایران نه د کانونو د اکتشاف او استخراج تخنیکي او انجنیري خدمات غواړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر سید محمد اتابک د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری سره په کتنه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان د کانونو او صنایعو په برخه کې د ایران او طالبانو تخصصی کمېټه به له نن څخه د همکارۍ لپاره خپلې څېړنې پیل کړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس نن سې شنبه، د غويي ۳۰مه، د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر سید محمد اتابک په حواله لیکلي چې د دواړو خواوو ځانګړې کاري ډلې به په دوو برخو کې جوړې شي، چې د اکتشاف او استخراج ترڅنګ د پانګونې او اقتصاد په برخو کې بحث وکړي.

سید محمد اتابک له افغانستان سره د ګډو ښارګوټو او فابریکو جوړولو ته چمتووالی وښود.

اتابک ټینکار کړی، چې له دې غونډې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ به د همکارۍ موضوعګانې اکتشاف او استخراج وي.

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د پیاوړو اړیکو ټینګښت اساس وباله او زیاته یې کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې افغانستان ته د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې تجربه شریکه او تخنیکي زده کړو کې همکاري وکړي.»

ایرنا لیکلي، چې طالبان غواړي له ایران څخه د اکتشاف او استخراج لپاره تخنیکي او انجینري خدمات ترلاسه کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری هیله څرګنده کړې، چې د کانونو او معدنی توکو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به د تهران او کابل په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پلاوي د ایران د کاني موادو د پروسس د څېړونکو په دویم نړیوال سمپوزیم کې د کډون لپاره ایران ته تللی دی او دا مهال د ایران د البرز ولایت په کوربه توب روان دی.

یاد شوی درې ورځنی سمپوزیم د ایران د البرز ولایت په کاوش صنعتي ښارګوټي کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کاني موادو د پروسس په برخه کې د نړیوالو څېړونکو نظریات شریکول او د همکاریو پراخول دي.

رینا امیري: افغانستان کې روان وضعیت نه یوازې یوه تراژیدي، بلکې د بشریت پر وړاندې جرم دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د افغان ښځو نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې ټول باید د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږي؛ ځکه چې په خبره یې افغانستان کې روان وضعیت نه یوازې یوه تراژیدي، بلکې د بشریت پر وړاندې جرم دی.

نوموړې دغه څرګندونې د کلیفورنیا ایالت په سکرمېنټو ښار کې د «جنسیتي توپیر پای ته ورسوئ» تر عنوان لاندې یوې ناستې ته کړې دي.

هغې ویلي، جلاوطنه افغانان د افغان ټولنې هغه پیاوړي استازي دي، چې هیڅکله د بشري حقونو د ټینګښت لپاره په خپله مبارزه کې نهیلي شوي نه دي.

هغې د هغو مېرمنو د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې په دغه ډول سختو شرایطو کې د طالبانو تر واک لاندې جنسیتي توپیر سره په افغانستان کې ژوند کوي.
اغلې امیري زیاته کړه، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان د افغانستان دننه د هر ډول جرم په تړاو مجرم وګڼي او هغوی ځواب ورکونې ته راوکاږي.
د اغلې امیري ترڅنګ په دغې ناسته کې جلاوطنه افغان ښځینه فعالانو او د ځینو نورو هېوادونو ښځینه فعالانو هم ګډون کړی و.
د دغې ناسته په خبرپاڼه کې ښځینه‌و ګډونوالو له حوالې راغلي، چې افغانان باید د ښځو د وضعیت د ښه‌والي او د طالبانو د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره په ګډه سره کار وکړي.
د دغه ناستې ویناوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې د ښځو د طبیعي حقونو محدودول باید د ټولو نړۍوالو معیارونو سره سم د «جنسیتي توپیر» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
ملک ستیز چې د نړۍوالو اړیکو او بشري حقونو کارپوه دی په ناسته کې یې د خپلې وینا پرمهال وویل، اوس‌مهال د طالبانو نظام، د دغې ډلې د مشرتابه فتواګانې او د دوی ستره محکمه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې عمل کوي.
هغه زیاته کړه، چې اوسني شرایط یوازې د ښځو محدودول نه دي؛ بلکې د طالبانو له‌خوا «جنسیتي توپیر» دی.
د افغان-امریکن بنسټ مشر استیو فاریابي په امریکا کې له بېلابېلو سازمانونو او له سنا جرګې غوښتي، چې طالبانو تر واک لاندې له دغه وضعیته د افغان مېرمنو د وتلو لپاره دې هڅه وکړه.
هغه له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او امنیت شورا وغوښتل، چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ، چې طالبان باید په هیڅ حالت کې په رسمیت ونه پېژندل شي.
د ښاغلي فاریابي په وینا، د امریکا کانګرس باید طالبانو ته هر ډول مرستې ودروي او له دغې ډلې سره دې له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.
په دغې ناسته کې د ګلشن یوسف‌زۍ، حسینا جلال، میترا مهران، سپوږمۍ ناصري او بلقیس احمدي په څېر ګڼو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د دغې ناستې اصلي موخه له هېواده بهر د بېلابېلو سازمانونو ترمنځ د طالبانو له‌خوا د «جنسیتي ټوپیر» پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همغږي ښودل شوې ده.