• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتریش او فرانسه له جرمني سره یو ځای کار کوي چې افغانستان ته شړنې ممکنې شي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد او د هغه فرانسوي سیال برونو رېتایو د پاریس په ناسته کې افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو پر شړلو او په درېیمو هېوادونو کې د کډوالو د ستنولو د مرکزونو په اړه خبرې کړې دي.

کارنر له غونډې وروسته وویل، چې « د پناه غوښتنې یو سخت او عادلانه سیاست کې باید شړنې هم شاملې وي. اتریش او فرانسه له جرمني سره یو ځای کار کوي چې افغانستان ته شړنې ممکنې شي».

د اتریش د دیر ستندرد د رپوټ له مخې، د اتریش د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دواړو وزیرانو دا ټینګار هم وکړ چې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې او مهاجرت ګډ تړون باید ژر تر ژره پلی شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، «په ځینو برخو کې د سختو اقداماتو اړتیا شته».

د دواړو هېوادونو چارواکو دا هم ویلي چې د کډوالو د ستنولو لپاره په درېیمو هېوادونو کې د اخراج مرکزونه ډېر اړین دي.

په یوه جلا ناسته کې، د اتریش د اروپايي چارو وزیرې کلاودیا پلاکولم د پاریس د سفر پر مهال له خپل فرانسوي سیال بنجمن حداد سره لیدلي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افراطیت، یهود ضد کرکې او انټرنېټ کې د نفرت خپرولو پر ضد مبارزه د خبرو اصلي بحث و.

فرانسې او اتریش پرېکړه کړې چې په دې برخه کې د اروپايي اتحادیې شورا راتلونکې ناستې ته، چې په بروکسل کې به جوړه شي، یوګډ اروپايي نوښت وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان له ایران نه د کانونو د اکتشاف او استخراج تخنیکي او انجنیري خدمات غواړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۱

د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر سید محمد اتابک د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری سره په کتنه کې ویلي، چې د ایران او افغانستان د کانونو او صنایعو په برخه کې د ایران او طالبانو تخصصی کمېټه به له نن څخه د همکارۍ لپاره خپلې څېړنې پیل کړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس نن سې شنبه، د غويي ۳۰مه، د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر سید محمد اتابک په حواله لیکلي چې د دواړو خواوو ځانګړې کاري ډلې به په دوو برخو کې جوړې شي، چې د اکتشاف او استخراج ترڅنګ د پانګونې او اقتصاد په برخو کې بحث وکړي.

سید محمد اتابک له افغانستان سره د ګډو ښارګوټو او فابریکو جوړولو ته چمتووالی وښود.

اتابک ټینکار کړی، چې له دې غونډې وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ به د همکارۍ موضوعګانې اکتشاف او استخراج وي.

هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د پیاوړو اړیکو ټینګښت اساس وباله او زیاته یې کړه: «د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی چې افغانستان ته د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې تجربه شریکه او تخنیکي زده کړو کې همکاري وکړي.»

ایرنا لیکلي، چې طالبان غواړي له ایران څخه د اکتشاف او استخراج لپاره تخنیکي او انجینري خدمات ترلاسه کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری هیله څرګنده کړې، چې د کانونو او معدنی توکو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به د تهران او کابل په عایداتو کې د پام وړ زیاتوالی راولي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو پلاوي د ایران د کاني موادو د پروسس د څېړونکو په دویم نړیوال سمپوزیم کې د کډون لپاره ایران ته تللی دی او دا مهال د ایران د البرز ولایت په کوربه توب روان دی.

یاد شوی درې ورځنی سمپوزیم د ایران د البرز ولایت په کاوش صنعتي ښارګوټي کې ترسره کېږي، چې موخه یې د کاني موادو د پروسس په برخه کې د نړیوالو څېړونکو نظریات شریکول او د همکاریو پراخول دي.

رینا امیري: افغانستان کې روان وضعیت نه یوازې یوه تراژیدي، بلکې د بشریت پر وړاندې جرم دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د افغان ښځو نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې ټول باید د افغان مېرمنو ترڅنګ ودرېږي؛ ځکه چې په خبره یې افغانستان کې روان وضعیت نه یوازې یوه تراژیدي، بلکې د بشریت پر وړاندې جرم دی.

نوموړې دغه څرګندونې د کلیفورنیا ایالت په سکرمېنټو ښار کې د «جنسیتي توپیر پای ته ورسوئ» تر عنوان لاندې یوې ناستې ته کړې دي.

هغې ویلي، جلاوطنه افغانان د افغان ټولنې هغه پیاوړي استازي دي، چې هیڅکله د بشري حقونو د ټینګښت لپاره په خپله مبارزه کې نهیلي شوي نه دي.

هغې د هغو مېرمنو د ملاتړ غوښتنه وکړه، چې په دغه ډول سختو شرایطو کې د طالبانو تر واک لاندې جنسیتي توپیر سره په افغانستان کې ژوند کوي.
اغلې امیري زیاته کړه، چې نړۍواله ټولنه باید طالبان د افغانستان دننه د هر ډول جرم په تړاو مجرم وګڼي او هغوی ځواب ورکونې ته راوکاږي.
د اغلې امیري ترڅنګ په دغې ناسته کې جلاوطنه افغان ښځینه فعالانو او د ځینو نورو هېوادونو ښځینه فعالانو هم ګډون کړی و.
د دغې ناسته په خبرپاڼه کې ښځینه‌و ګډونوالو له حوالې راغلي، چې افغانان باید د ښځو د وضعیت د ښه‌والي او د طالبانو د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره په ګډه سره کار وکړي.
د دغه ناستې ویناوالو په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل، چې د ښځو د طبیعي حقونو محدودول باید د ټولو نړۍوالو معیارونو سره سم د «جنسیتي توپیر» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
ملک ستیز چې د نړۍوالو اړیکو او بشري حقونو کارپوه دی په ناسته کې یې د خپلې وینا پرمهال وویل، اوس‌مهال د طالبانو نظام، د دغې ډلې د مشرتابه فتواګانې او د دوی ستره محکمه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې عمل کوي.
هغه زیاته کړه، چې اوسني شرایط یوازې د ښځو محدودول نه دي؛ بلکې د طالبانو له‌خوا «جنسیتي توپیر» دی.
د افغان-امریکن بنسټ مشر استیو فاریابي په امریکا کې له بېلابېلو سازمانونو او له سنا جرګې غوښتي، چې طالبانو تر واک لاندې له دغه وضعیته د افغان مېرمنو د وتلو لپاره دې هڅه وکړه.
هغه له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او امنیت شورا وغوښتل، چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او ټینګار یې وکړ، چې طالبان باید په هیڅ حالت کې په رسمیت ونه پېژندل شي.
د ښاغلي فاریابي په وینا، د امریکا کانګرس باید طالبانو ته هر ډول مرستې ودروي او له دغې ډلې سره دې له هر ډول تعامل څخه ډډه وکړي.
په دغې ناسته کې د ګلشن یوسف‌زۍ، حسینا جلال، میترا مهران، سپوږمۍ ناصري او بلقیس احمدي په څېر ګڼو د بشري حقونو او د ښځو د حقونو فعالانو خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې د دغې ناستې اصلي موخه له هېواده بهر د بېلابېلو سازمانونو ترمنځ د طالبانو له‌خوا د «جنسیتي ټوپیر» پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همغږي ښودل شوې ده.

ای او ایم: له پاکستان څخه د راستنېدونکو ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې زرګونه افغانان له پاکستان څخه وتلو ته اړ شوي، چې د ډیرو راستنېدونکو ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه سازمان په وینا، د راستنېدونکو نیمایي برخه د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بشري مرستو تکیه کوي.

ای او ایم زیاتوي: «مونږ په فعاله توګه په اغیزمنو برخو کې د اړین ملاتړ چمتو کولو لپاره د ټیمونو په ګمارلو سره د بحران سره مبارزه کوو.»

دغه سازمان په خواله رسنۍ ایکس لیکلي، چې یوازې تېره میاشت له پاکستان څخه ۱۲۸۰۰۰ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي، چې دوی له راستنېدونکو کډوالو سره د خپلو کارکونکو له لارې د خوړو، نغدي ملاتړ، روغتیایي خدمات، رواني پاملرنې او محافظتي خدمات ترسره کوي، خو دا مرستې بسنه نه کوي او لا نورو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

بلخوا د همدغه سازمان مشرې مې هیونګ پارک د اروپا بشري مرستو په څلورم فورم کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیوال کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

د ایران په کرمان کې د افغان کډوالو د یوه بس چپه کېدو پېښه کې ۲۲ تنه ټپیان شوي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۷:۰۸ GMT+۱

ایزاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د کرمان په جوپړ سیمه کې د یوه بس د چپه کېدو پېښه کې ۲۲ افغان کډوال چې افغانستان ته د ستنولو لپاره لېږدول کېدل ټپیان شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د کرمان د بیړني حالت د څانګې مشر سید محمد صابري ویلی، چې دا پیښه نن سې شنبه د (غوایي په ۳۰مه ) د باغین-جوپر په لویه لاره کې رامنځته شوې ده.

د هغه په ​​وينا، بس له اصفهان څخه زاهدان ته روان و چې ۴۲ مساپر په کې وو، چې پنځه تنه یې ایرانیان او ۳۷ افغانان هم په کې وو، چې افغانستان ته ستنول کېدل.

صابري زیاته: «مناسب روغتیایي تدبيرونه ونيول شوي، د پېښې په ځای کې د ۲۰ ټپيانو درملنه شوې او ۲۲ ټپيان د کرمان شهيد بهونر روغتون ته ولېږدول شوي دي.»

د هغه په ​​وینا، د پېښې د یوه ایراني قربانی پښه پرې شوې ده، او د نوروټولو ټپیانو عمومي حالت ښه او د ډاډ وړ دی.

د پاکستان حکومت څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان حکومت تېره ورځ د (غوایي ۲۹مه ) ۶۲۹ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې دغه کډوال یې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې له‌خوا د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په لېږدول شویو کډوالو کې ۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۰ تنه بې اسناده افغانان شامل دي.

په معلوماتو کې راغلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري لېږد په دویم پړاو کې تر دې مهاله یوازې د تورخم له لارې ۵۸۰۰۳۷ تنه کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي، چې په ستنو شویو کې ۳۶۴۰۱ تنه د ( ACC ) کارت لرونکي او ۵۴۳۶۳۶ نور یې نااسناده افغانان شامل دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د کډوالو د ملاتړ سازمان مشرې مې هیونګ پارک وایي، چې له ایران او پاکستان څخه د په جبري توګه د کډوالو د راستنېدو بله څپه پر لاره ده.

نوموړې وایي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیواله کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په څلورمې ناسته کې کړې دي.