• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر کاروان چاودنه شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده. سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د شپږو زده‌کوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چاودنه کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په دغه چاودنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
خو لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سرچبنو په وینا، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اېمل ولي خان: د پاکستان پر خاوره ډرون بریدونه شوي خو د پوځ مارشال خاموش دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۳ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پر خاوره د ډرون بریدونه شوي، خو هېچا نه «غم شریکې وکړه، نه یې د غندنې لپاره غږ پورته کړ او نه یې چا مخه ونیوله.» نوموړي د پوځ د مشرانو، د پنجاب د رسنيو او د ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو له شپږو هوايي بریدونو وروسته د پوځ مشرانو، پاکستاني رسنيو، سیاستوالو او ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

نوموړي زياته کړې: «هېچا د ماشومانو په شهادت غم ونه کړ، چا جنازه ونه کړه، تبلیغات ونه شول، غږ اوچت نه شو، فډرالي حکومت چوپ دی، صوبايي حکومت خاموشه دی، پوځي مشران او فیلډ مارشال چوپ دي.»

نوموړي ویلي: «ایا څوک شته، چې زموږ غوښتنه واوري؟»

د اېمل ولي خان په خبره، ملي یوالی په شعار نه، بلکې په عمل راځي.

هغه همداراز د دې پېښې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو له‌مخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بې‌ پیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځواب ‌ویلو ډډه وکړه.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د «فیلډ مارشالۍ» رتبه واخېسته

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان فدرالي کابینې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ور کړې ده. عاصم منیر د فیلډ مارشل رتبې ترلاسه کول د پاکستان د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ګډ ویاړ بللی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خپره کړې ویلي، چې « دا یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو یو ویاړ دی».

نوموړي ته دغه رتبه له هند سره تر لنډې جګړې وروسته ور کول کیږي.

فیلډ مارشال د پاکستان په پوځ کې یوه لوړه پوځي رتبه ده چې ډېری د یوه هیواد د ځمکني پوځ په چوکاټ کې ورکول کیږي.

دا رتبه له جنرال رتبو لوړه وي او هغو افسرانو ته اعزازي ورکول کیږي چې په جګړو کې یې ځانګړې خدمتونه ترسره کړي وي.

په پاکستان کې دا رتبه له دې وړاندې جنرال محمد ایوب خان ته په ۱۹۵۹ کال کې ور کړل شوې وه.

فیلډ مارشل د پاکستان د پوځ په چوکاټ کې تر ټولو لوړ پنځه ستوري افسر ګڼل کیږي.

ای او ایم: له پاکستان څخه د راستنېدونکو ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې زرګونه افغانان له پاکستان څخه وتلو ته اړ شوي، چې د ډیرو راستنېدونکو ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د دغه سازمان په وینا، د راستنېدونکو نیمایي برخه د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بشري مرستو تکیه کوي.

ای او ایم زیاتوي: «مونږ په فعاله توګه په اغیزمنو برخو کې د اړین ملاتړ چمتو کولو لپاره د ټیمونو په ګمارلو سره د بحران سره مبارزه کوو.»

دغه سازمان په خواله رسنۍ ایکس لیکلي، چې یوازې تېره میاشت له پاکستان څخه ۱۲۸۰۰۰ کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاتوي، چې دوی له راستنېدونکو کډوالو سره د خپلو کارکونکو له لارې د خوړو، نغدي ملاتړ، روغتیایي خدمات، رواني پاملرنې او محافظتي خدمات ترسره کوي، خو دا مرستې بسنه نه کوي او لا نورو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

بلخوا د همدغه سازمان مشرې مې هیونګ پارک د اروپا بشري مرستو په څلورم فورم کې ویلي، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیوال کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

ښځینه لاریونوالو د تورخم – پېښور لویه لاره د خپل یوه مشر د خوشې کولو په پار تړلې ده

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۸:۳۷ GMT+۱

د پښتونخوا له خیبر څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وايي، چې له نن سهار راهیسې یوې ډلې ښځو لاریونوالو د پاکستان حکومت په بند کې د خپل یوه مشر (ملک نصیر کوکي خېل) د خوشې کولو په اعتراض کې د تورخم – پېښور لویه لاره تړلې ده.

په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواری وایي، چې نن سهار د پښتونخوا د جمرود ولسوالۍ په سورکمر پل د اپریدي قبایلو په سلګونه مېرمنو د پاکستان له حکومت څخه «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور نیول شوي» ملک نصیر احمد د خوشې کولو لپاره لاریون کړی.

لاریونوالو د تورخم – پېښور لویه لاره «خیبر پاس» چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرې تر ټولو لویه لاره ګڼل کېږي د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

یوه لاریونوال په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال ته وویل: «د پاکستان حکومت له قبایلو سره له جبر څخه کار اخلي، هره ورځ زمونږ مشران په نښه کوي او لاس تړلي یې له ځان سره بیایي، مونږ به تر هغې دې جلوس «لاریون» ته دوام ورکړو ترڅو چې ملک نصیر احمد نه وي راخوشې شوی.»

دغه لاریونوال زیاته کړې، چې د حکومت سره یې د ملک نصیر احمد د خوشې کولو او لارې د خلاصون په اړه خبرې اترې روانې دي، خو تر دې مهاله یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

ملک نصیر احمد د اپریدي قبایلو د کوکي خېل قبیلې مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو څخه دی.

ملک نصیر اپریدی په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له‌خوا د پښتو قومي جرګې له ترسره کولو وروسته «په ولس کې د انتشار خپرولو په تور» د پاکستان حکومت لخوا ونیول شو.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين څو ورځې وړاندې پر پښتنو د روان جبر او د دغه غورځنک د غړو نیونې ته په اشارې سره پر خواله رسنیو لیکي و: «پښتانه یوازې د خپل وطن له پاره ولاړ دي، نور پښتانه د پښتنو په وینو کاروبار کونکو پنجابي جرنیلانو او د هغوی په وطنونو کې د جنګونو سره نه دریږي.»

هغه له پښتنو د سوله ییز پاڅون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «په دغه پاڅون کې دې پښتانه د خپل پښتون وطن خبره وکړي، د واڼه د امن خبره دې وکړي، د پښتون وطن د امن، وسایلو، او خپلو ملي قیدیانو لکه علي وزیر، حاجي عبدالصمد خان او ملک نصیر ذکر دې په کې وشي.»

د پاکستان حکومت څه باندې ۶۰۰ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د پاکستان حکومت تېره ورځ د (غوایي ۲۹مه ) ۶۲۹ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي. دغې ادارې خبریالانو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي، چې دغه کډوال یې د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې له‌خوا د خپرو شویو رسمي شمېرو له مخې په لېږدول شویو کډوالو کې ۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۰ تنه بې اسناده افغانان شامل دي.

په معلوماتو کې راغلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري لېږد په دویم پړاو کې تر دې مهاله یوازې د تورخم له لارې ۵۸۰۰۳۷ تنه کډوال افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي، چې په ستنو شویو کې ۳۶۴۰۱ تنه د ( ACC ) کارت لرونکي او ۵۴۳۶۳۶ نور یې نااسناده افغانان شامل دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د کډوالو د ملاتړ سازمان مشرې مې هیونګ پارک وایي، چې له ایران او پاکستان څخه د په جبري توګه د کډوالو د راستنېدو بله څپه پر لاره ده.

نوموړې وایي، له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو جبري ستنېدل د هغو کورنیو لپاره ستونزې زیاتوي؛ کومې چې د افغانستان دننه بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه مرستو تکیه کوي.
هغه وایي: «اوس‌مهال په افغانستان کې یو داسې رژیم واکمن دی، چې په نړیواله کچه چا په رسمیت نه دی پېژندلی. او هغه وضعیت چې نن په دغه مېز وړاندې شوی، هغه د دغه وضعیت له امله دی.»

نوموړې دغه څرګندونې تېره ورځ د اروپایي ټولنې د بشري مرستو په څلورمې ناسته کې کړې دي.