پاکستان: په غزه کې د اسراییل دوامداره بریدونه په کلکه غندو

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل دوامداره بریدونه چې په پایله کې یې په سلګونو فلسطینیان وژل شوي په کلکو ټکو غندي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «اسراییل په قصدي ډول روغتونونه او نورې مهمې زیربناوې په نښه کوي چې د نړیوال قانون خلاف عمل دی.»