• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي اتحادیې پر سوریې ټول اقتصادي بندیزونه لغو کړل

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د اروپايي اتحاديې هېوادونو سفیرانو په بروکسل کې په مقدماتي توګه له سوريې څخه د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو هوکړه کړې ده. تمه ده چې دا پرېکړه به د اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د نن ورځې په ناسته کې رسماً اعلان شي.

دا بندیزونه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د بشار اسد د رژيم پر ضد د ټرانسپورت، انرژۍ او بانکدارۍ برخو کې لګول شوي وو.

دغه پرمختګ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سوریې له ځوان ولسمشر سره لیدنه کې وویل چې پر سوریې به بندیزونه لغو کړي.

اروپايي اتحاديه وايي، دا اقدام د سوريې د بيا رغونې او د موقت حکومت د ملاتړ په هدف شوی دی، خو خبرداری ورکوي چې که نوی حکومت د لږه کيو حقونه تر پښو لاندې کړي او د ډیموکراسۍ پر لور حرکت ونه کړي، بندیزونه به بېرته پرې ولګول شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پوځ مشر جنرال منیر د «فیلډ مارشالۍ» رتبه واخېسته

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د پاکستان فدرالي کابینې د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر ته د فیلډ مارشل رتبه ور کړې ده. عاصم منیر د فیلډ مارشل رتبې ترلاسه کول د پاکستان د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ګډ ویاړ بللی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې چې د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې خپره کړې ویلي، چې « دا یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د وسله‌والو ځواکونو او د پاکستان د خلکو یو ویاړ دی».

نوموړي ته دغه رتبه له هند سره تر لنډې جګړې وروسته ور کول کیږي.

فیلډ مارشال د پاکستان په پوځ کې یوه لوړه پوځي رتبه ده چې ډېری د یوه هیواد د ځمکني پوځ په چوکاټ کې ورکول کیږي.

دا رتبه له جنرال رتبو لوړه وي او هغو افسرانو ته اعزازي ورکول کیږي چې په جګړو کې یې ځانګړې خدمتونه ترسره کړي وي.

په پاکستان کې دا رتبه له دې وړاندې جنرال محمد ایوب خان ته په ۱۹۵۹ کال کې ور کړل شوې وه.

فیلډ مارشل د پاکستان د پوځ په چوکاټ کې تر ټولو لوړ پنځه ستوري افسر ګڼل کیږي.

هند وايي د پاکستان د پوځ مرکزي قومانداني باید ځان ته سمڅې ولټوي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د هندي پوځ یوه لوړپوړي جنرال ویلي چې هند دومره ځواک او وسلې لري چې کولای شي ټول پاکستان او ژورې برخې یې په نښه کړي.

د هند پوځ د هوايي دفاع لوی مدیر تورن جنرال سمر ایوان ډي‌کونا له اې این ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې که « د پاکستان د پوځ مرکزي قومانداني یا جي ایچ کیو خیبر پښتونخوا ته هم ولیږدول شي، ددوی له بریده به خوندي نه وي».

نوموړي زیاته کړې، « هند دومره پوځي وسلې لري چې کولای شي د پاکستان پر ټولو برخو برید وکړي. موږ له خپلو پولو یا د پاکستان ژورو سیمو کې د مقابلې بشپړ ظرفیت لرو. که د پاکستان پوځ خپل مرکزي دفتر له راولپنډۍ څخه خیبر پښتونخوا یا بلې سیمې ته انتقال کړي، هم به خوندي نه وي، ځکه دا ټول ځایونه زموږ د برید تر واټن لاندې دي».

نوموړي زیاته کړې، چې « هغوی باید واقعاً ځان ته ژورې سمڅې پیدا کړي».

جنرال ډي‌کونا زیاته کړه، چې کله پوځ چارواکو ته د سکانو پر زرین معبد د احتمالي برید خبرداری ورکړ، د معبد مشرتابه دا خطر درک کړ او دوی ته یې اجازه ور کړه چې هلته دفاعي تجهیزات ځای پر ځای کړي.

د نوموړي په وینا، د معبد څراغونه بند کړل شول څو بې‌پیلوټه الوتکې وویني او ویې ولي.

خو پاکستان پر دغه معبد د برید رپوټونه رد کړي دي.

اروپايي ټولنې په سوریه کې د افغانستان په څېر وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي، هیله منه ده چې د اتحادیې وزیران پر سوریې د لګول شويو اقتصادي بندیزونو د لرې کولو په تړاو هوکړې ته ورسیږي.

کالاس د سې شنبې په ورځ د بروکسل د غونډې له پیل مخکې له خبریالانو سره خبرو کې وویل: «د سوریې په اړه، هیله لرم چې نن د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو پر سر هوکړې ته ورسیږو.» هغې زیاته کړه: «اروپا باید یا سوریې ته د ثبات فرصت ورکړي، یا دې چمتو وي چې د افغانستان په څېر له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ شي.»

د اروپایي اتحادیې چارواکو ویلي چې وزیران دا مهال د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره سیاسي تصمیم ارزوي، خو هغه بندیزونه به پر ځای پاتې شي چې د بشارالاسد د رژیم او د بشري حقونو د ناقضینو پر وړاندې دي.

رویټرز د یو شمېر ډېپلوماټانو په حواله لیکلي، چې د سې ‌شنبې په سهار د اتحادیې استازي یوه موقتي توافق ته رسېدلي، خو وروستۍ پرېکړه به د وزیرانو له خوا وشي.

کایا کالاس همداراز ټینګار وکړ: «روښانه ده چې موږ غواړو خلک (په سوریه کې) دندې او عاید ولري، څودا هېواد یو باثباته راتلونکې ولري.»

کالاس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ د سوریې له ولسمشر سره په کتنه کې وویل چې پر سوریې لګول شوي بندیزونه به لرې کړي.

شهباز شریف: موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت خرابولو لپاره د هند پلانونه شنډ کړو

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۱۲ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه بیان کې ویلي، چې وسله‌وال د «هند په ملاتړ په پاکستان کې ترهګري او ناوړه فعالیتونه ترسره کوي.» هغه زیاته کړه: «موږ به په پاکستان کې د سولې او امنیت د خرابولو لپاره د هند ناوړه پلانونه شنډ کړو.»

هغه ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به تر هغه دوام وکړي؛ تر څو چې په دغه هېواد کې په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله‌والو پر وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په تړاو کړې دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم په پښتونخوا او بلوچستان کې د «هند له ملاتړه د برخمنو وسله‌والو» پر وړاندې د عملیاتو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې د دوو وژل شویو پاکستاني عسکرو په مړینه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي؛ چې د پاکستان پوځ ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په پښتونخوا او بلوچستان کې په جلا، جلا عملیاتو کې د «هند له ملاتړه برخمن ۱۲ وسله‌وال» وژلي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د دوی دوه پوځيان هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې عملیات د پښتونخوا په لکی مروت، بنو او شمالي وزیرستان کې او همدارنګه د بلوچستان په اواران او کېچ ولسوالیو کې د شنبې او یکشنبې په ورځ شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ یوازې په پښتونخوا ایالت کې د «هند له ملاتړه برخمنې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ۹ وسله‌وال وژل شوي دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پربنسټ ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پښتونخوا ایالت په لکي مروت کې ۵ وسله‌وال، په شمالي وزیرستان کې دوه وسله‌وال او په بنو کې هم دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبرپاڼه کې د پاکستان د دوو وژل شویو امنیتي عسکرو نومونه فرهاد علي توری او صابر افریدی یاد شوي، چې یو یې د کورمې او بل یې د کوهاټ اوسېدونکی دی.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د بلوچستان په اواران او کیچ ولسوالیو کې هم د «هند له ملاتړه برخمنې بلوڅ بېلتون پاله ډلې درې غړي وژل شوي دي.»
د خبرپاڼې له مخې؛ د بلوچستان د اواران په ګشکور سیمه کې یو وسله‌وال وژل شوی او یو بل ټپي دی او د کیچ ولسوالۍ په تربت ښار کې په یوه بله نښته کې بیا دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د وژل شویو وسله‌والو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وژل شوي کسان په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو او د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ښکېل وو.

تر اوسه پورې ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک د پاکستان پوځ د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودیجې کمښت مېلیونونه خلک له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې کړي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ لږ تر لږه ۷۰ هېوادونو کې خلک له روغتیایي خدماتو بې‌برخې شوي، چې پکې افغانستان هم شامل دی. دا وضعیت د روغتیايي پروګرامونو د تمویل د کمېدو له امله رامنځته شوی.

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم د روغتیا نړۍوالې مجمعې ته وویل: «ناروغان له درملنې محروم شوي، روغتیایي مرکزونه تړل شوي، روغتیایي کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او هغه پیسې چې خلک یې له خپل جېبه د درملنې لپاره ورکوي، زیاتې شوې دي.»

د دغه سازمان د راپور له مخې، اوسمهال د سازمان کلنۍ بودیجه کې ۶۰۰مېلیونه ډالره کسر شتون لري او اټکل کېږي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د بودیجې کچه ۲۱ سلنه راکمه شي.

سلګونه تمویل کوونکو او دیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې غونډه وکړه، څو له بیزوتڼاکې (monkeypox) وبا او نورو روغتیايي ناورینونو سره د مقابلې لارې ولټوي.

د افغانستان د روغتیا سیستم تر ټولو زیات زیان لیدلی

د روغتیا نړۍوال سازمان مخکې د کب په ۲۶مه په یوې اعلامیه کې خبرداری ورکړی و، چې د بودیجې کمښت ممکن په افغانستان کې د دې سازمان له لوري تمویلېدونکي ۸۰٪ روغتیايي خدمات ودروي.

د راپور له مخې، د وري میاشتې تر ۱۴پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله تړل شوي او که عاجله مداخله و نه شي، تر چنګاښ میاشتې پورې ښايي نور ۲۲۰ مرکزونه هم وتړل شي.

د امریکا وتلو د WHO مالي بنسټونه لړزولي

امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیایي سازمان WHO شاوخوا یوه پر پنځمه برخه بودیجه ورکوله، خو د دې سازمان څخه د امریکا د وتلو له پلان سره، نه یوازې د کارکوونکو ګومارنه بنده شوې، بلکې د بودیجې کمښت هم پیل شوی.

اوس تمه ده، چې چین د سازمان تر ټولو لوی دولتي تمویل کوونکی شي او له نورو مالي مرستو سره یوځای د دې نړۍوال سازمان تر ټولو مهم مالي منبع وګرځي.

د نړۍوالو چارواکو ژوره اندېښنه

تدروس ادهانوم ویلي: «ډېرو وزیرانو راته ویلي چې ناڅاپي او پراخ مالي کمښتونه یې په هېوادونو کې د روغتیا سیستمونه ګډوډ کړي او د مېلیونونو انسانانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی.»

هغه ټینګار وکړ، چې هېوادونه باید د دفاعي لګښتونو ترڅنګ، د روغتیا نړۍوالو تمویلونو ته هم جدي پام وکړي.

نوموړي وویل: «هېوادونه پر پوځي دفاع مېلیونونه ډالر لګوي، خو د هغو پټو ګواښونو پروړاندې چې کولی شي تر جګړو ډېر زیان ورسوي، لکه ناروغۍ ته ډېره لږه بودیجه ځانګړې کوي.»