دا پرېکړه وروسته تر هغې کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ په ریاض کې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان او د ترکیې له ولسمشر سره تر خبرو وروسته یې پر سوریې بندیزونه پای ته رسوي.
د اروپايي اتحاديې هېوادونو سفیرانو په بروکسل کې په مقدماتي توګه له سوريې څخه د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو هوکړه کړې ده. تمه ده چې دا پرېکړه به د اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د نن ورځې په ناسته کې رسماً اعلان شي.
دا بندیزونه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې د بشار اسد د رژيم پر ضد د ټرانسپورت، انرژۍ او بانکدارۍ برخو کې لګول شوي وو.
دغه پرمختګ وروسته له هغې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د سوریې له ځوان ولسمشر سره لیدنه کې وویل چې پر سوریې به بندیزونه لغو کړي.
اروپايي اتحاديه وايي، دا اقدام د سوريې د بيا رغونې او د موقت حکومت د ملاتړ په هدف شوی دی، خو خبرداری ورکوي چې که نوی حکومت د لږه کيو حقونه تر پښو لاندې کړي او د ډیموکراسۍ پر لور حرکت ونه کړي، بندیزونه به بېرته پرې ولګول شي.
د هندي پوځ یوه لوړپوړي جنرال ویلي چې هند دومره ځواک او وسلې لري چې کولای شي ټول پاکستان او ژورې برخې یې په نښه کړي.
د هند پوځ د هوايي دفاع لوی مدیر تورن جنرال سمر ایوان ډيکونا له اې این ای خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې که « د پاکستان د پوځ مرکزي قومانداني یا جي ایچ کیو خیبر پښتونخوا ته هم ولیږدول شي، ددوی له بریده به خوندي نه وي».
نوموړي زیاته کړې، « هند دومره پوځي وسلې لري چې کولای شي د پاکستان پر ټولو برخو برید وکړي. موږ له خپلو پولو یا د پاکستان ژورو سیمو کې د مقابلې بشپړ ظرفیت لرو. که د پاکستان پوځ خپل مرکزي دفتر له راولپنډۍ څخه خیبر پښتونخوا یا بلې سیمې ته انتقال کړي، هم به خوندي نه وي، ځکه دا ټول ځایونه زموږ د برید تر واټن لاندې دي».
نوموړي زیاته کړې، چې « هغوی باید واقعاً ځان ته ژورې سمڅې پیدا کړي».
جنرال ډيکونا زیاته کړه، چې کله پوځ چارواکو ته د سکانو پر زرین معبد د احتمالي برید خبرداری ورکړ، د معبد مشرتابه دا خطر درک کړ او دوی ته یې اجازه ور کړه چې هلته دفاعي تجهیزات ځای پر ځای کړي.
د نوموړي په وینا، د معبد څراغونه بند کړل شول څو بېپیلوټه الوتکې وویني او ویې ولي.