• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلاول بوټو: که د هند او پاکستان ترمنځ جګړه وشي، نو پایلې به یې پاکستان پورې محدودې نه وي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، چې هند له اوبو څخه د وسلې په توګه کار اخلي. هغه خبرداری ورکړی، که چېرې د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ جګړه وشي؛ نو پایلې به یې یوازې پاکستان پورې محدودې نه وي.

نوموړي په اسلام اباد کې رسنیو ته ویلي، چې پاکستان له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیات اغېزمن شوی او باید د سیمې په کچه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره یوه حل لاره وموندل شي.
هغه زیاته کړه، چې هند د سند اوبو له تړونه سرغړونه کړې، اوس‌مهال د اوبو د ستونزې حل ته اړتيا ده او دا د راتلونکو نسلونو مسووليت دی چې د نوې راتلونکې لپاره مبارزه وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

پر زده‌کړو بندیز؛د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز ۱۷۰۰ورځې تېرې شوې

۵

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو په جبري ډول د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ ۹۲۱ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وایي، چې په لېږدول شویو کډوالو کې ۱۸۸ د (ACC) کارت لرونکي او ۷۳۳ بې اسناده افغانان شامل دي.

دغه اداره په خپلو معلوماتو کې زیاتوي، چې ۹۰۲ تنه کډوال یې د تورخم او ۱۹ نور یې د انګور اډې له لارې ستانه کړي دي.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې تر دا مهال د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶۵۸۹ د (ACC) کارت لرونکي او ۵۴۴۳۶۹ تنه بې اسناده افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

دغه سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړیوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.

دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.

پاکستان له افغانستان څخه د وارداتو لپاره د برېښنايي فورمو معافیت د جون تر ۱۴ نېټې وغځاوه

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له افغانستان څخه د وارداتو برېښنایي فورمې (EIF) معافیت د روان کال د جون تر ۱۴ نېټې پورې غځولی دی.

د پاکستاني ورځپاڼې جنګ د راپور له مخې، دغه پریکړه په دوه اړخیزې سوداګرۍ کې د خنډونو د مخنیوي او د اقتصادي فعالیتونو د دوام ډاډمن کولو لپاره شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې دا اقدام د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د روانې سوداګرۍ د پراختیا او اسانتیاوو برابرولو په موخه شوی دی.

د راپور له مخې، دا معافیت به تر هغه وخته پورې دوام وکړي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ یو رسمي بانکي میکانیزم رامینځته شي، چې تمه کیږي په اوږد مهال کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په ثبات او نظیم کې مرسته وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (FBR) د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ټرانزیت سوداګرۍ باندې ۱۰سلنه مالیه وضع کړ.

د راپورنوله مخې، په نوي نوملړ کې صنعتي ماشينونه، کرينونه، زراعتي وسايل، کمپیوټري وسایل، ټلویزیوني او راډیويي وسایل، کمرې، برقي تجهیزات، د ډیټا د خپلکاري پروسس ماشينونه، برېښنايي پرزې او ګڼ نور توکي شامل دي.

ویل کېږي، چې د پاکستان د فدرالي عوایدو بورډ ته د سوداګرۍ وزارت له خوا داسې وړاندیزونه شوي وو، چې د افغانستان د ګمرکي محصولاتو کچه د پاکستان په پرتله خورا ټیټه ده او همدا چاره د افغان ټرانزيټي سوداګرۍ د ناوړه استفادې لامل شوې.

وايي، دواړو غاړو ته ځینې کاروباریان له دې اسانتیا ناوړه ګټه اخلي، ځکه توکي په ټرانزيټ کې افغانستان ته صادرېږي، خو وروسته د قاچاق له لارې بیرته پاکستاني بازارونو ته ځي.

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو پر کاروان چاودنه شوې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د بلوچستان په خضدار کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ د زده‌کوونکو په یوه کاروان چاودنه شوې ده. سرچینو ویلي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې د شپږو زده‌کوونکو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپیانېدو خبرونه ورکړل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه چاودنه کې د پاکستان د پوځي اکاډمۍ پر یوه بس شوې ده.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه برید غندلی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري، چې د پاکستاني پوځیانو یو بس په دغه چاودنه کې په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
خو لا تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د سرچبنو په وینا، له پېښې وروسته سیمه کلابنده شوې ده.

برېتانیا له اسراییل سره سوداګریزې خبرې وځنډولې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د برېتانیا حکومت له اسراییل سره د ازادې سوداګرۍ خبرې‌اترې وځنډولې او په لوېدیځه غاړه کې یې پر اسراییلي مېشت سیمو بندیزونه ولګول. دغه اقدام یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې برېتانیا په غزه کې د اسراییل د نوي پوځي عملیاتو د دوام په صورت کې د «پرېکنده اقدام» خبرداری ورکړی.

د برېتانیا دا اقدام د هغه فشار یوه برخه بلل کېږي، چې لوېدیځو هئوادونو لکه کاناډا او فرانسې هم پر اسراییل ډېر کړی دی.

یادو هېوادونو د اسراییل پر هغه چلند چې د غزې خلکو ته یې د خوړو د رسېدو مخه نیولې، نیوکه کړې ده.

د اسراییل دا اقدام په غزه کې د سختې لوږې او بشري ناورین لامل شوی دی.

له دې سره، متحده‌ایالات چې معمولاً د اسراییل ملاتړکونکی یادېږي هم په غزه کې د لوږې د وضعیت په هکله اندېښنه ښودلې ده.

اسراییل تېره اوونۍ تر نړۍوالو فشارونو لاندې څه اندازه بشرپاله مرستو ته اجازه ورکړه، خو ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې ډېرې کمې دي او د غزې د خلکو ستونزې نه‌‌شي حل کولای.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ لېمي وايي، چې هېواد یې نه‌شي کولای د اسراییل له حکومت سره سوداګریزو خبرواترو ته دوام ورکړي.

د هغه په ​​وینا، اسراییل په غزه او لوېدیځه غاړه کې یو نه‌منونکي چلند کې ښکېل دی.

همداراز، برېتانیا پر درېیو اشخاصو، دوو غیرقانوني استوګنیزو ځایونو او دوو سازمانونو چې د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې مرسته کوي، بندیزونه لګولي دي.

په دې کسانو کې مېرمن دانیلا ویس هم شامله ده، چې د یوې افراطي اسراییلي مېشتې په توګه پېژندل کېږي او د «ناحالا» په نوم یو سازمان رهبري کوي.

نوموړې له ډېرو کلونو راهیسې په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌المقدس کې د یهودي مېشت ځایونو په جوړېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې برېتانیا، فرانسې او کاناډا تېره ورځ په غزه کې د اسراییل پراخ بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی، چې که اسراییل خپل بریدونه ونه دروي او د بشري مرستو بندیز لرې نه‌کړي، د دوی له اقداماتو سره به مخ شي.

د درې واړو هېوادونو په یوه ګډ بیان کې راغلي: «موږ به د نتنیاهو د حکومت د دې ناوړه کړنو پر دوام چوپ پاتې نه‌شو.»

ملالې یوسفزۍ په غزه کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو لپاره د نړۍوالو اقداماتو غوښتنه وکړه

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۶ GMT+۱

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په «غزه کې د اسراییل د ظلم او تاوتریخوالي» په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې نه یې د هغه څه چې «نسل‌وژنه» یې بولي، د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

هغې د سې‌شنبې په ورځ (د مې ۲۰مه) د اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې ده: «د زرګونه وږو ماشومانو، ورانو شويو ښوونځيو او روغتونونو، د بشري مرستو د مخنیوي او بې‌ځایه شویو کورنیو لیدل زما زړه ماتوي.»

ملالې د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د اسراییل پر حکومت فشار راوړي څو تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ملکيانو د خونديتوب ملاتړ وکړي.

هغې همداراز له خلکو غوښتنه کړې، چې که وس ولري له بشري مرستندویو بنسټونو سره مرسته وکړي.

د هغې په وینا، د دغو ادارو کارکوونکي په فداکارۍ هڅه کوي چې د انسانانو ژوندونه وژغوري.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې په غزه کې بشري وضعیت له جدي ننګونو سره مخ دی او نړۍالو سازمانونو په وار-وار د وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل هوايي او ځکمني بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې تر ۵۲ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي.