پاکستان تر یوې بلې میاشتې پورې د هندي الوتکو پرمخ د هوايي حریم تړلو پرېکړه کړې

پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې پاکستان تر یوې بلې میاشتې پورې د هندي الوتکو پرمخ د دغه هېواد د هوايي حریم د تړلو پرېکړه کړې ده. پاکستان تر دې وړاندې (د اپرېل په ۲۴مه) د هندي الوتکو لپاره خپل هوايي حریم د یوې میاشتې لپاره تړلی و.