• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د افغان وګړو د بیا مېشتېدو اړوند د شاوخوا ۲ زره قضیو بیاکتنه پیل کړې

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د برېتانیا حکومت د هغو شاوخوا ۲۰۰۰ افغان وګړو د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونو د بیاکتنې بهیر پیل کړی، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد له ځانګړو برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و. دا اقدام وروسته له هغه ترسره کېږي چې څارونکو ادارو پر پخوانیو څېړنو نیوکې وکړې.

همدا مهال ۳۸۸۰ افغان کډوال لا هم په لنډمهاله استوګنځیو کې ژوند کوي، چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اذربایجان څخه غوښتي چې د «کاپ ۳۰» کنفرانس کې د دوی ګډون لپاره زمینه برابره کړي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د طالبانود چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، په روسیه کې د اذربایجان د ایکولوژۍ او طبیعي سرچینو له وزیر او د ولسمشر له ځانګړي استازي مختار بابایف سره کتلي، نوموړي له دغه هېواده غوښتي چې د اقلیمي بدلون په ۳۰م کنفرانس (کاپ ۳۰) کې دې طالب پلاوي ته د ګډون زمینه برابره کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسولین وايي، په دې لیدنه کې مختار بابایف د نووسکي په یولسم نړیوال کانګرس کې د افغان پلاوي ګډون یو مثبت او اغېزمن ګام بللیاو د دوی د حضور هرکلی یې کړی.

مطیع‌الحق خالص بیا د د اقلیمي بدلون په ۲۹م (کاپ ۲۹) کنفرانس چې اذربایجان یې کوربه‌توب کاوه، افغانستان ته د بلنې له امله مننه وکړه. نوموړي همداراز له اذربایجان څخه وغوښتل، چې د راتلونکي (کاپ ۳۰) کنفرانس لپاره چې په برازیل کې ترسره کېږي، د افغان پلاوي د ګډون زمینې برابرې کړي او په سیمه‌ییزو او نړیوالو غونډو کې د افغانستان د فعال حضور ملاتړ وکړي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د چاپېریال ساتنې، هوکړه‌لیکونو، ظرفیت لوړونې پروګرامونو او متقابلې همکارۍ په اړه بحث وکړ. د اذربایجان د ایکولوژۍ وزیر له افغانستان سره په دغو ټولو برخو کې د ګډو همکاریو ژمنه وکړه.

چېدواړو خواوو د چاپېریالي مسایلو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

خالص د ترکیې په شمول، په دې وروستیو کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې غوښتي، چې افغانستان ته هم په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره بلنه ورکړل شي.

که څه هم د طالبانو یوه پلاوي د باکو د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه (کاپ ۲۹) کې ګډون کړی و، خو هغه وخت د اذربایجان یوې ډېپلوماتیکې سرچینې ویلي و، چې د دې ډلې پلاوي ته د غړو هېوادونو په عمومي ناستو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
د یادولو ده، چې طالبان اوسمهال له روانې وچکالۍ او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله اندېښمن دي او په وار-وار یې له نړۍوالو غوښتي، چې په دې برخه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي.

طالبان: له روسیې او چین سره د ملي اسعارو پر اساس د سوداګرۍ هڅې روانې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي، چې له روسیې سره په خبرو بوخت دي، څو د میلیونونو ډالرو په ارزښت سوداګریزې راکړې ورکړې د دواړو هېوادونو په ملي اسعارو ترسره شي. نورالدین عزیزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دې برخه کې یې له چین سره هم خبرې پیل کړې دي.

عزیزي ویلي، چې له روسیې سره دا وړاندیز د دواړو لوریو د تخنیکي ډلو تر ارزونې لاندې دی.

نورالدین عزیزي وايي: «موږ دا مهال په تخصصي خبرو بوخت یوو، چې پکې د سیمې او نړۍ اقتصادي وضعیت، بندیزونه او هغه ننګونې چې افغانستان او روسیه ورسره مخ دي، په پام کې نیول کېږي.»

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزی بانک تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عزیزي زیاتوي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ کلنۍ دوه اړخیزه سوداګري نږدی ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي او د پانګونو د زیاتوالي له امله ښايي دا ارقام نور هم لوړ شي. هغه تمه لري، چې افغانستان له روسیې څخه د تېلو محصولات او پلاستیکي توکو واردات ډېر کړي. هغه وویل: «زه باور لرم چې دا یو ډېر ښه انتخاب دی. موږ دا انتخاب د خپل ملت او هېواد د ګټې لپاره کارولی شو.»

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر دا هم ویلي، چې له چین سره هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالره سوداګري لري او غواړي له دغه هېواد سره هم په سیمه‌ییزو اسعارو راکړې ورکړې لپاره ګامونه واخلي.

نوموړی وايي، چې دغې ډلې د سوداګرۍ وزارت او د چین سفارت غړو یو ګډ تخنیکي ټیم جوړ کړی او په دې اړه یې خبرې روانې کړې دي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له نړیوال بانکي نظام سره د افغانستان مالي سکتور اړیکې محدودي شوي دي او که طالبان د روسیې او چین سره پر ملي اسعارو د سوداګرۍ هوکړې ته ورسیږي، نو د ډالرو پر ځای به روبل او یوان سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

سهیل شاهین: پاکستان پوی شوی چې طالبان یې نور تر اغېزې لاندې نه دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۹:۰۹ GMT+۱

سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په وروستيو اوونيو کې د دغې ډلې پراخې ډېپلوماټیکې هڅې ښيي، چې د سيمې هېوادونه هڅه کوي له طالبانو سره اړيکې پراخې کړي. هم مهاله سهیل شاهین وایي، پاکستان اوس پوه شوی، چې پر طالبانو یې خپل نفوذ بایللی.

د الجزيرې شبکې د راپور له مخې، طالبان داسې مهال له نړۍوالې انزوا څخه راوځي، چې اړيکې یې له ځينو مهمو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان سره له تاوتريخوالي ډکې دي.

له دې سره سره، د چين، پاکستان او طالبانو درې‌ اړخيزې ناستې په بېجینګ کې وشوې. همدا راز له هندي چارواکو سره اړیکې او ايران ته سفر، د دغې ډلې بې‌ سارې سياسي خوځښتونه د بحث وړ ګرځولي.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین الجزیزې ته ويلي: «پاکستان او ايران پخوا فکر کاوه چې طالبان د دوی تر نفوذ لاندې دي، خو اوس پوی شوي، چې دا انګېرنه یې ناسمه وه. د دې حقيقت درک کول د دې سبب شوي، چې دوی اوس واقعي او عملي لاره خپله کړي، چې د ټولو خواوو په ګټه ده.»

نوموړي زياته کړه: «موږ د ننني افغانستان واقعيت يو، ځکه د هېواد ټوله خاوره او پولې زموږ تر کنټرول لاندې دي. د سيمې هېوادونه دې حقيقت ته رسېدلي او له طالبانو سره یې تعامل غوره کړی.»

شاهين ټينګار وکړ، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو په برخه کې هر ډول ځنډ بې ځایه دی او باید ژر تر ژره ختم شي، د هغه په خبره: «موږ باور لرو چې د حل لاره له تعامله راټوکېږي.»

پاکستان چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) يو له مهمو ملاتړو څخه و، اوس د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له خوا له ګڼو خونړیو بریدونو سره مخ دی چې اسلام اباد ادعا کوي له افغانستان پلان کېږي.

طالبان دا تورونه ردوي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د همدې مسالې له کبله سختې کړکېچنې شوې دي.

راپور کې د کارپوهانو له قوله لیکل شوي، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د طالبانو د چارواکو وروستۍ ليدنې تر ډېره تاکتيکي بڼه لري او د سټراټېژیکو ژمنو څرک په کې نه لیدل کېږي.

رابعه اختر چې د لاهور پوهنتون د امنيتي پاليسۍ مرکز مشره ده، الجزيرې ته ويلي، د پاکستان اندېښنه د افغانستان او هند د ممکنه همکارۍ په اړه ده، چې همدا اندېښنه اسلام‌اباد هڅوي، څو خپله لوېديځه پوله مدیريت کړي.

له بلې خوا د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ايستلو دوام او په تکراري توګه د پولو بندول چې دوه اړخيزې سوداګرۍ ته یې هم زيانونه رسولي د تاوتریخوالي پر دغه اور لا نور تېل پاشي.

د دواړو هېوادونو د اړيکو راتلونکی ښايي تر ټولو ډېر د کډوالو مسالې پورې تړلی وي.

ورته مهال ایران چې يو وخت له طالبانو سره د جګړې تر بريده رسېدلی و، اوس هڅه کوي له دې ډلې سره په کابل کې همکاري وکړي.

د دغه بدلون له دلايلو څخه يو د داعش خراسان (ISKP) پر ضد مبارزه، سوداګريزې پراختياوې او د اوبو شخړو حل ګڼل کېږي.

شنونکي وايي، تهران هم، لکه څنګه چې نوي ډيلي، دې پایلې ته رسېدلی چې له طالبانو سره تعامل، که څه هم ستونزمن دی، خو ناشونی نه ‌دی.

الجزیره کاږي، داسې ښکاري چې افغانستان، که څه هم د نړۍوالې ټولنې له رسمي مشروعيت څخه برخمن نه‌ دی، خو د طالبانو تر حاکميت لاندې، عملاً د سيمه‌ ييزو اړيکو پر یو مهم لوبغاړي بدل شوی دی. هغه بدلون چې شنونکي يې د سيمې د قدرتونو د تازه واقعیتونو د درک کیدو پايله بولي.

د عاصم منیر د «مارشالۍ» رتبې په مراسمو کې د ګنډاپور نه ګډون جنجالونه راپارولي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د «مارشالۍ» رتبې ورکړې په مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د نه ګډون له امله په دغه هېواد کې د سیاستوالو ترمنځ پوښتنې راولاړې شوې. ده نیوز ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې د نورو ایالتونو سر وزیرانو ګډون کړی و، خو ګنډاپور نه و ورغلی.

ورځپاڼې زیاته کړې، په یادو مراسمو کې د علي امین ګنډاپور نه ګډون په پراخه توګه د ژبو په سر شوې او د بېلابېلو کړیو ترمنځ یې دا پوښتنه راولاړه کړې چې «هغه ولې ګډون» ونه کړ.

په ورته وخت کې د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل وايي: «علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د ګوند مهمې غونډې ته تللی و او له همدې امله یې د عاصم منیر د مارشالۍ مراسمو کې ګډون ونه کړ.»

په یادو مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر نه ګډون د پاکستان له پوځ او اوسني حکومت سره د شته پراخو اختلافاتو له امله هم ګڼل کېږي، چې عمران خان نه غواړي د ګوند غړي یې له یادو لوریو سره راشه درشه ولري.

د ډيلي او کابل ترمنځ دېوال؛ چین او پاکستان لاس یو کړی چې د هند او طالبانو تعامل وننګوي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۴:۴۶ GMT+۱

په داسې حال کې چې هند له طالبانو سره د خپل تعامل ډېرولو هڅې پیل کړې، هم مهاله بیا چین او پاکستان هم له طالبانو سره راشه درشه ډېره کړې، چې له امله یې هند له جیوپولیټیکي اندېښنو سره مخ کړی.

د یورو اېشیا وېب پاڼې په یوه خپره کړې څېړنزه مقاله کې راغلي، چې د یادو دوو سیمه ییزو قدرتونو له لوري له طالبانو سره درې اړخیزې خبرې او د همکارۍ دوام د هند لپاره د فشار یو نوی باب پرانېستی دی.

په یاده مقاله کې په کابل او بېجنیګ کې د دغه مثلث ناستې هم د دې کړۍ برخه ګڼل شوې ده.

د روان زېږدیز کال د مې پر ۱۵مه، د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي سره ټليفوني خبرې وکړې.

دغه اړیکه پر پاکستان د هند د نظامي بریدونو «سندور» وروسته وشوه، چې دواړو لوریو په کې له یو بل سره پر همکارۍ هم خبرې کړې دي.

مقاله کاږي په دغه اړیکه کې نوي ډیلي په اشاروي توګه متقي ته ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، څو له طالبانو سره د هند اړیکې خرابې کړي.

ویل شوي، چې طالبانو تر دې اړیکې وروسته د خپلې بهرنۍ تګلارې له مخې د «اقتصادي ګټو پر بنسټ» دا یو فرصت وګاڼه او خبرې یې ګټورې وبللې.

په مقاله کې زیاته شوې، چې طالبان غواړي له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي او د سیمه ییزو شخړو څخه ځان یوې څنډې ته کړي.

بل لور ته، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې کړکېچنې کېږي. پاکستان طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته پناه ځایونه ورکړي.

خو طالبان نه یوازې دا تورونه ردوي بلکې پر پاکستان تور پورې کوي، چې له دغسې څرګندونو سیاسي ګټه اخلي.

هم مهاله طالبان هڅه کوي له هند سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۷مه کابل ته سفر وکړ او له اميرخان متقي سره يې وکتل.

دغه سفر دا ښيي چې هند غواړي په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي. طالبان هم غواړي چې سوداګريزې اړيکې پراخې شي، افغان محصلينو او سوداګرو ته ويزې ورکړل شي او پاتې پراختيايي پروژې بيا پيل شي.

د دې اړيکو تر ټولو لوړ پړاو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د اميرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو د مرستيال وزير ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې رسمي ليدنه وه.

په دې کتنه کې د امنيتي مسلو تر څنګ طالبانو غوښتنه وکړه، چې په هند کې افغان بندیان باید ازاد کړي.

د یورو اېشیا مقاله کې ټینګار شوی، چې دا يوه څرګنده نښه ده چې دواړه خواوې غواړي خپلو همکارۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند هڅه کوي له پاکستان سره د طالبانو د اختلافاتو نه ګټه پورته کړي، خو د چين او پاکستان زياتېدونکې همکاري کولای شي د هند د نفوذ پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړي.

په ټوله کې سره له دې چې هند د سيمه ‌ييزو ترکيبونو نه د خپلې پاليسۍ لپاره استفاده کوي، خو د چين او پاکستان یووالی کولای شي د دې پرمختګونو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي.