
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د «مارشالۍ» رتبې ورکړې په مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د نه ګډون له امله په دغه هېواد کې د سیاستوالو ترمنځ پوښتنې راولاړې شوې. ده نیوز ورځپاڼې په راپور کې ویلي، چې د نورو ایالتونو سر وزیرانو ګډون کړی و، خو ګنډاپور نه و ورغلی.
ورځپاڼې زیاته کړې، په یادو مراسمو کې د علي امین ګنډاپور نه ګډون په پراخه توګه د ژبو په سر شوې او د بېلابېلو کړیو ترمنځ یې دا پوښتنه راولاړه کړې چې «هغه ولې ګډون» ونه کړ.
په ورته وخت کې د پښتونخوا د سر وزیر ویاند فراز مغل وايي: «علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره د ګوند مهمې غونډې ته تللی و او له همدې امله یې د عاصم منیر د مارشالۍ مراسمو کې ګډون ونه کړ.»
په یادو مراسمو کې د پښتونخوا د سر وزیر نه ګډون د پاکستان له پوځ او اوسني حکومت سره د شته پراخو اختلافاتو له امله هم ګڼل کېږي، چې عمران خان نه غواړي د ګوند غړي یې له یادو لوریو سره راشه درشه ولري.

په داسې حال کې چې هند له طالبانو سره د خپل تعامل ډېرولو هڅې پیل کړې، هم مهاله بیا چین او پاکستان هم له طالبانو سره راشه درشه ډېره کړې، چې له امله یې هند له جیوپولیټیکي اندېښنو سره مخ کړی.
د یورو اېشیا وېب پاڼې په یوه خپره کړې څېړنزه مقاله کې راغلي، چې د یادو دوو سیمه ییزو قدرتونو له لوري له طالبانو سره درې اړخیزې خبرې او د همکارۍ دوام د هند لپاره د فشار یو نوی باب پرانېستی دی.
په یاده مقاله کې په کابل او بېجنیګ کې د دغه مثلث ناستې هم د دې کړۍ برخه ګڼل شوې ده.
د روان زېږدیز کال د مې پر ۱۵مه، د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي سره ټليفوني خبرې وکړې.
دغه اړیکه پر پاکستان د هند د نظامي بریدونو «سندور» وروسته وشوه، چې دواړو لوریو په کې له یو بل سره پر همکارۍ هم خبرې کړې دي.
مقاله کاږي په دغه اړیکه کې نوي ډیلي په اشاروي توګه متقي ته ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، څو له طالبانو سره د هند اړیکې خرابې کړي.
ویل شوي، چې طالبانو تر دې اړیکې وروسته د خپلې بهرنۍ تګلارې له مخې د «اقتصادي ګټو پر بنسټ» دا یو فرصت وګاڼه او خبرې یې ګټورې وبللې.
په مقاله کې زیاته شوې، چې طالبان غواړي له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي او د سیمه ییزو شخړو څخه ځان یوې څنډې ته کړي.
بل لور ته، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې کړکېچنې کېږي. پاکستان طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته پناه ځایونه ورکړي.
خو طالبان نه یوازې دا تورونه ردوي بلکې پر پاکستان تور پورې کوي، چې له دغسې څرګندونو سیاسي ګټه اخلي.
هم مهاله طالبان هڅه کوي له هند سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۷مه کابل ته سفر وکړ او له اميرخان متقي سره يې وکتل.
دغه سفر دا ښيي چې هند غواړي په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي. طالبان هم غواړي چې سوداګريزې اړيکې پراخې شي، افغان محصلينو او سوداګرو ته ويزې ورکړل شي او پاتې پراختيايي پروژې بيا پيل شي.
د دې اړيکو تر ټولو لوړ پړاو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د اميرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو د مرستيال وزير ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې رسمي ليدنه وه.
په دې کتنه کې د امنيتي مسلو تر څنګ طالبانو غوښتنه وکړه، چې په هند کې افغان بندیان باید ازاد کړي.
د یورو اېشیا مقاله کې ټینګار شوی، چې دا يوه څرګنده نښه ده چې دواړه خواوې غواړي خپلو همکارۍ ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هند هڅه کوي له پاکستان سره د طالبانو د اختلافاتو نه ګټه پورته کړي، خو د چين او پاکستان زياتېدونکې همکاري کولای شي د هند د نفوذ پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړي.
په ټوله کې سره له دې چې هند د سيمه ييزو ترکيبونو نه د خپلې پاليسۍ لپاره استفاده کوي، خو د چين او پاکستان یووالی کولای شي د دې پرمختګونو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې افغانستان ته له نورو هېوادونو واردیدونکې برېښنا په ډېره لوړه بیه تمامېږي او د ملي بودجې ډېره برخه پرې لګول کېږي.
هغه د (غبرګولي لومړۍ) نېټه دغه څرګندونې په لغمان کې د «۱۰میګاواټه لمریزې» برېښنا پروژې د پرانېستلو پر مهال کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې واردونکې برېښنا د افغانستان لپاره ډاډمنه سرچینه نه شي ګڼلی.
ملا برادر ویلي، چې اوس مهال ټوله تکیه یوازې پر واردونکې برېښنا ده، چې باید دا کچه راکمه شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، چې په غزه کې د سختې لوږې له امله ۲۹ تنه مړه شوي، چې ماشومان هم په کې شامل دي. دغه سازمان زیاته کړې، چې شاوخوا دوه میلیونه فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې له سختې لوږې سره مخامخ دي.
اسراییل د مارچ میاشتې په پیل کې له لنډمهاله اوربند وروسته، پر غزه خپله محاصره یو ځل بیا ټینګه کړه او له هغې را وروسته يې هلته د بشري مرستو د ننوتو مخه نیولې ده.
تر ۱۱ اوونیو ځنډ وروسته، راپورونه وايي چې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر د مرستو بار بار وړونکې موټرې غزې ته ننوتې دي.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر خبرداری ورکړی و، که چېرې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، شاوخوا ۱۴ زره نوي زیږېدلي ماشومان به د لوږې له امله مړه شي.
په ورته وخت کې، د لوږې څخه یوې بلې څارونکې ادارې هم ویلي، چې په غزه کې شاوخوا ۵ لکه تنه له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
ملګرو ملتونو همداراز ویلي، چې د تېرې چارشنبې په شپه شاوخوا ۹۰ د مرستو بار لارۍ د کرم شالوم له لارې غزې ته داخلې شوې دي.
خو دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مرستې د غزې د پراخو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هېڅ ډول بسنه نه کوي.
په پښتونخوا کې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو جنجالونو له امله وژل شوې دي. د پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د ښځو په وژنو کې د لاس لرلو په تور یې ۱۴۷ شکمن کسان نیولي دي.
د پاکستان جیونیوز شبکې د پښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، د ۲۰۲۵ کال د جنوري او اپریل میاشتو ترمنځ په پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي.
د راپور له مخې، ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو کلیوالي جنجالونو او ناموسي وژنو له امله وژل شوې دي.
د راپور له مخې، تر ټولو زیات شمېر ښځې په مردان کې وژل شوې، چې شمېر یې۴۰ ته رسیږي، په دویم قدم کې ملاکنډ ډویژن راځي چې۲۹ ښځې، دریم پېښور زون چې ۱۹ ښځې او وروستی د بنو ډویژن دی چې۱۳ ښځې په کې وژل شوې دي.
په هزاره زون کې د وژل شویو ښځو شمېر ۸ دی، په داسې حال کې چې په کوهاټ ډویژن کې ۷ښځې وژل شوې دي.
د پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، چې د زیانمنونکو جنسونو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول کیږي. د پولیسو په کچه د ښځو لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې، ترڅو ښځې په اسانۍ سره خپل شکایتونه ثبت کړي.
د پولیسو مشر په وینا، په پښتني ټولنه کې ښځو ته د میندو، خویندو او لوڼو په توګه درناوی کیږي، او نه یوازې د حکومتي تګلارو له لارې بلکې د دوی د ساتنې لپاره عملي اقدامات هم ترسره کیږي.
د حمید په وینا، ټول هغه کسان چې د ښځو په وژنه کې ښکیل وو محکمو ته ورپېژندل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کول ختم کړي، نو هیڅ اټومي تړون به شتون ونلري. دا خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د پنځم پړاو خبرو اترو په جریان کې وشوه.
د یورانیمو غني کول د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یو مهم جنجالي ټکی پاتې شوی دی.
واشنګټن داسې یوه هوکړه غواړي چې له مخې یې تهران د تل لپاره د یورانیمو غني کول پای ته ورسوي؛ خو ایران ټینګار کوي، چې د دې پروسې د دوام حق لري.
مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو «له ایران سره د یوې احتمالي معاملې په اړه بحث کړی، چې ولسمشر باور لري په سم لوري روان دی.»
د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ، وویل، چې ټرمپ باور لري دا هوکړه دوه پایلې لرلی شي: «یا به په یوه مثبت دیپلوماتیک حل پای ته ورسېږي او یا به د ایران لپاره په یوه ډېره منفي پایله تمامه شي.»