• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱

په پښتونخوا کې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو جنجالونو له امله وژل شوې دي. د پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د ښځو په وژنو کې د لاس لرلو په تور یې ۱۴۷ شکمن کسان نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز شبکې د پښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، د ۲۰۲۵ کال د جنوري او اپریل میاشتو ترمنځ په پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي.

د راپور له مخې، ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو کلیوالي جنجالونو او ناموسي وژنو له امله وژل شوې دي.

د راپور له مخې، تر ټولو زیات شمېر ښځې په مردان کې وژل شوې، چې شمېر یې۴۰ ته رسیږي، په دویم قدم کې ملاکنډ ډویژن راځي چې۲۹ ښځې، دریم پېښور زون چې ۱۹ ښځې او وروستی د بنو ډویژن دی چې۱۳ ښځې په کې وژل شوې دي.

په هزاره زون کې د وژل شویو ښځو شمېر ۸ دی، په داسې حال کې چې په کوهاټ ډویژن کې ۷ښځې وژل شوې دي.

د پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، چې د زیانمنونکو جنسونو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول کیږي. د پولیسو په کچه د ښځو لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې، ترڅو ښځې په اسانۍ سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د پولیسو مشر په وینا، په پښتني ټولنه کې ښځو ته د میندو، خویندو او لوڼو په توګه درناوی کیږي، او نه یوازې د حکومتي تګلارو له لارې بلکې د دوی د ساتنې لپاره عملي اقدامات هم ترسره کیږي.

د حمید په وینا، ټول هغه کسان چې د ښځو په وژنه کې ښکیل وو محکمو ته ورپېژندل شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي که امریکا د یورانیمو غني کول ودروي نو هیڅ اټومي تړون ممکن نه دی

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۵۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که امریکا غواړي چې د ایران د یورانیمو غني کول ختم کړي، نو هیڅ اټومي تړون به شتون ونلري. دا خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جمعې په ورځ په ایټالیا کې د پنځم پړاو خبرو اترو په جریان کې وشوه.

د یورانیمو غني کول د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یو مهم جنجالي ټکی پاتې شوی دی.

واشنګټن داسې یوه هوکړه غواړي چې له مخې یې تهران د تل لپاره د یورانیمو غني کول پای ته ورسوي؛ خو ایران ټینګار کوي، چې د دې پروسې د دوام حق لري.

مخکې، سپینې ماڼۍ ویلي و، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو «له ایران سره د یوې احتمالي معاملې په اړه بحث کړی، چې ولسمشر باور لري په سم لوري روان دی.»

د مطبوعاتي دفتر ویاندې کارولین لیوېټ، وویل، چې ټرمپ باور لري دا هوکړه دوه پایلې لرلی شي: «یا به په یوه مثبت دیپلوماتیک حل پای ته ورسېږي او یا به د ایران لپاره په یوه ډېره منفي پایله تمامه شي.»

امریکا په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلانو لپاره د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه

۲ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۳ می ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

د ټرمپ په مشرۍ د متحده‌ایالاتو حکومت د هارورډ پوهنتون لپاره د بهرنیو محصلانو د شاملېدو نوم‌لیکنه بنده کړه. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دا پرېکړه تر هغه وروسته کېږي چې یاد پوهنتون د بهرنیو محصلانو د چلند په تړاو دغه وزارت ته د معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

د سي‌اېن‌اېن خبري ټلوېزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، هارورډ پوهنتون نور نه‌شي کولای نوي بهرني محصلان ومني او اوسني بهرني محصلان هم باید نورو علمي ادارو ته ولېږدول شي. که داسې و نه‌شي، نو په متحده ایالاتونو کې به د هغوی د استوګنې قانوني حق له‌منځه لاړ شي.

همداراز، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټې نویم دغه پوهنتون تورن کړی چې په درسي چاپېریال کې یې ناامنه او د یهودیانو ضد فضا رامنځته کړې او داسې پالیسۍ عملي کوي چې د هغې په وینا، «تبعیضي» بڼه لري.

ورته‌مهال، سپینې ماڼۍ ویلي چې د بهرنیو محصلانو منل «یو امتیاز دی، نه حق» او هغه پوهنتونونه چې د دولت له نظره د دغه هېواد د ملي ګټو پر خلاف چلند کوي، باید د دې چلند پایلې ومني.

اوس مهال، د هارورډ پوهنتون نږدې ۲۷ سلنه محصلان بهرنیان دي. د دغه پوهنتون کڼ شمېر استادان اندیښمن دي چې دا پرېکړه به په امریکا کې د پوهنتون او لوړو زده‌کړو پر اکاډمیک کیفیت ډېرې منفي اغېزه وکړي.

د شمالي کوریا مشر د جنګي بېړۍ پېښه «جنایي عمل» وباله

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د کوریا د مرکزي خبري اژانس (KCNA) په وینا، شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تیره ورځ د یوې نوې جنګي بېړۍ د ناکامې پرانيستي په مراسمو کې ددغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون سخت غوسه شوی.

دغه پېښه د ختیځ بندري ښار چونګجین کې رامنځته شوې، چیرې چې یوه نوې جوړه شوې ۵۰۰۰ ټنه جنګي بېړۍ د نندارې مراسیم وو.

یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۰۰۰ ټنه وزن لرونکې نوې بېړۍ شاته (stern) تر مخې (bow) وړاندې وښوېده، چې له امله یې جوړښت ته زیان واوښت او بېړۍ په بشپړ ډول د کښتۍ جوړولو له ځایه ونه وتله.

د پېښې لامل نا تجربه‌ګي او د عملیاتو بې‌احتیاطي بلل شوی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون، چې د دغو مراسمو پر مهال حاضر و دا پېښه یو «جنایي عمل» وباله او ویې ویل چې دا د «مطلقې بې‌پروايۍ، غیر مسولیت او غیر علمي تجربوي چلند» پایله ده.

هغه ټینګار وکړ چې دا کار د زغم له حده اوښتی دی.

یاده جنګي بېړۍ به د شمالي کوریا سمندري ځواکونو ته یوه مهمه اضافه وای، چې د پوځي بېړیو د جوړولو په برخه کې یې یو لوی او زړه‌ ور ګام بلل کېده.

خو د پرانیستې ناکامې هڅې اوس د هېواد په لوړه کچه دننه نیوکې راپارولي دي.

شمالي کوریا په وروستیو کې د سمندري ځواک د پراختیا هڅې زیاتې کړې دي او د سیمه ‌ییزو قدرتونو سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې یې نوې پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې کړي دي.

پښتونخوا کې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۱ GMT+۱

په خېبرپښتونخوا کې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې د کورني تاوتریخوالي، پخوانیو دښمنیو او نورو بېلابېلو پېښو له امله وژل شوې دي. په دې موده کې یوازې ۴۰ ښځې په مردان کې وژل شوې دي.

پاکستاني رسنیو د خېبرپښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دا وژنې د جنورۍ او اپرېل میاشتو ترمنځ شوي او تر دې دمه ۱۴۷ کسان په دې پیښو کې د لاس‌لرلو په تور نیول شوي دي.

د ښځو د وژنې ترټولو ډېرې پېښې په مردان سیمه کې ثبت شوي چې په‌کې ۴۰ ښځې وژل شوې دي. تر هغې وروسته، په ملاکنډ ۲۹، پېښور ۱۹، بنو ۱۳، هزاره ۸ او کوهاټ کې ۷ ښځې وژل شوې دي.

جیونیوز د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید په حواله ادعا کړې چې له دې وروسته د ښځو د خونديتوب لپاره ځانګړي تدابیر نیول کېږي. د هغه په وينا، د پوليسو په حوزو کې «ځانګړي ځایونه» جوړ شوي دي چې هغوی وکولای شي په اسانۍ سره خپل شکايتونه ثبت کړي.

ذوالفقار همداراز ټینګار کړی چې په پښتنه ټولنه کې ښځو ته درناوی کېږي او پولیس هڅه کوي هغوی ته هراړخیز ملاتړ برابر کړي. هغه ادعا کړې چې د عدالت د تأمین لپاره د ښځو د وژنو یو شمېر عاملان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د شنونکو په اند، په خېبرپښتونخوا کې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ۱۱۶ ښځو وژل کېدل نه یوازې یو جنایي راپوردی ، بلکې د تاوتریخوالي، دښمنیو او جنسیتي نابرابرۍ هغه ژوره ستونزه را برسېره کوي چې لا هم په دې ټولنه کې دوام لري.

پاکستان یوازې پرون نږدې ۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام، دغه هېواد یوازې پرون لږترلږه ۷۹۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په وینا، په لېږدول‌شویو کډوالو کې ۲۱۹ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۷۶ نور یې بې‌اسناده افغانان شامل دي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، ۷۹۲ کسان د تورخم او ۳ نور بیا د انګور اډې له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو په معلوماتو کې راغلي چې دمګړۍ د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶ زره ۹۸۲ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۴۵ زره ۶۵۱ بې‌اسناده افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادونې ده چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پر دوام پرون هم ۹۲۱افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې و چې دغه هېواد د راستانه‌شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه‌دی.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر چټکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.