• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان یوازې پرون نږدې ۸۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۰ GMT+۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر دوام، دغه هېواد یوازې پرون لږترلږه ۷۹۵ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې په وینا، په لېږدول‌شویو کډوالو کې ۲۱۹ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۷۶ نور یې بې‌اسناده افغانان شامل دي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، ۷۹۲ کسان د تورخم او ۳ نور بیا د انګور اډې له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو په معلوماتو کې راغلي چې دمګړۍ د تورخم او انګور اډې له لارې دغه هېواد ۳۶ زره ۹۸۲ د اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکي او ۵۴۵ زره ۶۵۱ بې‌اسناده افغانان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړي دي.

د یادونې ده چې پاکستان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پر دوام پرون هم ۹۲۱افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې و چې دغه هېواد د راستانه‌شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه‌دی.

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر چټکوي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ناعادلانه وېش: کندهار کې طالبانو ۲۰۰ میليونه افغانۍ د اورلګېدنې زيانمنو ته ورکړې

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې د بولدک ولسوالۍ هغه سوداګرو ته ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته ورکړه، چې تېر کال یې د اورلګېدنې له کبله دوکانونه سوځول شوي و، د طالبانو دې چارې غبرګونونه را پارولي دي.

یو شمېر کسان پر دغه ډله نیوکه کوي، چې ورته اورلګېدنه او زيان په نورو سیمو کې هم رامنځ ته شوی؛ خو دوی د خلکو لاس نیوی نه دی کړی.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر د پنجشنبه په ورځ (د غبرکولي لومړۍ) نېته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ۲۰۰ ميليونه افغانۍ مرسته یې د والي، د بولدک د سوداګرۍ خونې او د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې په همغږۍ تر سره شوې.

تېر کال د بولدک ولسوالۍ د کاکړانو منډۍ کې اورلګيدنه رامنځ ته شوه، چې له کبله یې په لسګونه دوکانونه وسوځېدل او زيات مالي زيان يې واړوه.

کندهار کې د طالبانو ځواکمن والي ملاشيرن د مرستې د وېش پر مهال د سوداګرو سره د همکاريو او ملاتړ یادونه هم وکړه.

هغه زياته کړه: «دا نظام زموږ لپاره یو نعمت دی، موږ مکلف یو چې د خلکو ستونزې واورو، ورسره مرسته وکړو او دا ډول همکارۍ د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره دوامداره وساتو.»

د افغانستان یو شمېر سوداګر او اوسېدونکي پر طالبانو نيوکه کوي، چې مرستې يې یوازې تر خاصې سيمې پورې محدودې کړي او د هېواد ډېره برخه یې هېره ده.

انتقاد کوونکي زياتوي، چې ورته اورلګېدنې په ډېرو سیمو کې رامنځ ته شوي او سوداګرو سخت زيانونه ليدلي؛ خو دغه ډلې تر اوسه ورسره مرستې نه دي کړي.

د ناورین ټيم د افغان کډوالو په ګډون د نړۍ په ناورین کې د اروپايي ټولنې د رول غوښتنه کړې

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۲:۰۴ GMT+۱

د نړۍوال ناورین ټيم د ۲۰۲۵ کال په یوه نوي مطلب کې خبرداری ورکړی چې اروپايي ټولنه او د دې ټولنې غړي هیوادونه باید د امنیتي، سیاسي او بشري ناورینونو ته په ډېر جدي ډول پاملرنه وکړي.

دا مطلب چې د «ناورینونو نوملړ» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څو مهم مسایل په ګوته کوي او د تاوتریخوالي کمېدو او سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د اروپايي ټولنې مهم رول ته شاره کړې ده.

۱. د ټرمپ په واکمنېدو سره د امریکا او اروپا تر منځ د اړیکو ترینګلتیا

په مطلب کې راغلي چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ بیا ټاکل کېدو د اروپا او امریکا ترمنځ اړیکې یوه حساس پړاو ته رسولې دي. د ناټو، اوکراین او منځني ختیځ پر وړاندې د ټرمپ د ناسمو اقداماتو اروپا دې ته اړ کړې چې خپله دفاعي او ډېپلوماتیکه خپلواکي پیاوړې کړي. که څه هم امنیتي همکاري لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده ماته شوې، خو متقابل باور کمزوری شوی دی.

۲. د غزې اندېښمنونکی وضعیت

اروپايي ټولنه وايي چې د غزې جګړه باید سملاسي پای ته ورسېږي او بشرپاله مرستو ته باید په بشپړه توګه د ننوتلو اجازه ورکړل شي. دغې ټولنې خبرداری ورکړی چې ښايي پر اسراییل د فشار راوړلو لپاره له دغه هېواد سره پر سوداګریزو تړونونو بیاکتنه وکړي.

۳. له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل

دغه راپور د افغانستان-پاکستان په برخه کې له پاکستانه د افغانانو د ډله‌ییز ایستلو پر وړاندې جدي خبرداری ورکړی دی. د ناورین ډلې په وینا، تر ۸۰۰ زرو ډېر افغانان له دغه هېواده د جبري ایستلو له خطر سره مخ دي. د دغه بنسټ، په وینا دا خلک یو داسې هېواد ته لېږل کېږي چې د بشري ناورین او شدیدې بې‌وزلۍ تر فشار لاندې دی. په راپور کې ویل شوي، اروپايي ټولنه باید له پاکستانه وغواړي چې د کډوالو ایستل ودروي او د هغوی، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او خبریالانو حقونو ته درناوی وکړي.

۴. د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ جګړې بیا پیلېدل

د قفقاز په سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک هڅې د ارمنستان د اساسي قانون پر سر د اختلافاتو لامل ګرځېدلي دي.راپور کې راغلي چې اروپايي ټولنه باید د پخلاینې د ترلاسه‌کېدو او د بیا جګړې د خطر کمېدو لپاره د منځګړيتوب رول ولوبوي.

د نړۍوال ناورین ټيم یا International Crisis Group)) د نړۍ یو له پېژندل شویو خپلواکو څېړنیزو بنسټونو نه دی چې د جګړو، ناورینونو او بشري ستونزو په تړاو له سیمه‌ییزو څېړنو او شواهدو کار اخلي او د سوله‌ییز حل لپاره د سیاست سلا مشورې وړاندې کوي.

د خلیلزاد مېرمنې څرګندونو ته غبرګونونه: تاسو د مظلومو ښځو په زخمونو مالګې دوړولې دي.

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د مدنې ټولنو او بشري حقونو ښځينه فعالانو د زلمي خلیلزاد د مېرمنې وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي: « په دې الفاظو سره، تاسو د مظلومو ښځو په زخمونو مالګې دوړولې دي.»

افغان مېرمنو د اعتراض په ډول په یوه پرېکړه لیک کې د میرمن خلیلزاد څرګندونې د سپکاوي ډکې یادې کړي او غندلي دي.

له افغانستان څخه بهر د افغان مدنې ټولنو او بشري حقونو فعالانو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱) په اعتراضیه ناسته کې د یوه پرېکړه لیک په وړاندي کولو سره د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شيریل بینارډ څرګندونې د ښځو پر وړاندې طالبانو د ملاتړ په مانا یادې کړي.

دوی د مېرمن بینارډ خبرې دروغ او د دردناکه واقعیتونو پټول ګڼلي.

دغه افغان اعتراضو کوونکو د خلیلزاد مېرمنې ته په خطاب کې ویلي: «اغلې خلیلزاد! ایا سترګې مو پټې کړي که مو وجدان پلورلی دی؟»

د دوی په خبره، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې روان ظلمونه، پر زده کړو، کار، سفر، جامو، غږ او نورو حقونو بندیزونه ورځ تر بلې پر زياتېدو دي.

اعترض کوونکې وايي، چې د خلیلزاد مېرمنې په دې الفاظو سره «د مظلومو ښځو په زخمونو مالګې دوړولي دي.»

دوی د افغان ښځو په وړاندې دا ډول څرګندونې جرم او د مجرمینو ملګرتیا یې بللې ده.

افغان ښځې ډاډ وړاندې کوي، چې تر هغو به چوپ پاته نه شي ترڅو په افغانستان کې ازادي نه وي راغلې.

د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه ‌وېرېږي.

نوموړې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌ کړو بندیز «د نه‌ منلو وړ او د دیني اساس‌ نه‌ لرونکی» بللی دی، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي دي.

حکمتیار وایي مسکو تیار دی یو ځل بیا افغانستان د واشنګټن سره معامله کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي، چې مسکو یو ځل بیا تیار دی، چې افغانستان د واشنګټن سره معامله کړي. نوموړي ویلي، چې افغانان د ازموينو د یو بل بهیر په درشل کې دي او که حالت درک نه شي بیا به دغه فضا او ځمکه د ګواښونو سره مخ وي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیا د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه مقاله کې د چین، پاکستان، افغانستان، روسیې، امریکا، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو څرګندونو ته په اشاره لیکلي: « مسکو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د واشنګټن سره معاملې ته تیار دی او دا معامله به دا ځل د اوکراین پر سر وي.»

د نوموړي په خبره، چې د اوکراین پر سر د ټرمپ سخت دريځ او په سپينه ماڼۍ کې د زېلېنسکي سره د سپکاوي ډک چلند څخه معلوميږي، چې «امریکا غواړي اوکراین مسکو ته ډالۍ کړي او به بدل کې يې افغانستان او بګرام ترې غواړي او روسیه دې معاملې ته تیاره ده.»

حکمتیار زياتوي، چې د چين په اقتصادي دهلیز کې د طالبانو شاملېدو ته د امریکا، هند او ایران غبرګون ورته دی او د هغه په خبره دا د ایران او هند د چابهار ګډې پروژې باندي اغېز لري.

د هغه په ټکو د طالبانو د سره د سیمې د هېوادونو وروستۍ اړيکې، د افغانستان په اړه د هېوادونو د استازو څرګندونې دا ښیي، چې افغانان د انکشافاتو او ازموینو د یو بل بهير په درشل کې دي.

حکمتیار وايي له تېرو تجربو باید زده کړه وشي او که حالت درک نه شي ګواښونه به زيات شي.

هغه زياته کړې: « آيا كولى شو ټول ملت، ټول اسلامپال، مجاهدين، اسلام او هېواد ته ژمن افغانان داسې راغونډ كړو چي د گواښونو په وړاندې گډ دريځ او تكلاره ولري، داسې نه چې سبا او د پېښو رامنځته کېدو پر وخت ځيني تسليمېږي، ځيني غرونو ته پورته کیږي او ځيني تښتي.»

د طالبانو ګواښ؛ یوناما په کابل کې د خپلو ښځینه کارکوونکو حضوري فعالیت ځنډولی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

په یوناما کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو استخباراتو له‌خوا د دغه نړۍوال بنسټ ښځینه کارکوونکو ته د پرله‌پسې ګواښونو له امله د هغوی حضوري فعالیت تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.

سرچینې د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو له دغه ګواښ وروسته خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا او د ستونزې تر حل پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دندو ته له ورتګ نه ډډه وکړي. د سرچینې په خبره، له پرون راهیسې د یوناما ښځینه کارکوونکې دندو ته نه دي تللي.

د یوناما په منځ کې دغې باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط زیاته کړې چې د استخباراتو په نوم د طالبانو یو شمېر جنګیالیو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو ته ګواښ کړی چې نور خپلو دندو ته لاړې نه‌شي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د یوناما ښځینه کارکوونکې خپلو کورونو ته تګ او دندو ته راتګ پرمهال د کابل ښار په پنځو یا شپږو نقطو کې د طالبانو له‌خوا څارل شوي او دا سپارښتنې په جدي ډول ورته شوې دي.

دې سره جوخت، په یوناما کې یوې افغان ښځینه کارکوونکې هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا موضوع منلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې چې طالب جنګیالیو په شفاهي ډول دغه اقدام کړی، خو یاد نړۍوال بنسټ تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی. طالبانو هم په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ محدودیتونه ولګول شول. دوی د زده‌کړې، کار، ازاد تګ راتګ او سیاسي مشارکت په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو نه محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالو ادارو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند «جنسیتي اپارټایډ» بلل کېږي.