• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمتیار وایي مسکو تیار دی یو ځل بیا افغانستان د واشنګټن سره معامله کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي، چې مسکو یو ځل بیا تیار دی، چې افغانستان د واشنګټن سره معامله کړي. نوموړي ویلي، چې افغانان د ازموينو د یو بل بهیر په درشل کې دي او که حالت درک نه شي بیا به دغه فضا او ځمکه د ګواښونو سره مخ وي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیا د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه مقاله کې د چین، پاکستان، افغانستان، روسیې، امریکا، ایران، هند او یو شمېر نورو هېوادونو د مشرانو څرګندونو ته په اشاره لیکلي: « مسکو یو ځل بیا د افغانستان په اړه د واشنګټن سره معاملې ته تیار دی او دا معامله به دا ځل د اوکراین پر سر وي.»

د نوموړي په خبره، چې د اوکراین پر سر د ټرمپ سخت دريځ او په سپينه ماڼۍ کې د زېلېنسکي سره د سپکاوي ډک چلند څخه معلوميږي، چې «امریکا غواړي اوکراین مسکو ته ډالۍ کړي او به بدل کې يې افغانستان او بګرام ترې غواړي او روسیه دې معاملې ته تیاره ده.»

حکمتیار زياتوي، چې د چين په اقتصادي دهلیز کې د طالبانو شاملېدو ته د امریکا، هند او ایران غبرګون ورته دی او د هغه په خبره دا د ایران او هند د چابهار ګډې پروژې باندي اغېز لري.

د هغه په ټکو د طالبانو د سره د سیمې د هېوادونو وروستۍ اړيکې، د افغانستان په اړه د هېوادونو د استازو څرګندونې دا ښیي، چې افغانان د انکشافاتو او ازموینو د یو بل بهير په درشل کې دي.

حکمتیار وايي له تېرو تجربو باید زده کړه وشي او که حالت درک نه شي ګواښونه به زيات شي.

هغه زياته کړې: « آيا كولى شو ټول ملت، ټول اسلامپال، مجاهدين، اسلام او هېواد ته ژمن افغانان داسې راغونډ كړو چي د گواښونو په وړاندې گډ دريځ او تكلاره ولري، داسې نه چې سبا او د پېښو رامنځته کېدو پر وخت ځيني تسليمېږي، ځيني غرونو ته پورته کیږي او ځيني تښتي.»

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ګواښ؛ یوناما په کابل کې د خپلو ښځینه کارکوونکو حضوري فعالیت ځنډولی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱
•
ظاهر څراغ

په یوناما کې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو استخباراتو له‌خوا د دغه نړۍوال بنسټ ښځینه کارکوونکو ته د پرله‌پسې ګواښونو له امله د هغوی حضوري فعالیت تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلی دی.

سرچینې د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما د طالبانو له دغه ګواښ وروسته خپلو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا او د ستونزې تر حل پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او دندو ته له ورتګ نه ډډه وکړي. د سرچینې په خبره، له پرون راهیسې د یوناما ښځینه کارکوونکې دندو ته نه دي تللي.

د یوناما په منځ کې دغې باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط زیاته کړې چې د استخباراتو په نوم د طالبانو یو شمېر جنګیالیو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو ته ګواښ کړی چې نور خپلو دندو ته لاړې نه‌شي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د یوناما ښځینه کارکوونکې خپلو کورونو ته تګ او دندو ته راتګ پرمهال د کابل ښار په پنځو یا شپږو نقطو کې د طالبانو له‌خوا څارل شوي او دا سپارښتنې په جدي ډول ورته شوې دي.

دې سره جوخت، په یوناما کې یوې افغان ښځینه کارکوونکې هم افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا موضوع منلې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې چې طالب جنګیالیو په شفاهي ډول دغه اقدام کړی، خو یاد نړۍوال بنسټ تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو کوم غبرګون نه‌دی ښودلی. طالبانو هم په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو پراخ محدودیتونه ولګول شول. دوی د زده‌کړې، کار، ازاد تګ راتګ او سیاسي مشارکت په ګډون له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو نه محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو، بشري حقونو بنسټونو او نړۍوالو ادارو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د طالبانو روان چلند «جنسیتي اپارټایډ» بلل کېږي.

اسراییل د لبنان په جنوب کې هوایي بریدونه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د لبنان دولتي رسنۍ وايي،، له هغه وروسته چې اسراییلي پوځ د حزب‌الله پر ضد د عاجلې حملې خبرداری ورکړی و اسراییلي هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په جنوبي ښار تول کې یوه ودانۍ بمبار کړې.

اسراییل د نومبر له اوربند سره سره، لا هم د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کوي. د پوځ په وینا، د حزب‌الله د "رضوان ځواک" یو غړی یې هم د رب‌الثلاثین سیمه کې وژلی دی. دغه سیمه د تول له ښاره ۱۷ کیلومتره لرې ده.

لبناني چارواکو ویلي، په بریدونو کې یو کس وژل شوی، خو هویت یې نه دی افشا شوی. اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د حزب‌الله د راکټ‌ویشتونکو وسلو ځایونه، پوځي تأسیسات او نور هدفونه یې هم په جنوب او بقاع درې کې ویشتلي دي.

په ترکیه کې د طالبانو سرپرست سفیر د روسیې له سفیر سره ولیدل

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست محمد زبیر ودان، په انقره کې د روسیې له سفیر الېکسي ایرخوف سره لیدلي دي.

یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د دې اړیکو د وروستیو پرمختګونو په تړاو یې خبرې کړې دي.

طالبانو په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دا لیدنه داسې مهال کېږي چې یاده ډله هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د یادونې ده چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

اې‌بي‌‌سي وېب‌پاڼه تېره اوونۍ په یوه مقاله کې ویلي و چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.

طالبانو د ترکیې سره د اړیکو د پراخوالي په اړه خبرې کړي دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم وردګ په کابل کې د ترکیې له سفير جنګ اونال سره په کتنه کې د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي دي. طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او دوه اړخېزو موضوعاتو هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشبنه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د محمدنعیم وردګ د ترکیې له سفير سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له ترکيې سره «ديني، سیاسي، کلتوري او تاريخي اړيکي» لري.

وردګ د ترکیې له سفير څخه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې د دوام غوښتنه کړې.

طالبانو د ترکیې د سفير له قوله لیکلي، چې نوموړي د بشري مرستو د دوام ډاډ ښودلی او له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کې د ښیکتیا په اړه معلومات او پلانونه هم شریک کړي.

د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.

ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د افغان متعرضو ښځو د همبستګۍ غورځنګ د شیریل بېنارډ څرګندونې ناعادلانه وبللې

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۵ GMT+۱

د افغان معترضوښځو د همبستګۍ غورځنګ په یوه بیان کې د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شیریل بېنارډ وروستۍ څرګندونې په کلکه رد او غندلې دي.نوموړې د نشنل‌انټرسټ په یوې مقالې کې د افغان کډوالو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت «د هند په پرتله ښه» ګڼلی دی.

د افغان ښځو د همبستګۍ غورځنګ د پنجشنبې په ورځ په خپل بیان کې لیکلي چې مېرمن بېنارډ پرته له دې چې په افغانستان کې د ژوند تجربه ولري او د هېواد دننه د ښځو غږ واوري، د هغوی د وضعیت یو غېر واقعي او ناعادلانه انځور یې وړاندې کړی دی.

د نوموړي غورځنګ په اند، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې د زده‌کړې، کار، سفر، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د ګډون په څېر له بنسټیزو حقونو نه محرومې دي او له ګواښونو، تاوتریخوالي، نیولو او ځپلو سره مخامخ دي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان په ځینو برخو کې نجونې د طالبانو له‌خوا د حجاب نه اغوستلو له امله نیول شوي او د ډېری یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي. د یاد غورځنګ په وینا، د دې نجونو کورنۍ د ګواښونو او پر رسمي ادارو د باور نشتوالي له امله د دې قضیو د رسنیو ته د راپور ورکونې جرئت نه‌لري.

دغه غورځنګ په خپل بیان کې له نړۍوالې ټولنې، رسنیو او د بشري حقونو له بنسټونو نه غوښتي چې د افغانستان دننه د ښځو غږ واوري، د تحریف شويو روایتونو پر وړاندې ودرېږي او د نیول شويو نجونو د برخلیک د روښانه‌ کېدو لپاره اقدامات وکړي. همداراز، له دوی غوښتنه شوې چې د طالبانو د رژیم ملاتړ ودروي او د تاوتریخوالي او تبعیض قربانیانو تر څنګ ودرېږي.

د ښځو د همبستګۍ غورځنګ ټینګار کړی چې افغان ښځې د خپل ژوند په تر ټولو تیاره پړاو کې قرار لري او هېڅ ډول هڅه د طالبانو د څېرې د سپیناوي لپاره نه‌شي کولای چې حقیقت پټ کړي.

دا غبرګونونه تر هغې وروسته کېږي چې وړمه ورځ د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بېنارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه‌وېرېږي. د بېنارډ په وینا، کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.