• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د لبنان په جنوب کې هوایي بریدونه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د لبنان دولتي رسنۍ وايي،، له هغه وروسته چې اسراییلي پوځ د حزب‌الله پر ضد د عاجلې حملې خبرداری ورکړی و اسراییلي هوايي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په جنوبي ښار تول کې یوه ودانۍ بمبار کړې.

اسراییل د نومبر له اوربند سره سره، لا هم د حزب‌الله پر اهدافو بریدونه کوي. د پوځ په وینا، د حزب‌الله د "رضوان ځواک" یو غړی یې هم د رب‌الثلاثین سیمه کې وژلی دی. دغه سیمه د تول له ښاره ۱۷ کیلومتره لرې ده.

لبناني چارواکو ویلي، په بریدونو کې یو کس وژل شوی، خو هویت یې نه دی افشا شوی. اسراییلي پوځ ادعا کړې چې د حزب‌الله د راکټ‌ویشتونکو وسلو ځایونه، پوځي تأسیسات او نور هدفونه یې هم په جنوب او بقاع درې کې ویشتلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په ترکیه کې د طالبانو سرپرست سفیر د روسیې له سفیر سره ولیدل

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې په ترکیه کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه سفارت سرپرست محمد زبیر ودان، په انقره کې د روسیې له سفیر الېکسي ایرخوف سره لیدلي دي.

یاد سفارت د پنجشنبې په ورځ (غبرګولي ۱) زیاته کړې چې دواړو خواوو په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو او همداراز د دې اړیکو د وروستیو پرمختګونو په تړاو یې خبرې کړې دي.

طالبانو په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي، خو دا لیدنه داسې مهال کېږي چې یاده ډله هڅه کوي له سیمې او نړۍ سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د یادونې ده چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

اې‌بي‌‌سي وېب‌پاڼه تېره اوونۍ په یوه مقاله کې ویلي و چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.

طالبانو د ترکیې سره د اړیکو د پراخوالي په اړه خبرې کړي دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم وردګ په کابل کې د ترکیې له سفير جنګ اونال سره په کتنه کې د اړیکو پر پراخوالي خبرې کړي دي. طالبانو ویلي، چې په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او دوه اړخېزو موضوعاتو هم بحث شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشبنه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د محمدنعیم وردګ د ترکیې له سفير سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له ترکيې سره «ديني، سیاسي، کلتوري او تاريخي اړيکي» لري.

وردګ د ترکیې له سفير څخه د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې د دوام غوښتنه کړې.

طالبانو د ترکیې د سفير له قوله لیکلي، چې نوموړي د بشري مرستو د دوام ډاډ ښودلی او له دوی سره یې په بېلابېلو برخو کې د ښیکتیا په اړه معلومات او پلانونه هم شریک کړي.

د طالبانو یو شمېر چارواکو ترکیې ته له دې وړاندې رسمي سفرونه کړي او د سوداګرۍ، اقتصاد، سياسي او دوو اړخيزو اړیکو پر جوړېدو يې له ترکي چارواکو سره ناستې پاستې کړې دي.

ترکیه ظاهرا له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د امريکا لسو شتمنو په يو کال کې ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د اکسفام د تازه راپور له مخې، د امريکا لسو تر ټولو شتمنو کسانو په تېرو ۱۲ مياشتو کې په مجموعي ډول ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي دي، چې دا په ورځني حساب نږدې يو ميليارد ډالره جوړېږي.

د فوربس مجلې د شتمنو کسانو د فهرست له مخې، اېلان ماسک، چې د ټېسلا او ‌اېکس شرکتونو مالک دی، يوازې په يوه کال کې تر ۱۸۶ ميليارده ډالره زياته شتمني ترلاسه کړې. شننې ښيي، چې ماسک ښايي د نړۍ لومړنی ټريليونر شي.

نور شتمن کسان هم د پام وړ عوايد لري. مارک زاکربرګ، د مېټا شرکت اجرایيه مشر او راب والټن، د والمارټ د پلورنځيو ‌مشر، د هر يوه شتمنۍ کې۳۸.۷ميليارده ډالره زياتوالی راغلی. وارن بافټ ۳۴.۸ميليارده ډالره او جيم والټن ۳۶.۵ميليارده ډالره لاسته راوړي.

خو د دې ترڅنګ، د ځینو شتمنو لکه د ګوګل بنسټ‌ايښودونکي لېري پيج او سرګي برين شتمنۍ له کمښت سره مخ شوي دي.

کارپوهان وايي چې دغه بې‌ساری اقتصادي توپير د پانګوالو او عامو خلکو ترمنځ واټن لا پسې پراخ کړی دی او دا وضعيت د ټولنيز عدالت لپاره يو ستر ګواښ بلل کېږي.

لانګ وار ژورنال: د سوریې نوي حکومت د القاعدې وسله‌وال د پوځ په لیکو کې شامل کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱

د لانګ وار ژورنال راپور له مخې، د سوریې نوي حکومت د ترکستان اسلامي پارټۍ په نوم د القاعدې د مرکزي اسیا یوې ترهګرې ډلې وسله‌وال د خپل پوځ په لیکو کې شامل کړي. د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستانی دا مهال په افغانستان کې مېشت دی او خپلو وسله‌والو ته په سوریه کې لارښوونې کوي.

دغه اقدام د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې ځکه یاده ډله د القاعدې یوه مهمه جهادي ډله بلل کېږي چې په افغانستان، پاکستان او سوریه کې فعاله ده. ترکستان اسلامي پارټۍ په سوریه کې د هیئت تحریر الشام او النصره جبهې تر بیرغ لاندې جنګېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره د می په ۱۴مه لیدنه کې پر دې موضوع نیوکه کړې وه او له سوریې یې غوښتنه کړې وه چې بهرني وسله‌وال دې له هېواده وباسي. خو سوریې د می په ۱۸مه د ټي ای پي وسله‌وال د خپل نوي پوځ د ۸۴مې فرقې برخه وګرځول.

د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستاني د القاعدې د اجراییه شورا غړی دی او د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه پېژندل شوی. د راپور له مخې، نوموړی اوس په سوریه کې د خپلې ډلې جګړه مارانو ته امرونه ورکوي.

لانګ وار ژورنال په خپل راپور کې زیاتوي، چې د سوریې د دې ګام له کبله، تمه کېږي نورې بهرنۍ جهادي ډلې هم د سوریې د پوځ برخه شي، چې دا به د سیمې او نړیوال امنیت لپاره یوه جدي ننګونه وي.

جاپان کې یو ټکسي چلوونکی پر ۵۰ ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

جاپاني پولیس وايي، یو ۵۴ کلن پخوانی ټکسي چلوونکی یې د ۵۰ ښځینه مسافرېنو د نشه کولو او پر هغوی د جنسي تېري په تور نیولی، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي تر دې ډېرې ښځې د دغه سړي قربانیانې وي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د نیول شوي کس له تلیفون، کمپیوټر او نورو وسایلو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي هغه په خپل موټر یا کور کې شاوخوا ۵۰ ښځې جنسي ځورولې دي.

پولیس وايي، دغه سړي تېر کال یوه شل کلنه نجلۍ د خوب ګولیو په وسیله بې‌هوښه کړې، خپل کور ته یې وړې او هلته یې پرې تېری کړی، چې ویډیو یې هم ثبت کړې وه. د رسنیو د راپور له مخې، د دغې نجلۍ په وېښتو کې د خوب ګولیو نښې هم موندل شوې.

نیول شوی کس د "ناسمې جنسي اړیکې" او "د جنسي ویډیو ثبت د قانون سرغړونې" په تور نیول شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې نوموړي په تېر اکتوبر میاشت کې هم د یوې بلې ښځې د نشه کولو او د ۴۰ زره ین (شاوخوا ۲۸۰ډالرو) د غلا په تور هم نیول شوی و، خو وروسته خوشی شوی و. بیا د ډسمبر په میاشت کې یو ځل بیا د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

پولیسو د موضوع په اړه لا نور تحقیقات پیل کړي او امکان شته چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.