• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لانګ وار ژورنال: د سوریې نوي حکومت د القاعدې وسله‌وال د پوځ په لیکو کې شامل کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د لانګ وار ژورنال راپور له مخې، د سوریې نوي حکومت د ترکستان اسلامي پارټۍ په نوم د القاعدې د مرکزي اسیا یوې ترهګرې ډلې وسله‌وال د خپل پوځ په لیکو کې شامل کړي. د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستانی دا مهال په افغانستان کې مېشت دی او خپلو وسله‌والو ته په سوریه کې لارښوونې کوي.

دغه اقدام د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې ځکه یاده ډله د القاعدې یوه مهمه جهادي ډله بلل کېږي چې په افغانستان، پاکستان او سوریه کې فعاله ده. ترکستان اسلامي پارټۍ په سوریه کې د هیئت تحریر الشام او النصره جبهې تر بیرغ لاندې جنګېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره د می په ۱۴مه لیدنه کې پر دې موضوع نیوکه کړې وه او له سوریې یې غوښتنه کړې وه چې بهرني وسله‌وال دې له هېواده وباسي. خو سوریې د می په ۱۸مه د ټي ای پي وسله‌وال د خپل نوي پوځ د ۸۴مې فرقې برخه وګرځول.

د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستاني د القاعدې د اجراییه شورا غړی دی او د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه پېژندل شوی. د راپور له مخې، نوموړی اوس په سوریه کې د خپلې ډلې جګړه مارانو ته امرونه ورکوي.

لانګ وار ژورنال په خپل راپور کې زیاتوي، چې د سوریې د دې ګام له کبله، تمه کېږي نورې بهرنۍ جهادي ډلې هم د سوریې د پوځ برخه شي، چې دا به د سیمې او نړیوال امنیت لپاره یوه جدي ننګونه وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو تېره میاشت ۱۸۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي بېرته ګرځولي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، په غويي میاشت کې یې د ټیټ کیفیته نفتي توکو ۱۸۴ ټانکره بېرته مسترد کړي دي. په مستردو شویو نفتي توکو کې تېل او اوبلن ګاز شامل دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نفتي موادو د کیفیت او څارنې ریاست، چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت تثبیتوي، په غويي میاشت کې ۱۸۴ ټانکره ټیټ کیفیته وارد شوي نفتي مواد د هرات، نیمروز او فراه ولایتونو له ګمرکونو بېرته مسترد کړي دي.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې ۸ ټانکره پیټرول له حیرتان ګمرک څخه، ۱۱۵ ټانکره ډېزل او ۴ ټانکره پیټرول له نیمروز ګمرک څخه، ۵۵ ټانکره ډېزل د فراه له ګمرک څخه او ۱ـ۱ ټانکر دېزل او اوبلن ګاز د تورغونډۍ له ګمرک څخه بېرته ګرځول شوي دي.

طالبانو د یادو ټیټ کیفیت لرونکو نفتي توکو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، چې د افغان او که بهرنیو سوداګرو له لوري افغانستان ته وارد شوي، خو وايي، هېواد ته د ټیټ کییفیت لرونکو موادو واردولو مخنیوی کوي.

سره له دې چې طالبان نږدې هره میاشت افغانستان ته د ټیټ کیفیت لرونکو نفتي موادو د واردولو د مخنیوي خبر ورکوي، خو لا هم په بازارونو کې د ټیټ کیفیته تېلو شکایتونه کیږي.

د ازبکستان ولسمشر: د امنیت په بحث کې باید د افغانستان وضعیت جدي ونیول شي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د نړیوال او سیمه‌ییز امنیت په تړاو خبرو کې بایدد افغانستان ستونزمن وضعیت جدي ونیول شي او په ګډه حل لارې ورته ولټول شي.

شوکت میرضیایف د چارشنبې په ورځ په بوداپست کې ترک هېوادونو سازمان په ناسته کې د افغانستان وضعيت ته په اشارې وویل چې دا یوه ننګونه ده چې د حل لپاره یې باید ګډ کار وشي او د دې هدف لپاره د ترک هېوادونو سازمان ګډه اعلامیه ښيي چې دغه سازمان دې مسالې ته جدي پاملرنه کوي.

د اناتولیه اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي وویل، بوداپست د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د پیوستون یو پیاوړی پُل پاتې شوی.

د ازبکستان ولسمشر وايي، چې نړۍ د بې‌ساري بدلونونو، جیوپولیټیک کړکېچونو، سیمه‌ییزو شخړو او اقلیمي بدلونونو له خطر سره مخ ده او دده په باور، دا ټول مسایل د ګډو اقداماتو او همغږۍ غوښتنه کوي.

میرضیایف زیاته کړه، « موږ دا مهم بولو چې د تر ټولو نازکو ستونزو حل باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ وشي. موږ د اوکراین د شخړې د حل لپاره د دیپلوماسۍ او خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوو».

هغه دغه راز وویل، چې ترک هېوادونه پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیلیدو ژور اندېښمن دي او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین-اسراییل شخړې عادلانه حل یوازې د «دوه دولتونه، دوه ملتونه» اصل پر بنسټ ممکن دی.

د پانګونې برخه کې، میرضیایف وویل چې د ترک پانګونې صندوق فعالیتونه به د پانګونو د جذب لپاره یو مثبت محرک وي.

د افغانستان په اړه ددغه سازمان د تصویب شوې ګډې اعلامیې محتوا تراوسه نه ده رسنیزه شوې.

جاپان کې یو ټکسي چلوونکی پر ۵۰ ښځو د جنسي تېري په تور نیول شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۱

جاپاني پولیس وايي، یو ۵۴ کلن پخوانی ټکسي چلوونکی یې د ۵۰ ښځینه مسافرېنو د نشه کولو او پر هغوی د جنسي تېري په تور نیولی، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي تر دې ډېرې ښځې د دغه سړي قربانیانې وي.

د راپورونو له مخې، پولیسو د نیول شوي کس له تلیفون، کمپیوټر او نورو وسایلو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي هغه په خپل موټر یا کور کې شاوخوا ۵۰ ښځې جنسي ځورولې دي.

پولیس وايي، دغه سړي تېر کال یوه شل کلنه نجلۍ د خوب ګولیو په وسیله بې‌هوښه کړې، خپل کور ته یې وړې او هلته یې پرې تېری کړی، چې ویډیو یې هم ثبت کړې وه. د رسنیو د راپور له مخې، د دغې نجلۍ په وېښتو کې د خوب ګولیو نښې هم موندل شوې.

نیول شوی کس د "ناسمې جنسي اړیکې" او "د جنسي ویډیو ثبت د قانون سرغړونې" په تور نیول شوی دی.

راپورونه زیاتوي چې نوموړي په تېر اکتوبر میاشت کې هم د یوې بلې ښځې د نشه کولو او د ۴۰ زره ین (شاوخوا ۲۸۰ډالرو) د غلا په تور هم نیول شوی و، خو وروسته خوشی شوی و. بیا د ډسمبر په میاشت کې یو ځل بیا د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.

پولیسو د موضوع په اړه لا نور تحقیقات پیل کړي او امکان شته چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

نرېندرا مودي: پاکستان ته به یو څاڅکی اوبه هم ور نه کړو

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۲:۲۴ GMT+۱

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې پاکستان به د هر ترهګریز برید لپاره سخت قیمت ورکوي او د دغه هیواد پوځ او اقتصاد به دواړه تاوان ویني، ځکه اسلام‌اباد د مخامخ جګړې پرځای ترهګري د هند پر ضد د جګړې وسیله ګرځولې. مودي وايي، پاکستان ته یوڅاڅکی اوبه هم نه ور کوي.

مودي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د راجستان په بیکانیر ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو د پرانیستې پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، پاکستان ته به له هغو سیندونو څخه چې هند پرې حق لري، یو څاڅکی اوبه هم ورنه‌کړل شي او له اسلام‌اباد سره د خبرو لپاره هېڅ موقع نه‌شته.

نوموړي وویل، « پاکستان به د هر ترهګریز برید دروند قیمت ورکوي، د پاکستان پوځ به یې قیمت ادا کوي، د پاکستان اقتصاد به یې قیمت ادا کوي».

مودي وویل، « سندور عمليات د نوي هند نښه ده، چې ترهګر به د هغوی په مرکزونو کې له منځه وړي».

هغه زیاته کړه: « ډزې په پهلګام کې وشوې، خو درد یې د میلیونونو هندوانو زړونو ته ورسېد. موږ پرېکړه وکړه چې ترهګر له منځه یوسو او ستاسې د دعاوو او زموږ د زړورو ځواکونو په مرسته مو دا وعده پوره کړه».

د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، مودي وویل، « نړۍ او د هیواد دښمنانو ولیدل چې کله سندور بارودو ته واوړي، څه پېښیږي».

نوموړي وویل، «هغوی چې هڅه یې کوله د ښځو سندور له منځه یوسي، پخپله خاورې شول. زما رګونو کې وینه نه، بلکې سندور بهیږي».

مودي وویل، د هند پوځ ته یې بشپړه ازادي ورکړې او هغوی پاکستان ګونډه کېدو ته اړ کړ.

نوموړي وویل، « سندور عملیات انتقام نه و، بلکې د عدالت نوی تعریف و، د نوي هند استازیتوب. مخکې به موږ یوازې ځواب ورکولو، اوس مو پریکړه کړې چې لومړی وار به موږ کوو. دا د ترهګرۍ ختمولو لپاره زموږ نوی سیاست دی».

د هند لومړی وزیر وايي، چې هند د پاکستان د د اتومي وسلو ډار درواغ ثابت کړل او نور به نه وېرېږي او نه به د ترهګرو مشرانو او د هغوی ملاتړ کوونکو حکومتونو تر منځ توپیر کوي.

مودي وویل، چې هند نړۍ ته د پاکستان اصلي څېره ښودلې او نهه پارلماني او د نړیوالو اړیکو استازي به نورو هیوادونو ته ولاړ شي، چې د پاکستان واقعیت نړۍ ته وښيي.

د ممنوع الخروج کېدو ترڅنګ؛ طالبانو دیني عالم بشیر حنفي په اتو میاشتو بند محکوم کړی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۱۱:۴۸ GMT+۱

په هلمند کې د دیني عالم مولوي بشیر احمد حنفي خپلوان وايي، چې د هلمند ابتدایه محکمې هغه ته د اتو میاشتو بند سزا ورکړې او دوه کاله یې هم له افغانستان څخه بهر سفرکولو څخه منع کړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د مولوي بشیر احمد حنفي په نوم دیني عالم چې څه باندې درې اونۍ وړاندې د طالبانو له لوري بندي شوی، د هلمند ابتدایه محکمې په اتو میاشتو بند محکوم کړی دی.

د بشیر احمد حنفي خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي:« حنفي صاحب اوس شاوخوا ۲۷ شپې کیږي، چې په لوی محبس کې بندي دی، تر هغه مخکې اووه اته شپې د استخباراتو په ریاست کې نظر بند و.»

طالبانو پر بشیر احمد حنفي له هېواد څخه بهر سفرکولو هم د دوو کالو لپاره بندیز لګولی دی.

سرچینې وايي، «محکمې یو ځل دی راغوښتی و، پوښتنې یې کړې وي. د دوهم ځلې لپاره چې یې راغوښتی و، محکمې ورته د اتو میاشتو قید او دوه کاله ممنوع الخروخ اعلان کړی دی. ورته ویلي یې دي، چې دوه کاله به له افغانستان نه نه وځي.»

د مولوي بشیر احمد حنفي خپلوان وايي، طالبانو د ښځو د زده کړو او په یوه مرکه کې د طالبانو پر مشر د ځینو نیوکو له امله نوموړي ته یاده سزا ورکړې ده.

مولوي بشیر احمد حنفي د تېرو نږدې اوو کلونو راپه دې خوا د مصر په الازهر پوهنتون کې زده کړې کولي، خو د طالبانو له نیولو وروسته یې په الازهر پوهنتون کې د وروستیو ازموینو چانس هم له لاسه ورکړ.

د حنفي کورنۍ له ډیرو هڅو وروسته هم په دې نه ده توانیدلي، چې نوموړی د طالبانو له زندان نه راخوشی کړي او د مصر الازهر پوهنتون په وروستیو ازموینو کې ګډون وکړي.

بشیر حنفي په لښکرګاه ښار کې د دیني زده کړو یوه مدرسه هم لرله او د الازهر پوهنتون د رخصتیو پرمهال یې په خپله مدرسه کې زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکولي.

بشیر حنفي تېرکال هم د طالبانو استخباراتو نیولی و او له څو ورځې نظر بند ساتل کېدو وروسته یې خوشی کړی و.