د ازبکستان ولسمشر: د امنیت په بحث کې باید د افغانستان وضعیت جدي ونیول شي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د نړیوال او سیمهییز امنیت په تړاو خبرو کې بایدد افغانستان ستونزمن وضعیت جدي ونیول شي او په ګډه حل لارې ورته ولټول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، چې د نړیوال او سیمهییز امنیت په تړاو خبرو کې بایدد افغانستان ستونزمن وضعیت جدي ونیول شي او په ګډه حل لارې ورته ولټول شي.
شوکت میرضیایف د چارشنبې په ورځ په بوداپست کې ترک هېوادونو سازمان په ناسته کې د افغانستان وضعيت ته په اشارې وویل چې دا یوه ننګونه ده چې د حل لپاره یې باید ګډ کار وشي او د دې هدف لپاره د ترک هېوادونو سازمان ګډه اعلامیه ښيي چې دغه سازمان دې مسالې ته جدي پاملرنه کوي.
د اناتولیه اژانس د رپوټ له مخې، نوموړي وویل، بوداپست د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د پیوستون یو پیاوړی پُل پاتې شوی.
د ازبکستان ولسمشر وايي، چې نړۍ د بېساري بدلونونو، جیوپولیټیک کړکېچونو، سیمهییزو شخړو او اقلیمي بدلونونو له خطر سره مخ ده او دده په باور، دا ټول مسایل د ګډو اقداماتو او همغږۍ غوښتنه کوي.
میرضیایف زیاته کړه، « موږ دا مهم بولو چې د تر ټولو نازکو ستونزو حل باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ وشي. موږ د اوکراین د شخړې د حل لپاره د دیپلوماسۍ او خبرو اترو د هڅو ملاتړ کوو».
هغه دغه راز وویل، چې ترک هېوادونه پر غزې د اسراییل د بریدونو له بیا پیلیدو ژور اندېښمن دي او ټینګار یې وکړ چې د فلسطین-اسراییل شخړې عادلانه حل یوازې د «دوه دولتونه، دوه ملتونه» اصل پر بنسټ ممکن دی.
د پانګونې برخه کې، میرضیایف وویل چې د ترک پانګونې صندوق فعالیتونه به د پانګونو د جذب لپاره یو مثبت محرک وي.
د افغانستان په اړه ددغه سازمان د تصویب شوې ګډې اعلامیې محتوا تراوسه نه ده رسنیزه شوې.


په هلمند کې د دیني عالم مولوي بشیر احمد حنفي خپلوان وايي، چې د هلمند ابتدایه محکمې هغه ته د اتو میاشتو بند سزا ورکړې او دوه کاله یې هم له افغانستان څخه بهر سفرکولو څخه منع کړی دی.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د مولوي بشیر احمد حنفي په نوم دیني عالم چې څه باندې درې اونۍ وړاندې د طالبانو له لوري بندي شوی، د هلمند ابتدایه محکمې په اتو میاشتو بند محکوم کړی دی.
د بشیر احمد حنفي خپلوان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي:« حنفي صاحب اوس شاوخوا ۲۷ شپې کیږي، چې په لوی محبس کې بندي دی، تر هغه مخکې اووه اته شپې د استخباراتو په ریاست کې نظر بند و.»
طالبانو پر بشیر احمد حنفي له هېواد څخه بهر سفرکولو هم د دوو کالو لپاره بندیز لګولی دی.
سرچینې وايي، «محکمې یو ځل دی راغوښتی و، پوښتنې یې کړې وي. د دوهم ځلې لپاره چې یې راغوښتی و، محکمې ورته د اتو میاشتو قید او دوه کاله ممنوع الخروخ اعلان کړی دی. ورته ویلي یې دي، چې دوه کاله به له افغانستان نه نه وځي.»
د مولوي بشیر احمد حنفي خپلوان وايي، طالبانو د ښځو د زده کړو او په یوه مرکه کې د طالبانو پر مشر د ځینو نیوکو له امله نوموړي ته یاده سزا ورکړې ده.
مولوي بشیر احمد حنفي د تېرو نږدې اوو کلونو راپه دې خوا د مصر په الازهر پوهنتون کې زده کړې کولي، خو د طالبانو له نیولو وروسته یې په الازهر پوهنتون کې د وروستیو ازموینو چانس هم له لاسه ورکړ.
د حنفي کورنۍ له ډیرو هڅو وروسته هم په دې نه ده توانیدلي، چې نوموړی د طالبانو له زندان نه راخوشی کړي او د مصر الازهر پوهنتون په وروستیو ازموینو کې ګډون وکړي.
بشیر حنفي په لښکرګاه ښار کې د دیني زده کړو یوه مدرسه هم لرله او د الازهر پوهنتون د رخصتیو پرمهال یې په خپله مدرسه کې زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکولي.
بشیر حنفي تېرکال هم د طالبانو استخباراتو نیولی و او له څو ورځې نظر بند ساتل کېدو وروسته یې خوشی کړی و.

د روسیې ټلوېزیوني شبکې ار ټي خبر ورکړی چې د شوروي ځواکونو پخوانی سرتېری سرګي کراسنوپېروف بیرته روسیې ته ستون شوی دی. روسي رسنیو د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ، چې ۶۰ کلن نورمحمد یا سرګي کراسنوپېروف غواړي په روسیه کې له خپلې کورنۍ سره وویني.
ار ټي وايي، دغه سرتېري په ۱۹۸۵ کال کې له خپلو پوځي ملګرو سره تر لفظي شخړې وروسته پوځي قرارګاه پرېښوده او د افغان وسلهوالو مخالفینو لاس ته ولوېد.
نوموړي وروسته اسلام ومانه، خپل نوم یې بدل کړ او له یوې ځایي افغانې ښځې سره یې واده وکړ چې اوس شپږ ماشومان لري.
نوموړي په افغانستان کې د برېښنا په یوه فابریکه کې کار کاوه او همداراز د سړک جوړونې په چارو کې هم بوخت و.
له دې وړاندې یوه روسي سوداګریز پلاوي له نوموړي سره کتلي وو، چې بېرته یې مسکو ته واستوي.

افغانستان ښايي د «مرکزي اسيا – ملګري ملتونه» په نوم د سيمهييزې امنيتي همکارۍ سيستم کې شامل شي. دا خبره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموريت (یوناما) مشرېروزا اوتونبایېوا د «ترمذ ډیالوګ» په ناسته کې کړې ده.
اوتونبایېوا ویلي، « تر څو چې د امنیت ستونزه حل نه شي، هېڅ پانګونه او پروژه به نتیجه ورنه کړي. افغانستان باید د سیمې د هېوادونو د ګډ امنیتي سیستم برخه شي».
د اوتونبایېوا په وینا، که د طالبانو امنیتي بنسټونه د ګاونډیو هېوادونو له امنیتي ادارو سره همکاري ونه کړي، د سیمې امنیت نه شی ټینګېدای.
د ازبکستان د رسنیو د رپوټ له مخې، هغې یادونه کړې، سره له دې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یوترهګرۍ ضد اتحادشته دی، خو د دغې ډلې غړو هېڅکله نه دي سره کتلي، حال دا چې دا ډول کتنې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو اقداماتو لپاره ضروري دي.
کارپوهان وایي، د امنیت مساله لاهم په سیمه او افغانستان کې د هغو پروژو د عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډ دی، چې غواړي د افغانستان له لارې د هند سمندري بندرونو ته د ټرانسپورتي دهلیزونو لارې پرانیزي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بېجینګ ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د پرمختیايي همکاریو ادارې له مشر چن ژیاوډونګ سره په ناسته کې له هغه غوښتي، چې هېواد یې ورسره د انرژۍ، کرنې، نفتو او اوږدمهاله پروژو په برخه کې همکاري وکړي.
د (غبرګولي لومړۍ) نېټه د یاد وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دواړو لوریو د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا بحثونه کړي دي.
متقي همدا راز د چین یادې ادارې سره یو شمېر وړاندیزونه شریک کړي، چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې ترې ګټه اخیستلای شي.
چن ژیاوډونګ ویلي، له افغانستان سره د کرنې، روغتیا او بیارغونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
د هغه په خبره؛ هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو د ابادۍ، د نفتو او ګازو د امکان سنجۍ د مطالعې او څېړنې په برخه کې همکاري وکړي.
طالبانو، پاکستان او چین تېره ورځ هم په بېجنیګ کې د ګډې ناستې پر مهال له یو بل سره د سوداګرۍ تر څنګ د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې ژمنې کړې دي.
ویل کېږي، چین او پاکستان هڅه کوي چې په افغانستان کې د چین د نفوذ مخه ونېسي او په همدې موخه یې له طالبانو سره ناستې ولاړې هم ډېرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ طالبانو چین او پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې به د هند د هغو هڅو مخه نېسي چې د دغو دواړو هېوادونو په زیان وي.
دغه دواړه هېوادونه چې د طالبانو نږدې متحدین یادېږي هڅه کوي، چې طالبان یې له غوښتنو او تړلو ګټو سره سم اقدامات وکړي.

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.
دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.
څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.
د هند او طالبانو بې سارې اړیکې
له دې پرمختګونو سره هم مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.
اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.
خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.