• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او پاکستان له طالبانو په افغانستان کې د هند نفوذ د مخنیوي ژمنې ترلاسه کړې دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۱

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او ‌پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.

د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او‌ پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.

دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.

پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.

که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.

په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ‌ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.

دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ‌ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.

څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.

د هند او طالبانو بې سارې اړیکې

له دې پرمختګونو سره هم‌ مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.

اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه‌ اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.

خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې ‌باوري زیاته کړي.

یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د‌ پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.

د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه

هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.

هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.

راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.

همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.

په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.

خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.

شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبان د چابهار بندر په کارولو سره غواړي پر پاکستان سیاسي او اقتصادي تکیه ختمه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته دغه ډله غواړي، چې پر یاد هېواد د سیاسي برخې تر څنګ اقتصادي برخه کې هم خپله تکیه راکمه کړي، چې له همدې امله یې د ایران «چابهار بندر» کارولو ته مخه کړې ده.

د ماري ټاېم ګیټ وې په نوم یو ټرانزېټي اداره وایي، طالبان په دې کار سره غواړي د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره بدیله لاره ومومي.

چابهار بندر چې د ایران په سویل ختیځ کې پروت دی،‌ هند یې په اداره کولو کې مهم رول لري او د نړۍوال شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلېز (INSTC) مهمه برخه ده.

دغه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ یو مهم اتصال ګڼل کېږي.

اوس مهال چې پاکستان له خپل هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې او اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې هم ترېنګلې شوي، د دغه بندر ارزښت د افغانستان لپاره لا نور هم ډېر شوی دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی په دې وروستیو کې تهران ته تللی، څو له ایراني چارواکو سره د چابهار بندر په پروژه کې د افغانستان د رول پر پراخولو خبرې وکړي.

د دغه بندر له لارې افغانستان له نړۍوالو بازارونو سره نښلول کیږي او د پاکستان پر ځای یوه بله باوري لاره خپلولی شي.

د روسیې د والدای په نوم انسټېټیوټ چې له کرملین سره نږدې اړیکې لري ویلي، طالبان غواړي د چابهار بندر له لارې سیمې او نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې نور یې له پاکستان نه خپله لاره جلا کړې ده.

له بلې خوا ایران هم هڅه کوي، افغانستان د سیمې د ټرانسپورټي او اقتصادي دهلېزونو برخه وګرځوي، څو د خپلې خاورې دننه ونډه پیاوړې کړي.

راپور کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستۍ ټلېفوني اړیکه د سوېلي اسیا په جیوپولیټیکي حالت کې د نویو بدلونونو نښه ګڼلې ده.

هند د تېر زېږدیز کال په مې میاشت کې له ایران سره لس کلن تړون وکړ، څو چابهار بندر پراخ کړي او له دې لارې یې سوداګري نوره هم چټکه کړې.

دغه بندر یوازې ۷۲ کیلومتره له ګوادر بندر (چې چین یې اداره کوي) لیرې دی او د هند، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا تر څنګ‌ اروپا او اسیا ګډې لویې وچې ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مهم ګڼل کېږي.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سره رامنځته شویو شخړو کې د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې هم له نوي ډیلي سره زیانمنې شوې.

له همدې امله چابهار هند ته یوه سټراټېژیکه او بدیله لاره ده، چې نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري. لامل یې دا دی چې هند د چین د «یو کمربند، یوه لار» د سترې پروژې مخالف دی.

که څه هم پر ایران د امریکا شته بندیزونه یو خنډ دی، خو بیا هم تهران او طالبان ټینګار کوي چې چابهار باید د افغانستان د نړۍوالو ټرانزیټي اړیکو یو مهم مسیر پاتې شي.

ویل کېږي، چې طالبانو تر دې دمه د چابهار بندر د پراختیا لپاره ۳۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

ازبکستان په دې هڅه کې دی چې د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا بازارونو ته ځان رسوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د یورو اېشیا ورځپاڼې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې ازبکستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هڅه کړې، چې افغانستان د خپلې نوې سیمه ییزې همکارۍ برخه کړي او له جغرافیایي موقعیت څخه په ګټه اخیستو یې تاشکند غواړي ځان د سوېلي اسیا بازارونو ته ورسوي.

د یورو اېشیا ورځپاڼې مقاله کاږي، چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره ازبکستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه هم کړي دي.

دغه تړونونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د انرژۍ په برخه کې همکارۍ، ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره شوي دي.

د دې هوکړو یوه لویه موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اپرېل میاشتې په لومړۍ ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره د افغانستان د بیا رغاونې لپاره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی و: «د افغانستان ثبات او بیا رغونه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه ګټه ده.»

طالبانو هم د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی و. د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې د «واقعیتونو درک کول» بللې وو او زیاته کړې وه، چې دواړه هېوادونه د «رښتینې ګاونډیتوب او ګډو ګټو» پر بنسټ همکاري کوي.

ازبکستان تر دې دمه د افغانستان په کانونو، کرنه، انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې پانګونه کړې ده.

د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د افغان کرنیزو توکو پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه د ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې جوړولو برخې هم لري.

مقاله وړاندې کاږي،‌ افغانستان ډېر کله کرنیز توکي ازبکستان ته صادروي، خو اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري متوازنه نه ده.

د ۲۰۲۴ کال د «۱.۱ میلیارد ډالرو دوه اړخیز تجارت له منځه» له یو میلیارد ډالرو زیات صادرات یوازې د ازبکستان له لوري افغانستان ته شوي دي.

د ازبکستان یو له اصلي صادراتو څخه برېښنا ده، چې شاوخوا «۶۰ سلنه د افغانستان د برېښنا اړتیاوې» پوره کوي.

د نویو تړونونو له مخې، افغانستان به له ازبکستان څخه د برېښنا واردات زیات کړي او دواړه هېوادونه به د «۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه» ژر تر ژره بشپړه کړي.

د دغې پروژې لګښت له « ۲۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۲۲ میلیون ډالرو» ته راکم شوی دی.

دغه ۲۴۶ کیلومتره اوږده لېږد لیکه به هر کال افغانستان ته شپږ میلیارد کیلو واټه برېښنا ورسوي.

همدا راز ازبکي چارواکي باور لري، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پل په توګه مهم ځای خپل کړي.

طالبان چې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له لوري سختو بندیزونو سره مخ دي او ان یو شمېر هېوادونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي، اوس یوازې خپل ګاونډیان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د اړیکو لپاره ورپاتې دي.

په دې لړ کې طالبانو چین سره هم خپلې اړیکې غځولې او نیوکې دا دي‌، چې د دغو هېوادونو پانګه والو ته یې د افغانستان د طبیعي زېرمو په استخراج کې پراخه ونډه ورکړې ده.

همدا راز امریکا هم څو څو ځله په افغانستان کې د چین او روسیې له زیاتیدونکي نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.

پاکستان کې پوځي واکمني؛ له هند سره د نښتې له امله د عاصم منیر شهرت زیات شوی

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۱:۲۰ GMT+۱

په وروستیو لسیزو کې د هند او پاکستان ترمنځ سختو نښتو نه یوازې په سیاست کې د پوځ د لاسوهنو په اړه نیوکې کمې نه کړې، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ د دې لامل شو چې د عاصم منیر محبوبیت نور هم زیات شي.

د خلکو له ملاتړ سره-سره د پاکستان حکومت جنرال منیر ستایلي او هغه ته یې د ستراتيژيکې وړتيا او زړور مشرتابه لپاره د ملي امنیت د تضمین او هند ته د پرېکنده ځواب ورکولو له امله د پوځ د مارشال رتبې ته ترفیع ورکړه.

د پاکستان پوځ له ۱۹۴۷ کال راهیسې یعنې لږترلږه درې لسیزې پر پاکستان واکمني کړې او ان د ملکي حکومت په واکمنۍ کې هم خورا زیات نفوذ لري؛ خو پوځ او د هغه ځواکمن مشر په توګه د خلکو په منځ کې د شهرت دومره پراخ محبوبیت نه و لیدلی.

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان په ښارونو او سړکونه کې د «ژوندی دې وي جنرال عاصم منیر» شعارونو څخه ډک دي.

د هغه انځورونه په څراغونو او پلونو ځړول شوي، چې په ځینو یې لیکل شوي: «ته زموږ ژغورونکی یې!»

همدارنګه له هند سره تر وروستۍ نښتې وروسته د ګالوپ له خوا په پاکستان کې د ترسره شوې سروې له مخې، ۹۳ سلنه ځواب ویونکو ويلي، چې د پوځ په اړه د دوی نظر بدل شوی دی.

په دې نښتو کې چې پاکستان یې ځان ګټونکی ګڼي، د عاصم منیر تر ټولو سخت کورنی دوښمن، بندي پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم د ستاینې اړتیا ته اړ کړ.

هغه د هند له پوځ سره په نښته کې د پوځ د بریالیتوب مبارکي وویله.

عمران خان تېره اوونۍ پر اېکس پاڼې ولیکل: «دا زما هېواد دی، دا زما پوځ دی. زه د پاکستان د هوایي ځواک او د ټولو نظامي کارکوونکو د مسلکیتوب او غوره فعالیت لپاره درناوی وړاندې کوم.»

د عاصم منیر په اړه سیاسي مبصر یوسف نظر وویل: «هغه د پاکستان د یو پیاوړي کس په توګه راڅرګند شو او د هغه د پوځ شهرت، چې د یوه قوي ځواک په توګه پېژندل شوی و بیا ژوندی شو.»

شپږ میاشتې له هغه وروسته چې منیر د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پوځ قومانده په غاړه واخیسته، د عمران خان د پلویانو له خوا په پوځي تاسیساتو بریدونه او د هغوی لوټمارۍ د پوځ د واکمنۍ لپاره ترټولو جدي ننګونه رامنځته کړه.

د پوځ مشر وروسته د پخواني لومړي وزیر د زنداني کولو او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ملاتړو په وړاندې د ځپنې له امله له سختو کورنیو نیوکو سره مخ شو او همدارنګه هغه څه چې منتقدینو یې ادعا کوله، د تېر کال په عمومي ټاکنو کې د سیال ګوند په ګټه درغلۍ وه.

عایشه صدیقي چې د پاکستاني پوځ په اړه یې کتاب لیکلی دی وویل: «له هند سره شخړې دا (نیوکه) بدله کړې ده.»

هغې زياته کړې: «دې (جګړې) دا جنرال د خپلو پخوانيو جنرالانو په پرتله ډېر پياوړی کړی دی. هغه اوس اتل دی.»

هغې ویلي؛ د هند او پاکستان د سیالۍ مشري اوس د دوو سخت دریځو مشرانو په لاس کې ده، نرېندرا مودي چې یو هندو ملتپال لومړی وزیر دی او جنرال عاصم منیر چې یو متقي مسلمان او د هند ضد قوي نظرونه لري.

اساسي توپیر

د دواړو ګاونډیانو ترمنځ وروستۍ شخړه هغه وخت رامنځته شوه، چې یو شمېر وسله والو د اپرېل په ۲۲مه په هندي کشمیر کې پر سیلانیانو برید وکړ او ۲۶ کسان یې ووژل.

نوي ډیلي د دې پیښې پړه د پاکستان په ملاتړ «ترهګرو» واچوله؛ خو اسلام اباد دا تور رد کړ.

د هند پوځ د مې میاشتې په ۷مه نېټه د کشمير په پهلګام کې د برید په ځواب کې د پاکستان د واک لاندې کشمیر کې د هغه څه پر وړاندې چې «ترهګریز بنسټونه» بللي دي، هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان ادعا وکړه، چې هوايي ځواک یې لږ تر لږه ۵-۶ هندي جنګي الوتکې رانسکورې کړې او د هند پر پوځي اډو یې هوايي بریدونه کړي دي.

هند بیا اعلان وکړ، چې د پاکستان هوايي اډو او هوايي دفاعي سیسټمونو ته یې ځینې تلفات او لوی زیانونه اړولي دي.

عاصم منیر وویل، چې د هند پوځ «په خپلو ټولو وړتیاوو سره» پاکستان تر فشار لاندې نه شي راوستلی.

منیر د ځمکني ځواکونو افسر او د پوځي استخباراتو سازمان پخوانی مشر دی.

هغه به د ۲۰۲۷ کال تر نومبر پورې د پوځ د مشر په توګه پاتې وي او ښایي د پنځو نورو کلونو لپاره هم په دې مقام کې پاتې شي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني رویټرز ته وویل، چې ان له وروستۍ شخړې څخه مخکې منیر د خپل پخواني پوځي مشر په پرتله چې عملي او اېډيالوژيکه تګلاره یې درلوده او له هند سره د اړیکو د ښه کولو په لټه کې و، په مقابل کې تر ډیلي ډېر د جګړې غوښتونکی ښکاري.

هغه زیاته کړه: «د هند په وړاندې د ځواک او مقاومت ټينګ دريځ له منیر سره مرسته وکړه چې په هېواد کې خپل دریځ پیاوړی کړي.»

ټرمپ د «سپین پوستو د ځورونې» په اړه د یوه فلم په ښودلو سره د سوېلي افریقا ولسمشر حیران کړ

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا سره د لیدنې پرمهال هغه د سپین پوستو د عام وژنو او د ځمکو د غصب په اړه د یو لړ څرګندونو سره مخ کړ. دا صحنه په فبرورۍ میاشت کې د ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ ترينګلي لېدنې ته ورته وه.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د ناستې په یوې برخه کې وویل: « خلک د خپل ژوند لپاره له سوېلي افریقا څخه تښتي. د دوی ځمکې غصبېږي او په ډېرو برخو کې دوی وژل کېږي.»

هغه دا څرګندونې د ویډیوګانو او چاپ شویو مقالو د ښودلو پرمهال وکړې، چې د هغه په ​​وینا په سوېلي افریقا کې د سپین پوستو د ځورونې او وژنې شواهد دي.

په غونډه کې د اېلان ماسک شتون له پیل څخه د تاوتریخوالي احتمال لوړ کړی و.

د یادولو ده، چې ماسک په سوېلي افریقا کې زېږېدلی دی.

د امریکا حکومت په دې وروستیو ورځو کې ۵۹ سپین پوستي سوېلي افریقایان د کډوالو په توګه منلي دي.

دې پرېکړې د سوېلي افریقا د پلازمېنې پرتوریا د حکومت او په واشنګټن کې د امریکا د کانګرس د دېموکراتو استازو منفي غبرګونونه راپارولي دي.

ټرمپ د غويي په ۲۲مه په بې‌سارې څرګندونو کې د سوېلي افریقا د سپین پوستو پناه غوښتونکو هرکلی وکړ او ویې ویل؛ دغه ډله چې ډېری یې د «افریکانر» قوم پورې تړاو لري او د هالنډي کډوالو اولادونه دي، «د نژادي تبعیض قربانیان» دي او په خپل هېواد کې له «نسل‌وژنې» سره مخامخ دي.

رامافوسا د چهارشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر سره د لیدنې په پیل کې ویلي و، چې موخه یې د سوداګرۍ او مهمو معدني موادو په اړه خبرې دي، چې په یوه دوستانه فضا کې ناستې ته ننوت.

د ټرمپ سره د هغه لومړنۍ خبرې د ګالف په اړه وې او د سوېلي افریقا دوه مشهور ګالف لوبغاړې هم د هغه په پلاوي کې شامل وه؛ خو د ناستې لوری ژر بدل شو.

ټرمپ یوه ویډیو خپره کړه، چې سپین صلیبونه پکې ښکارېدل، کوم چې د هغه په ​​وینا د زرګونو وژل شویو سپین پوستو د قبرونو نښې وې.

د مخالفو مشرانو د توندو ویناوو صحنې هم خپرې شوې او ټرمپ وویل، چې یو له دوی څخه باید ونیول شي.

رامافوسا د ویډیو د ښودلو پرمهال تر ډېره پرته له کوم غبرګون څخه ناست و، کله ناکله یې د ښه لید لپاره به یې غاړه وګرځوله.

هغه وویل، دا ویډیو یې مخکې هېڅکله نه ده لیدلې او غوښتل یې پوه شي چې چېرته دا ویډيو ثبت شوې ده.

ټرمپ وروسته چاپ شوې مقالې وښودې، چې پکې د سوېلي افریقا د سپین پوستو د وژنې یادونه شوې وه او کله چې یې پاڼې اړولې، وویل: «مرګ... مرګ.»

رامافوسا ټینګار وکړ، چې په سوېلي افریقا کې جرمونه شته؛ خو زیاتره قربانیان یې تور پوستان دي.

خو ټرمپ د هغه خبره پرې کړه او ویې ویل: «خو بزګران تور پوستان نه دي.»

ټرمپ همداراز د سوېلي افریقا له خوا د اسراییل د «نسل وژنې» په تور د عدالت په نړۍواله محکمه کې د شکایت یادونه هم وکړه او ویې ویل، چې هغه له قضیې څخه د کومې پایلې تمه نه لري.

رامافوسا مخکې په عاج ساحل کې په یوه کنفرانس کې ویلي و، چې سپین پوستي افریقایان «په ظاهره له هېواده وتلي دي، ځکه چې دوی د هغو پالیسیو مخالفت کاوه، چې د سپین پوستو د واکمنۍ له پای ته رسېدو وروسته د نژادي نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره عملي کېږي.»

100%

د امریکا د کډوالو په پالیسیو کې تضادونه

له هغه وخته چې ټرمپ د تېرې جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته ستون شو، هغه د سوېلي افریقا سره ټولې مالي مرستې بندې کړې او له دې هېواد سره یې اړیکې محدودې کړې دي، ځکه چې د اسراییل پروړاندې یې د نسل وژنې پر ضد د عدالت په نړۍواله محکمه کې دعوه کړې ده.

په دې وروستیو میاشتو کې د ټرمپ ادارې په امریکا کې د کډوالو د منلو ټولې پروسې ودرولې او د افغانستان، کانګو او نورو هېوادونو څخه د زرګونو کډوالو مخه یې ونیوله، چې د جګړې او شخړو څخه تښتیدلي او د امنیتي او مالي اندېښنو له امله د تایید پروسې څخه وروسته د شړلو لپاره چمتو وو.

د کډوالو نړۍوال سازمان چې د ملګرو ملتونو یوه اداره ده او له بې ځایه شویو خلکو سره مرسته کوي، تر دې وړاندې یې د امریکا د حکومت غوښتنه رد کړې وه، چې د افریقایانو د بیا مېشتېدنې سره مرسته وکړي.

طالبانو یو وار بیا خپله منتقده څېره مولوي عبدالقادر قانت ونیوه

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو منتقدې څېرې مولوي عبدالقادر قانت ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دغې ډلې استخباراتو نوموړی په کابل ښار کې په خپل کور کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) زیاته کړې، مولوي قانت اوس د طالب استخباراتو په ۴۰م ریاست کې بندي دی او نن یې وکولای شول چې له خپلې کورنۍ سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړي.

د طالبانو د دغه منتقد ملا د نیول‌کېدو د دلیل په تړاو تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي دي.

د نوموړي دیني عالم د نیول‌کېدو یوه ویډیو هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، چې د طالبانو غړي په یوه ملکي موټر کې هغې کوڅې ته ننوځي چې د قانت کور په‌کې موقعیت لري.

په ویدیو کې ښکاري، چې یو موټر د یاد دیني عالم د کور مخې ته ودرېږي او یو شمېر کسان چې ملکي جامې یې پر تن دي، هغه له خپل کوره راباسي او موټر ته یې خېژوي.

د هغه د نیول‌کېدوپرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د کور مخې ته لیدل کېږي، خو هغوی د دې پېښې چې انسان‌تښتونې ته ورته ده، پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښکاره کوي.

تر دې مخکې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون غورځنګ پر خپلې اېکس‌‌ ټولنیزې پاڼې لیکلي و چې مولوي قانت «په کابل کې له خپل کوره تښتول شوی دی.»

د یادونې ده، چې طالبانو یو وار مخکې هم عبدالقادر قانت د دغې ډلې پر واک انحصار د توندې نیوکې له امله نیولی او بندی کړی و.