ازبکستان په دې هڅه کې دی چې د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا بازارونو ته ځان رسوي

د یورو اېشیا ورځپاڼې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې ازبکستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هڅه کړې، چې افغانستان د خپلې نوې سیمه ییزې همکارۍ برخه کړي او له جغرافیایي موقعیت څخه په ګټه اخیستو یې تاشکند غواړي ځان د سوېلي اسیا بازارونو ته ورسوي.

د یورو اېشیا ورځپاڼې مقاله کاږي، چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره ازبکستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه هم کړي دي.

دغه تړونونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د انرژۍ په برخه کې همکارۍ، ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره شوي دي.

د دې هوکړو یوه لویه موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اپرېل میاشتې په لومړۍ ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره د افغانستان د بیا رغاونې لپاره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی و: «د افغانستان ثبات او بیا رغونه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه ګټه ده.»

طالبانو هم د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی و. د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې د «واقعیتونو درک کول» بللې وو او زیاته کړې وه، چې دواړه هېوادونه د «رښتینې ګاونډیتوب او ګډو ګټو» پر بنسټ همکاري کوي.

ازبکستان تر دې دمه د افغانستان په کانونو، کرنه، انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې پانګونه کړې ده.

د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د افغان کرنیزو توکو پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه د ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې جوړولو برخې هم لري.

مقاله وړاندې کاږي،‌ افغانستان ډېر کله کرنیز توکي ازبکستان ته صادروي، خو اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري متوازنه نه ده.

د ۲۰۲۴ کال د «۱.۱ میلیارد ډالرو دوه اړخیز تجارت له منځه» له یو میلیارد ډالرو زیات صادرات یوازې د ازبکستان له لوري افغانستان ته شوي دي.

د ازبکستان یو له اصلي صادراتو څخه برېښنا ده، چې شاوخوا «۶۰ سلنه د افغانستان د برېښنا اړتیاوې» پوره کوي.

د نویو تړونونو له مخې، افغانستان به له ازبکستان څخه د برېښنا واردات زیات کړي او دواړه هېوادونه به د «۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه» ژر تر ژره بشپړه کړي.

د دغې پروژې لګښت له « ۲۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۲۲ میلیون ډالرو» ته راکم شوی دی.

دغه ۲۴۶ کیلومتره اوږده لېږد لیکه به هر کال افغانستان ته شپږ میلیارد کیلو واټه برېښنا ورسوي.

همدا راز ازبکي چارواکي باور لري، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پل په توګه مهم ځای خپل کړي.

طالبان چې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له لوري سختو بندیزونو سره مخ دي او ان یو شمېر هېوادونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي، اوس یوازې خپل ګاونډیان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د اړیکو لپاره ورپاتې دي.

په دې لړ کې طالبانو چین سره هم خپلې اړیکې غځولې او نیوکې دا دي‌، چې د دغو هېوادونو پانګه والو ته یې د افغانستان د طبیعي زېرمو په استخراج کې پراخه ونډه ورکړې ده.

همدا راز امریکا هم څو څو ځله په افغانستان کې د چین او روسیې له زیاتیدونکي نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.