طالبانو یو وار بیا خپله منتقده څېره مولوي عبدالقادر قانت ونیوه

د طالبانو منتقدې څېرې مولوي عبدالقادر قانت ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دغې ډلې استخباراتو نوموړی په کابل ښار کې په خپل کور کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.

د طالبانو منتقدې څېرې مولوي عبدالقادر قانت ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دغې ډلې استخباراتو نوموړی په کابل ښار کې په خپل کور کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.
سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) زیاته کړې، مولوي قانت اوس د طالب استخباراتو په ۴۰م ریاست کې بندي دی او نن یې وکولای شول چې له خپلې کورنۍ سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړي.
د طالبانو د دغه منتقد ملا د نیولکېدو د دلیل په تړاو تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي دي.
د نوموړي دیني عالم د نیولکېدو یوه ویډیو هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، چې د طالبانو غړي په یوه ملکي موټر کې هغې کوڅې ته ننوځي چې د قانت کور پهکې موقعیت لري.
په ویدیو کې ښکاري، چې یو موټر د یاد دیني عالم د کور مخې ته ودرېږي او یو شمېر کسان چې ملکي جامې یې پر تن دي، هغه له خپل کوره راباسي او موټر ته یې خېژوي.
د هغه د نیولکېدوپرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د کور مخې ته لیدل کېږي، خو هغوی د دې پېښې چې انسانتښتونې ته ورته ده، پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښکاره کوي.
تر دې مخکې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون غورځنګ پر خپلې اېکس ټولنیزې پاڼې لیکلي و چې مولوي قانت «په کابل کې له خپل کوره تښتول شوی دی.»
د یادونې ده، چې طالبانو یو وار مخکې هم عبدالقادر قانت د دغې ډلې پر واک انحصار د توندې نیوکې له امله نیولی او بندی کړی و.

په هرات ولایت کې د درملو یوه فابریکه په ورځ کې نږدې ۳۰ زره سیرومونه تولیدوي، چې د بازار ۲۰ سلنه اړتیاوې یې پوره کړي دي.
د «پارسوا» د درملو د تولید فابریکې مشر محمد رضا عالمي دغه راز زیاتوي، چې یاده فابریکه اوسمهال څه باندې ۳۰ ډوله درمل تولیدوي او ډېر ژر به په دې تولیداتو کې لس قلمه نور درمل هم اضافه شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د ښاغلي عالمي له قوله راپور ورکړی، چې په یادې فابریکې شاوخوا یو مېلیون او ۲۵۰ زره ډالره پانګونه شوې ده.
د راپور له مخې، په هرات ولایت کې پر دې فابریکې سربېره د درملو د تولید دولس نور شرکتونه هم فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانستان ته وارداتي درمل نه یوازې په لوړه بیه تمامېږي؛ بلکې له هېواده په زیاته کچه د اسعارو د وتلو لامل هم کېږي.
نوموړي د درملو د تولیدي کارخونو له مسوولانو غوښتي، چې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي.
افغانستان ته تر ډېره د اړتیا وړ درملو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ خو نیوکې دا دي، چې دغه هېوادونه افغانستان ته بې کیفیته درمل واردوي.
تر دې وړاندې هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام او د خوړو نړۍوال پروګرام افغانستان ته بې کیفیته توکي وارد کړي دي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د پخواني حکومت شاوخوا ۱۰۸۰ تنه لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي هېواد ته ستانه شوي دي. د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، د یو شمېر کسانو قضايي دوسیې یې هم حل کړي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: «د وزيرانو، د پارلمان د غړو، والیانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون ۱۰۸۰ تنه هېواد ته ستانه شوي.»
نوموړي ویلي، چې ستانه شویو کسانو ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړي او له کومې وېرې پرته له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.
د وثیق په خبره، په ستانه شويو کسانو کې انجنیران، ډاکټران او نور ماهر کسان هم شامل دي، چې مخکې د اوسېدو له ګواښ سره مخ و.
هغه زياتوي، چې کمېسیون یې قضايي برخه هم لري او د ستانه شوي کسانو یو شمېر شخصي او حقوقي دوسیې یې هم حل کړي دي.
هغه زياته کړې: «د اړیکو کمېسیون په طرزالعمل کي ټول مسایل شته، حقوقي، شخصي مسایل او هغه کسان چې يو پر بل دعوه لري زموږ خاص بورډ يې قضيې خلاصوي، که سخته وه بیا یې قضايي ارګانونو ته سپارو.»
ددا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون لهخوا په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو، جنرالانو او د هېواد د علمي شخصیتونو په ګډون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او پوځیانو ته د خوندیتوب د کارټونو د وېش خبر ورکړ.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې که څه هم عمومي عفوه هم اعلان شوې ده؛ خو بیا هم د دغې ډلې جنګیالیو د تېر حکومت یو شمېر سیاسي شخصیتونه او پوځي قومندانان نیولي، ځورولي او ان وژلي یې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ او د یو شمېر خصوصي شرکتونو په همکارۍ د "ګل او بوټي" په نوم د زینتي ګلانو نندارتون جوړ شو. د کابل ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه درې ورځینی نندارتون په زرنګار پارک کې جوړ شوی دی.
د دې نندارتون په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې د ښځو حضور نه لیدل کېږي او نه هم طالبانو دې ته اشاره کړې، چې په دې نندارتون کې ښځې ګډون کولی او که نه.
په کابل کې د طالبانو والي امین الله عبید په دې اړوند غونډه کې ټینګار کړی، چې ګلان نه یوازې د ښایست ښکارندویي کوي، بلکې دا د کابل د خلکو د ذوق، مهربانۍ او اصیل کلتور برخه ده.
له دې سره، د طالبانو د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي، چې یادې ادارې د ښاري بنسټونو د پراختیا تر څنګ، د شنو ساحو د پراخولو او د ښار د بڼې ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د کابل ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه نندارتون د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی او پکې د زینتي ګلانو څه باندې ۹ زره بوټي نندارې ته وړاندې کېږي.
د دې نندارتون د جوړېدو موخه د طبیعت سره د مینې فرهنګ ته وده ورکول، خلک د چاپېریال ساتنې ته هڅول او د ګلروزنې په برخه کې له کورنیو تولیداتو ملاتړ ښودل شوی دی.
دغه پروګرام په داسې حال کې نیول کېږي، چې له کلونو راهیسې د کال په نوي کېدو سره د ښارونو په بېلابېلو برخو کې ګلان او نیالګي کېنول کېږي، خو ساتنې ته یې په جدي توګه د اړوندو ادارو او خلکو له خوا پاملرنه نه کېږي، چې له همدې امله د ښار په بڼه کې هم د پام وړ بدلون نه راځي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل د زلمي خلیلزاد مېرمنې شیریل بېنارډ څرګندونو او د جمهوري نظام افغان چارواکو ته په اشارې وايي، چې د ډاکټر خلیلزاد، د هغه د مېرمنې او د هغوی د پټو او پېچلو لوبو مخالفت، نه کوم لوی ویاړ دی او نه هم د خلکو د ستونزو د حل لامل کېدای شي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، که چېرې د جمهوري نظام پرمهال د شخصي مصلحتونو او سیاسي حسابونو پر ځای د حقیقت غږ پورته شوی وای، ښایي د راتلونکې فاجعې پر وړاندې یو ملي او ولسي موقف رامنځته شوی وای.
نبیل لیکلي دي: «په هغه ورځو کې چې د دوحې د معاملې خبرې په پټه او د تړلو دروازو تر شا روانې وې او طالبانو ته د واک سپارلو بهیر ورو ورو پلي کېده، ډېری سیاستوال او د حکومت مشران چوپ پاتې وو؛ داسې ښکارېده لکه هر یوه یې دا فکر کاوه چې شاید په راتلونکي طالباني حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي.»
نوموړي ویلي، چې د ریښتیا ویلو جرئت په هغه وخت کې یوه نه بخښل کېدونکې تېروتنه ګڼل کېده او دا د افغانستان د جمهوري نظام د پای ته رسېدو اصلي فضا وه.
نیبل د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د هغه د مېرمنې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «نن ورځ د ډاکټر خلیلزاد، د هغه د مېرمنې او د دوی د پټو او پېچلو لوبو مخالفت، نه کوم لوی ویاړ دی او نه هم د خلکو د درد او رنځ دوا. »
نبیل زیاته کړې: «نن چې ځینې کسان د مخالفت توره له تیکې راوباسي، دا یوازې د ناوخته ویښ شوي وجدان نښه ده، نه د حال د بدلون وسیله.»
د هغه په وینا، لږ شمېر هغه کسان چې د توطیې پر وړاندې یې غږ پورته کړ، نه یوازې دا چې ملاتړ یې ونه شو، بلکې د دوی غږونه خاموش کړای شو.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې تېره ورځ د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بېنارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بېبنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نهوېرېږي.
بینارډ ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د زلمي خلیلزاد د مېرمنې وروستيو څرګندونو ته په غبرګون ویلي: «هغو کسانو چې یو ملت تر تباهۍ رسولی، د بخښلو نه دي.» شيریل بینارډ په یوه مقاله کې د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو اندېښنې بې بنسټه بللي او د ښځو د ځپلو راپورونه یې رد کړي دي.
د نوموړې ددې خبرو په غبرګون د پوهنتون نامتو استاد او د حقوقي مسایلو څېړونکی ډاکټر امین احمدي وایي، افغان مېرمنې کولای شي د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شيریل بینارډ پر ضد چې په افغانستان کې یې جنسیتي توپیر له پامه غورځولی، شکایت وکړي.
نوموړي لیکلي، چې مېرمن بینارډ د طالبانو جنسیتي توپیر توجیه او انکار کوي.
د رخشانې رسنۍ مدیرې او د افغان ښځو فعالې زهرا جویا د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شيريل بینارډ د وروستيو څرګندونو وروسته د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې د پوښتنو په ډول لیکلي: «ایا د افغان ښځو پر وړاندې صادر شوي ۸۰ سلنه فرمانونه رښتیا نه دي؟ ایا طالبان درواغ وایي او که د هغوی ملاتړي؟»
له دې سره، د پخوانۍ ولسي جرګې غړې او سیاسي فعالې فوزيه کوفي د جویا د همدې خبرو په بیا شریکولو سره زياته کړې، چې که طالبان یوه ورځ انساني ارزښتونه ومني، د افغانانو ارادو ته غاړه کېږدي او ټولنيز عدالت تامين کړي، چمتو ده چې له هغوی سره د هېواد لپاره کار وکړي.
هغې زياته کړې: «مګر زه به د دوی په څېر هغه کسان ونه بخښم چې د خپل واک او مالي ګټو په پایله کې یې تر تباهۍ رسولي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ښځو د یووالي غورځنګ غړو هم د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شیریل بینارډ پر مقالې تُندې نیوکې کړي.
دغه ښځینه فعالانې وایي، چې شیریل بینارډ د طالبانو له خوا له ټولنې څخه د ښځو حذف او پراخ ځپل انکاروي.
د دغو فعالانو په خبره: «څوک چې د طالبانو له جنایتونو انکار کوي، د جرم شریک دی».
د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بېبنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نهوېرېږي.
نوموړې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز «د نهمنلو وړ او د دیني اساس نهلرونکی» بللی دی، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي دي.
