• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کوکنارو پر سر د خلکو او طالبانو ناندرۍ؛ طالبانو په هلمند کې له ۲۰۰ ډېر کورونه سوځولي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۱

له هلمند څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د کوکنارو د کر پر سر د «سیابند سيمې» د خلکو تر ۲۰۰ زيات کورونه سوځولي دي. د سرچینو په خبره، طالبانو د سیمې لسګونه خلک بندیان کړي او د هغوی لمریزې هېندارې يې هم ماتې کړي دي.

د هلمند او غور ولایتونو ترمنځ د «سیابند غرنۍ سیمې» اوسېدونکو د چهارشنبه په ورځ (د غويي ۳۱مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز وویل، چې طالبانو له تېرې اوونۍ څخه په پرله پسې ډول د کوکنارو د کرلو پر سر د تامنیانو په نوم د ځايي قوم تر ۲۰۰ زيات کورونه سوځولي دي.

سرچينې زیاتوي، چې طالبانو د سیمې لسګونه ځايي مشران او ځوانان هم زنداني کړي او د کروندو تر تخریب وروسته یې د ټولو کورونو لمريزې هېندارې هم ماتې کړي دي.

طالبانو د خلکو د کورونو سوځولو ترڅنګ د هغوی لمرېزې هندارې هم ماتې کړي
100%
طالبانو د خلکو د کورونو سوځولو ترڅنګ د هغوی لمرېزې هندارې هم ماتې کړي

سرچينه دا د طالبانو قومي تعصب ګڼي او وايي، چې دا غرنۍ سيمه اوس مهال له سخت انساني ناورین سره مخ ده.

د سيمې یو قومي مشر وویل: «دا ناورین د کوکنارو د کښت پر سر راپورته شوی، د طالبانو غبرګون له قانوني چوکاټ څخه وتلی او په ظلم یې شروع کړی.»

په سیابند سیمه کې چې اکثر اوسېدونکي یې کروندګر او مالداران دي، د ژوند یوازینۍ وسیله يې کرنه ده.

که څه هم طالبان وایي، چې د کوکنارو کښت یې منع کړی، خو خلک بیا وایي چې کوکنار یې له مجبوریت څخه کرلي دي، ځکه دوی د ژوند نورو اساسي امکاناتو لکه ښوونه، روغتیا او د کار فرصتونو ته لاسرسی نه لري.

یو کروندګر وایي: «موږ نور هېڅ نه لرو. یا دې موږ ته د ژوند بدیل پیدا کړي، یا دې موږ پرېږدي چې خپلې کورنۍ له لوږې وژغورو.»

د ځایي سرچینو په وینا، طالبانو په وروستیو ورځو کې تر ۲۰۰ زیات کورونه سوځولي او نړولي دي.

خلک وایي، طالبان نه یوازې دا چې د دوی شتمنۍ له منځه وړي، بلکې د سپکاوي ډکې کلمې هم ورته کاروي.

ځايي خلک وایي، کله چې ښځې د طالبانو مرکزونو ته د خپلو نارینه وو د احوال لپاره ورځي د طالبانو له لورې ورته ویل کېږي، چې «ولاړې شئ بل مېړه وکړئ.»

د سيمې یو بل سپین ږېری وایي: «زموږ کور سوځېدلی، وسایل مو له منځه تللي، حتی هغه برمه چې اوبه مو پرې را اېستلې، طالبانو ماته کړې. موږ اوس څه وکړو؟ موږ انسانان نه یو؟»

سیابند یوه لرې پرته او غرنۍ سیمه ده چې د ژوند له ډېرو امکاناتو بې برخې ده او له همدې امله د خلکو غږونه رسنیو ته نه رسېږي او ظلمونه په کې پټ پاتېږي.

د ځايي خلکو په خبره، د طالبانو په وړاندې یې هېڅ مقاومت نه دی کړی او د دوی په خبره اوس د ظلمونو له کبله مجبور دي وسله پورته کړي.

یو ځوان وایي: «موږ اوس دا پرېکړه کړې چې که څوک زموږ غږ نه اوري، موږ به خپله وسله واخلو. دا وضعیت نور زغملای نه شو.»

سیابند چې د جمهوریت پر مهال د طالبانو لپاره د پناه ځای په توګه پېژندل کېده، د افغانستان له هغو سیمو څخه وه چې د دولت او بهرنیو ځواکونو له خوا عملیات پکې سخت وو.

د پېچلې جغرافیې له امله، طالبان هلته کلونه پټ پاتې شول؛ د سيمې د خلکو په خبره اوس هماغه خلک چې طالبان یې پټ ساتلي وو، د همدې ډلې له خوا تر ټولو زیات ځورېږي.

ځايي خلک وایي: «د سیابند د خلکو کیسه یوازې د کوکنارو پر سر شخړه نه ده؛ دا د یوې بې‌عدالتۍ، بې‌غورۍ او زورواکې واکمنۍ انعکاس دی.»

د سیابند خلک غوښتنه کوي، چې طالبان باید له قانوني لارو اقدام وکړي، نه دا چې د خلکو کورونه وسوځوي، ښځو ته سپکاوی وکړي او شتمنۍ یې له منځه یوسي.

د خلکو په خبره، د دې سیمې خلک اوس د یوه انساني غبرګون په حال کې دي او که نړۍوال، رسنۍ او مدني ټولنه غبرګون و نه ښيي، دا ناورین ښايي لا پراخ شي.

د هلمند ځايي طالب مسوولین هڅه کوي، دا موضوع پټه وساتي او په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.

دغه ډله په پرله پسې ډول هڅه کوي، چې د نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې د خپل مشر هبت الله فرمان عملي کړي او خلکو ته خبرداری ورکوي چې د نشه یي توکو هر ډول کښت، قاچاق، تولید او استعمال بند دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په بدخشان ولایت کې هم د کوکنارو د کر او له منځه وړلو پر سر د خلکو او طالبانو ترمنځ خونړۍ شخړې رامنځته شوې وې، چې تر څو اوونیو پورې یې دوام درلود.

د نشه یي توکو کروندګرو تل ټینګار کړی، چې طالبان باید دوی ته د بدیلو لارو زمینې برابرې کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

مارک روبیو وايي امریکا له طالبانو نه د القاعدې پرضد لا ډېره همکاري غواړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته په تور نوملړ کې د طالبانو د شاملولو په تړاو وویل، چې واشنګټن له طالبانو نه د القاعدې او نورو ډلو پرضد لا ډېره همکاري غواړي.

مارک روبیو وویل، « زه باور لرم چې دا ډلبندي اوس بیاځلې تر ارزونې لاندې ده. لکه څنګه چې تاسې پوهیږئ، موږ په تېرو څو اونیو کې ځینې پرمختګونه لرلي دي او ځینې امریکایان چې بندیان وو، خوشې شوي دي، خو موږ به ځینې پریکړې وکړو».

نوموړي د دې ډلبندۍ په اړه وویل، چې دا به په بشپړه توګه د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي پالیسۍ پر بنسټ وشي.

نوموړي زیاته کړه، «موږ په دې پوهیږو چې طالبان څوک دي، موږ او دوی تېرو وختونو کې څه کړي دي. موږ غواړ چې له هغوی څخه د القاعدې او نورو عناصرو په اړه لا ډیره همکاري تر لاسه کړو. هغه عناصر چې موږ غواړو هدف یې وګرځوو».

مارک روبیو زیاته کړه، چې دا د هغې وسیلې یوه برخه ده چې ولسمشر یې د دوی له خوا د همکارۍ زیاتولو لپاره کاروي.

د ټینیسي ایالت استازي ټیم برچټ د پوښتنې په ځواب کې چې امریکا څه ډول ډاډ ولري، چې د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له لوري چې په افغانستان کې مېشتې دي یا روزل کیږي، برید نه کیږي، مارک روبیو وویل:«ښه دا هغه څه دي چې موږ یې هره ورځ ډاډمن کولو ته اړتیا لرو او په څرګنده توګه د دفاع وزارت مسوولیت دی. موږ له همدې امله په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور نه لرو، ځکه موږ په او سني حالت کې دا نه احساسوو، چې هلته خپل پرسونل په سمه توګه خوندي کړو».

هغه زیاته کړه، چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان له وضعیت نه ښه خبر دی او د خپلې لومړۍ دورې ولسمشرۍ پرمهال د یوې داسې هوکړې لپاره په خبرو اترو کې ډیر ښکیل و، چې امریکایان یې خوندي وساتل.

نوموړي وویل، « زه فکر کوم هغه بیا لیوالتیا لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان هیڅکله د بهرنیو بریدونو د پل ځای نه شي، په ځانګړې توګه د هغو بریدونو چې پر امریکایانو په نړۍ کې یا د امریکا دننه وشي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو ډلو نوملړ کې د طالبانو نوم شاملول تر ارزونې لاندې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمارکو روبیو وايي، چې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د طالبانو شمولیت تر کتنې لاندې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې د بهرني ترهګر سازمان په توګه په نوم‌لړ کې د طالبانو د شاملولو موضوع یو ځل بیا تر کتنې لاندې ده.

کله چې د ټینیسي ایالت استازي، ټیم برچټ وپوښتل چې ایا امریکا به طالبان د یو بهرني ترهګر سازمان په توګه وپيژني، روبیو وویل: «زما په باور دا طبقه‌بندي اوس یو ځل بیا تر کتنې لاندې ده».

نوموړي د دې ډلبندۍ په اړه وویل، چې دا به په بشپړه توګه د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي پالیسۍ پر بنسټ وشي.

د ټینیسي ایالت استازي ټیم برچټ د پوښتنې په ځواب کې چې امریکا څه ډول ډاډ ولري، چې د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له لوري چې په افغانستان کې مېشتې دي یا روزل کیږي، برید نه کیږي، مارک روبیو وویل:«ښه دا هغه څه دي چې موږ یې هره ورځ ډاډمن کولو ته اړتیا لرو او په څرګنده توګه د دفاع وزارت مسوولیت دی. موږ له همدې امله په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور نه لرو، ځکه موږ په او سني حالت کې دا نه احساسوو، چې هلته خپل پرسونل په سمه توګه خوندي کړو».

متحده ایالاتو له دې وړاندې په وري میاشت کې د طالبانو پر دوه جګپوړو غړو پر سر جایزې لرې کړې.

ددغو جایزو لرې کول د طالبانو په بند کې د امریکايي زندانیانو له خوشي کېدو سره هممهاله و.

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د جایزې له لرې کېدو وروسته رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

هبت الله ښاروالانو ته د افغانستان د ښارونو د پاکوالي سپارښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د ښاروالانو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون کړی او ښاروالانو ته یی سپارښتنه کړې، چې په شرعي طریقه سره د خلکو د حقونو ساتنه او خدمت وکړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې د ښاروالانو لپاره په جوړ شوي یو ورځنې سیمینار کې ګډون کړی او هغوی ته د خدمت کولو سپارښتنې یې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ملا هبت الله اخوندزاده له قوله لیکل شوي:«د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې او حقوق دي او خلک یې تاسو ته د عامه خدماتو لپاره درکوي، نو په هغه کارونو کې یې مصرف کړئ، چې عام خلک پرې خوشحاله کیږي.»

همدارنګه هبت الله ښاروالانو ته د ښارونو د پاکوالي او خلکو سره د ښه چلند په اړه هم سپارښتنې کړې دي.« د افغانستان خلک ډیرو جنګونو ځپلي دي، اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو د خلکو سره ښه چلند وکړئ، مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، د غفلت څخه ځان وساتئ او په شریعت استقامت وکړئ».

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو د وزیرانو شورا په ګډون ډیری مهمې ناستې په کندهار کې ترسره کیږي.

د افغانستان نږدې ټولې چارې له کندهار څخه تنظمیږي او ملا هبت الله ډیر کم کابل ته ځي.

د برېتانیا ستره محکمه د افغان ځانګړو سرتېرو پر غوښتنلیکونو قضایي بیاکتنه کوي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د برېتانیا ستره محکمه د ۲۰۲۵ کال د می له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې، د هغو افغان ځانګړو ځواکونو د قضیې واوري، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي او غوښتنلیکونه یې رد شوي.

دا ځواک یوه ځانګړې افغان قطعه وه چې د برېتانیا له لوري تمویل، تجهیز او روزل شوې وه او له برېتانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه عملیات ترسره کړي دي.

یاده اورېدنه د یوې قضایي بیاکتنې برخه ده چې د «ټریپلز بیاکتنې» په نوم پېژندل کېږي.

دې پروسې د برېتانیا د حکومت له لوري د پناه غوښتنو د ردولو د بهیر قانونیت تر پوښتنې لاندې راوستی. دغه قضایي بیاکتنه وروسته له هغه پیل شوه چې د۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ میاشت کې سختې اندېښنې راپورته شوې، چې ولې د "ټریپلز" ځواکونو د ګڼ شمېر غړو د بیا مېشتېدنې غوښتنې رد شوې، سره له دې چې دوی د برېتانیايي ځواکونو ترڅنګ کلونه پر خطرناکو ماموریتونو بوخت وو.

د دې قضیې تر شا یو پخوانی لوړپوړی "ټریپلز" افسر ولاړ دی، چې اوس په برېتانیا کې مېشت دی. نوموړي د خپلو پاتې ملګرو لپاره د خوندیتوب د تضمین ترلاسه کولو په موخه کلونه هڅې کړې دي.

هغه ویلي، ګڼ شمېر پخواني همکاران یې د طالبانو له خوا وژل شوي یا شکنجه شوي دي، په داسې حال کې چې د(ARAP)پروګرام له لارې یې د ژغورنې تمه درلوده.

امرالله صالح: خلیلزاد بې خطره افغانستان ته تلاي شي او مصارف به هم ملاهبت الله ور کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، زلمی خلیل‌زاد او د هغه مېرمن کولی شي له خطر پرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر او تفریح وکړي، ځکه طالبان یې پوروړي دي او د سفر ټول لګښتونه به هم د ملا هبت‌الله له خوا ورکړل شي.

صالح دا څرګندونې په یوه اېکس پوسټ کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې خلیل‌زاد له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې، کله د قومي لابي‌ګر، کله د یونیکال شرکت د ګټو پلوي او کله د سي‌ای‌اې د غیرمستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی باور لري چې د دوحې تړون له لارې خلیل‌زاد طالبانو ته ستر خدمت کړی او اوس طالبان ځانونه دده پوروړي ګڼي.

صالح زیاتوي، د خلیل‌زاد مېرمن چې له افغان کډوالو غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي، د یوه نفوذي عامل او دده د بدنامه خاوند د رول لوبونې له دریځه دا خبرې کوي او دا ډول خبرې د دوی له نظره «صادقانه او په حقه» دي.

امرالله صالح ټینګار کړی چې که له۲۰۰۱کال نه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې پېښې په دقیقه توګه وڅېړل شي، څرګنده به شي چې خلیل‌زاد د عزیزی بانک او دوو مخابراتي شرکتونو په ګډون، له ګڼو فساد زېږوونکو قراردادونو سره تړاو درلود.