• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: خلیلزاد بې خطره افغانستان ته تلاي شي او مصارف به هم ملاهبت الله ور کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، زلمی خلیل‌زاد او د هغه مېرمن کولی شي له خطر پرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر او تفریح وکړي، ځکه طالبان یې پوروړي دي او د سفر ټول لګښتونه به هم د ملا هبت‌الله له خوا ورکړل شي.

صالح دا څرګندونې په یوه اېکس پوسټ کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې خلیل‌زاد له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې، کله د قومي لابي‌ګر، کله د یونیکال شرکت د ګټو پلوي او کله د سي‌ای‌اې د غیرمستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی باور لري چې د دوحې تړون له لارې خلیل‌زاد طالبانو ته ستر خدمت کړی او اوس طالبان ځانونه دده پوروړي ګڼي.

صالح زیاتوي، د خلیل‌زاد مېرمن چې له افغان کډوالو غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي، د یوه نفوذي عامل او دده د بدنامه خاوند د رول لوبونې له دریځه دا خبرې کوي او دا ډول خبرې د دوی له نظره «صادقانه او په حقه» دي.

امرالله صالح ټینګار کړی چې که له۲۰۰۱کال نه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې پېښې په دقیقه توګه وڅېړل شي، څرګنده به شي چې خلیل‌زاد د عزیزی بانک او دوو مخابراتي شرکتونو په ګډون، له ګڼو فساد زېږوونکو قراردادونو سره تړاو درلود.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

ملا هبت الله د سراج الدین حقاني له مشورې پرته د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانان تبدیل کړل

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱
ملا هبت الله د سراج الدین حقاني له مشورې پرته د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانان تبدیل کړل
100%

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره له مشورې پرته د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانانو کې ادلون بدلون راوستی دی.

ملا هبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم پر اساس د کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ۳۸ ولسوالیو په امنیه قوماندانانو کې ادلون بدلون راوستی.

د طالبانو په واکمنېدو سره د تېر نظام د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له لغو کېدو وروسته په ولایتونو کې د والیانو او ولسوالانو ګومارنې د کورنیو چارو وزارت اړوند شوې دي، خو د طالبانو مشر د والیانو، امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او د ولسوالیو لپاره د امنیه قوماندانانو ټاکنې د سراج الدین حقاني له مشورې پرته په خپلواکه توګه کوي.

د ملا هبت الله اخوندزاده په تازه شفاهي حکم کې چې د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانان یې له یوې څخه بلې ولسوالۍ ته تبدیل کړي، ښکاري چې نوموړي له کندهار څخه د یادو کسانو د ادلون بدلون امر کړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې د عملي کېدو امر شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله له سراج الدین حقاني سره له مشورې پرته د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولې ټاکنې په خپلواکه توګه کوي او د کندهار او کابل ترمنځ د ځینو مخالفتونو لامل هم همدا ښودل کیږي.

ترمذ کنفرانس؛ د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو به د سویلي او منځنۍ اسیا سوداګري پراخه شي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱
ترمذ کنفرانس؛ د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو به د سویلي او منځنۍ اسیا سوداګري پراخه شي
100%

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ مشر ویلي، چې تېر کال د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د څه باندې ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، خو د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو سره به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

د ازبکستان په ترمذ ښار کې په لومړي ځل د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اړیکو پراخولو په موخه درې ورځني کنفرانس کې د ټرانس افغان پروژې د عملي کېدو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د اندېښنو په اړه بحثونه شوي دي.

ازبک رسنیو ویلي، چې په دغه درې ورځني کنفرانس کې د منځني ختیځ، اسیا پاسفیک، اروپا او سیمه ییزو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰ کسانو برخه اخیستې.

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ مشر الدور عریپوف ویلي، چې د نړۍوالې بې ثباتۍ پرمهال د دغه ډول کنفرانس جوړولو اړتیا تر بل هروخت ډیره ده. نوموړي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریرزې راکړې وکړې په اړه زیاته کړه:«تېر کال د منځنۍ او سویلی اسیا ترمنځ سوداګریز تبادلات له ۵ مېلیارده ډالرو اوښتي خو لا هم سوداګري محدوده ده.»

نوموړي د ټرانس افغان پروژې پر چټکې عملي کېدا ټینګار کړی او په باور یې، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیات شي.

پر همدغه مهال ټایمز اف سینټرل اسیا په خپل راپور کې ویلي، چې د ټرانس افغان پروژه په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي اندیښنو، د افغانستان په غرنیو سیمو او تخنیکي مسایلو کې له ځنډ سره مخ ده او ښايي د یادې پروژې برخلیک د نړیوالو د سیاستونو او جیوپولیټیک فشارونو تر اغیز لاندې راشي.

افغانستان د نړۍ په هغو ۹ هېوادونو کې راغلی چې تر ټولو ډېر خلک پکې له لوږې سره مخ دي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱
افغانستان د نړۍ په هغو ۹ هېوادونو کې راغلی چې تر ټولو ډېر خلک پکې له لوږې سره مخ دي
100%

د خوړو د بحران نړیوالې شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان له هغو ۹هېوادونو څخه دی چې له یو میلیون ډېر خلک پکې له سختې یا بیړنۍ لوږې سره مخامخ دي. دا نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې شاوخوا ۳،۶میلیونه افغانان له سختې لوږې کړېږي.

د خوړو د بحران د نړیوالې شبکې د ۲۰۲۴ کال په راپور کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې ۲۹۵.۳ میلیونه خلک په ۵۳ هېوادونو کې د خوړو له سخت نشتوالي سره مخ دي.

د دې ارزونې له مخې، په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۳.۷ میلیونه کسان زیات شوي.

په دې راپور کې سودان د نړۍ تر ټولو اغېزمن هېواد بلل شوی، چې ۸.۵ میلیونه کسان پکې د خوړو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه حاصل، د انفلاسیون یا ګرانوالي د کمېدو او د بشري مرستو د دوام له امله د خوړو له ناامنۍ سره مخ کسانو شمېر ۴.۱ میلیونه کم شوی و.

خو سره له دې، یاد سازمان خبرداری ورکوي چې لا هم ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو له بحراني حالت سره مخ دي.

دې شبکې د سودان د وضعیت په اړه ویلي چې د خوړو د لوړې کچې کمي له امله په دې هېواد کې قحطي رامنځته شوې ده.

همداراز، راپور وايي چې د غزې په تړانګه کې د جګړې دوام او فلسطینیانو ته د خوړو د مرستو بندېدل د قحطۍ خطر لا پسې زیات کړی.

راپور زیاتوي چې په نایجریا کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وګړو شمېر ۶.۹میلیونه ډېر شوی او اوس ۳۱.۸میلیونه کسانو ته رسېدلی.

په میانمار کې هم د جګړو شدت او طبیعي افتونو ۳.۷میلیونه خلک له خطر سره مخ کړي دي.

د چک ولسمشر د یوه افغان بندي په وژلو تورن سرتېري وبښل

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱
د چک ولسمشر د یوه افغان بندي په وژلو تورن سرتېري وبښل
100%

د چک ولسمشر پیټر پاول د چارشنبې په ورځ د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو څلور هغه غړي وبښل، چې د یوه نیول شوي افغان سرتېري د مړینې په تړاو له محاکمې سره مخ وو.

دغه څلور کسان د ځانګړو عملیاتو د ۶۰۱مې ډلې غړي وو او ټاکل شوې وه چې د باج اخیستو، نافرمانۍ، له دندې د سرغړونې او د همکارۍ نه کولو په تور محاکمه شي.

د چک رسنیو رپوټ ورکړی و چې دا تورونه د ۱۹ کلن وحیدالله خان له مړینې سره تړاو لري. نوموړی په۲۰۱۸ کال کې د هرات ولایت په شینډنډ کې پر بهرنیو سرتېرو د برید له امله نیول شوی و.

په دغه برید کې یو چکی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.

د چک د ولسمشر دفتر ویلي: « د دې قضیې د ټولو حالاتو تر دقيقې ارزونې وروسته، ولسمشر د جګړې د حالاتو ځانګړې بڼه په پام کې ونیوله، چې دا پېښه پکې شوې وه».

دفتر زیاته کړې، دا هم په پام کې نیول شوي چې دغه سرتېري په مستقیم ډول د زور زیاتي په جرمونو تورن نه وو.

نیویارک ټایمز په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې خان له نیول کېدو وروسته د امریکایي او چکي سرتېرو له خوا وهل شوی و، بې هوښه شوی و او په همغه ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شو او وروسته ومړ.

امریکایي او چکي ځواکونه دواړه د پېښې په تړاو تر پلټنو لاندې وو.

د چک پوځ له ۲۰۰۲کال نه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې فعال و.

حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱
حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی
100%

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا مهال د سترګو د درملنې په موخه په جرمني کې دی. نوموړی درې ورځې کېږي چې د برلین ښار په شریته روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سرچینو زیاته کړې، چې کرزي له یو شمېر پخوانیو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدلي، چې رنګین دادفر سپنتا او زلمی رسول پکې شامل دي.

ډیپلوماتیکو سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برلین کې د افغانستان سفارت د کرزي کوربه‌توب کوي.

طالب چارواکو تر اوسه د کرزي د سفر په اړه رسمي نظر نه‌دی ورکړی، خو پخوا یې کرزی او ډاکتر عبدالله عبدالله له هېواده بهر ته له تګ څخه منع کړي وو. سرچینې وایي چې دا سفر د طالبانو په اجازې ترسره شوی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته سفر کوي.

نوموړی تېر کال هم د یوه جراحي عملیات لپاره دوسلدورف ته تللی و، خو درملنه یې وروسته له هغه وځنډېده چې د خپل ورور قیوم کرزي د جنازې لپاره امریکا ته ولاړ.