• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترمذ کنفرانس؛ د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو به د سویلي او منځنۍ اسیا سوداګري پراخه شي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ مشر ویلي، چې تېر کال د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د څه باندې ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، خو د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو سره به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

د ازبکستان په ترمذ ښار کې په لومړي ځل د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اړیکو پراخولو په موخه درې ورځني کنفرانس کې د ټرانس افغان پروژې د عملي کېدو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د اندېښنو په اړه بحثونه شوي دي.

ازبک رسنیو ویلي، چې په دغه درې ورځني کنفرانس کې د منځني ختیځ، اسیا پاسفیک، اروپا او سیمه ییزو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰ کسانو برخه اخیستې.

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ مشر الدور عریپوف ویلي، چې د نړۍوالې بې ثباتۍ پرمهال د دغه ډول کنفرانس جوړولو اړتیا تر بل هروخت ډیره ده. نوموړي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریرزې راکړې وکړې په اړه زیاته کړه:«تېر کال د منځنۍ او سویلی اسیا ترمنځ سوداګریز تبادلات له ۵ مېلیارده ډالرو اوښتي خو لا هم سوداګري محدوده ده.»

نوموړي د ټرانس افغان پروژې پر چټکې عملي کېدا ټینګار کړی او په باور یې، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیات شي.

پر همدغه مهال ټایمز اف سینټرل اسیا په خپل راپور کې ویلي، چې د ټرانس افغان پروژه په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي اندیښنو، د افغانستان په غرنیو سیمو او تخنیکي مسایلو کې له ځنډ سره مخ ده او ښايي د یادې پروژې برخلیک د نړیوالو د سیاستونو او جیوپولیټیک فشارونو تر اغیز لاندې راشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د نړۍ په هغو ۹ هېوادونو کې راغلی چې تر ټولو ډېر خلک پکې له لوږې سره مخ دي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱

د خوړو د بحران نړیوالې شبکې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې افغانستان له هغو ۹هېوادونو څخه دی چې له یو میلیون ډېر خلک پکې له سختې یا بیړنۍ لوږې سره مخامخ دي. دا نړیواله اداره خبرداری ورکوي چې شاوخوا ۳،۶میلیونه افغانان له سختې لوږې کړېږي.

د خوړو د بحران د نړیوالې شبکې د ۲۰۲۴ کال په راپور کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې ۲۹۵.۳ میلیونه خلک په ۵۳ هېوادونو کې د خوړو له سخت نشتوالي سره مخ دي.

د دې ارزونې له مخې، په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۳.۷ میلیونه کسان زیات شوي.

په دې راپور کې سودان د نړۍ تر ټولو اغېزمن هېواد بلل شوی، چې ۸.۵ میلیونه کسان پکې د خوړو له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه حاصل، د انفلاسیون یا ګرانوالي د کمېدو او د بشري مرستو د دوام له امله د خوړو له ناامنۍ سره مخ کسانو شمېر ۴.۱ میلیونه کم شوی و.

خو سره له دې، یاد سازمان خبرداری ورکوي چې لا هم ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو له بحراني حالت سره مخ دي.

دې شبکې د سودان د وضعیت په اړه ویلي چې د خوړو د لوړې کچې کمي له امله په دې هېواد کې قحطي رامنځته شوې ده.

همداراز، راپور وايي چې د غزې په تړانګه کې د جګړې دوام او فلسطینیانو ته د خوړو د مرستو بندېدل د قحطۍ خطر لا پسې زیات کړی.

راپور زیاتوي چې په نایجریا کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وګړو شمېر ۶.۹میلیونه ډېر شوی او اوس ۳۱.۸میلیونه کسانو ته رسېدلی.

په میانمار کې هم د جګړو شدت او طبیعي افتونو ۳.۷میلیونه خلک له خطر سره مخ کړي دي.

د چک ولسمشر د یوه افغان بندي په وژلو تورن سرتېري وبښل

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱

د چک ولسمشر پیټر پاول د چارشنبې په ورځ د دغه هیواد د ځانګړو ځواکونو څلور هغه غړي وبښل، چې د یوه نیول شوي افغان سرتېري د مړینې په تړاو له محاکمې سره مخ وو.

دغه څلور کسان د ځانګړو عملیاتو د ۶۰۱مې ډلې غړي وو او ټاکل شوې وه چې د باج اخیستو، نافرمانۍ، له دندې د سرغړونې او د همکارۍ نه کولو په تور محاکمه شي.

د چک رسنیو رپوټ ورکړی و چې دا تورونه د ۱۹ کلن وحیدالله خان له مړینې سره تړاو لري. نوموړی په۲۰۱۸ کال کې د هرات ولایت په شینډنډ کې پر بهرنیو سرتېرو د برید له امله نیول شوی و.

په دغه برید کې یو چکی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.

د چک د ولسمشر دفتر ویلي: « د دې قضیې د ټولو حالاتو تر دقيقې ارزونې وروسته، ولسمشر د جګړې د حالاتو ځانګړې بڼه په پام کې ونیوله، چې دا پېښه پکې شوې وه».

دفتر زیاته کړې، دا هم په پام کې نیول شوي چې دغه سرتېري په مستقیم ډول د زور زیاتي په جرمونو تورن نه وو.

نیویارک ټایمز په ۲۰۱۸ کال کې رپوټ ورکړی و چې خان له نیول کېدو وروسته د امریکایي او چکي سرتېرو له خوا وهل شوی و، بې هوښه شوی و او په همغه ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شو او وروسته ومړ.

امریکایي او چکي ځواکونه دواړه د پېښې په تړاو تر پلټنو لاندې وو.

د چک پوځ له ۲۰۰۲کال نه تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې فعال و.

حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته تللی

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا مهال د سترګو د درملنې په موخه په جرمني کې دی. نوموړی درې ورځې کېږي چې د برلین ښار په شریته روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

سرچینو زیاته کړې، چې کرزي له یو شمېر پخوانیو لوړپوړو چارواکو سره هم لیدلي، چې رنګین دادفر سپنتا او زلمی رسول پکې شامل دي.

ډیپلوماتیکو سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په برلین کې د افغانستان سفارت د کرزي کوربه‌توب کوي.

طالب چارواکو تر اوسه د کرزي د سفر په اړه رسمي نظر نه‌دی ورکړی، خو پخوا یې کرزی او ډاکتر عبدالله عبدالله له هېواده بهر ته له تګ څخه منع کړي وو. سرچینې وایي چې دا سفر د طالبانو په اجازې ترسره شوی.

دا لومړی ځل نه‌دی چې حامد کرزی د درملنې لپاره جرمني ته سفر کوي.

نوموړی تېر کال هم د یوه جراحي عملیات لپاره دوسلدورف ته تللی و، خو درملنه یې وروسته له هغه وځنډېده چې د خپل ورور قیوم کرزي د جنازې لپاره امریکا ته ولاړ.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر: له هر څه مخکې د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخنیوی کوو

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو مخنیوی د دغه وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات تر سره شي.

نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د ختیزې مدیترانې حوزې له مشرې اغلې حنان البلخي، د قطر د روغتیا وزیر، د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزارتونو له استازو سره انلاین غونډه کې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د راپور له مخې، دغه غونډه د افغانستان د روغتیايي سکټور د پراختیا، د ساري ناروغیو او پولیو د مخنیوي، د واکسین د تطبیق څرنګوالي او نړیوالو همکاریو ته د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوه.

جلالي په دې غونډه کې وویل، چې د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخنیوی د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې برخه کې به لا زیات اقدامات تر سره شي. نوموړي د روغتیايي خدماتو د پراختیا لپاره د داخلي بودجې پر اغېزمنتیا هم ټینګار وکړ او د پایښت لرونکو نړیوالو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

له بلې خوا، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیزې مدیترانې حوزې مشرې حنان البلخي د افغانستان د روغتیايي سکټور روان پرمختګ وستایه او ویې ویل، چې نړیوالې مرستې باید د دوامدارو او بنسټیزو اصلاحاتو ترڅنګ دوام ومومي.

د طالبانو د روغتیا وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې د پولیو وایرس له امله اغېزمن دي او د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې پکې د امنیتي ګواښونو او د واکسینونو په اړه د ناسم پوهاوي له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۵ کال د پولیو دوه پېښې لومړۍ پېښه په بادغیس او دویمه په هلمند کې ثبت شوې.

دغه سازمان زیاتوي، چې روان کال په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۸ مثبتې چاپېریالي بېلګې هم ثبت شوې دي.

د دغو مثبتو بېلګو له ډلې ۸ یې په کندهار کې، ۶ په هلمند او یوه – یوه په کابل، ننګرهار، لغمان او زابل ولایتونو کې ثبتې شوې دي.

ډله ییز امنیت تړون سازمان رییس: د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه راڅرګندیږي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشي ایمانګلي تسماګمبیتوف اعلان وکړ، چې د افغان-تاجک پولې د امنیت خوندیتابه لپاره وسلې او پوځي تجهیزات لېږدوي. هغه ویلي، چې د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه ثابتېږي.

ددغه سازمان رییس په بیشکک کې د یاد سازمان د پارلماني اسامبلۍ ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې دغه وسلې او تجهیزات به له ۲۰۲۶میلادي کال څخه د خپلې جنوبي پولې د خوندي کولو په موخه غړو هېوادونو ته ولېږدوي، په ځانګړي ډول د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله به پیاوړې شي.

تسماګمبیتوف زیاته کړې، چې دا اقدام د «هدفمند بین‌الدولتي» پروګرام برخه ده، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې په استانه کې تصویب شوی و.

د هغه په وینا، اوسنی ماموریت د دغه پروګرام بشپړ عملي کول دي، چې له وړاندې له تاجک ولسمشر امام‌علي رحمان سره هم په اپرېل کې پرې خبرې شوې دي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي وویل، سره له دې چې د سیمې د ثبات لپاره هڅې روانې دي، خو افغانستان لا هم د ترهګرۍ، د وسلو قاچاق او مخدره توکو د تجارت له امله یو جدي امنیتي ګواښ دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې «د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه ثابتېږي».

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي څرګنده کړې، چې غړو هېوادونو بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او روسیې له طالبانو سره خپل ډیپلوماتیک تعاملات پراخ کړي، څو د سیمې ثبات ته وده ورکړي.

د ټایمز اف سنټرل اسیا د رپوټ له مخې، هغه دا هم وویل، چې دددوی سکرتر‌یت به خپلو استخباراتي څارنو ته دوام ورکړي او له غړو سره به همغږي لا پیاوړې کړي.

د افغان -تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره د دغه سازمان پلان په دریو پړاوونو کې تر ۲۰۲۹کال پورې عملي کیږي.

دغه پروګرام د تاجکستان په جنوبي برخه کې پوځي تاسیسات پیاوړي کوي، د ګواښونو پر وړاندې د چټک غبرګون ظرفیت لوړوي او همداراز د وسلو رسونې، لوژستیک، مخابراتو او سرحدي بنسټونو د تقویې لپاره تدابیر په پام کې نیسي.