• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډله ییز امنیت تړون سازمان رییس: د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه راڅرګندیږي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۵۸ GMT+۱

د ډله ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) سرمنشي ایمانګلي تسماګمبیتوف اعلان وکړ، چې د افغان-تاجک پولې د امنیت خوندیتابه لپاره وسلې او پوځي تجهیزات لېږدوي. هغه ویلي، چې د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه ثابتېږي.

ددغه سازمان رییس په بیشکک کې د یاد سازمان د پارلماني اسامبلۍ ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې دغه وسلې او تجهیزات به له ۲۰۲۶میلادي کال څخه د خپلې جنوبي پولې د خوندي کولو په موخه غړو هېوادونو ته ولېږدوي، په ځانګړي ډول د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پوله به پیاوړې شي.

تسماګمبیتوف زیاته کړې، چې دا اقدام د «هدفمند بین‌الدولتي» پروګرام برخه ده، چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې په استانه کې تصویب شوی و.

د هغه په وینا، اوسنی ماموریت د دغه پروګرام بشپړ عملي کول دي، چې له وړاندې له تاجک ولسمشر امام‌علي رحمان سره هم په اپرېل کې پرې خبرې شوې دي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي وویل، سره له دې چې د سیمې د ثبات لپاره هڅې روانې دي، خو افغانستان لا هم د ترهګرۍ، د وسلو قاچاق او مخدره توکو د تجارت له امله یو جدي امنیتي ګواښ دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې «د طالبانو رژیم د اوږدمهاله سیاسي فکتور په توګه ثابتېږي».

د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي څرګنده کړې، چې غړو هېوادونو بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان او روسیې له طالبانو سره خپل ډیپلوماتیک تعاملات پراخ کړي، څو د سیمې ثبات ته وده ورکړي.

د ټایمز اف سنټرل اسیا د رپوټ له مخې، هغه دا هم وویل، چې دددوی سکرتر‌یت به خپلو استخباراتي څارنو ته دوام ورکړي او له غړو سره به همغږي لا پیاوړې کړي.

د افغان -تاجک پولې د پیاوړتیا لپاره د دغه سازمان پلان په دریو پړاوونو کې تر ۲۰۲۹کال پورې عملي کیږي.

دغه پروګرام د تاجکستان په جنوبي برخه کې پوځي تاسیسات پیاوړي کوي، د ګواښونو پر وړاندې د چټک غبرګون ظرفیت لوړوي او همداراز د وسلو رسونې، لوژستیک، مخابراتو او سرحدي بنسټونو د تقویې لپاره تدابیر په پام کې نیسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د ایران پارلمان وايي امریکا په افغانستان کې نږدې «یو میلیون» کسان وژلي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا استازو په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان وژلي او میلیونونه نور یې ټپیان او بې‌ځایه کړي دي.

د ایران د اسلامي شورا استازو د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ایران ملت هېڅکله د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې او نه به یې وکړي.

دوی زیاته کړې چې داېن پي ټي تړون د څلورمې مادې له مخې، ایران د سوله‌ییزې اتومي انرژۍ د څېړنې، پراختیا، تولید او کارونې مشروع حق لري او له خپلو دغو حقوقو به هېڅکله شاته نه شي.

د ایرنا د رپوټ له مخې، دغه اعلامیه د پارلمان د مشرتابه پلاوي غړي محمد رشیدي د پارلمان په علني غونډه کې ولوسته.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې «یوازینی حکومت چې تر دې دمه یې د خلکو د عامه وژنې لپاره له اتومي وسلو کار اخیستی، د امریکا متحده ایالات دي».

د اعلامیې تر لوستلو وروسته، د ایران پارلمان غړو د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسراییل» شعارونه ورکړل.

د ایران پارلمان دغه اعلامیه د واشنګټن او تهران د اتومي خبرو اترو له بن بست کېدو وروسته ور کوي.

د ایران پارلمان نه ده روښانه کړې، چې د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا یو میلیون کسانو د وژلو ارقام یې له کومو سرچینې اخېستي دي.

د هند او چین سیالي؛ چین په پاکستان او هند په افغانستان کې د بندونو پروژې ګړندۍ کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱

انډیا ټوډي رپوټ ورکړی، چې چین په پاکستان کې د مومند بند او هند په کابل کې د شاه توت بند پروژو کارونه ګړندي کړي دي. دغې رسنۍ د سپوږمکۍ له لارې د اخیستل شويو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر سوات سیند د مومند بند جوړولو کار چټک شوی دی.

انډیا ټوډې په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د هند له خوا له پاکستان سره د اندس اوبو تړون له ځنډولو وروسته اسلام اباد اندېښمن شوی او له چین څخه یې غوښتنه کړې، چې سوات سیند باندې د مومند بند جوړولو چارې ګړندۍ کړي.

پر همدغه مهال د چین دولتي رسنیو هم تېره دوشنه خبر ورکړی، چې مومند بند د پاکستان مهمه پروژه ده او په کارونو کې یې ګړندیتوب راغلی.

انډیا ټوډې د سپوږمکۍ د انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د مومند بند پروژې کارونه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې پیل شوي.

د سپوږمکۍ انځورونه، چې د ۲۰۲۵ کال د می پر ۱۷مه اخېستل شوې ښيي، چې د بند جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي.

مومند بند د هند د اندس تړون لاندې سیند نه دی، دا سیند د افغانستان له هندوکش غرونو سرچینه اخلي او خیبر پښتونخوا ته داخلیږي.

د رپوټ له مخې، په ورته مهال هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو کار چټک کړی دی. د دغه بند په جوړولو سره به ۱۴۶ مېلیون متره معکب اوبه ذخیره شي او د شاوخوا دوه مېلیونه کسانو لپاره د څښاک اوبو زمینې برابرولو ترڅنګ به ۴۰۰۰ هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي.

دغې رسنۍ ویلي، چې تېره اونۍ د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د ټلیفوني خبرو پرمهال د شاه توت بند په اړه هم خبرې کړې دي.

د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ناندرۍ تر هوايي بریدونونه ورسیدي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي پولې او هوايي حریم وتړل شول او د اندس د اوبو تړون د هند له خوا و ځنډول شو.

امریکایي سناتور: د اوکراین جګړې دوام له افغانستان نه بدتره پایله لرلای شي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱

د امریکا د سنا غړی لېنډسي ګراهم خبرداری ورکړی او وايي، چې که د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمختګ ونه شي، پایله به یې له افغانستان څخه هم بدتره وي.

لېنډسي ګراهم ویلي، چې که د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې ژر پرمختګ و نه کړي، نو د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو قانون ته د رايې اچونې لپاره به لاره هواره شي.

ګراهم د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته وویل:«که راتلونکې څو ورځې همداسې وي، لکه تیرې څو میاشتې، نو موږ به خامخا اقدام وکړو. دا زموږ دنده ده، چې هڅه وکړو له نړۍ سره د دې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړو.»

نوموړي ویلي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول د ټایوان لپاره هم برخلیک ټاکونکي دي.

دغه امریکايي سناتور ویلي، چې د اوکراین جګړه باید په داسې شکل پای ته ورسیږي، چې بله نوې جګړه ونه شي.

لېنډسي ګراهم افغانستان ته په اشاره وايي:«د افغانستان جګړه یو ناورین و. که موږ په اوکراین کې دا وضعیت سم مدیریت نه کړو او نړۍ داسې و انګیري چې پوتین له کوم تاوانه خلاص شو، نو دا به تر افغانستان هم بدتر وي.»

دغه امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې ټکنۍ شوې او مسکو له اوربند سره مخالفت ښودلی.

مسکو وايي ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د بریټانیايي ځواکونو ملکي وژنې وڅیړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له ملګرو ملتونو او ددغه سازمان د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د جګړه‌ییزو جنایتونو د تورونو په اړه بشپړه او جدي څېړنه وکړي.

زاخارووا پر خپل ټیلیګرام چینل د بي بي سي د وروستي رپوټ په اړه څرګندونې کړې دي، چې پر ځانګړو بریتانیایي ځواکونو پکې تور لګول شوی چې په افغانستان او عراق کې یې پراخې جګړه‌ییزې سرغړونې کړې دي.

هغې ټینګار کړی، چې ګڼ شمېر مستندې شوې قضیې د بې وسلې ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او غیرعدلي وژنو په اړه دي. زاخارووا همدارنګه لندن تورن کړی چې د دغو جنایتونو نښې پټوي.

زاخارووا ویلي: «هغه څه چې د بي بي سي خبریالانو رپوټ کړي، باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو، د څېړنې موضوع وګرځي. لږ تر لږه د ملګرو ملتونو د غیرعدلي وژنو ځانګړی راپور ورکوونکی او د بشري حقونو شورا باید په دې قضیه کې جدي پلټنې وکړي».

هغې زیاته کړې چې «هغوی بیا بیا روسیه تورنوي، ځانګړې نړیوالې غونډې جوړوي، په پارلمان کې بحثونه کوي او په ملګرو ملتونو کې وايي، چې روسیې په ځانګړو پوځي عملیاتو کې ۱۰۰ زره جنایتونه کړي».

د مې پر ۱۲مه، د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړو د کلونو چوپتیا له ماتولو وروسته لومړی ځل د بي بي سي پانوراما ته د عراق او افغانستان په جګړو کې د خپلو همکارانو پر ضد د جګړه‌ییزو جنایتونو عیني شاهدۍ ورکړې.

یوه پخواني سرتیري، چې په افغانستان کې یې د برېټانیا له ځانګړو ځواکونوسره خدمت کړی، وویل: «هغوی یو ځوان هلک لاس تړلی وویشت. هغه ماشوم و، حتا د جګړې د عمر نه و».

هغه زیاته کړه چې د بندیانو وژنه «یو معمول کار» ګرځېدلی و.

زاخارووا وايي، چې په افغانستان او عراق کې د بریتانیايي پوځیانو له خوا په پراخه کچه جګړه‌ییز جنایتونه ترسره شوي دي. نوموړې ادعا کړې، چې بریتانیا ناروغ پوځیان استخدام کړلي، هغوی ته وسلې ورکړې او جګړه‌ییزو گزمو ته یې واستول، چې دې د ملکي وګړو د وژنو په زیاتوالي کې ونډه لرله.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: چین په افغانستان کې د نفوذ سیمې په لټه کې نه دی

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي وایي، بیجنګ به له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

وانګ يي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي دفتر غړی هم دی، دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي سره د ليدنې پر مهال وکړې.

د چين د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړې چې هېواد يې د افغانستان خپلواکي، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د افغان ولس له خوا د خپل برخليک په اړه د هغوی خپلواکه پرېکړه مني.

نوموړي زياته کړه چې چين نه غواړي د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او هلته د شخصي ګټو په لټه کې نه دی او نه هم د نفوذ سيمه غواړي.

وانګ يي وويل، چين چمتو دی چې له افغانستان سره خپلې دوديزې اړيکې نورې هم پراخې کړي، سياسي باور پياوړی کړي او عملي همکاري ژوره کړي، څو دواړه هېوادونه او ولسونه ترې ګټه واخلي او دا به د سيمې سولې او ثبات سره هم مرسته وکړي.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، کان‌کيندنې، بېوزلۍ د کمولو، افتونو د مخنيوي، استعدادونو د روزنې، روغتيا، قانون پلي کولو او امنيت په برخو کې د همکارۍ پراخېدو ژمنه هم کړې ده.

100%

وانګ ویلي، چين به له افغانستان څخه د باکیفیته محصولاتو وارداتو ته وده ورکړي او د بيا رغونې او پراختيا لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له چين سره د افغانستان د دوستانه اړيکو ستاينه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چين» اصل ته ژمن دی او د چين په کورنيو چارو کې د هر ډول لاسوهنې مخالفت کوي.

متقي زياته کړې چې افغانستان به هېڅ هغه ځواک ته اجازه ورنه کړي چې له افغان خاورې څخه د چين پر ضد کار واخلي.

چین له طالبانو سره په دې وروستیو کې اړیکې نږدې کړې دي او لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو د سفیر باورلیک یې منلی دی.