د ایران پارلمان وايي امریکا په افغانستان کې نږدې «یو میلیون» کسان وژلي

د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا استازو په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان وژلي او میلیونونه نور یې ټپیان او بېځایه کړي دي.

د ایران د پارلمان یا اسلامي شورا استازو په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې نږدې یو میلیون کسان وژلي او میلیونونه نور یې ټپیان او بېځایه کړي دي.
د ایران د اسلامي شورا استازو د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د ایران ملت هېڅکله د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې او نه به یې وکړي.
دوی زیاته کړې چې داېن پي ټي تړون د څلورمې مادې له مخې، ایران د سولهییزې اتومي انرژۍ د څېړنې، پراختیا، تولید او کارونې مشروع حق لري او له خپلو دغو حقوقو به هېڅکله شاته نه شي.
د ایرنا د رپوټ له مخې، دغه اعلامیه د پارلمان د مشرتابه پلاوي غړي محمد رشیدي د پارلمان په علني غونډه کې ولوسته.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې «یوازینی حکومت چې تر دې دمه یې د خلکو د عامه وژنې لپاره له اتومي وسلو کار اخیستی، د امریکا متحده ایالات دي».
د اعلامیې تر لوستلو وروسته، د ایران پارلمان غړو د «مرګ پر امریکا» او «مرګ پر اسراییل» شعارونه ورکړل.
د ایران پارلمان دغه اعلامیه د واشنګټن او تهران د اتومي خبرو اترو له بن بست کېدو وروسته ور کوي.
د ایران پارلمان نه ده روښانه کړې، چې د افغانستان په جګړه کې د شاوخوا یو میلیون کسانو د وژلو ارقام یې له کومو سرچینې اخېستي دي.


انډیا ټوډي رپوټ ورکړی، چې چین په پاکستان کې د مومند بند او هند په کابل کې د شاه توت بند پروژو کارونه ګړندي کړي دي. دغې رسنۍ د سپوږمکۍ له لارې د اخیستل شويو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پر سوات سیند د مومند بند جوړولو کار چټک شوی دی.
انډیا ټوډې په خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د هند له خوا له پاکستان سره د اندس اوبو تړون له ځنډولو وروسته اسلام اباد اندېښمن شوی او له چین څخه یې غوښتنه کړې، چې سوات سیند باندې د مومند بند جوړولو چارې ګړندۍ کړي.
پر همدغه مهال د چین دولتي رسنیو هم تېره دوشنه خبر ورکړی، چې مومند بند د پاکستان مهمه پروژه ده او په کارونو کې یې ګړندیتوب راغلی.
انډیا ټوډې د سپوږمکۍ د انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د مومند بند پروژې کارونه د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې پیل شوي.
د سپوږمکۍ انځورونه، چې د ۲۰۲۵ کال د می پر ۱۷مه اخېستل شوې ښيي، چې د بند جوړولو چارې ګړندۍ شوې دي.
مومند بند د هند د اندس تړون لاندې سیند نه دی، دا سیند د افغانستان له هندوکش غرونو سرچینه اخلي او خیبر پښتونخوا ته داخلیږي.
د رپوټ له مخې، په ورته مهال هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو کار چټک کړی دی. د دغه بند په جوړولو سره به ۱۴۶ مېلیون متره معکب اوبه ذخیره شي او د شاوخوا دوه مېلیونه کسانو لپاره د څښاک اوبو زمینې برابرولو ترڅنګ به ۴۰۰۰ هکټاره ځمکه هم خړوبه کړي.
دغې رسنۍ ویلي، چې تېره اونۍ د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د ټلیفوني خبرو پرمهال د شاه توت بند په اړه هم خبرې کړې دي.
د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام کې تر برید وروسته د هند او پاکستان ناندرۍ تر هوايي بریدونونه ورسیدي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي پولې او هوايي حریم وتړل شول او د اندس د اوبو تړون د هند له خوا و ځنډول شو.

د امریکا د سنا غړی لېنډسي ګراهم خبرداری ورکړی او وايي، چې که د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پرمختګ ونه شي، پایله به یې له افغانستان څخه هم بدتره وي.
لېنډسي ګراهم ویلي، چې که د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې ژر پرمختګ و نه کړي، نو د روسیې پر وړاندې د نویو بندیزونو قانون ته د رايې اچونې لپاره به لاره هواره شي.
ګراهم د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته وویل:«که راتلونکې څو ورځې همداسې وي، لکه تیرې څو میاشتې، نو موږ به خامخا اقدام وکړو. دا زموږ دنده ده، چې هڅه وکړو له نړۍ سره د دې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړو.»
نوموړي ویلي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسول د ټایوان لپاره هم برخلیک ټاکونکي دي.
دغه امریکايي سناتور ویلي، چې د اوکراین جګړه باید په داسې شکل پای ته ورسیږي، چې بله نوې جګړه ونه شي.
لېنډسي ګراهم افغانستان ته په اشاره وايي:«د افغانستان جګړه یو ناورین و. که موږ په اوکراین کې دا وضعیت سم مدیریت نه کړو او نړۍ داسې و انګیري چې پوتین له کوم تاوانه خلاص شو، نو دا به تر افغانستان هم بدتر وي.»
دغه امریکايي سناتور دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي، چې د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې ټکنۍ شوې او مسکو له اوربند سره مخالفت ښودلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا له ملګرو ملتونو او ددغه سازمان د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو د جګړهییزو جنایتونو د تورونو په اړه بشپړه او جدي څېړنه وکړي.
زاخارووا پر خپل ټیلیګرام چینل د بي بي سي د وروستي رپوټ په اړه څرګندونې کړې دي، چې پر ځانګړو بریتانیایي ځواکونو پکې تور لګول شوی چې په افغانستان او عراق کې یې پراخې جګړهییزې سرغړونې کړې دي.
هغې ټینګار کړی، چې ګڼ شمېر مستندې شوې قضیې د بې وسلې ملکي خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او غیرعدلي وژنو په اړه دي. زاخارووا همدارنګه لندن تورن کړی چې د دغو جنایتونو نښې پټوي.
زاخارووا ویلي: «هغه څه چې د بي بي سي خبریالانو رپوټ کړي، باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو، د څېړنې موضوع وګرځي. لږ تر لږه د ملګرو ملتونو د غیرعدلي وژنو ځانګړی راپور ورکوونکی او د بشري حقونو شورا باید په دې قضیه کې جدي پلټنې وکړي».
هغې زیاته کړې چې «هغوی بیا بیا روسیه تورنوي، ځانګړې نړیوالې غونډې جوړوي، په پارلمان کې بحثونه کوي او په ملګرو ملتونو کې وايي، چې روسیې په ځانګړو پوځي عملیاتو کې ۱۰۰ زره جنایتونه کړي».
د مې پر ۱۲مه، د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړو د کلونو چوپتیا له ماتولو وروسته لومړی ځل د بي بي سي پانوراما ته د عراق او افغانستان په جګړو کې د خپلو همکارانو پر ضد د جګړهییزو جنایتونو عیني شاهدۍ ورکړې.
یوه پخواني سرتیري، چې په افغانستان کې یې د برېټانیا له ځانګړو ځواکونوسره خدمت کړی، وویل: «هغوی یو ځوان هلک لاس تړلی وویشت. هغه ماشوم و، حتا د جګړې د عمر نه و».
هغه زیاته کړه چې د بندیانو وژنه «یو معمول کار» ګرځېدلی و.
زاخارووا وايي، چې په افغانستان او عراق کې د بریتانیايي پوځیانو له خوا په پراخه کچه جګړهییز جنایتونه ترسره شوي دي. نوموړې ادعا کړې، چې بریتانیا ناروغ پوځیان استخدام کړلي، هغوی ته وسلې ورکړې او جګړهییزو گزمو ته یې واستول، چې دې د ملکي وګړو د وژنو په زیاتوالي کې ونډه لرله.

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي وایي، بیجنګ به له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
وانګ يي، چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي دفتر غړی هم دی، دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي سره د ليدنې پر مهال وکړې.
د چين د بهرنيو چارو وزير څرګنده کړې چې هېواد يې د افغانستان خپلواکي، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري او د افغان ولس له خوا د خپل برخليک په اړه د هغوی خپلواکه پرېکړه مني.
نوموړي زياته کړه چې چين نه غواړي د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او هلته د شخصي ګټو په لټه کې نه دی او نه هم د نفوذ سيمه غواړي.
وانګ يي وويل، چين چمتو دی چې له افغانستان سره خپلې دوديزې اړيکې نورې هم پراخې کړي، سياسي باور پياوړی کړي او عملي همکاري ژوره کړي، څو دواړه هېوادونه او ولسونه ترې ګټه واخلي او دا به د سيمې سولې او ثبات سره هم مرسته وکړي.
نوموړي له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، کانکيندنې، بېوزلۍ د کمولو، افتونو د مخنيوي، استعدادونو د روزنې، روغتيا، قانون پلي کولو او امنيت په برخو کې د همکارۍ پراخېدو ژمنه هم کړې ده.

وانګ ویلي، چين به له افغانستان څخه د باکیفیته محصولاتو وارداتو ته وده ورکړي او د بيا رغونې او پراختيا لپاره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له چين سره د افغانستان د دوستانه اړيکو ستاينه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان د «یوه چين» اصل ته ژمن دی او د چين په کورنيو چارو کې د هر ډول لاسوهنې مخالفت کوي.
متقي زياته کړې چې افغانستان به هېڅ هغه ځواک ته اجازه ورنه کړي چې له افغان خاورې څخه د چين پر ضد کار واخلي.
چین له طالبانو سره په دې وروستیو کې اړیکې نږدې کړې دي او لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو د سفیر باورلیک یې منلی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر جنرال محمد باقري ویلي، چې تهران په فعاله توګه د خپلو ختیزو پولو د امنیت ښه کولو لپاره دیوالونه جوړوي.
جنرال باقري دغه څرګندونې د سې شنبې په ماښام د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د وسله والو ځواکونو له کتنې او د پولې د مستحکمولو د پروژې د پرمختګ د څارلو پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړې چې د پوځ، سپاه پاسداران او د پولیسو ګڼ شمېر کنډکونه په دغه ولایت کې ځای پر ځای دي، ځکه دغه سیمه د ایران د وسله والو ځواکونو د سترو قوماندانیو لپاره لومړیتوب لري.
د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو د شمال ختیزې سیمه ییزې قوماندانۍ مرستیال جنرال صادق نوري د تېرې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې د دیوال جوړولو چارې په خراسان رضوي ولایت کې ۸۱ کیلومترو ته رسیدلې دي.
نوري د ایرنا خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژه د مخکې جوړو شویو کانکریټي دیوالونو د نصبولو په اړه ده.
هغه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د لومړي پړاو په ترڅ کې ۱۲۰ کیلومتره دیوال جوړ شوی دی.
تر دې مهاله د کانکریټي دیوالونو له ډلې ۲۲ کیلومتره جوړ شوي او له۱۶ شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي څو د جوړولو بهیر ګړندی کړي.
د دیوال دغه پروژه ټولټال ۹۵۳ کیلومتره اوږده ده، چې اوس مهال د لومړي پړاو ۳۰۰ کیلومتره برخه یې په خراسان رضوي ولایت کې تر جوړولو لاندې ده.
نوري وویل چې پر پوله د دېوال جوړونې له امله ایران ته د افغان کډوالو ناقانونه داخلیدل په ډیره کچه کم شوي دي.