ایران د امنیت ښه کولو لپاره له افغانستان سره پوله دیوال کوي

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر جنرال محمد باقري ویلي، چې تهران په فعاله توګه د خپلو ختیزو پولو د امنیت ښه کولو لپاره دیوالونه جوړوي.

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر جنرال محمد باقري ویلي، چې تهران په فعاله توګه د خپلو ختیزو پولو د امنیت ښه کولو لپاره دیوالونه جوړوي.
جنرال باقري دغه څرګندونې د سې شنبې په ماښام د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د وسله والو ځواکونو له کتنې او د پولې د مستحکمولو د پروژې د پرمختګ د څارلو پر مهال وکړې.
هغه زیاته کړې چې د پوځ، سپاه پاسداران او د پولیسو ګڼ شمېر کنډکونه په دغه ولایت کې ځای پر ځای دي، ځکه دغه سیمه د ایران د وسله والو ځواکونو د سترو قوماندانیو لپاره لومړیتوب لري.
د ایران د پوځ د ځمکنيو ځواکونو د شمال ختیزې سیمه ییزې قوماندانۍ مرستیال جنرال صادق نوري د تېرې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې د دیوال جوړولو چارې په خراسان رضوي ولایت کې ۸۱ کیلومترو ته رسیدلې دي.
نوري د ایرنا خبري اژانس ته وویل چې دغه پروژه د مخکې جوړو شویو کانکریټي دیوالونو د نصبولو په اړه ده.
هغه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د لومړي پړاو په ترڅ کې ۱۲۰ کیلومتره دیوال جوړ شوی دی.
تر دې مهاله د کانکریټي دیوالونو له ډلې ۲۲ کیلومتره جوړ شوي او له۱۶ شرکتونو سره قراردادونه لاسلیک شوي څو د جوړولو بهیر ګړندی کړي.
د دیوال دغه پروژه ټولټال ۹۵۳ کیلومتره اوږده ده، چې اوس مهال د لومړي پړاو ۳۰۰ کیلومتره برخه یې په خراسان رضوي ولایت کې تر جوړولو لاندې ده.
نوري وویل چې پر پوله د دېوال جوړونې له امله ایران ته د افغان کډوالو ناقانونه داخلیدل په ډیره کچه کم شوي دي.