• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برازیلۍ ورزشکاره: طالبان نه دي بدل شوي، یوازې نقاب یې په مخ کړی

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د نټالیا سنتورو په نوم یوې برازیلۍ ورزشکارې د انګلستان ډېلي سټار خبري ویبپاڼې ته ویلي، چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفر کړی و، او په وینا یې چې طالبان نه دي بدل شوي؛ یوازې نقاب یې په مخ کړی دی.

د بدن ښکلا او د جیوجیتسو لوبې دغې لوبغاړې له افغانستان څخه برازیل ته تر ستنېدو وروسته د انګلستان ډېلي سټار خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي: «طالبان لا هم د قانون یا عدالت پر ځای د ویرې، جبر او کنټرول په واسطه په افغانانو حکومت کوي.»

نټالیا زیاتوي، چې دا ډیره ورته عجیبه او له سولې سره مل ترخه تجربه وه: «د یوې بهرنۍ ښځې په توګه زه په غرونو کې وګرځېدم، له سړیو سره مې خبرې اترې کولې او په خلاصه فضا کې مې تمرین وکړ. خو دا ټول هغه څه دي چې د افغان میرمنو لپاره په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل شوي دي.»

هغه زیاتوي: «زه یو انتخاب لرم؛ خو دوی یې نه لري.»

د نټالیا په وینا، همدا جمله د هغې د سفر اصلي محور و. هغه وايي، د ځایي کلتور د درناوي لپاره یې حجاب واغوست: «یوازې توپیر دا و، چې دا کار ما د خپلې خوښې له مخې وکړ او طالبانو دا حق له افغان میرمنو څخه اخیستی دی.»

نټالیا وایي: «دا د دین خبره نه ده، دا د واک او کنټرول خبره ده. طالبان د شریعت ساتونکي نه دي، بلکې د ازادۍ دښمنان دي.»

دغه برازیلۍ ورزشکاره په خواشینونکي ډول ډیلي سټار ته وایي: «طالبانو د ښځو د زده‌کړو او کار مخه نیولې، او هغوی یې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول ایستلې دي او هره ورځ د دوی په وړاندې د محدودیتونو دیوالونه لا پسې غښتلي کوي.»

هغه وړاندې وايي: «ما افغانستان ولید، یو خاوره چې د ترهګرو له‌خوا اداره کېږي، چېرې چې ښځې په زور چپ کړای شوي خو لا خاموشه نه دي.»

هغې ټینګار وکړ چې نړۍ باید د طالبانو په نو بڼې دوکه نه شي: «د دوی دروغجنې مسکاوې او نرمې اعلامیې نه شي کولای حقیقت پټ کړي، افغانستان د استبداد تر سیوري لاندې دی، او ښځې یې د جبر په زنځیرونو کې تړل شوي دي.»

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واک ته رسېدو نږدې څلور کاله تېرېږي خو لا هم دغې ډلې د ښځو په وړاندې خپل سخت دریځ نه دی نرم کړی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډبلیو اېچ او: د کډوالو دوامداره راستنېدو په افغانستان کې د روغتیا ستونزې لا پسې ډېرې کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو دوامداره ایستلو په افغانستان کې د روغتیا شته ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې یوازې د تېر اپریل په میاشت کې له پاکستان څخه له ۱۰۰ زرو ډیر کډوال راستانه شوي، چې ډيری یې ښځې او ماشومان دي.

وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د خلکو پراخ بې ځایه کیدلو، وچکالۍ، د خوړو ناامني، د ناروغیو خپرېدلو او د «کویډ ۱۹» وبا د پرله پسې اغیزو په ګډون دغه هېواد د ننګونو له پېچلې لړۍ سره مخ دی.

د روغتیا نړيوال سازمان د افغانستان د روغتیا بیړنیو حالاتو د پروګرام مشر ډاکټر جمشید تنولي وویل: «مونږ هڅه کوو چې ترڅو د روغتیایي کړکیچ خطرونه کم کړو او د ټولنې روغتیا، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو روغتیا خوندي کړو.»

تنولي زیاته کړه: «مونږ له شته سرچینو څخه په استفادې، د راستنیدونکو لپاره په صفري نقطو او همدارنګه د بیرته راستنیدو په سیمو کې د اړتیا وړ روغتیایي خدماتو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکوو.»

ډاکټر تنولي، خبرداری ورکړ، چې که پر وخت ملاتړ او د ژوند ژغورونکو روغتیایي خدماتو چمتو کولو پرته به دا راستنیدونکي د ناروغیو له خپریدو، اړینې بیړنۍ پاملرنې او رواني روغتیا ملاتړ ته د لاسرسي نشتوالی په ګډون د مخ په زیاتیدونکو خطرونو سره مخ شي.

هغه په افغانستان کې د شته روغتیایي سیستم کمزورتیا ته په اشارې سره وویل: «د اړینو روغتیایي خدماتو او طبي اکمالاتو لپاره، په ځانګړي ډول د ټراما او د زیږون روغتیايي کڅوړو او په مهمو سرحدي نقطو او د بیرته راستنیدو په سیمو کې د ناروغیو څارنې او د وبا په وړاندې د ظرفیت پیاوړی کولو په موخه اضافي تمویل ته خورا اړتیا ده.»

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له استازي ایډوین سینیزا سلاوډر څخه غوښتي و، چې د روغتیا په برخه کې ورسره ځانګړې همکاري وکړي.

یاد سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي‌ و، چې د امریکا پراختیایي مرستو له کبله په دغه هېواد کې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او په دې برخه کې بودجه هم د پام وړ را کمه شوې ده.

په راپور کې راغلي و، چې طالبان د افغانستان د روغتیايي سېسټم د چلولو لپاره هېڅ ډول تګلاره،‌ کافي بودجه او هوډ نه لري چې له کبله یې ناروغان له ګڼو ننګوونو سره مخ دي.

همدا راز وېره ښوول شوې وه، چې د افغانستان روغتیایي سکټور د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی او که لازم اقدامات ونه شي؛ نو دا ناورین به لا پراخ شي.

ملابرادر: وارداتي درمل په لوړه بیه تمامېږي او له هېواده د اسعارو د وتلو لامل کېږي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، افغانستان ته وارداتي درمل نه یوازې په لوړه بیه تمامېږي؛ بلکې له هېواده په زیاته کچه د اسعارو د وتلو لامل هم کېږي.

‏نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د درملو تولیدي کارخونو ته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د تصدیق پاڼو د وېش په غونډه کې کړې دي.
هغه په دغه ناسته کې د درملو د تولیدي کارخونو له مسوولانو غوښتي، چې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي.
هغه ویلي: «که په هېواد کې د درملو تولیدي فابریکې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې لویه لاسته راوړنه وي؛ بلکې پر وارداتي درملو به د هېواد تکیه راکمه کړي.»
نوموړي دارنګه له ټولو ادارو غوښتي، چې د ملا هبت‌الله د حکم له مخې له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي او خپلو معیاري روغتیایي تولیداتو ته لومړيتوب ورکړي.

افغانستان ته تر ډېره د اړتیا وړ درملو لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو واردېږي؛ خو نیوکې دا دی، چې دغه هېوادونه افغانستان ته بې کیفیته درمل واردوي.

که څه هم طالبانو په وار، وار ویلي، چې دوی به د بې کیفیته درملو د واردولو مخه ونیسي؛ خو لا تر اوسه پورې یې په دې تړاو کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د زلمي خلیلزاد مېرمن: افغانستان ته له ستنېدو مه‌ وېرېږئ

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه‌وېرېږي.

نوموړې د سې‌شنبې په ورځ د نشنل انټرنسټ وېب‌پاڼې له لارې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز «د نه‌منلو وړ او د دیني اساس‌ نه‌لرونکی» بللی دی، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي دي.

بینارډ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې کابل ته سفر کړی، وايي هغه افغان ستنېدونکي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ښوونیز نصاب په اړه اندېښمن دي، باید خپل ماشومان خصوصي ښوونځیو ته ولېږي.

د زلمي خلیلزاد مېرمن د هېوادونو له‌خوا د طالبانو رژیم د نه‌منلو پرېکړه «غېرعادلانه او عجیبه» بللې ده او ادعا یې کړې، چې په هند کې د ښځو وضعیت د افغان ښځو په پرتله ډېر خراب دی. هغې ویلي: «له ښځو سره د طالبانو چلند د هند په څېر چې یو پرمختللی او ځواکمن هېواد بلل کېږي، ظالمانه نه دی.»

یاده مېرمن دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د هند ولسمشره ښځه ده او په دغه هېواد کې ښځې د زده‌کړو او کار حق لري. د جنسیت د نابرابرۍ شاخص (جي‌ای‌ای) د راپور له مخې، هند د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۹۳هېوادونو په منځ کې ۱۰۲م ځای لري.

بینارډ همداراز، له محرم سره د ښځو د سفرکولو مساله رد کړې او ویلي یې دي، «دا ادعا درواغ ده. د هغې په مقاله کې راغلي: «له ځانه لاندې مې ډېرې ښځې ولیدې چې یوازې یا له خپلو ښځینه دوستانو سره ګرځېدې چې ډېریو یې حجابونه اغوستي او مخونه یې پټ وو.»

نوموړې افغانستان د افغان کډوالو لپاره د ناامنه هېواد موضوع د ردېدو ترڅنګ زیاته کړې: «موږ اوس په وروستیو کلونو کې ترټولو غوره امنیتي وضعیت لرو او دا د پام وړ ښه شوی دی.»

بینارډ وايي، چې کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په اروپا، ایران او پاکستان کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر افغان کډوال تشکیلوي.

پراخه بې‌وزلي، د جمهوري نظام د ملي سرتېرو ځورونه او ربړول، د سیاسي او مدني فعالیتونو ځپل او د ښځو د زده‌کړې بندیز د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانانو د پراخې کډوالۍ اصلي لاملونه دي.

ملګري ملتونه: افغانستان د راستنېدونکو کډوالو منلو ته چمتو نه دی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د درې مېلیونو نه زیاتو افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د «سیاسي او مالي» مرستو دوام ته اړتیا ده.

دې سازمان په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانانو د ملاتړ وړتیا یې مخ پر کمېدو ده.

دا سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بودیجې کمښت د دې لامل شوی، چې ملګري ملتونه په پوله کې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرستې اووه ځله کمې کړي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.

دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.

طالبان ادعا کوي چې تېر کال يې ۲۹۷ مېرمنې له کورني بند او ظلم څخه ژغورلي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۲۲:۳۷ GMT+۱

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دې ډلې زرګونه ښځې کور ناستې کړي او لسګونه بندیزونه یې پرې لګولي، اوس د امربالمعروف وزارت ادعا کوي چې تېر کال یې په کابل او نورو ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ ښځې له کورني بند، ظلم او زورزیاتي ژغورلې دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې یاد شمېر مېرمنې یې تېر ۱۴۰۳ کال کې ژغورلې دي.

نوموړي ویلي، چې یادې ډلې د ناوړه دودونو د له منځه وړولو په برخه کې الهي فرمانونه پلي کړي دي.

یاد طالب ویاند ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې ټینګار کړی او وایي: « ښځه په اسلام کې د مور، خور، لور او مېرمنې په جامه کې د قدردانۍ او وقار څښتنه او مستحقه ده او د مېرمنو هغه حقوق، چې ښځو ته د هوساینې او عزت جامه ور اغوندي د اسلامي امارت او افغاني ټولنې غوښتنه او لومړیتوب دی.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده کړو، کار او تګ راتګ منع کړي او پر ځانګړي حجاب کولو یې ټينګار کړی.

که څه هم د ښځو پر وړاندي د طالبانو توند چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار-وار له دغه ډلې څخه غوښتنې شوي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې دې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي، خو یادې ډلې هېڅکله په دې برخه کې خپله تکلاره بدله نکړه.