ملګري ملتونه: افغانستان د راستنېدونکو کډوالو منلو ته چمتو نه دی

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا هېواد د راستانه شویو کډوالو د منلو لپاره چمتو نه دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د درې مېلیونو نه زیاتو افغان کډوالو تر ستنېدو وروسته، د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د «سیاسي او مالي» مرستو دوام ته اړتیا ده.
دې سازمان په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د افغانانو د ملاتړ وړتیا یې مخ پر کمېدو ده.
دا سازمان د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د شمېرو او په نړۍوالو مرستو کې د پام وړ کمښت په حواله اټکل کوي، چې د افغانستان نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د بودیجې کمښت د دې لامل شوی، چې ملګري ملتونه په پوله کې افغان راستنیدونکو ته نغدي مرستې اووه ځله کمې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې که څه هم ډېری کډوال افغانستان ته د راستنیدو لپاره اړ اېستل کېږي، خو یو شمېر نور بیا ایران، ترکیې او اروپا ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي.
دې سازمان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغانانو سره په عزت چلند وکړي او د افغان کډوالو خوندي، د خپلي خوښې او باعزته راستنیدو ته لاره هواره کړي.


په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دې ډلې زرګونه ښځې کور ناستې کړي او لسګونه بندیزونه یې پرې لګولي، اوس د امربالمعروف وزارت ادعا کوي چې تېر کال یې په کابل او نورو ټولو ولایتونو کې ۲۹۷ ښځې له کورني بند، ظلم او زورزیاتي ژغورلې دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې یاد شمېر مېرمنې یې تېر ۱۴۰۳ کال کې ژغورلې دي.
نوموړي ویلي، چې یادې ډلې د ناوړه دودونو د له منځه وړولو په برخه کې الهي فرمانونه پلي کړي دي.
یاد طالب ویاند ښځو ته د حقونو د ورکړې په برخه کې ټینګار کړی او وایي: « ښځه په اسلام کې د مور، خور، لور او مېرمنې په جامه کې د قدردانۍ او وقار څښتنه او مستحقه ده او د مېرمنو هغه حقوق، چې ښځو ته د هوساینې او عزت جامه ور اغوندي د اسلامي امارت او افغاني ټولنې غوښتنه او لومړیتوب دی.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده کړو، کار او تګ راتګ منع کړي او پر ځانګړي حجاب کولو یې ټينګار کړی.
که څه هم د ښځو پر وړاندي د طالبانو توند چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار-وار له دغه ډلې څخه غوښتنې شوي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې دې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي، خو یادې ډلې هېڅکله په دې برخه کې خپله تکلاره بدله نکړه.

په بلخ ولایت کې د طالبانو والي یوسف وفا په ولایتي اداري مجلس کې ټينګار کړی، چې په ټولو دولتي ادارو کې باید د «اسلامي امارت قوانین» په بشپړه توګه تطبيق شي. د نوموړي په وینا: «زوړ قانون لغوه او هېڅ د عمل وړ نه دی.»
په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یوسف وفا په اداري مجلس کې د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د حکمونو او فرمانونو پر تطبیق هم ټينګار کړی.
یوسف وفا له خپلو ریسانو او امرینو غوښتي، چې په ادارو کې دې د پخواني قانون پر ځای د دوی نوي قوانين عملي کړي.
که څه هم طالبانو تر اوسه د اداري کارونو لپاره د خپل نوي قانون په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د دغه ډلې د بلخ والي زياتوي، چې پخواني قوانين به په ټولو ادارو کې د ټاکل شوې کمېټې له لورې ارزول کېږي.
هغه ویلي: «ټولې دولتي ادارې دې د اسلامي امارت قانون او مقررات په خپلو کارکونکو باندې په بشپړه توګه تطبيق او په ادارې کارونو کې عملي کړي، زوړ قانون لغوه او هېڅ د عمل وړ نه دی.»
یوسف وفا د برېښنا ولایتي ادارې ته سپارښتنه کړې، چې د پخوانيو چارواکو د کورونو او ملکیتونو د برېښنا پورونه دې د قسط په ډول واخیستل شي.
طالبان تر ډېره په ادارو، ټولنه او خلکو باندې د «شریعت» د پلي کولو په نوم د امربالمعروف قانون او د خپل مشر هبت الله اخوندزاده فرمانونه او حکمونه عملي کوي، چې تر ډېره د خلکو له سختو نیوکو سره هم مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر هم څه موده مخکې ویلي و، چې د پخواني اساسي قانون یوه ماده هم نه مني او طالبان باید خپل نوی قانون جوړ کړي.
هبت الله اخوندزاده همداراز زیاته کړې وه، چې د دغې ډلې د عدلیې وزارت او سترې محکمې پخواني قوانین په لږ اصلاح سره ورته وړاندې کړي و، خو نوموړي رد کړې او ورته د منلو نه دي.
یادې ډلې ویلي، چې د دوی عالمان بوخت دي چې د «غرب» له اغېزو څخه خلاص قانون جوړ کړي.
تردې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره خبرو کې ویلي و، چې د افغانستان د پخواني اساسي قانون ځیني مادې د تعدیل وړ دي او د دغې ډلې نوی قانون به ډېر ژر توشیح شي.

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په کندهار کې نظامي محکمه د هبت الله امر نه پلی کوي او د دغه ولایت زندان کې شاوخوا ۵۰۰ ملکیان د سیاسي زندانیانو په نوم بې برخلیکه دي. سرچينو ويلي، په نیول شويو کسانو کې ډېری یې د پخوانيو نظامیانو د کورنۍ غړي دي.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د سېشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) ویلي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د پخواني جمهوريت د نظاميانو د کورنۍ غړي، دوستان او وټس اپ کې د خبرو په پلمه تر ۵۰۰ زيات ملکي کسان د سیاسي مجرمینو په نوم زنداني کړي دي.
د سرچينو په خبره، نیول شويو کسانو یوه یې هم په تېر نظام کې دندې نه درلودې.
د نیول شویو زندانیانو له ډلې یو زنداني وايي: «طالبانو زه د فېسبوک پر پوسټ راوستلی یم، زما په څېر لسګونه نور بندیان هم دي، که دې د دوی پر مشر نیوکه وکړه خو بيخي دې کافر ګڼي.»
د یو بل زنداني د کورنۍ غړي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «په ډېر زحمت مو د کشر ورور سره د لیدو اجازه واخیسته، هغه یې له وسله والو جبهو سره د همکارۍ په تور یوه اوونۍ سخت شکنجه کړی و اوس یې هېڅ محکمه هم مهلومه نه ده.»
سرچينې زياتوي، چې دغه کسان هره ورځي فزيکي او ذهنې شکنجه کېږي او له کورنیو سره یې د لیدو وخت هم نه ورکول کېږي.
د کندهار لوی زندان کې دغه نیول شوي کسان وايي، چې له اسنادو، مدافع وکیل او قانوني بهير پرته له یوه کال څخه تر ۱۵ کلونو د بند په سزا محکوم شوي.
د دوی په خبره، نظامي محکمه د ملکي کسانو له جرمونو سره هېڅ تړاو نه لري.
له دې زندانیانو شاوخوا ۲۰ کسانو د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته يوه ګډه عریضه لېږلې او د پاملرنې غوښتنه یې ورڅخه کړې.

دغه عریضه او د هبت الله له لوري امضاء شوی سند هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی.
هبت الله د همدې بندیانو په عریضه پاڼه لیکلي: «که دا واقعت ولري، ۱۴ میاشتې بندیان شوي وي، جرم یې تکراري نه وي نو خوشې يې کړئ.»

د زندانیانو کورنۍ وايي، چې د طالبانو نظامي محکمه د خپل مشر له امر سرغړونه کوي او په سیاسي جرم د دغو نیول شویو کسانو هېڅ پوښتنه نه کوي.
دغه کورنۍ د طالبانو له شکنجو، ناوړه چلند او ظلم څخه هم شکایت کوي او غوښتنه کوي، چې له زندانیانو سره دې قانوني او انساني چلند وشي.
تېر کال د ملګرو ملتونو ترڅنګ يو شمېر هېوادونو او سازمانو د طالبانو تر واک لاندي زندانونو کې د شکنجو او زندانیانو سره د ناسم چلند په اړه اندېښنې ښودلې وې.
اخوا، تر دې وړاندې بیا یو شمېر داسې راپورونه خپاره شوي و چې ویل کېده د طالبانو په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت د څېړلو بهیر پیلېږي.
په دې راپورونو کې راغلي و، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د کابیني په یوې غونډه کې دستور ورکړی و، چې په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه شي.
د دې راپورونو له مخې، یاده کمېټه د عالي دیوان په مشرۍ او د بېلابېلو وزارتونو او عمومي ریاستونو د استازو په غړیتوب سره جوړېده.
تر دغو راپورونو وروسته بیا معلومه نه شوه، چې یاده کمېټه جوړه شوه او که نه.
له بندیانو سره د ناسم چلند په اړه کورنۍ په داسې حال کې شکایت کوي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالینو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپرېږي.
څه موده مخکې افغانستان انټرنشنل - پښتو یو څېړنیز راپور خپور کړی و، چې په کې راغلي و د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کېږي.
په لښتو او لرګیو وهل، په یخو اوبو کې ډوبول، د برېښنا شاکونه، پر پښو وهل، جنسي الې ته فشار ورکول، په جنسي الې پورې وزن تړل، د شور او ځوږ اورول، بې خوبي، په ګرمو اوبو کې ډوبول، سا بندول، د نوکانو اېستل، ژبې او غوږونو ته په پلاس فشار ورکول، له لاسونو ځوړندول، له پښو ځوړندول، په کوچنۍ پنجره کې بندول، اوږدمهاله تیاره کې ساتل، پر اوبو بندیز، د سینو د څوکو مروړل، له کوڅیو او ویښتو تړل، په خوله کې د اوبو پایپ ورکول، اوږدمهاله درول، پر مقعد د اوسپنیزې الې منډل، د کمې ډوډۍ ورکول، په سره سیخ داغل، د اوړي په موسم کې لمر ته کښېنول، د ژمي په موسم کې یخ ته کښېنول، بشپړ لوڅول او تذلیلي شکنجه، د کورنۍ او خپلوانو ګواښل، د سترګو تړل، د خوا بدوونکو درملو ورکول، د شا له خوا د ښي لاس او پښې او کیڼ لاس او پښې تړل او پړمخې اچول هغه شکنجې دي، چې د طالبانو په بندخونو کې بندیان ورسره مخ کېږي.
یاده ډله د دوی له نظام څخه د بغاوت، له بهرنیو رسنیو سره د اړیکې، له داعش سره د اړیکې، له مقاومت او ازادۍ جبهې سره د اړیکې او د پخواني جمهوري نظام امنیتي ادارو کې د دندې ترسره کول هغه لاملونه دي، چې زرګونه کسان یې په تور بندیان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون څخه نږدې ۳۰۰ کارکوونکي تنقیص شوي، چې ښځینه کارکوونکې، پخواني خبریالان او د تخنیک د برخې کارکوونکي پکې شامل دي. دا اقدام د طالبانو د رهبرۍ له لوري د دولتي ادارو د لګښتونو د کمولو په موخه د نوې تنقیص پالیسۍ یوه برخه ده.
د سې شنبې په ورځ، د غويي پر ۳۰مه، د ملي ټلویزیون یو شمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا ۳۰۰ کسان، چې ۹۰ پکې ښځې دي، تنقیض شوي او کورونو ته رخصت کړای شوي دي.
په تنقیص شویو کسانو کې پخواني باتجربه خبریالان او د تخنیک څانګې غړي هم شامل دي، چې په یاد ټلویزیون کې له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې کاري سابقه لري.
له دغو کارکوونکو نه د ټلویزیون کارتونه هم اخېستل شوي.
تنقیص شویو مامورینو شکایت کړی، چې د وري او غويي میاشتو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.
خو دا یوازې د ملي تلویزیون کارکوونکي نه دي، بلکې ښوونکي او نور دولتي کارکوونکي هم د نوي هجري لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو معاشونو ته منتظر دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه رسمي حکم له مخې د دولتي ادارو د کارکوونکو ۲۰ سلنه تنقیص امر کړی، چې زیات تمرکز یې پر پخوانیو مامورینو دی. سرچینې وايي، دا اقدام د بودجې د کمښت او د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله شوی دی.
تر دې مخکې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پروان ولایت د کرنې ریاست کې ۳۱ مامورین له دندو لرې کړي وو. همداراز، له دولتي وړوکتونونو څخه تر ۹۰ ډېرې ښځینه کارکوونکې هم رخصت شوې دي.
د چارو شنونکی وايي، چې د ملي راډیو تلویزیون دغه تنقیص نه یوازې د کارکوونکو پر ژوند او اقتصاد اغیز پرېباسي، بلکې د رسنیو د ازادۍ او د ښځو د رول د محدودلو هڅه هم ده.
له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې طالبان غواړي ملي ټلویزیون په شریعت غږ راډیو بدل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې رییس شهابالدین دلاور د ډنمارکي سره صلیب له مسوول او د دغه بنست د رواني ناروغیو د څانګې له مسوولې سره د سېلابځپلو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په هدف لیدنه کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، دلاور له محمد الشمع او مېرمن نیوس سره د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو او همداراز د اړمنو راستنېدونکو کورنیو د ستونزو په اړه خبرې کړې.
په دې لېدنه کې د ډنمارک د سره صلیب استازو ژمنه کړې، چې ۸۰۰ سېلابځپلو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي.
د افغاني سرې میاشتې په وینا، شهابالدین دلاور د دې مرستندویې ادارې له ډنمارکي استازو وغوښتل، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته پراختیا ورکړي، په تېره بیا له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو له امله یې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.
ډنمارکي استازو ویلي چې بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو ته به نغدي مرستې هم ووېشي.
دا همکاري په داسې حال کې دوام مومي، چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانده زیانونه اړولي او اړمنې کورنۍ له بېړنیو بشري مرستو پرته بله لار نه لري.