• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د ۹۱ ښځو په ګډون د ملي راډیو تلویزیون ۳۰۰ کارکوونکي تنقیص کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو تلویزیون څخه نږدې ۳۰۰ کارکوونکي تنقیص شوي، چې ښځینه کارکوونکې، پخواني خبریالان او د تخنیک د برخې کارکوونکي پکې شامل دي. دا اقدام د طالبانو د رهبرۍ له لوري د دولتي ادارو د لګښتونو د کمولو په موخه د نوې تنقیص پالیسۍ یوه برخه ده.

د سې شنبې په ورځ، د غويي پر ۳۰مه، د ملي ټلویزیون یو شمېر کارکوونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شاوخوا ۳۰۰ کسان، چې ۹۰ پکې ښځې دي، تنقیض شوي او کورونو ته رخصت کړای شوي دي.

په تنقیص شویو کسانو کې پخواني باتجربه خبریالان او د تخنیک څانګې غړي هم شامل دي، چې په یاد ټلویزیون کې له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې کاري سابقه لري.

له دغو کارکوونکو نه د ټلویزیون کارتونه هم اخېستل شوي.

تنقیص شویو مامورینو شکایت کړی، چې د وري او غويي میاشتو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

خو دا یوازې د ملي تلویزیون کارکوونکي نه دي، بلکې ښوونکي او نور دولتي کارکوونکي هم د نوي هجري لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو معاشونو ته منتظر دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د یوه رسمي حکم له مخې د دولتي ادارو د کارکوونکو ۲۰ سلنه تنقیص امر کړی، چې زیات تمرکز یې پر پخوانیو مامورینو دی. سرچینې وايي، دا اقدام د بودجې د کمښت او د نړیوالو مرستو د بندېدو له امله شوی دی.

تر دې مخکې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پروان ولایت د کرنې ریاست کې ۳۱ مامورین له دندو لرې کړي وو. همداراز، له دولتي وړوکتونونو څخه تر ۹۰ ډېرې ښځینه کارکوونکې هم رخصت شوې دي.

د چارو شنونکی وايي، چې د ملي راډیو تلویزیون دغه تنقیص نه یوازې د کارکوونکو پر ژوند او اقتصاد اغیز پرېباسي، بلکې د رسنیو د ازادۍ او د ښځو د رول د محدودلو هڅه هم ده.

له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې طالبان غواړي ملي ټلویزیون په شریعت غږ راډیو بدل کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډنمارک ۸۰۰ سېلاب ځپلیو افغان کورنیو ته مرستې رسوي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې رییس شهاب‌الدین دلاور د ډنمارکي سره صلیب له مسوول او د دغه بنست د رواني ناروغیو د څانګې له مسوولې سره د سېلاب‌ځپلو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په هدف لیدنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د راپور له مخې، دلاور له محمد الشمع او مېرمن نیوس سره د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو او همداراز د اړمنو راستنېدونکو کورنیو د ستونزو په اړه خبرې کړې.

په دې لېدنه کې د ډنمارک د سره صلیب استازو ژمنه کړې، چې ۸۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي.

د افغاني سرې میاشتې په وینا، شهاب‌الدین دلاور د دې مرستندویې ادارې له ډنمارکي استازو وغوښتل، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته پراختیا ورکړي، په تېره بیا له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو له امله یې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

ډنمارکي استازو ویلي چې بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو ته به نغدي مرستې هم ووېشي.

دا همکاري په داسې حال کې دوام مومي، چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته درانده زیانونه اړولي او اړمنې کورنۍ له بېړنیو بشري مرستو پرته بله لار نه لري.

پاکستان د افغانستان وارداتو لپاره د برېښنايي فورم شرط معافیت وغځاوه

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

پاکستان له افغانستان نه د وارداتو پر وخت د برېښنايي فورم (EIF) شرط معافیت د جون میاشتې تر۱۴مې پورې غځولی. د پاکستان سوداګرۍ وزارت له قوله، دا پرېکړه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د مخنیوي او د اقتصادي فعالیت د نه اغېزمنېدو په موخه شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، په یو رسمي لیک کې ویل شوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بانکي رسمي کانال نشتوالي له امله، دا معافیت ورکړل شوی څو واردات له برېښنايي فورم پرته ترسره شي.

د معافیت مخکینی نېټه د می ۱۵مه وه، خو له هغې وروسته دا موده وغځول شوه، ځکه دواړو اړخونو خپلې تګلارې حکومت ته نه وې سپارلې او مشورتي بهیر لا بشپړ شوی نه و.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، دا معافیت به تر هغه پاتې وي، چې یو رسمي بانکي میکانېزم رامنځته شي.

افغانستان د دوبۍ په «ګلوبل ویلېج» فېسټیوال کې درېیم مقام خپل کړی

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱

په دوبۍ کې د نړیوال کلي (Global Village) ۲۹ پړاو، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له ۱۶مې نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د می تر ۱۸مې پورې دوام وکړ، افغانستان وتوانېد چې تر ۴۰ د ډېرو هېوادونو په منځ کې درېیم مقام وګټي.

دا فېسټیوال د نړۍ له سترو نړیوالو سوداګریزو او فرهنګي نندارتونونو شمېرل کېږي، چې د بېلابېلو هېوادونو فرهنګ، محصولات او هنري ارزښتونه پکې نندارې ته وړاندې کېږي.

دغه فېسټیوال هر کال په دوبۍ کې ترسره کېږي او سږکال یې ۲۹م پړاو و. دا فېسټیوال ډېری شاوخوا اووه میاشتې دوام کوي.

سږ کال له ۱۵ میلیونو زیاتو سیلانیانو له دغه نړیوال فېسټیوال څخه لیدنه کړې ده.

د نړیوال کلي د افغانستان د څانګې مشر میرخان مقری وايي: «افغانستان د خپل بډایه فرهنګ، ښایسته دودونو او خوندورو کورنیو تولیداتو په وړاندې کولو سره د زرګونو نندارچیانو پام ځان ته اړولی، چې دا یوه مهمه لاسته راوړنه ده».

یاده دې وي، چې افغانستان تېر کال په دغه فېسټیوال کې دویم مقام خپل کړی و.

قرغیزستان افغانستان ته د تېلو او روغنیاتو صادرات زیات کړي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د روان کال په لومړۍ رُبع کې قرغیزستان افغانستان ته د تېلو او پټرولو صادرات زیات کړي دي. د قرغیزستان د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې، دغه هیواد په دې موده کې ټولټال ۴۲میلیونه ۷۹۱،۷ زره لیتره تېل صادر کړي، چې ارزښت یې ۱۹،۵میلیونه ډالره ښودل شوی.

د قرغیزي رسنیو د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې د همدې مودې (له جنوري تر مارچ میاشتې پورې) په ترڅ کې قرغیزستان یوازې دوه میلیونه ۹۴۱،۱ زره لیتره تېل افغانستان ته صادر کړي وو، چې ارزښت یې ۱،۳میلیونه ډالره و.

ازبکستان ته بیا دوه میلیونه ۴۹۸.۳ زره لیتره تېل او روغنیات صادر شوي، چې ارزښت یې د یوه میلیون ډالرو په شاوخوا کې ښودل شوی.

دا هم یادونه شوې چې قرغیزستان له مخکې هم افغانستان ته د تېلو صادرات زیات کړي وو.

د قرغیزستان د تېلو د سوداګرو اتحادیې ویلي، کېدای شي قرغیزستان افغانستان او ازبکستان ته اې ای ۸۰پټرول اوتېل صادروي، خو د دغه هېواد د ملي احصایې کمېټې د معلوماتو له مخې یوازې پټرول صادریږي.

د لارو بندښت له امله؛ په هند کې د افغانستان د وچو مېوو بیې خورا لوړې شوې دي

۳۰ غویی ۱۴۰۴ - ۲۰ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ له سیاسي کړکېچ او جګړې وروسته، د زاړه ډیلي د وچو مېوو مارکېټ د وارداتو په بندېدو سره له اقتصادي ستونزو او بیو لوړېدو سره مخ شوی دی.

دغه مارکېټ، چې تر ډېره له افغانستان څخه د وچو مېوو په واردولو ته متکي دی، د پاکستان له لارې د ځمکنۍ لېږدلارې په بندېدو سره سخت اغېزمن شوی. له دې لارې به هر کال زرګونه ټُنه بادام، کشمش، انځر او نور توکي هند ته واردېدل.

د خاري باولي د سوداګرو اتحادیې مشر راجن بهرګوا هندۍ ورځپاڼې انډین ایکسپریس ته ویلي: «مخکې به موږ ته د افغانستان وچې مېوې د پاکستان له لارې په لسو ورځو کې رارسېدې، خو اوس یا باید د هوا له لارې دا توکي راوړو چې في کیلو ۲۰۰ روپۍ لګښت لري، یا ډېره اوږده بله ځمکنۍ لاره وکاروو.»

خو هوايي انتقال هم ستونزمن دی، ځکه هند د اپرېل په ۳۰مه د پاکستان پر الوتکو د خپل فضايي حریم کارول بند کړل او پاکستان هم ورته اقدام وکړ.

د اپرېل له ۲۴مې وروسته، چې پاکستان له هند سره سوداګري ودروله او هند هم د اټاري-واګه پوله وتړله، له امله یې له پاکستان سره سوداګري په ټپه ودرېده. دا مهال هند له افغانستان سره یوازې د اټاري-واګه لارې سوداګري کوي. د سوداګرۍ له بندیو سره د وچې مېوې بیې په بې‌سارې ډول لوړې شوې. افغاني بادام له ۷۰۰ څخه ۸۵۰ روپیو ته او کشمش له ۴۰۰ څخه ۶۰۰ روپیو ته لوړ شوی. د انځرو بیه في کیلو ۱۵۰ روپۍ زیاته شوې ده.

سوداګر وايي، د دغه ناورین له امله زیاتره توکي احتکار (ذخیره) شوي او د بیې لوړېدل یوازې هغو توکو پورې محدود نه دي چې د افغانستان نه واردېږي، حتا د کليفورنیا او ايران بادام هم تر ۲۳۰ روپیو پورې ګران شوي دي.

د چاندني چوک استازی او د سوداګرو فدراسیون عمومي منشي پروېن خنډېل‌وال، وايي چې دا وضعیت موقتي دی: «موږ اړ یو چې خپل کورنی تولید زیات کړو. دا ستونزې به دوام ونه لري، واردوونکي به بدیلې لارې پیدا کړي.»

له دې سره، د پاکستان څخه واردېدونکي نور توکي لکه چوارې، مالګه او نور بوټي هم بازار ته نه رسېږي. همداراز، ترکي توکي هم د بایکاټ تر فشار لاندې دي.

د سوداګرو په وینا، تر اوسه د افغان توکو د لېږد یوه بدیله لار له اماراتو څخه پرانېستل شوې، خو دا به في کیلو شاوخوا ۳۰ روپۍ نور هم زیات لګښت ولري.

د "خاري باولي" نوم د هندي کلمو "خاري" (مالګینې) او "باولي" (ژورې څاه) څخه اخېستل شوی، چې یوې پخوانۍ وچې شوې ژورې څاه ته اشاره کوي، چې ګومان کېږي تروې اوبه به پکې وې. کله چې اوبه وچې شوې، سوداګرو یې چاپېره دوکانونه پرانېستل.

نن دا مارکېټ، چې له بوټو، مغز لرونکو مېوو، تخمونو او مصالحو ډک دی، تنګې او ګڼه ګونې ډکې کوڅې لري، چې د مصالحو خوشبويي یې ټوله فضا نیولې وي. دا مارکېټ د هند د پخوانیو واردوونکو مرکز دی، چې زیات شمېر کاروبارونه پکې نسلونه نسلونه تېریږي چې روان دي.

خلک دې ته "کوچنی کابل" هم وايي، ځکه له افغانستان نه شاوخوا ۸۵ سلنه وچې مېوې ور وړل کېږي او دا د اسیا تر ټولو لوی د وچو مېوو مارکېټ ګڼل کیږي.