د برېتانیا ستره محکمه د افغان ځانګړو سرتېرو پر غوښتنلیکونو قضایي بیاکتنه کوي

د برېتانیا ستره محکمه د ۲۰۲۵ کال د می له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې، د هغو افغان ځانګړو ځواکونو د قضیې واوري، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي او غوښتنلیکونه یې رد شوي.

د برېتانیا ستره محکمه د ۲۰۲۵ کال د می له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې، د هغو افغان ځانګړو ځواکونو د قضیې واوري، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي او غوښتنلیکونه یې رد شوي.
دا ځواک یوه ځانګړې افغان قطعه وه چې د برېتانیا له لوري تمویل، تجهیز او روزل شوې وه او له برېتانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه عملیات ترسره کړي دي.
یاده اورېدنه د یوې قضایي بیاکتنې برخه ده چې د «ټریپلز بیاکتنې» په نوم پېژندل کېږي.
دې پروسې د برېتانیا د حکومت له لوري د پناه غوښتنو د ردولو د بهیر قانونیت تر پوښتنې لاندې راوستی. دغه قضایي بیاکتنه وروسته له هغه پیل شوه چې د۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ میاشت کې سختې اندېښنې راپورته شوې، چې ولې د "ټریپلز" ځواکونو د ګڼ شمېر غړو د بیا مېشتېدنې غوښتنې رد شوې، سره له دې چې دوی د برېتانیايي ځواکونو ترڅنګ کلونه پر خطرناکو ماموریتونو بوخت وو.
د دې قضیې تر شا یو پخوانی لوړپوړی "ټریپلز" افسر ولاړ دی، چې اوس په برېتانیا کې مېشت دی. نوموړي د خپلو پاتې ملګرو لپاره د خوندیتوب د تضمین ترلاسه کولو په موخه کلونه هڅې کړې دي.
هغه ویلي، ګڼ شمېر پخواني همکاران یې د طالبانو له خوا وژل شوي یا شکنجه شوي دي، په داسې حال کې چې د(ARAP)پروګرام له لارې یې د ژغورنې تمه درلوده.