• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ترهګرو ډلو نوملړ کې د طالبانو نوم شاملول تر ارزونې لاندې دي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمارکو روبیو وايي، چې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې د طالبانو شمولیت تر کتنې لاندې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته وویل چې د بهرني ترهګر سازمان په توګه په نوم‌لړ کې د طالبانو د شاملولو موضوع یو ځل بیا تر کتنې لاندې ده.

کله چې د ټینیسي ایالت استازي، ټیم برچټ وپوښتل چې ایا امریکا به طالبان د یو بهرني ترهګر سازمان په توګه وپيژني، روبیو وویل: «زما په باور دا طبقه‌بندي اوس یو ځل بیا تر کتنې لاندې ده».

نوموړي د دې ډلبندۍ په اړه وویل، چې دا به په بشپړه توګه د افغانستان په تړاو د امریکا د راتلونکي پالیسۍ پر بنسټ وشي.

د ټینیسي ایالت استازي ټیم برچټ د پوښتنې په ځواب کې چې امریکا څه ډول ډاډ ولري، چې د طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو له لوري چې په افغانستان کې مېشتې دي یا روزل کیږي، برید نه کیږي، مارک روبیو وویل:«ښه دا هغه څه دي چې موږ یې هره ورځ ډاډمن کولو ته اړتیا لرو او په څرګنده توګه د دفاع وزارت مسوولیت دی. موږ له همدې امله په افغانستان کې ډیپلوماټیک حضور نه لرو، ځکه موږ په او سني حالت کې دا نه احساسوو، چې هلته خپل پرسونل په سمه توګه خوندي کړو».

متحده ایالاتو له دې وړاندې په وري میاشت کې د طالبانو پر دوه جګپوړو غړو پر سر جایزې لرې کړې.

ددغو جایزو لرې کول د طالبانو په بند کې د امریکايي زندانیانو له خوشي کېدو سره هممهاله و.

د امریکا حکومت د افغان جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د نیولو پر سر لس میلیون ډالري جایزه اېښې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د جایزې له لرې کېدو وروسته رسنیو ته وویل، چې پر سراج الدین حقاني سربېره د هغه ورور عزیزالدین حقاني او ترورزی یحیی حقاني هم چې د حقاني شبکې مهم غړي دي، د متحده ایالتونو د بندیزونو له نوملړه لرې شوې دي.

عزیزالدین حقاني د خپل ورور بدرالدین حقاني له وژل کېدو وروسته د بدري ۳۱۳ قطعې مسوولیت پرغاړه درلود، چې د متحده ایالتونو پر ځواکونو او افغان دولت د بریدونو مسوول ګڼل کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

هبت الله ښاروالانو ته د افغانستان د ښارونو د پاکوالي سپارښتنه کړې

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د ښاروالانو لپاره په جوړ شوي سمینار کې ګډون کړی او ښاروالانو ته یی سپارښتنه کړې، چې په شرعي طریقه سره د خلکو د حقونو ساتنه او خدمت وکړي.

د طالبانو د ویاند مرستیال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د چهار شنبې په ورځ په کندهار کې د ښاروالانو لپاره په جوړ شوي یو ورځنې سیمینار کې ګډون کړی او هغوی ته د خدمت کولو سپارښتنې یې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ملا هبت الله اخوندزاده له قوله لیکل شوي:«د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې او حقوق دي او خلک یې تاسو ته د عامه خدماتو لپاره درکوي، نو په هغه کارونو کې یې مصرف کړئ، چې عام خلک پرې خوشحاله کیږي.»

همدارنګه هبت الله ښاروالانو ته د ښارونو د پاکوالي او خلکو سره د ښه چلند په اړه هم سپارښتنې کړې دي.« د افغانستان خلک ډیرو جنګونو ځپلي دي، اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو د خلکو سره ښه چلند وکړئ، مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، د غفلت څخه ځان وساتئ او په شریعت استقامت وکړئ».

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو د وزیرانو شورا په ګډون ډیری مهمې ناستې په کندهار کې ترسره کیږي.

د افغانستان نږدې ټولې چارې له کندهار څخه تنظمیږي او ملا هبت الله ډیر کم کابل ته ځي.

د برېتانیا ستره محکمه د افغان ځانګړو سرتېرو پر غوښتنلیکونو قضایي بیاکتنه کوي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د برېتانیا ستره محکمه د ۲۰۲۵ کال د می له ۲۱مې تر ۲۳مې پورې، د هغو افغان ځانګړو ځواکونو د قضیې واوري، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي او غوښتنلیکونه یې رد شوي.

دا ځواک یوه ځانګړې افغان قطعه وه چې د برېتانیا له لوري تمویل، تجهیز او روزل شوې وه او له برېتانیايي ځانګړو ځواکونو سره یې اوږه په اوږه عملیات ترسره کړي دي.

یاده اورېدنه د یوې قضایي بیاکتنې برخه ده چې د «ټریپلز بیاکتنې» په نوم پېژندل کېږي.

دې پروسې د برېتانیا د حکومت له لوري د پناه غوښتنو د ردولو د بهیر قانونیت تر پوښتنې لاندې راوستی. دغه قضایي بیاکتنه وروسته له هغه پیل شوه چې د۲۰۲۴ کال په فېبرورۍ میاشت کې سختې اندېښنې راپورته شوې، چې ولې د "ټریپلز" ځواکونو د ګڼ شمېر غړو د بیا مېشتېدنې غوښتنې رد شوې، سره له دې چې دوی د برېتانیايي ځواکونو ترڅنګ کلونه پر خطرناکو ماموریتونو بوخت وو.

د دې قضیې تر شا یو پخوانی لوړپوړی "ټریپلز" افسر ولاړ دی، چې اوس په برېتانیا کې مېشت دی. نوموړي د خپلو پاتې ملګرو لپاره د خوندیتوب د تضمین ترلاسه کولو په موخه کلونه هڅې کړې دي.

هغه ویلي، ګڼ شمېر پخواني همکاران یې د طالبانو له خوا وژل شوي یا شکنجه شوي دي، په داسې حال کې چې د(ARAP)پروګرام له لارې یې د ژغورنې تمه درلوده.

امرالله صالح: خلیلزاد بې خطره افغانستان ته تلاي شي او مصارف به هم ملاهبت الله ور کړي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح وایي، زلمی خلیل‌زاد او د هغه مېرمن کولی شي له خطر پرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفر او تفریح وکړي، ځکه طالبان یې پوروړي دي او د سفر ټول لګښتونه به هم د ملا هبت‌الله له خوا ورکړل شي.

صالح دا څرګندونې په یوه اېکس پوسټ کې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې خلیل‌زاد له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې، کله د قومي لابي‌ګر، کله د یونیکال شرکت د ګټو پلوي او کله د سي‌ای‌اې د غیرمستقیم استازي په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړی باور لري چې د دوحې تړون له لارې خلیل‌زاد طالبانو ته ستر خدمت کړی او اوس طالبان ځانونه دده پوروړي ګڼي.

صالح زیاتوي، د خلیل‌زاد مېرمن چې له افغان کډوالو غواړي بېرته هېواد ته ستانه شي، د یوه نفوذي عامل او دده د بدنامه خاوند د رول لوبونې له دریځه دا خبرې کوي او دا ډول خبرې د دوی له نظره «صادقانه او په حقه» دي.

امرالله صالح ټینګار کړی چې که له۲۰۰۱کال نه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې پېښې په دقیقه توګه وڅېړل شي، څرګنده به شي چې خلیل‌زاد د عزیزی بانک او دوو مخابراتي شرکتونو په ګډون، له ګڼو فساد زېږوونکو قراردادونو سره تړاو درلود.

ملا هبت الله د سراج الدین حقاني له مشورې پرته د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانان تبدیل کړل

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره له مشورې پرته د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانانو کې ادلون بدلون راوستی دی.

ملا هبت الله اخوندزاده د یوه شفاهي حکم پر اساس د کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ۳۸ ولسوالیو په امنیه قوماندانانو کې ادلون بدلون راوستی.

د طالبانو په واکمنېدو سره د تېر نظام د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې له لغو کېدو وروسته په ولایتونو کې د والیانو او ولسوالانو ګومارنې د کورنیو چارو وزارت اړوند شوې دي، خو د طالبانو مشر د والیانو، امنیه قوماندانانو، ولسوالانو او د ولسوالیو لپاره د امنیه قوماندانانو ټاکنې د سراج الدین حقاني له مشورې پرته په خپلواکه توګه کوي.

د ملا هبت الله اخوندزاده په تازه شفاهي حکم کې چې د ۳۸ ولسوالیو امنیه قوماندانان یې له یوې څخه بلې ولسوالۍ ته تبدیل کړي، ښکاري چې نوموړي له کندهار څخه د یادو کسانو د ادلون بدلون امر کړی او د کورنیو چارو وزارت ته یې د عملي کېدو امر شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا هبت الله له سراج الدین حقاني سره له مشورې پرته د کورنیو چارو وزارت اړوند ټولې ټاکنې په خپلواکه توګه کوي او د کندهار او کابل ترمنځ د ځینو مخالفتونو لامل هم همدا ښودل کیږي.

ترمذ کنفرانس؛ د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو به د سویلي او منځنۍ اسیا سوداګري پراخه شي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ مشر ویلي، چې تېر کال د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د څه باندې ۵ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې، خو د ټرانس افغان پروژې په پلې کېدو سره به سوداګریزه راکړه ورکړه نوره هم پراخه شي.

د ازبکستان په ترمذ ښار کې په لومړي ځل د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اړیکو پراخولو په موخه درې ورځني کنفرانس کې د ټرانس افغان پروژې د عملي کېدو او په سیمه کې د بې ثباتۍ د اندېښنو په اړه بحثونه شوي دي.

ازبک رسنیو ویلي، چې په دغه درې ورځني کنفرانس کې د منځني ختیځ، اسیا پاسفیک، اروپا او سیمه ییزو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰ کسانو برخه اخیستې.

د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ مشر الدور عریپوف ویلي، چې د نړۍوالې بې ثباتۍ پرمهال د دغه ډول کنفرانس جوړولو اړتیا تر بل هروخت ډیره ده. نوموړي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګریرزې راکړې وکړې په اړه زیاته کړه:«تېر کال د منځنۍ او سویلی اسیا ترمنځ سوداګریز تبادلات له ۵ مېلیارده ډالرو اوښتي خو لا هم سوداګري محدوده ده.»

نوموړي د ټرانس افغان پروژې پر چټکې عملي کېدا ټینګار کړی او په باور یې، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ حجم زیات شي.

پر همدغه مهال ټایمز اف سینټرل اسیا په خپل راپور کې ویلي، چې د ټرانس افغان پروژه په افغانستان او پاکستان کې د امنیتي اندیښنو، د افغانستان په غرنیو سیمو او تخنیکي مسایلو کې له ځنډ سره مخ ده او ښايي د یادې پروژې برخلیک د نړیوالو د سیاستونو او جیوپولیټیک فشارونو تر اغیز لاندې راشي.