• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د چابهار بندر په کارولو سره غواړي پر پاکستان سیاسي او اقتصادي تکیه ختمه کړي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۴:۱۹ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته دغه ډله غواړي، چې پر یاد هېواد د سیاسي برخې تر څنګ اقتصادي برخه کې هم خپله تکیه راکمه کړي، چې له همدې امله یې د ایران «چابهار بندر» کارولو ته مخه کړې ده.

د ماري ټاېم ګیټ وې په نوم یو ټرانزېټي اداره وایي، طالبان په دې کار سره غواړي د سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره بدیله لاره ومومي.

چابهار بندر چې د ایران په سویل ختیځ کې پروت دی،‌ هند یې په اداره کولو کې مهم رول لري او د نړۍوال شمال-جنوب ټرانسپورټي دهلېز (INSTC) مهمه برخه ده.

دغه بندر له افغانستان سره د سوداګرۍ یو مهم اتصال ګڼل کېږي.

اوس مهال چې پاکستان له خپل هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ګړندۍ کړې او اسلام اباد سره د طالبانو اړیکې هم ترېنګلې شوي، د دغه بندر ارزښت د افغانستان لپاره لا نور هم ډېر شوی دی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی په دې وروستیو کې تهران ته تللی، څو له ایراني چارواکو سره د چابهار بندر په پروژه کې د افغانستان د رول پر پراخولو خبرې وکړي.

د دغه بندر له لارې افغانستان له نړۍوالو بازارونو سره نښلول کیږي او د پاکستان پر ځای یوه بله باوري لاره خپلولی شي.

د روسیې د والدای په نوم انسټېټیوټ چې له کرملین سره نږدې اړیکې لري ویلي، طالبان غواړي د چابهار بندر له لارې سیمې او نړۍ ته دا پیغام ورکړي، چې نور یې له پاکستان نه خپله لاره جلا کړې ده.

له بلې خوا ایران هم هڅه کوي، افغانستان د سیمې د ټرانسپورټي او اقتصادي دهلېزونو برخه وګرځوي، څو د خپلې خاورې دننه ونډه پیاوړې کړي.

راپور کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستۍ ټلېفوني اړیکه د سوېلي اسیا په جیوپولیټیکي حالت کې د نویو بدلونونو نښه ګڼلې ده.

هند د تېر زېږدیز کال په مې میاشت کې له ایران سره لس کلن تړون وکړ، څو چابهار بندر پراخ کړي او له دې لارې یې سوداګري نوره هم چټکه کړې.

دغه بندر یوازې ۷۲ کیلومتره له ګوادر بندر (چې چین یې اداره کوي) لیرې دی او د هند، افغانستان، ایران او منځنۍ اسیا تر څنګ‌ اروپا او اسیا ګډې لویې وچې ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مهم ګڼل کېږي.

د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر سره رامنځته شویو شخړو کې د افغانستان سوداګریزې راکړې ورکړې هم له نوي ډیلي سره زیانمنې شوې.

له همدې امله چابهار هند ته یوه سټراټېژیکه او بدیله لاره ده، چې نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اهمیت هم لري. لامل یې دا دی چې هند د چین د «یو کمربند، یوه لار» د سترې پروژې مخالف دی.

که څه هم پر ایران د امریکا شته بندیزونه یو خنډ دی، خو بیا هم تهران او طالبان ټینګار کوي چې چابهار باید د افغانستان د نړۍوالو ټرانزیټي اړیکو یو مهم مسیر پاتې شي.

ویل کېږي، چې طالبانو تر دې دمه د چابهار بندر د پراختیا لپاره ۳۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان په دې هڅه کې دی چې د افغانستان له لارې د سوېلي اسیا بازارونو ته ځان رسوي

۱ غبرگولی ۱۴۰۴ - ۲۲ می ۲۰۲۵، ۰۳:۳۷ GMT+۱

د یورو اېشیا ورځپاڼې په یوه خپره شوې مقاله کې راغلي، چې ازبکستان د طالبانو له بیا ځل واکمنۍ راهیسې هڅه کړې، چې افغانستان د خپلې نوې سیمه ییزې همکارۍ برخه کړي او له جغرافیایي موقعیت څخه په ګټه اخیستو یې تاشکند غواړي ځان د سوېلي اسیا بازارونو ته ورسوي.

د یورو اېشیا ورځپاڼې مقاله کاږي، چې د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره ازبکستان له طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې یو شمېر تړونونه هم کړي دي.

دغه تړونونه د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراخولو، د انرژۍ په برخه کې همکارۍ، ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره شوي دي.

د دې هوکړو یوه لویه موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر درې میلیارده ډالرو ورسول شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اپرېل میاشتې په لومړۍ ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې له اروپايي ټولنې او نورو نړۍوالو شریکانو سره د افغانستان د بیا رغاونې لپاره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار کړی و: «د افغانستان ثبات او بیا رغونه د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې ګډه ګټه ده.»

طالبانو هم د ازبکستان د ولسمشر د دغو څرګندونو هرکلی کړی و. د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې د «واقعیتونو درک کول» بللې وو او زیاته کړې وه، چې دواړه هېوادونه د «رښتینې ګاونډیتوب او ګډو ګټو» پر بنسټ همکاري کوي.

ازبکستان تر دې دمه د افغانستان په کانونو، کرنه، انرژۍ او سوداګرۍ برخو کې پانګونه کړې ده.

د سږ کال د فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو او د افغان کرنیزو توکو پر صادراتو د بندیزونو د لیرې کولو په تړاو تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه د ګډ بازار او ازادې اقتصادي سیمې جوړولو برخې هم لري.

مقاله وړاندې کاږي،‌ افغانستان ډېر کله کرنیز توکي ازبکستان ته صادروي، خو اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري متوازنه نه ده.

د ۲۰۲۴ کال د «۱.۱ میلیارد ډالرو دوه اړخیز تجارت له منځه» له یو میلیارد ډالرو زیات صادرات یوازې د ازبکستان له لوري افغانستان ته شوي دي.

د ازبکستان یو له اصلي صادراتو څخه برېښنا ده، چې شاوخوا «۶۰ سلنه د افغانستان د برېښنا اړتیاوې» پوره کوي.

د نویو تړونونو له مخې، افغانستان به له ازبکستان څخه د برېښنا واردات زیات کړي او دواړه هېوادونه به د «۵۰۰ کیلو واټه برېښنا د لېږد پروژه» ژر تر ژره بشپړه کړي.

د دغې پروژې لګښت له « ۲۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۲۲ میلیون ډالرو» ته راکم شوی دی.

دغه ۲۴۶ کیلومتره اوږده لېږد لیکه به هر کال افغانستان ته شپږ میلیارد کیلو واټه برېښنا ورسوي.

همدا راز ازبکي چارواکي باور لري، چې افغانستان کولای شي د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د یوه پل په توګه مهم ځای خپل کړي.

طالبان چې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو له لوري سختو بندیزونو سره مخ دي او ان یو شمېر هېوادونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي، اوس یوازې خپل ګاونډیان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د اړیکو لپاره ورپاتې دي.

په دې لړ کې طالبانو چین سره هم خپلې اړیکې غځولې او نیوکې دا دي‌، چې د دغو هېوادونو پانګه والو ته یې د افغانستان د طبیعي زېرمو په استخراج کې پراخه ونډه ورکړې ده.

همدا راز امریکا هم څو څو ځله په افغانستان کې د چین او روسیې له زیاتیدونکي نفوذ څخه اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو یو وار بیا خپله منتقده څېره مولوي عبدالقادر قانت ونیوه

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو منتقدې څېرې مولوي عبدالقادر قانت ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې د دغې ډلې استخباراتو نوموړی په کابل ښار کې په خپل کور کې نیولی او له ځان سره یې بیولی دی.

سرچینو د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) زیاته کړې، مولوي قانت اوس د طالب استخباراتو په ۴۰م ریاست کې بندي دی او نن یې وکولای شول چې له خپلې کورنۍ سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړي.

د طالبانو د دغه منتقد ملا د نیول‌کېدو د دلیل په تړاو تر اوسه نور معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه ویلي دي.

د نوموړي دیني عالم د نیول‌کېدو یوه ویډیو هم افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، چې د طالبانو غړي په یوه ملکي موټر کې هغې کوڅې ته ننوځي چې د قانت کور په‌کې موقعیت لري.

په ویدیو کې ښکاري، چې یو موټر د یاد دیني عالم د کور مخې ته ودرېږي او یو شمېر کسان چې ملکي جامې یې پر تن دي، هغه له خپل کوره راباسي او موټر ته یې خېژوي.

د هغه د نیول‌کېدوپرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم د کور مخې ته لیدل کېږي، خو هغوی د دې پېښې چې انسان‌تښتونې ته ورته ده، پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښکاره کوي.

تر دې مخکې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون غورځنګ پر خپلې اېکس‌‌ ټولنیزې پاڼې لیکلي و چې مولوي قانت «په کابل کې له خپل کوره تښتول شوی دی.»

د یادونې ده، چې طالبانو یو وار مخکې هم عبدالقادر قانت د دغې ډلې پر واک انحصار د توندې نیوکې له امله نیولی او بندی کړی و.

طالبان: زمونږ له واکمنېدو راهیسې د پخواني حکومت ۱۰۸۰ چارواکي بېرته هېواد ته راستانه شوي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وایي، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې د پخواني حکومت شاوخوا ۱۰۸۰ تنه لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي هېواد ته ستانه شوي دي. د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، د یو شمېر کسانو قضايي دوسیې یې هم حل کړي دي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون ویاند احمدالله وثیق د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: «د وزيرانو، د پارلمان د غړو، والیانو، امنیه قومندانانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون ۱۰۸۰ تنه هېواد ته ستانه شوي.»

نوموړي ویلي، چې ستانه شویو کسانو ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړي او له کومې وېرې پرته له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

د وثیق په خبره، په ستانه شويو کسانو کې انجنیران، ډاکټران او نور ماهر کسان هم شامل دي، چې مخکې د اوسېدو له ګواښ سره مخ و.

هغه زياتوي، چې کمېسیون یې قضايي برخه هم لري او د ستانه شوي کسانو یو شمېر شخصي او حقوقي دوسیې یې هم حل کړي دي.

هغه زياته کړې: «د اړیکو کمېسیون په طرزالعمل کي ټول مسایل شته، حقوقي، شخصي مسایل او هغه کسان چې يو پر بل دعوه لري زموږ خاص بورډ يې قضيې خلاصوي، که سخته وه بیا یې قضايي ارګانونو ته سپارو.»

ددا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون له‌خوا په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو، جنرالانو او د هېواد د علمي شخصیتونو په ګډون د تېر حکومت یو شمېر چارواکو او پوځیانو ته د خوندیتوب د کارټونو د وېش خبر ورکړ.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې که څه هم عمومي عفوه هم اعلان شوې ده؛ خو بیا هم د دغې ډلې جنګیالیو د تېر حکومت یو شمېر سیاسي شخصیتونه او پوځي قومندانان نیولي، ځورولي او ان وژلي یې دي.

نبیل: د جمهوریت پرمهال د افغان سیاست‌والو چوپتیا، فاجعې ته لار هواره کړه

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د زلمي خلیلزاد مېرمنې شیریل بېنارډ څرګندونو او د جمهوري نظام افغان چارواکو ته په اشارې وايي، چې د ډاکټر خلیلزاد، د هغه د مېرمنې او د هغوی د پټو او پېچلو لوبو مخالفت، نه کوم لوی ویاړ دی او نه هم د خلکو د ستونزو د حل لامل کېدای شي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، که چېرې د جمهوري نظام پرمهال د شخصي مصلحتونو او سیاسي حسابونو پر ځای د حقیقت غږ پورته شوی وای، ښایي د راتلونکې فاجعې پر وړاندې یو ملي او ولسي موقف رامنځته شوی وای.

نبیل لیکلي دي: «په هغه ورځو کې چې د دوحې د معاملې خبرې په پټه او د تړلو دروازو تر شا روانې وې او طالبانو ته د واک سپارلو بهیر ورو ورو پلي کېده، ډېری سیاست‌وال او د حکومت مشران چوپ پاتې وو؛ داسې ښکارېده لکه هر یوه یې دا فکر کاوه چې شاید په راتلونکي طالباني حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړي.»

نوموړي ویلي، چې د ریښتیا ویلو جرئت په هغه وخت کې یوه نه بخښل کېدونکې تېروتنه ګڼل کېده او دا د افغانستان د جمهوري نظام د پای ته رسېدو اصلي فضا وه.

نیبل د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د هغه د مېرمنې وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «‏نن ورځ د ډاکټر خلیلزاد، د هغه د مېرمنې او د دوی د پټو او پېچلو لوبو مخالفت، نه کوم لوی ویاړ دی او نه هم د خلکو د درد او رنځ دوا. »

نبیل زیاته کړې: «نن چې ځینې کسان د مخالفت توره له تیکې راوباسي، دا یوازې د ناوخته ویښ شوي وجدان نښه ده، نه د حال د بدلون وسیله.»

د هغه په وینا، لږ شمېر هغه کسان چې د توطیې پر وړاندې یې غږ پورته کړ، نه یوازې دا چې ملاتړ یې ونه شو، بلکې د دوی غږونه خاموش کړای شو.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي، چې تېره ورځ د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بېنارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه‌وېرېږي.

بینارډ ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال طالبانو د هغې هرکلی کړی دی.

د خلیلزاد مېرمنې وروستیو څرګندونو ته غبرګونونه: د ملت تباه‌کوونکي د بخښلو نه دي

۳۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ می ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۱

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو د زلمي خلیلزاد د مېرمنې وروستيو څرګندونو ته په غبرګون ویلي: «هغو کسانو چې یو ملت تر تباهۍ رسولی، د بخښلو نه دي.» شيریل بینارډ په یوه مقاله کې د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړو بنسټونو اندېښنې بې بنسټه بللي او د ښځو د ځپلو راپورونه یې رد کړي دي.

د نوموړې ددې خبرو په غبرګون د پوهنتون نامتو استاد او د حقوقي مسایلو څېړونکی ډاکټر امین احمدي وایي، افغان مېرمنې کولای شي د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شيریل بینارډ پر ضد چې په افغانستان کې یې جنسیتي توپیر له پامه غورځولی، شکایت وکړي.
نوموړي لیکلي، چې مېرمن بینارډ د طالبانو جنسیتي توپیر توجیه او انکار کوي.
د رخشانې رسنۍ مدیرې او د افغان ښځو فعالې زهرا جویا د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شيريل بینارډ د وروستيو څرګندونو وروسته د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۳۱مه) پر خپلې اېکس پاڼې د پوښتنو په ډول لیکلي: «ایا د افغان ښځو پر وړاندې صادر شوي ۸۰ سلنه فرمانونه رښتیا نه دي؟ ایا طالبان درواغ وایي او که د هغوی ملاتړي؟»

له دې سره، د پخوانۍ ولسي جرګې غړې او سیاسي فعالې فوزيه کوفي د جویا د همدې خبرو په بیا شریکولو سره زياته کړې، چې که طالبان یوه ورځ انساني ارزښتونه ومني، د افغانانو ارادو ته غاړه کېږدي او ټولنيز عدالت تامين کړي، چمتو ده چې له هغوی سره د هېواد لپاره کار وکړي.

هغې زياته کړې: «مګر زه به د دوی په څېر هغه کسان ونه بخښم چې د خپل واک او مالي ګټو په پایله کې یې تر تباهۍ رسولي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ښځو د یووالي غورځنګ غړو هم د زلمي خلیلزاد د مېرمنې شیریل بینارډ پر مقالې تُندې نیوکې کړي.

دغه ښځینه فعالانې وایي، چې شیریل بینارډ د طالبانو له خوا له ټولنې څخه د ښځو حذف او پراخ ځپل انکاروي.

د دغو فعالانو په خبره: «څوک چې د طالبانو له جنایتونو انکار کوي، د جرم شریک دی».

د زلمي خلیلزاد مېرمن شیریل بینارډ په یوې مقاله کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د ستنېدو په تړاو د افغان کډوالو او د هغوی د ملاتړکوونکو بنسټونو اندېښنې «بې‌بنسټه» بللي او وايي، چې افغانستان ته دې له ستنېدو نه‌وېرېږي.

نوموړې په خپره شوې مقاله کې د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو بندیز «د نه‌منلو وړ او د دیني اساس‌ نه‌لرونکی» بللی دی، خو د ښځو د ځپلو په تړاو یې د رسنیو راپورونه رد کړي دي.