د امريکا لسو شتمنو په يو کال کې ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي

د اکسفام د تازه راپور له مخې، د امريکا لسو تر ټولو شتمنو کسانو په تېرو ۱۲ مياشتو کې په مجموعي ډول ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي دي، چې دا په ورځني حساب نږدې يو ميليارد ډالره جوړېږي.

د اکسفام د تازه راپور له مخې، د امريکا لسو تر ټولو شتمنو کسانو په تېرو ۱۲ مياشتو کې په مجموعي ډول ۳۶۵ ميليارده ډالره ګټلي دي، چې دا په ورځني حساب نږدې يو ميليارد ډالره جوړېږي.
د فوربس مجلې د شتمنو کسانو د فهرست له مخې، اېلان ماسک، چې د ټېسلا او اېکس شرکتونو مالک دی، يوازې په يوه کال کې تر ۱۸۶ ميليارده ډالره زياته شتمني ترلاسه کړې. شننې ښيي، چې ماسک ښايي د نړۍ لومړنی ټريليونر شي.
نور شتمن کسان هم د پام وړ عوايد لري. مارک زاکربرګ، د مېټا شرکت اجرایيه مشر او راب والټن، د والمارټ د پلورنځيو مشر، د هر يوه شتمنۍ کې۳۸.۷ميليارده ډالره زياتوالی راغلی. وارن بافټ ۳۴.۸ميليارده ډالره او جيم والټن ۳۶.۵ميليارده ډالره لاسته راوړي.
خو د دې ترڅنګ، د ځینو شتمنو لکه د ګوګل بنسټايښودونکي لېري پيج او سرګي برين شتمنۍ له کمښت سره مخ شوي دي.
کارپوهان وايي چې دغه بېساری اقتصادي توپير د پانګوالو او عامو خلکو ترمنځ واټن لا پسې پراخ کړی دی او دا وضعيت د ټولنيز عدالت لپاره يو ستر ګواښ بلل کېږي.


د لانګ وار ژورنال راپور له مخې، د سوریې نوي حکومت د ترکستان اسلامي پارټۍ په نوم د القاعدې د مرکزي اسیا یوې ترهګرې ډلې وسلهوال د خپل پوځ په لیکو کې شامل کړي. د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستانی دا مهال په افغانستان کې مېشت دی او خپلو وسلهوالو ته په سوریه کې لارښوونې کوي.
دغه اقدام د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړې ځکه یاده ډله د القاعدې یوه مهمه جهادي ډله بلل کېږي چې په افغانستان، پاکستان او سوریه کې فعاله ده. ترکستان اسلامي پارټۍ په سوریه کې د هیئت تحریر الشام او النصره جبهې تر بیرغ لاندې جنګېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې له موقت ولسمشر احمد الشرع سره د می په ۱۴مه لیدنه کې پر دې موضوع نیوکه کړې وه او له سوریې یې غوښتنه کړې وه چې بهرني وسلهوال دې له هېواده وباسي. خو سوریې د می په ۱۸مه د ټي ای پي وسلهوال د خپل نوي پوځ د ۸۴مې فرقې برخه وګرځول.
د دې ډلې مشر عبدالحق ترکستاني د القاعدې د اجراییه شورا غړی دی او د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه پېژندل شوی. د راپور له مخې، نوموړی اوس په سوریه کې د خپلې ډلې جګړه مارانو ته امرونه ورکوي.
لانګ وار ژورنال په خپل راپور کې زیاتوي، چې د سوریې د دې ګام له کبله، تمه کېږي نورې بهرنۍ جهادي ډلې هم د سوریې د پوځ برخه شي، چې دا به د سیمې او نړیوال امنیت لپاره یوه جدي ننګونه وي.

جاپاني پولیس وايي، یو ۵۴ کلن پخوانی ټکسي چلوونکی یې د ۵۰ ښځینه مسافرېنو د نشه کولو او پر هغوی د جنسي تېري په تور نیولی، چې د رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي تر دې ډېرې ښځې د دغه سړي قربانیانې وي.
د راپورونو له مخې، پولیسو د نیول شوي کس له تلیفون، کمپیوټر او نورو وسایلو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي، چې ښيي هغه په خپل موټر یا کور کې شاوخوا ۵۰ ښځې جنسي ځورولې دي.
پولیس وايي، دغه سړي تېر کال یوه شل کلنه نجلۍ د خوب ګولیو په وسیله بېهوښه کړې، خپل کور ته یې وړې او هلته یې پرې تېری کړی، چې ویډیو یې هم ثبت کړې وه. د رسنیو د راپور له مخې، د دغې نجلۍ په وېښتو کې د خوب ګولیو نښې هم موندل شوې.
نیول شوی کس د "ناسمې جنسي اړیکې" او "د جنسي ویډیو ثبت د قانون سرغړونې" په تور نیول شوی دی.
راپورونه زیاتوي چې نوموړي په تېر اکتوبر میاشت کې هم د یوې بلې ښځې د نشه کولو او د ۴۰ زره ین (شاوخوا ۲۸۰ډالرو) د غلا په تور هم نیول شوی و، خو وروسته خوشی شوی و. بیا د ډسمبر په میاشت کې یو ځل بیا د جنسي تېري په تور نیول شوی دی.
پولیسو د موضوع په اړه لا نور تحقیقات پیل کړي او امکان شته چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې پاکستان به د هر ترهګریز برید لپاره سخت قیمت ورکوي او د دغه هیواد پوځ او اقتصاد به دواړه تاوان ویني، ځکه اسلاماباد د مخامخ جګړې پرځای ترهګري د هند پر ضد د جګړې وسیله ګرځولې. مودي وايي، پاکستان ته یوڅاڅکی اوبه هم نه ور کوي.
مودي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د راجستان په بیکانیر ولسوالۍ کې د پرمختیایي پروژو د پرانیستې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل، پاکستان ته به له هغو سیندونو څخه چې هند پرې حق لري، یو څاڅکی اوبه هم ورنهکړل شي او له اسلاماباد سره د خبرو لپاره هېڅ موقع نهشته.
نوموړي وویل، « پاکستان به د هر ترهګریز برید دروند قیمت ورکوي، د پاکستان پوځ به یې قیمت ادا کوي، د پاکستان اقتصاد به یې قیمت ادا کوي».
مودي وویل، « سندور عمليات د نوي هند نښه ده، چې ترهګر به د هغوی په مرکزونو کې له منځه وړي».
هغه زیاته کړه: « ډزې په پهلګام کې وشوې، خو درد یې د میلیونونو هندوانو زړونو ته ورسېد. موږ پرېکړه وکړه چې ترهګر له منځه یوسو او ستاسې د دعاوو او زموږ د زړورو ځواکونو په مرسته مو دا وعده پوره کړه».
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، مودي وویل، « نړۍ او د هیواد دښمنانو ولیدل چې کله سندور بارودو ته واوړي، څه پېښیږي».
نوموړي وویل، «هغوی چې هڅه یې کوله د ښځو سندور له منځه یوسي، پخپله خاورې شول. زما رګونو کې وینه نه، بلکې سندور بهیږي».
مودي وویل، د هند پوځ ته یې بشپړه ازادي ورکړې او هغوی پاکستان ګونډه کېدو ته اړ کړ.
نوموړي وویل، « سندور عملیات انتقام نه و، بلکې د عدالت نوی تعریف و، د نوي هند استازیتوب. مخکې به موږ یوازې ځواب ورکولو، اوس مو پریکړه کړې چې لومړی وار به موږ کوو. دا د ترهګرۍ ختمولو لپاره زموږ نوی سیاست دی».
د هند لومړی وزیر وايي، چې هند د پاکستان د د اتومي وسلو ډار درواغ ثابت کړل او نور به نه وېرېږي او نه به د ترهګرو مشرانو او د هغوی ملاتړ کوونکو حکومتونو تر منځ توپیر کوي.
مودي وویل، چې هند نړۍ ته د پاکستان اصلي څېره ښودلې او نهه پارلماني او د نړیوالو اړیکو استازي به نورو هیوادونو ته ولاړ شي، چې د پاکستان واقعیت نړۍ ته وښيي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په شپه د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د یهودو یوه موزیم څخه د باندې د اسراییل سفارت دوه کارکوونکي په ډزو وژل شوي دي. په واشنګټن کې د اسراییل سفارت هم د خپلو دوه کارکوونکو وژل کیدل منلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ هم دغه پېښه غندلې او سپارښتنه یې کړې، چې د یهودیت پر ضد د دغه ډول پېښو جدي مخنېوی باید وشي.
هغه زیاته کړې، چې په متحده ایالتونو کې دغه ډول کرکه او وحشت ځای نه لري.
رویټرز اژانس د امریکا د فډرالي څېړنو ادارې د مشر کاش پټېل له قوله لیکلي، چې د پېښې په تړاو یې هر اړخیزې څېړنې پیل کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ډیني ډانون یاده پېښه د «یهودیت پر ضد ترهګري او او ناوړه عمل» بللی دی.
تر دې پېښې وړاندې په واشنګټن کې څو څو ځله پر غزې د اسراییل بریدونو خلاف اعتراضونه شوي او له امریکا غوښتنه شوې وه، چې هلته اوربند ته زمینه برابره کړي.
همدا راز امریکا د هغو زده کوونکو خلاف هم اقدامات کړي، چې د یهودو او اسراییل ضد دریځونه یې نولي وو

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې ویل شوي، چې چین او پاکستان له طالبانو څخه ژمنه ترلاسه کړې، چې په افغانستان کې به د هند د سټراټېژیک او اقتصادي نفوذ مخه نیسي.
د یادې ورځپانې په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه ژمنې د طالبانو، چین او پاکستان ترمنځ تېره اوونۍ په کابل کې د ګډې ناستې پر مهال شوي دي.
دغه ناسته په داسې حال کې شوې، چې هند په دې وروستیو کې هڅې پېل کړي، څو له طالبانو سره خپل تعامل په اقصتادي او ډېپلوماټیکه برخه کې پراخ کړي.
پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي، چې ګوندې د ناستې اصلي موخه دا وه چې د درېیو لوریو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکاري پیاوړې شي او د هند د پراخېدونکي رول پر وړاندې همغږي رامنځته شي.
که څه هم تر اوسه پورې په رسمي او ښکاره توګه دا هوکړه نه ده تایید شوې، خو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هند د زیاتېدونکي حضور پر وړاندې پاکستان او چین شریکې اندېښنې لري.
په همدې لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په یوې تازه ناسته کې چې په بېجینګ کې شوې، هوکړه کړې چې د «چین-پاکستان اقتصادي دهلېز» (CPEC) پروژه دې افغانستان ته هم وغځول شي.
دغه پروژه چې د چین له مهمو سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو څخه ده، اوس تمه ده، چې افغانستان هم په کې شامل شي.
څارونکي وایي، چې دا پرمختګ کولی شي د نوي ډيلي هڅې په افغانستان کې تر ډېره اغېزمنې کړي، ځکه هند په دې پروژه کې ګډون نه لري.
د هند او طالبانو بې سارې اړیکې
له دې پرمختګونو سره هم مهاله، د هند او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په داسې حال کې له یو بل سره ټلېفوني خبرې کړې، چې د دغه کچې د تعامل څرک نه لیدل کېدو.
اېس جی شنکر دا اړیکه «اغېزناکه» بللی وه او زیاته کړې یې وه، چې دواړو خواوو د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې هم دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو، اقتصادي همکارۍ او ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یادونه شوې وه.
خو طالبانو په ورته وخت کې د هغو راپورونو غندنه کړې، چې د دوی په باور هڅه کوي د کابل او نوي ډهلي ترمنځ بې باوري زیاته کړي.
یو له دغو د هند د سندور عملیات پر مهال د پاکستان د پوځ هغه ادعا وه، چې ګوندې یو توغندی پر افغانستان هم لګیدلی دی.
د هند غبرګون او د راتلونکي سټراټېژۍ ارزونه
هند تر دې دمه په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو، سړکونو، بندونو، روغتونو او برېښنا له ۳ میلیاردو ډالرو څخه زیاتې پانګونې کړي. خو اوس د خپل نفوذ ساتلو له یوې نوې ننګوونې سره مخ دی.
هند چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او خپلې بشري مرستې یې دوامداره ساتلي هڅه کوي، چې د عملي تعامل تر څنګ خپلو ډېموکراټیکو اصولو ترمنځ توازن هم وساتي.
راپور کاږي، طالبانو له هند غوښتي چې د افغانستان په کانونو، قیمتي ډبرو، نفتو او ګازو کې تازه پانګونې وکړي.
همداراز هغوی له هند غوښتي، چې د ایران د چابهار بندر له لارې د هند سوداګریز توکي منظم افغانستان ته انتقال شي، خو په دې برخه کې پر ایران د بندیزونو له وېرې له احیتاطه کار اخیستی دی.
په داسې حال کې چې نوي ډیلي له خپلو ګاونډیانو پاکستان، چین، بنګله دېش او مالدیف سره اړیکې کړکېچنې شوې، د نریندار مودي اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل سیمه ییز دریځ له سره تعریف کړي.
خو له طالبانو سره یې د نږدې کیدو هڅې په داسې مهال کې کېږي، چې یادې ډلې له بېجینګ او اسلام اباد سره هم خپلې راشه درشې تودې ساتلي دي.
شنونکي وایي، که هند ونه توانېږي چې له طالبانو سره خپلې اړیکې په یوه دوامداره او متوازنه بڼه وساتي، د راتلونکو سیمه ییزو بدلونونو له بهیره به څنډې ته پاتې شي.